• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل اپریدي د سپټمبر ۲۷مه د اسلام‌اباد په لور د پراخ لاریون اعلان وکړ

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، تر هغه چې حکومت له عمران خان سره د ملاقات په اړه ډاډ ورنه کړي د سپټمبر تر ۲۷مې به بیا اډیاله زندان ته ولاړ نه‌شي. هغه ویلي، که له عمران خان سره د ملاقات اجازه ورنه کړل شي؛ نو د سپټمبر په ۲۷مه به د اسلام‌اباد په لور پراخ لاریون وکړي.

سهیل اپریدي د اډیاله زندان مخې ته له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د زندان اوسنی وضعیت ښيي چې چارواکي له عمران خان سره د ملاقات په اړه جدي نه‌دي. هغه ویلي، تر دې وروسته به یوازې د حکومت له رسمي تایید وروسته زندان ته ځي.

سهیل اپریدي خبرداری ورکړی، که له عمران خان سره ملاقات ونه شي نو د شپې له ۱۰ بجو وروسته به د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه پیل شي. هغه د ګوند له پلویانو غوښتي، چې د پاکستان او خپل ګوند بېرغونه له ځان سره واخلي او سړکونو ته راووځي.

هغه وویل، د سپټمبر پر ۲۷مه به تر دوه مېلیونو د ډېرو کسانو په ګډون د اسلام‌اباد په لور لاریون وکړي. نوموړي ادعا وکړه، چې یوازې په خیبر کې په لنډ وخت کې ګڼ شمېر پلویان راټول شوي او په نورو سیمو کې هم د احتجاجونو لړۍ پیل شوې ده. د هغه په وینا، په بنو کې به د یکشنبې په ورځ احتجاج ترسره شي.

سهیل اپریدي د حکومت پر فعالیتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په هېواد کې حکومتي نظام فلج شوی دی. هغه د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ګډون د مهمو دولتي ادارو پر فعالیت پوښتنې راپورته کړې او ویې ویل، که دغه ادارې سم کار نه‌کوي نو تړل یې غوره اقدام دی ځکه لګښتونه یې د خلکو له مالیاتو ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې له عمران خان سره د ملاقات په اړه د محکمو حکمونه شته خو له څو میاشتو راهیسې پرې عمل نه‌دی شوی. هغه ویلي، د خلکو ستونزې یوازې د عمران خان په مشرۍ حل کېدای شي او د سپټمبر ۲۷مه به د حکومت لپاره له لویو سیاسي ننګونو څخه وي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي
۱

ملګري ملتونه: پنځوس سلنه افغان ښځې په میاشت کې یوازې یو یا دوه ځله له کوره بهر وتلای شي

۲

هلمندیانو ته د متحدې جبهې خبرداری: خپل اولادونه مو د طالبانو له لیکو څخه راوباسئ

۳

افغانستان تر ۲۰۲۱کال وروسته؛ امریکا څنګه د افغانستان د اقتصادي سقوط مخه ونیوله؟

۴

نی: د طالبانو له لوري د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۷۰۰ پېښې مستندې شوې دي

۵

د بشري حقونو فعاله: د افغان ښځو مبارزه یوازې د زده‌کړو او ازادۍ لپاره نه‌ده

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: په کولمبیا کې د وروستۍ زلزلې له امله لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په کولمبیا کې د زورورې زلزلې له رامنځته کېدو څو ورځې وروسته، د هغو کسانو د ژوندي موندلو هیلې لا کمزورې شوي چې تر اوسه ورک دي. د ژغورنې ډلو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې لا هم ۱۰۰ کسان لادرکه دي او د موندلو هیلې یې کمې شوې دي.

دغې ۷،۴ درجې زلزلې د تېرې دوشنبې په سهار د کولمبیا لوېدیځې سیمې ولړزولې. زلزلې د استوګنې ځینې ودانۍ راونړولې او یو شمېر کورونو، ښوونځیو او روغتونونو ته یې زیانونه واړول. د حکومت د شمېرو له مخې، د پنجشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۷۳ کسان مړه شوي، له ۳۸۰۰ ډېر ټپیان شوي او ۳۷۷ کسان ورک بلل شوي دي.

د کولمبیا په درېیم لوی ښار کالي کې د ژغورنې ډېرو ډلو خپل فعالیتونه له لټون او ژغورنې څخه د کنډوالو پاکولو ته اړولي دي. دا بدلون ښيي چې د ژغورنې عملیات د لومړنیو ۷۲ ساعتونو له تېرېدو وروسته یوې لا سختې مرحلې ته داخل شوي دي. خو د ښاروال الېخاندرو ادر په وینا، لا هم ۹ د لټون او ژغورنې عملیات روان دي. نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د عملیاتو په سیمو کې چوپتیا وساتي، څو ژغورونکي د هغو کسانو احتمالي غږونه واوري چې ښايي لا هم تر خاورو لاندې ژوندي وي.

د پریرا په ښار کې انریکې مارین هغه مهال چې خبر شو مور یې تر خاورو لاندې ګیر پاتې ده، له بوګوتا څخه یې تر پېښې ځایه د رسېدو لپاره له ۱۰ساعتونو ډېر موټر وچلاوه. هغه وویل، مور یې له زلزلې شاوخوا شپږ ساعته وروسته ژوندۍ له خاورو واېستل شوه، خو روغتون ته د لېږد پر مهال یې ساه ورکړه.

د کالي ښار شاوخوا ۱۳۳ کیلومتره شمال ته د رولدانېیو په هدیره کې د ورک شویو کسانو د موندلو دولتي ادارې وویل، چې هغه انساني پاتې شوني څېړي چې د زلزلې له امله له ځمکې راوتلي دي. د دغو پاتې شونو پر بدن پوځي رنګه جامې هم لیدل شوې دي.

د نوي حکومت لپاره ستره ازموینه

له لویو ښارونو بهر د ژغورنې ډلې وايي، چې ځینې ښارګوټي او وړې ټولنې لا هم د امکاناتو له کمښت او د دولتي مرستو له ځنډ سره مخ دي.

په همدې حال کې د سیمې ګڼ اوسېدونکي لا هم د اوبو، ګاز او برېښنا په څېر لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

له زلزلې راهیسې تر اوسه له ۱۵۰ ډېرې پس‌لړزې ثبت شوې دي. دغه حالت د هغو ژغورونکو لپاره خطر زیاتوي، چې د ویجاړو ودانیو په منځ کې کار کوي او همداراز د هغو خلکو لپاره چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي دي.

د حکومت د اټکل له مخې، په دې زلزله کې له ۱۲۵۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د کولمبیا ولسمشر ابیلاردو دِ لا اسپریئیا، چې د زلزلې له رامنځته کېدو یوازې څو ورځې وړاندې یې د ولسمشر په توګه کار پیل کړی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې غواړي اقتصادي بېړنی حالت اعلان کړي او د بیارغونې لپاره یو ځانګړی صندوق جوړ کړي.

نوموړي وویل، چې د دغه صندوق له لارې به کورني او نړیوالې مرستې راټولې او د روغتونونو، ښوونځیو، کورونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو پر بیا رغولو به ولګول شي.

دغه ناورین اوس د کولمبیا د نوي محافظه‌کار حکومت لپاره په لومړۍ ستره ازموینه بدل شوی دی. دغه حکومت د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د دولتي لګښتونو د کمولو ژمنه کړې وه، خو اوس باید له یوې خوا د ژغورنې او بیارغونې لګښتونه برابر کړي او له بلې خوا وښيي چې د یوه ناورین د سمبالولو وړتیا لري.

کولمبیايي چارواکو همداراز د بهرنیو مرستو د مدیریت په اړه د نیوکو پر وړاندې د حکومت دفاع کړې ده. چارواکي وايي، دوی د هېڅ هېواد د مرستې وړاندیز نه دی رد کړی، خو یوازې هغو نړیوالو لټون او ژغورنې ډلو ته د داخلېدو اجازه ورکوي چې معتبر معیارونه پوره او لازم رسمي سندونه ولري.

مولانا فضل‌الرحمان او ماهرنګ بلوچ د پاکستان پر اوسني وضعیت سختې نیوکې کړي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۰۹ GMT+۱
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر فضل‌الرحمان وايي،پاکستان د جوړېدو له هغو درېیو اساسي موخو د شریعت، اقتصاد او ولسواکۍ له ډلې په هېڅ یوه کې یې هم بریالی نه‌دی. د بلوچ یووالي کمېټې مشرې ماهرنګ بلوچ بیا بلوچستان کې پر روانو عملیاتو په نیوکو سره د پاکستان دولت پر «نسل‌وژنې» تورن کړی

مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په اسلام‌اباد کې د خپل ګوند د غونډې پر مهال وویل، د پاکستان د جوړېدو په اړه درې بېلابېل تصورونه موجود وو، یو دا چې په هېواد کې به د قران او سنت نظام عملي کېږي، بل دا چې پاکستان به له اقتصادي پلوه خپلواک وي او درېیم دا چې هېواد به ډیموکراټیک نظام ولري.

نوموړي د پوښتنې په توګه مطرح کړې چې «اوس اسلامي نظام، د شریعت مطابق ژوند، اقتصادي خوشحالي او یا ډیموکراټیک نظام، د دغو درېیو مواردو له اړخه د پاکستان نننی وضعیت مطالعه کړئ»؟

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې د پاکستان هېڅ یوه اساسي موخه د دغه هېواد د وګړو لپاره په بشپړه توګه نه‌ده پوره شوې او د ده په وینا، د شریعت غوښتونکي، د اقتصادي پرمختګ پلویان او د ولسواکۍ غوښتونکي ټول له محرومیت او ناهیلۍ سره مخ دي.

هغه په ډاګه کړه، چې د پاکستان حکومت د دیني عالمانو لپاره د هېواد په سیاست کې د ځای ځایګي د محدودولو هڅه کوي او ټینګار یې وکړ، چې د ده ګوند به له خپلې سیاسي مبارزې لاس وانه‌خلي.

فضل الرحمن وویل: «موږ نظریاتي خلک یو او د خپلو نظریاتو لپاره تاریخ لرو، زموږ تر شا دوه سوه کلن تاریخ دی».

نوموړي د خپلو سیاسي مخالفینو پر تاریخ هم نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه، چې د هغوی تاریخ له «انګرېزانو سره غلامۍ او خوشامد» سره تړلی دی.

د جمعیت علمای اسلام مشر دا هم ویلي، چې د دین د «سرلوړۍ» لپاره مبارزه د دوی ماموریت دی او زیاته کړې یې ده: «د مولوي کار څه دی؟ یا د امت امامت کول، یا د خلکو جنازې کول. موږ د قوم د امامت طریقه هم زده ده او ستاسو د جنازو د لمانځه طریقه هم».

په همدې ورځ د بلوچ یووالي کمېټې مشره ډاکټر ماهرنګ بلوچ چې اوس په زندان کې ده د بلوچستان د امنیتي وضعیت په اړه په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، پاکستان له تېرو اوو لسیزو راهیسې پر بلوچ ولس واک چلوي او د نوموړې په وینا، د «دوامدار ظلم» له لارې یې پر بلوچستان د خپل واک د ساتلو هڅه کړې ده.

ماهرنګ بلوچ ادعا کړې، چې په بلوچستان کې د امنیت په نوم ګرځ‌بندیزونه، پوځي عملیات، جبري ورکېدنې او ډله‌ییزې وژنې عادي شوې دي.

هغې ویلي: «موږ د دولت هر هغه سیاست ردوو چې د بلوچ ماشومانو، ښځو او عادي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي او د هغوی مړینه یوازې د جانبي زیان په توګه ګڼي».

هغې ادعا کړې، چې د وړمې شپې په ترڅ کې په سوراب کې د پاکستاني جنګي الوتکو د بمباریو له امله د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. خو د پاکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې، په سوراب کې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۱مه) د یوه موټر بم برید له امله درې ملکي وګړي او اته وسله‌وال وژل شوي او ورسره جوخت په عملیاتو کې لس وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د بمبارۍ او ۲۷ کسانو د مرګ‌ژوبلې په تړاو د ماهرنګ بلوچ ادعا په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې. هغې د سوراب د پېښې په اړه زیاته کړې: «که یو دولت د کورونو او مېشتو سیمو د بمبارۍ له امله د ماشومانو په ګډون د لسګونو ملکي وګړو ډله‌ییزه وژنه عادي عملیات وګڼي، نو دا پوځي عملیات نه، بلکې نسل‌وژنه ده».

ماهرنګ بلوچ له بلوڅ ولس څخه غوښتي، چې د سوراب د پېښې پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او د خپلو خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره اعتراض او مقاومت وکړي. هغې ټینګار کړی: «زموږ بقا په مقاومت کې ده».

د فضل الرحمن او ماهرنګ بلوچ څرګندونې په داسې وخت کې دي، چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو ترمنځ د وسله‌والو نښتو او سیاسي کړکېچونو شاهد دی. د پاکستان حکومت بلوڅ وسله‌والې ډلې د ترهګرو په توګه یادوي، خو بلوڅ سیاسي او مدني فعالان د امنیتي عملیاتو، جبري ورکېدنو او د بشري حقونو د سرغړونو ادعاوې مطرح کوي.

پاکستان او ناروې: د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر ضد ونه‌کارول شي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱
100%

د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د ترهګرۍ له ټولو بڼو سره پر مبارزې ټینګار کړی او افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. طالبانو په دې تړاو لا تراوسه څه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې ویلي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) په یوې ګډې اعلامیې کې همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حالت د اندېښنې وړ بللی دی.

دا ګډه اعلامیه په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدې تر لیدنې وروسته خپره شوې ده.

دواړو لورو ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیکونو له مخې ترسره شي او د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه کارول شي.

د پاکستان او ناروې په ګډه اعلامیه کې، پرته له دې چې د کومې ځانګړې ډلې نوم واخیستل شي، په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د حضور په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده. دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې افغانستان باید د نورو هېوادونو د ګواښلو پر مرکز بدل نه‌شي.

اسلام‌اباد څو ځله طالبان تورن کړي، چې تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون‌پالو ډلو ته یې پناه ورکړې او د فعالیت زمینه یې ورته برابره کړې ده. پاکستان وایي، دغه ډلې د بریدونو د طرحه او ترسره کولو لپاره د افغانستان له خاورې ګټه اخلي.

طالبانو بیا تل دغه ادعاوې رد کړي او په وار وار یې نړۍوالو او په ځانګړې توګه ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی، چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او همداراز یې څرګنده کړې، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده.

ناروې هم پر پاکستان د امنیتي ګواښونو په تړاو د تاوتریخوالي د کمولو، د امنیتي اندېښنو د هواري او د نړیوالو قوانینو د مراعاتولو له هڅو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه

پاکستان او ناروې د خپلې ګډې اعلامیې په بله برخه کې په افغانستان کې د «بشري حقونو د وضعیت د خرابېدو» په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان او ناروې ویلي، چې طالبانو د ښځو او نجونو بنسټیزې ازادۍ په پراخه کچه محدودې کړي او هغوی یې له زده‌کړو او په ټولنیز ژوند کې له ګډون څخه بې‌برخې کړې دي.

دواړو هېوادونو په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او د رسنیو د فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

ناروې له هغو اروپایي هېوادونو څخه دی، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له دې ډلې سره خپلې مستقیمې اړیکې ساتلې دي. دغه هېواد په تېرو کلونو کې د افغانستان په تړاو د خبرو اترو کوربه پاتې شوی او له طالب استازو سره یې لیدنې کړې دي. ناروې د افغانستان په اړه په ډیپلوماټیکو هڅو کې هم ونډه اخیستې ده.

د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې ناروې طالب استازي اوسلو ته وربللي وو، څو د ناروې له چارواکو، د لوېدیځو هېوادونو له استازو او د افغانستان د مدني ټولنې له یو شمېر غړو سره خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، چې دغه اړیکې د دې هېواد د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول، د ثبات ملاتړ او په افغانستان کې د یوه ټول‌شموله حکومت د رامنځته کېدو لپاره مرسته کول دي.

ناروې ټینګار کړی، چې له طالبانو سره یې اړیکې د دې ډلې د په رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنا نه‌دي، خو دغه هېواد له طالبانو سره د خبرو د دوام ملاتړ کړی، څو د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپلې اندېښنې له دې ډلې سره شریکې کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایدې د چهارشنبې په ورځ (د زمري۲۱مه) اسلام‌اباد ته تللی وو.

چمن او تورخم کې تاوانونه؛ افغان سوداګرو له طالبانو څخه د جبران او ستونزو د حل غوښتنه کړې

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۵ GMT+۱
100%

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر مسوولینو او سوداګرو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو د اوږدې درېدنې له امله د رامنځته شویو درنو مالي زیانونو د جبران غوښتنه کړې. دوی ویلي چې تورخم او چمن کې یې له اوږدې مودې راهیسې مالونه ایسار دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د خونې د مشرتابه د یو شمېر غړو او سوداګرو په ملتیا د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) د طالبانو د مالیې له وزیر محمد ناصر اخوند سره په لیدنه کې د سوداګرو د ستونزو او د حل لارو په اړه خبرې کړې دي.

د یادې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، دوی په ځانګړي ډول په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د ډېورند کرښې پورې غاړه په چمن او تورخم کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو درېدنې، د ډیمریج لوړو لګښتونو او د ډېر ځنډ له امله نور اړوند مصارف، سوداګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د سوداګرو استازو د طالبانو له مالیې وزیر څخه وغوښتل چې د یادو ستونزو او اوښتو زیانونو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د سوداګرو د مالي زیانونو د جبران او د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د مالیې وزیر محمد ناصر اخوند د خصوصي سکټور د ستونزو حل او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول له خپلو لومړیتوبونو یاد کړل او د مالیاتي اسانتیاوو او تخفیفونو په برخه کې سوداګرو ته د خپل نظام د همکاریو یادونه هم کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو یاد وزیر دې ناسته کې ژمنه کړې، که سوداګر د لوړو ډیمریجونو، اضافي لګښتونو او اوښتو زیانونو په اړه کره او باوري اسناد وړاندې کړي او دغه اسناد د ټرانسپورټ وزارت له لوري هم تأیید شي، مالیه وزارت به د ګمرکي تصفیې او د اوښتو زیانونو د جبران په برخه کې همکاري وکړي.

په همدې حال کې، د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس وړاندیز وکړ، چې د سوداګرو د زیانونو د دقیقې ارزونې او ستونزو ته د رسېدنې لپاره دې د مالیې وزارت له لوري د خونې د استازو او سوداګرو په ګډون یوه تخنیکي او مسلکي کمېټه جوړه شي او دغه وړاندیز د یاد طالب وزیر له لوري ومنل شو او په دې تړاو یې خپلې اړوند برخې ته سپارښتنې وکړې.
د سوداګرو د څرګندونو له مخې، په چمن او تورخم کې د بار وړونکو وسایطو او سوداګریزو مالونو اوږدمهاله درېدنه یوازې د سوداګرۍ د بهیر د ځنډ لامل نه‌ده شوې، بلکې د ډیمریج او نورو اضافي لګښتونو له کبله یې د سوداګرو پر مالي وضعیت هم د پام وړ فشار راوستی دی. د جوړېدونکې تخنیکي کمېټې ارزونه به وښيي، چې د دغو زیانونو کچه څومره ده او د جبران په برخه کې به کوم اقدامات ترسره کېږي.

هم‌مهاله راپورونه څرګندوي، چې پر ډیورند کرښه د‌ طالبانو او پاکستاني حکومت ترمنځ د وسله‌والو نښتو په ترڅ کې د لارو د تړل کېدو له امله په تېر یوه کال کې د دواړو لوریو سوداګرۍ ته تر یو مېلیارډ ډالرو ډېر زیان اوښتی دی.

مجاهد: کوچنۍ واکمنې ډلې د پاکستان ګټې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي

۲۲ زمری ۱۴۰۵ - ۱۳ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران اېراف رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه ویلي: «اوس یوه کوچنۍ پوځي ډله واکمنه ده، چې د پاکستان ټولې ګټې یې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي».

نوموړي زیاته کړې، چې د خپل مشر په استازیتوب یې د پاکستان د هرې خبرې ځواب ویلی. مجاهد په یادې ځانګړې مرکه کې یو ځل بیا ویلي، چې دوی له پاکستان سره شخړه نه غواړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پرضد وکارول شي.

هغه زیاته کړه، اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پرضد وکارول شي او د پاکستان کورنۍ شخړې او اختلافات له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.
مجاهد د پاکستان د تورونو او بریدونو په اړه د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د چوپتیا په اړه وویل: «اړینه نه‌ده چې مشر دې په هره موضوع کې دریځ ونیسي. موږ د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب خبرې کړې دي او همدا بسنه کوي».
مجاهد په دې اړه چې ولې پاکستان له طالبانو سره د ژورو اړیکو سره، سره لاهم دغه حکومت په رسميت نه‌دی پېژندلی وویل، چې ګڼ هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري او د هغوی سفارتونه په کابل کې فعال دي.

هغه وویل: «ما په پیل کې اشاره وکړه، چې هېوادونه له افغانستان سره رسمي تعاملات لري. د هغوی سفارتونه په کابل کې او د افغانستان سفارتونه په نورو هېوادونو کې فعال دي. دا د دې معنا لري چې موږ رسمي اړیکې لرو».

د ایران او امریکا د جګړې په اړه د طالبانو دریځ

مجاهد د ایران او امریکا د جګړې په اړه وویل: «موږ په سیمه کې د جګړې غوښتونکي نه یو او هر هېواد چې تېری کوي، موږ یې غندو. تېری د ستونزو حل‌لاره نه‌ده». هغه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور تجربې ته په اشارې وویل، افغانستان خپله د تېري قرباني شوی دی، ۲۰ کاله تر اشغال لاندې پاتې شوی او موږ د اشغال ترخې تجربې یې لیدلې دي».
هغه ویي: «موږ نه غواړو، چې هېڅ هېواد له داسې حالت سره مخ شي».

له امریکا سره اړیکې

مجاهد له امریکا سره د طالبانو د اړیکو په اړه وویل، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري. نوموړي زیاته کړې:« موږ له کړکېچنو اړیکو او جګړو تجربه لرو، چې د هېڅ لوري په ګټه نه‌وې».

مجاهد: پخوانی ولسمشر اشرف غني کولای شي افغانستان ته ستون شي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هېواد ته د پخواني ولسمشر محمداشرف غني د راتګ په اړه وویل، که هغه وغواړي چې افغانستان ته راشي؛ نو اړیکې ته اړتیا نه‌لري، دا د هغوی هېواد او خاوره ده او کولای شي په‌کې ژوند وکړي.

هغه زیاته کړه: «د هغوی د نږدې کسانو لپاره هم عمومي عفو اعلان شوې ده او په دې برخه کې موږ کومه ستونزه نه وینو». مجاهد د اشرف غني د احتمالي بېرته ستنېدو په اړه ټینګار وکړ، چې د افغانستان وګړي په خپل هېواد کې د ژوند کولو حق لري.

هغه زیاته کړه، د هغوی پر وړاندې هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او طالبان هېڅوک خپل دښمن نه ګڼي. د طالبانو ویاند د اشرف غني د احتمالي قضايي څار په اړه وویل: «د حقوق‌الله او سیاسي موضوعاتو په برخه کې څوک تر قضايي څار لاندې نه نیول کېږي، ځکه عمومي عفو صادره شوې او همدا کافي ده. که کوم کس د بل چا پر وړاندې د خپل حق دعوه ولري، کولای شي محکمې ته مراجعه وکړي او خپله عریضه وړاندې کړي».

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځه کاله تېرېږي. طالبان د ۱۴۰۰ لمریز کال په زمري میاشت کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو او د جمهوري نظام تر سقوط وروسته کابل ته ننوتل.