وحید عمر په خپل فیسبوک کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۴مه د ارګ په دې غونډه کې حامد کرزی، عبدالله عبدالله، فضل هادي مسلمیار، یونس قانوني، استاد خلیلي، استاد محقق، باتور دوستم، حنیف اتمر او یو شمېر نور سیاسي مشران حاضر وو.
عمر وايي، د استاد سیاف لپاره هم څوکۍ ایښودل شوې وه، خو هغه غونډې ته نه و راغلی.
د عمر په وینا، د غونډې فضا ډېره ترینګلې وه. د قران کریم له تلاوت وروسته، ولسمشر غني مایک ډاکټر عبدالله ته ورکړ او ویې ویل چې د مشرانو خبرو ته چمتو دی. عبدالله له حامد کرزي وغوښتل چې لومړی خبرې وکړي.
کرزي په احساساتي وینا کې وویل چې په کابل کې د احتمالي جګړې او وینې بهېدو په اړه اندېښمن دی. هغه وویل چې کورنۍ یې په کابل کې ده او نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وساتي، په داسې حال کې چې د نورو افغانانو د اولادونو له درد څخه بې خبره وي.
کرزي ټینګار وکړ چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې له وینې بهېدو او ورانۍ مخنیوی وشي.
له کرزي وروسته عبدالله عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني هم خبرې وکړې. د عمر په وینا، د ټولو اساسي پیغام دا و چې باید له جګړې، وینې بهېدو او د کابل له ورانۍ مخنیوی وشي.
عمر وايي، د دې غونډې بدلون ځکه د پام وړ و چې یوه ورځ مخکې په امنیتي غونډه کې د کابل د مقاومت، درېدو او دفاع پر موضوع بحث شوی و، خو د اګست پر ۱۴مه هېڅ یو مشر نور د مقاومت خبره نه کوله.
هغه زیاتوي چې په تېرو اونیو کې جهادي مشرانو د هېواد د بېلابېلو سیمو د دفاع لپاره د خپلو وړتیاوو په اړه خبرې کړې وې او له حکومت څخه یې د وسلو، مهماتو او نورو امکاناتو غوښتنه کړې وه، خو په وروستۍ غونډه کې د دفاع پر ځای د جګړې د مخنیوي خبرې مطرح شوې.
د عمر په لیکنه کې راغلي چې ولسمشر غني د مشرانو پیغام ظاهراً ترلاسه کړ او د غونډې په پای کې یې وویل چې د هغوی له وړاندیزونو سره موافق دی. هغه لارښوونه وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي.
د غونډې پر مهال یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام اباد ته بلل شوي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي. هغه له ولسمشر څخه اجازه وغوښته، خو غني مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دغه حساس پړاو کې به پاکستان ته د سیاسي مشرانو سفر ښه پیغام ونه لري.
د عمر په وینا، له غونډې وروسته قانوني له دې پرېکړې ناراضه و او ویې ویل چې که اړتیا وي، پاکستان ته د تګ لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
وروسته حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، استاد خلیلي او اکرم خپلواک د چارچینار ماڼۍ مخې ته سره راټول شول. اتمر اندېښمن و چې د غونډې اصلي پیغام ولسمشر ته په کافي وضاحت نه دی رسول شوی.
د عمر په وینا، اتمر او عبدالله دې پایلې ته رسېدلي وو چې د مشرانو اصلي غوښتنه یوازې د جګړې درول نه، بلکې د ولسمشر غني له واکه د څنګ ته کېدو لپاره زمینه برابرول وو.
اتمر وړاندیز وکړ چې دی او عبدالله دې بیا له ولسمشر سره وګوري او موضوع په روښانه ډول مطرح کړي. خو د عمر په وینا، اکرم خپلواک وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر غني حاضر نه شو چې له عبدالله او اتمر سره وویني.
عمر وايي، د هغه وخت د سیاسي مشرانو محاسبه دا وه چې د طالبانو اصلي ستونزه له ولسمشر غني سره ده او که غني له صحنې لرې شي، طالبان به له نورو سیاسي مشرانو سره د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي او ښايي یو مشارکتي حکومت جوړ شي. طالبانو تر دې مخکې ځینو سیاسي مشرانو ته د ورته هوکړې پیغامونه هم ورکړي وو.
خو عمر په پای کې یوه مهمه پوښتنه مطرح کوي: که طالبان له جدي مقاومت پرته د کابل تر دروازو رسېدلي وو او پوهېدل چې په کابل کې د جګړې لپاره جدي اراده نشته، نو ولې به یې واک له نورو سره شریکاوه؟
هغه وايي، که طالبانو کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی دې ته اړ کړي وای چې یوازې یوه ورځ وروسته په قطر کې دغه واک له نورو سیاسي مشرانو سره ووېشي؟
د عمر په وینا، د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې څرګند شو.