د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي امریکا دې په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او خپل ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې امریکا کولای شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي او خپل ډیپلوماتیک حضور بیا پیل کړي.
په دغه راپور کې چې جمعه (د زمري ۲۳مه) خپور شوی راغلي چې متقي له امریکا غوښتي چې د افغانستان د لویو کانونو، بندونو او سړکونو په جوړولو او پراختیا کې هم پانګونه وکړي. دا هغه پروژي دي چې امریکا کې درېیو پرلپسې حکومتونو او د هغوی متحدینو پرې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې وه خو طالبانو شل کاله د دغو پروژو د له منځه وړلو لپاره کوشش کاوه او ورته خنډ یې جوړاوه.
طالبان غواړي له سیمه ایزې او نړۍوالې انزوا ووځي
د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته، طالبان یو ځل بیا له امریکا غواړي چې خپل ډېپلوماټان او اقتصادي پانګه افغانستان ته راولي.
متقي په دغو خبرو کې ټینګار کړی: «موږ د جګړې پړاو پای ته رسېدلی ګڼو او غواړو له امریکا سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولرو او د مثبت تعامل نوی پړاو پیل کړو.»
طالبانو په تېر یو کال کې هڅه کړې چې له نړیوالې انزوا څخه ووځي. دوی له روسیې سره دفاعي هوکړې کړي، د خلیج ځینو هېوادونو ته یې سفرونه کړي، د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره یې لیدلي او له مرکزي اسیا او هند سره یې ګڼې سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې دي.
د طالبانو دغه هڅې وروسته له هغه زیاتې شوې چې پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله خپلې سوداګریزې لارې وتړلې او د روان کال په لومړیو کې یې د افغانستان دننه هم هوايي بریدونه وکړل.
د واشنګټن منفي ځواب، حقوقي خنډونه او پاتې اختلافونه
سره له دې چې طالبان له امریکا سره د اړیکو غوښتنه کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیکلي ځواب کې د اړیکو د عادي کېدو احتمال رد کړی دی.
امریکا طالبان د ترهګرۍ ضد خپلو ژمنو ته پر نه ژمنتیا تورن کړي دي.
له بلې خوا، نړۍوالې جنايي محکمې د طالبانو پر مشر ملا هبتالله اخوندزاده د ښځو د ځپلو او ځورولو له امله، د بشریت ضد جرمونو په تور د نیولو حکم صادر کړی دی او د افغانستان د مرکزي بانک میلیاردونه ډالر شتمني لا هم په امریکا کې کنګل شوې ده.
د ټرمپ حکومت هم پر طالبانو سخت فشارونه زیات کړي دي. په دې اقداماتو کې د ویزو د ورکړې ځنډول، امریکا ته د افغان وګړو پر ننوتلو بندیز او پر طالبانو د فشارونو زیاتول شامل دي. امریکا له پاکستان سره خپلې اړیکې نږدې کړې او پر ایران (د طالبانو نسبي نږدې شریک) یې فشارونه زیات کړي دي.
په مقابل کې، طالبانو هم د ټرمپ ځینې غوښتنې رد کړې دي. په دغو غوښتنو کې امریکا ته د بګرام هوايي اډې د کنټرول بېرته سپارل، د پاتې امریکايي وسلو سپارل او د یوه امریکايي زنداني خوشې کول شامل وو.
متقي په دې اړه ویلي: «هیڅ افغان به د خپل هېواد په خاوره کې د بل هېواد پوځي حضور ونه مني.»
د افغانستان پر کانونو د امریکا، چین او روسیې سیالي
ځینې امریکايي ډیپلوماټان او کارپوهان لکه رابین رافل او مایکل کوګلمن، باور لري چې په افغانستان کې د لیتیم، مسو او اوسپنې پر پراخو او لا نه استخراج شویو زیرمو د امریکا د پانګونې وړاندیز ښايي د ټرمپ لپاره جالب وي. د دوی په باور، دا کار ښايي امریکا ته زمینه برابره کړي چې په سیمه کې د چین او روسیې د زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې سیالي وکړي.
خو امریکا په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې ښه سابقه نه لري. د سیګار د راپور له مخې، امریکا له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې نږدې یو میلیارد ډالر د افغانستان د کانونو پر صنعت ولګول، خو کومه څرګنده پایله یې ترلاسه نه کړه.
اوس مهال د چین، ایران او قطر ځینې شرکتونه په افغانستان کې د کانونو د استخراج قراردادونه لري.
له بل پلوه افغانستان له سخت اقتصادي او بشري بحران سره هم مخ دی.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د افغانستان د شاوخوا ۴۵ میلیونه نفوس نیمایي بشري مرستو ته اړتیا لري.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې له پاکستان او ایران څخه د څلور میلیونو څخه د زیاتو افغانانو بېرته ستنېدو هم پر اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.
له اروپايي هېوادونو سره د کډوالۍ خبرې
د نړۍوالو اړېکو په برخه کې طالبانو په اروپا کې هم له ځینو هېوادونو سره د اړیکو هڅې زیاتې کړې دي.
تېر جون، د افغان ډیپلوماټانو یوې پنځه کسیزې ډلې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو له شلو څخه زیاتو ډیپلوماتانو سره خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې له اروپا څخه د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو موضوع هم یاده شوې چې غوښتنلیکونه یې رد شوي او همدارنګه د مجرمینو د بېرته لېږلو په اړه خبرې شوې دي.
افغان ډیپلوماټانو ویلي چې په اروپا کې له طالبانو سره د خبرو پخوانی حساسیت کم شوی دی؛ خو تر اوسه هېڅ اروپايي هېواد د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
له دې ټولو هڅو سره سره، طالبان لا هم د ښځو او نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.
امیرخان متقي د ښځو او نجونو د زدهکړو د بندیز په اړه بیا ویلي چې دا بندیز «موقتي» دی. خو شنونکي وايي، تر هغه چې طالبان په خپلو سختو سیاستونو کې بدلون رانه ولي، په ځانګړي ډول هغه سیاستونه چې د کندهار له رهبرۍ څخه ټاکل کېږي، طالبان به په بشپړه توګه له نړیوالې انزوا څخه ونه وځي.