پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.
تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی
د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلاماباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.
خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتونپالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.
منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسلهوالو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.
پاکستان پوځي چلند زیات کړی
منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.
د هغه په وینا، اسلاماباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.
نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.
پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه
پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.
له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.
د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زدهکړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.
لویې سیمهییزې پروژې له ګواښ سره مخ
د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمهییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.
هغه د ټاپي د ګازو نللیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.
د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.
په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.
منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.
هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نهکوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.
خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.
طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نهورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.
درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمهییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمهییزې پروژې عملي شي.
منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نهده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونهلري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.
د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی
په کابل کې د اسلاماباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.
د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنهکړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسلهوالو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمهییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.
خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
دغه شتمنۍ وروسته د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان حکومتي چارواکو دولت ته وسپارلې.
د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې د ۲۰۱۹مکال د جولای پر ۲۵مه نېټه د ملا اختر منصور (په مستعارو نومونو «محمد ولي» او «ګل محمد») او له هغه سره د عمار او اختر محمد پر ضد دوسیه ثبت کړې وه.
یاده دوسیه د پاکستان د ۱۹۹۷م کال د ترهګرۍ ضد قانون د ایچ ۱۱مادې له مخې ثبت شوې وه، چې د پیسو راټولولو او د پیسو مینځلو په اړه ده. همدارنګه دغه قضیه د پاکستان د جزا قانون د ۴۲۰ مې مادې (د دوکې او بد نیتۍ له لارې د شتمنۍ یا جايداد ترلاسه کول)، ۴۶۸ مې مادې (د درغلۍ په موخه جعل کول) او ۴۷۱ مې مادې (د جعلي اسنادو د اصلي اسنادو په توګه کارولو) له مخې هم ثبت شوې وه.
«خړ نوملړ» او د منصور د ملکیتونو دوسیه
د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې د ملا اختر منصور او د هغه د ملګرو پر ضد د شتمنیو او مالي معاملو قضیې د ثبت کېدو اعلان داسې مهال وکړ، چې اسلاماباد له نړیوال فشار سره مخ و. پاکستان هغه مهال د مالي اقدام کاري ډلې (FATF) او نورو نړیوالو بنسټونو تر څار لاندې و او هڅه یې کوله چې د ترهګرۍ د تمویل او پیسو مینځلو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپل اقدامات وښيي.
له همدې امله، ځینو شنونکو باور درلود چې د ملا اختر منصور د شتمنیو په اړه پلټنې د نړیوالو اندېښنو د کمولو او د پاکستان د ژمنو د ثابتولو یوه برخه کېدای شي.
خو د دې اقدام په اړه اصلي پوښتنه دا وه چې ولې دا ډول پلټنې د ملا اختر منصور له وژل کېدو څو کاله وروسته وشوې؟ په پاکستان کې د هغه له حضور، سفرونو او فعالیتونو سره تړلي بحثونه له وړاندې موجود وو. هغه مهال یو شمېر شنونکو نیوکه کوله چې د طالبانو مشران د اوږدو کلونو لپاره په پاکستان کې دي، خو اسلاماباد په رسمي ډول د هغوی د موجودیت په اړه انکار کوي یا یې کم ارزښته ښيي.
د قضیې د اعلان په کلونو کې فاټف په یوه غونډه کې له پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې د پیسو مینځلو، د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي او اړوندو قضیو کې د پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړي.
فاټف په ۲۰۱۴ کال کې په یوه راپور کې د طالبانو د مالي سرچینو په تړاو ویلي وو چې د هلمند ولایت د حاجي فاتح اسحاقزي په مشرۍ یوه جنایي شبکه له طالبانو سره مالي او غیرنغدي مرستې کوي او دغه مرستې ډېری د اختر محمد منصوراو اغا جان علیزي له لارې کیږي.
پاکستان په دې کلونو کې په سند ایالت کې د ترهګرۍ ضد دوه محکمې د ترهګرۍ د تمویل اړوندو قضیو ته ځانګړې کړې وې، چې دغه ډول قضیې ژر تر ژره حل شي.
وروسته د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر پر ۲۱مه نېټه، د د مالي اقدام کاري ډلې فاټف (FATF) اعلان وکړ چې پاکستان یې د«خړ نوملړ» د هېوادونو له ډلې اېستلی دی.
یادې ډلې وویل، « پاکستان د پیسو مینځلو ضد او د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په نظام کې د پام وړ پرمختګ کړی دی».
فاټف دغه راز زیاته کړه، چې پاکستان د خپل نظام د پیاوړتیا ترڅنګ «هغه تخنیکي نیمګړتیاوې هم حل کړې دي چې د فاټف (FATF) له خوا د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۱ کال د جون په ارزونو کې په ګوته شوې وې».
د شنوکو په باور، که څه هم فاټف په رسمي ډول د ملا اختر منصور د شتمنیو قضیه له خړ نوملړ څخه د پاکستان د وتلو له شرطونو سره نه ده تړلې، خو د هغه د ملکیتونو ضبط او د ترهګرۍ د تمویل اړوند قضیو تعقیب په هغه پراخ بهیر کې شامل وو چې اسلاماباد د نړیوالو مالي معیارونو د پوره کولو لپاره د خپلو اقداماتو په توګه وړاندې کاوه.
د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دویمې محکمې د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر ۹مه نېټه د اختر منصور او نورو پر ضد په قضیه کې د عمار یاسر او اختر محمد پر ضد د دایمي ناقابل ضمانت نیولو امر صادر کړی و. یاده قضیه لا هم په همدې محکمه کې پرته ده.
« منصور د ځمکو کاروبار ته وخت نه درلود»
طالبانو د پاکستان د پلټنو فدرالي ادارې دا ادعاوې رد کړې. د ۲۰۱۹ کال په جولای کې طالبانو وویل چې منصور د ځمکو د کاروبار لپاره وخت نه درلود او هېڅکله په داسې سوداګرۍ کې ښکېل نه و. طالبانو دغه راپورونه بېبنسټه وبلل او ویې ویل چې د دوی د مشرانو په اړه دا ډول ادعاوې د منصور شخصیت ته زیان نه شي رسولی.
طالبانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړه، « موږ د داسې راپورونو د خپرېدو په موخه نه پوهېږو، خو په ډاډ سره ویلای شو چې د طالبانو د مشرانو په اړه دا ډول کمزوري او بېبنسټه راپورونه نه د چا په ګټه دي او نه هم د منصور شخصیت ته کوم زیان رسولی شي».
کرزي په احساساتي وینا کې وویل چې په کابل کې د احتمالي جګړې او وینې بهېدو په اړه اندېښمن دی. هغه وویل چې کورنۍ یې په کابل کې ده او نه غواړي خپل اولادونه له هېواده بهر وساتي، په داسې حال کې چې د نورو افغانانو د اولادونو له درد څخه بې خبره وي.
کرزي ټینګار وکړ چې د پرېکړې او قربانۍ وخت دی او باید په کابل کې له وینې بهېدو او ورانۍ مخنیوی وشي.
له کرزي وروسته عبدالله عبدالله، استاد خلیلي، استاد محقق او یونس قانوني هم خبرې وکړې. د عمر په وینا، د ټولو اساسي پیغام دا و چې باید له جګړې، وینې بهېدو او د کابل له ورانۍ مخنیوی وشي.
عمر وايي، د دې غونډې بدلون ځکه د پام وړ و چې یوه ورځ مخکې په امنیتي غونډه کې د کابل د مقاومت، درېدو او دفاع پر موضوع بحث شوی و، خو د اګست پر ۱۴مه هېڅ یو مشر نور د مقاومت خبره نه کوله.
د عمر په لیکنه کې راغلي چې ولسمشر غني د مشرانو پیغام ظاهراً ترلاسه کړ او د غونډې په پای کې یې وویل چې د هغوی له وړاندیزونو سره موافق دی. هغه لارښوونه وکړه چې یو باصلاحیته پلاوی وټاکل شي، څو قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره د وروستۍ پرېکړې په اړه خبرې وکړي.
د غونډې پر مهال یونس قانوني وویل چې دی او یو شمېر نور سیاسي مشران اسلام اباد ته بلل شوي او غواړي پاکستان ته ولاړ شي. هغه له ولسمشر څخه اجازه وغوښته، خو غني مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دغه حساس پړاو کې به پاکستان ته د سیاسي مشرانو سفر ښه پیغام ونه لري.
د عمر په وینا، له غونډې وروسته قانوني له دې پرېکړې ناراضه و او ویې ویل چې که اړتیا وي، پاکستان ته د تګ لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.
وروسته حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، استاد خلیلي او اکرم خپلواک د چارچینار ماڼۍ مخې ته سره راټول شول. اتمر اندېښمن و چې د غونډې اصلي پیغام ولسمشر ته په کافي وضاحت نه دی رسول شوی.
د عمر په وینا، اتمر او عبدالله دې پایلې ته رسېدلي وو چې د مشرانو اصلي غوښتنه یوازې د جګړې درول نه، بلکې د ولسمشر غني له واکه د څنګ ته کېدو لپاره زمینه برابرول وو.
اتمر وړاندیز وکړ چې دی او عبدالله دې بیا له ولسمشر سره وګوري او موضوع په روښانه ډول مطرح کړي. خو د عمر په وینا، اکرم خپلواک وروسته خبر ورکړ چې ولسمشر غني حاضر نه شو چې له عبدالله او اتمر سره وویني.
عمر وايي، د هغه وخت د سیاسي مشرانو محاسبه دا وه چې د طالبانو اصلي ستونزه له ولسمشر غني سره ده او که غني له صحنې لرې شي، طالبان به له نورو سیاسي مشرانو سره د واک پر وېش هوکړې ته ورسېږي او ښايي یو مشارکتي حکومت جوړ شي. طالبانو تر دې مخکې ځینو سیاسي مشرانو ته د ورته هوکړې پیغامونه هم ورکړي وو.
خو عمر په پای کې یوه مهمه پوښتنه مطرح کوي: که طالبان له جدي مقاومت پرته د کابل تر دروازو رسېدلي وو او پوهېدل چې په کابل کې د جګړې لپاره جدي اراده نشته، نو ولې به یې واک له نورو سره شریکاوه؟
هغه وايي، که طالبانو کولای شول ټول واک په زور ترلاسه کړي، نو څه شي به هغوی دې ته اړ کړي وای چې یوازې یوه ورځ وروسته په قطر کې دغه واک له نورو سیاسي مشرانو سره ووېشي؟
د عمر په وینا، د دې پوښتنې ځواب له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې څرګند شو.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بي بي سي -پښتو ته ویلي، سره له دې چې کابل د کړکېچ کمولو لپاره خپلې هڅې کړې دي، لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانستان نه څه غواړي.
متقي وايي، بریدونه، د ترانزیټي لارو تړل او په نړیواله کچه له افغانستان نه شکایتونه د پاکستان له لوري شوي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له بيبيسي سره په ځانګړې مرکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا، د ډیورنډ کرښې پر سر ستونزو، ټرانزیټ او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه خبرې کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو لپاره کارول کېږي.
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسني وضعیت کې افغانستان ښکیل نه بولي او وايي، « حالت یو طرفه دې حد ته ورسېد، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی پېښ شوی».
متقي د پاکستان هغه دریځ ردوي چې ګواکې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د بریدونو له امله اسلاماباد اړ شوی چې له کابل سره سخت چلند غوره کړي.
هغه ویلي: « زموږ له طرفه کله هم پر دوی حمله نه ده شوې، زموږ له طرفه لار نه ده بنده شوې، زموږ له طرفه کوم مشکل نه دی ورته ایجاد شوی، حتا زموږ له طرفه د دوی د ټرانزېټ مالونه نه دي بند شوي، که لارې دي هم دوی بندې کړې، که تعرض دی هم دوی کړی دی، که ټرانزېټ دی هم دوی بند کړی دی او که د دنیا په سطحه تر ملل متحده اعتراضونه دي هم دوی کړي دي».
متقي وايي، د همدې وضعیت له امله باید له پاکستان څخه وپوښتل شي چې ولې یې د افغانستان په اړه خپل دریځ تر دې کچې سخت کړی دی.
هغه زیاتوي چې د پاکستان له چارواکو باید وپوښتل شي: « تاسې کوم مجبوریت لرئ، ولې مو خبره دې ځای ته ورسوله».
د پاکستان کورنۍ ستونزې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د کورنیو سیاسي ستونزو او امنیتي وضعیت یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد له خپلو داخلي ستونزو سره مخ دی.
د متقي په وینا، په پاکستان کې د قدرت وېش هم «نا انډوله» دی او له همدې امله، د ده په وینا، په اسانه نه شي ویل کېدای چې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان «اصلي تکلیف او مجبوریت» څه دی.
متقي د پاکستان هغه ادعا هم رد کړه چې افغانستان د پاکستان د مخالفو وسلهوالو ډلو د پټنځای په توګه کاریږي.
هغه د پاکستان د ادعاوو په ځواب کې د بلوڅانو، تحریک طالبان پاکستان او د ډیورنډ کرښې د امنیت په تړاو وویل، چې «که خبره د بلوڅانو وي نو بلوڅان خو ۷۸ کاله له حکومت سره په مخالفت کې دي، که خبره د ټي ټي پي وي نو ټي ټي پي خو له شلو کلونو ډېر وخت کېږي چې له پاکستان سره په جنګ اخته ده او که خبره د ډیورنډ کرښې وي نو موږ د افغانستان تر بل هر تېر نظامه ډېره هڅه کړې چې کرښه ښه کنټرول شي».
د متقي دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي.
پاکستان په وار وار ادعا کړې چې د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد وسلهوالو فعالیتونه کېږي، خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، د افغانستان خاوره د هیڅ بل هېواد پرضد نه کاریږي.
پر کرښه د شخړو او امنیتي پېښو له امله د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو اوږد وخت اوړي، خو لا هم د سوداګرو او خلکو پر مخ تړلې دي.
متقي وايي، طالبانو د پاکستان د اندېښنو د کمولو لپاره د ده په وینا، ټول لازم اقدامات کړي دي، خو لا هم د اسلاماباد د غوښتنو په اړه روښانه درک نه لري.
هغه وویل: « موږ ټول اقدامات کړي او کله کله څوک د چا زړه او دماغ ته نه شي ننوتلی چې دوی څه غواړي».
د متقي د څرګندونو له مخې، کابل لا هم د پاکستان د دریځ د اصلي علت په لټه کې دی خو په ورته وخت کې د طالبانو اداره هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا خرابېدو مخه ونیسي.