د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه را رسېدلي معلومات ښيي، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلهوالو مخالفینو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه را رسېدلي معلومات ښيي، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسلهوالو مخالفینو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.
ځايي سرچینې وايي، نښتې د شنبې له ورځې تر شپې پورې د مایمي، زېباک، نسي او شکي ولسوالیو او د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې روانې وې.
تر اوسه د دغو نښتو د مرګژوبلې د کچې په اړه کره او خپلواک معلومات نهدي ترلاسه شوي.
په نسي ولسوالۍ کې ځايي پوځي قوماندان جمعهخان فاتح له تېرې سهشنبې راهیسې د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړی دی. د هغه نږدې کسان وايي، فاتح د نښتو په پنځمه ورځ هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او د دې ولسوالۍ ځینې کلي لا هم د هغه د ځواکونو په واک کې دي.
د ازادۍ جبهې هم ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې د زېباک ولسوالۍ په دوو سیمو توپخانې او سنګلیچ کې له طالبانو سره نښتې کړې دي. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په سیمه کې د دې جبهې د ځواکونو له لوري د هاوان د توغولو شېبې ښيي.
له دې سربېره، د ازادۍ جبهې د شنبې په ماښام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په زېباک کې یې د طالبانو یو پوځي موټر په نښه کړی دی. د جبهې په وینا، دغه موټر له برید وروسته یو درې ته لوېدلی دی.
په همدې وخت کې، د مایمي، شکي او فیضاباد ولسوالیو کې هم د نښتو راپورونه خپاره شوي دي. خو تر اوسه څرګنده نهده، چې دغه بریدونه د کومې ډلې له لوري ترسره شوي دي.
د سرچینو په وینا، د فیضاباد ښار اړوند د یفتل بالا سیمې د دو ابې پر پوسته برید شوی او اوږده نښته رامنځته شوې ده. ځینې سرچینې وايي، چې لا هم په سیمه کې په وقفهيي ډول د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
په بدخشان کې یو شمېر سرچینې وايي، چې جمعهخان فاتح ته نږدې کسان د یادو سیمو په ځینو برخو کې نفوذ لري. له سیاسي پلوه، د افغانستان ملي کانګرس ګوند هم د دغو سیمو د ځوانانو ترمنځ نفوذ لري.
یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ځینو دغو بریدونو کې برید کوونکي بدخشاني ځوانان وو چې د سرچینې په وینا، «د عدالت لپاره» جګړه کوي.
بلې سرچینې ویلي: «په مایمي کې خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی دی».
په همدې حال کې، د افغانستان ملي کانګرس ګوند یوه مشر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغو ډلو په څو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي، څو له یوې خوا د جمعهخان فاتح په مشرۍ د نسي د جبهې ملاتړ وکړي او له بلې خوا د طالبانو د ځواکونو پام په بېلابېلو سیمو کې ووېشي.
درواز د جمعهخان فاتح د اصلي مرکز په توګه پېژندل کېږي. فاتح له طالبانو سره له نښتو وړاندې په یوې وینا کې ادعا کړې وه، چې د درواز په پنځو ولسوالیو کې شاوخوا «درې تر درې نیم زره مجاهدین» لري.
فاتح همداراز ادعا کړې، چې په ټول افغانستان کې د هغه د وفادارو ځواکونو شمېر له ۱۰ زرو څخه کم نهدی، خو د دغه شمېر خپلواک تایید ستونزمن دی.
سره له دې چې د بدخشان په ځینو برخو کې د نښتو راپورونه زیات شوي، د دغو عملیاتو کره پراخوالی، د ښکېلو ځواکونو شمېر او د دواړو لورو د مرګژوبلې کچه لا هم روښانه نهده. شته معلومات هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له لوري نهدي تایید شوي.
طالبانو ویلي، چې ځینې «شرير عناصر» په بدخشان کې د بېنظمۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.
د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغو نښتو کې د یوې ځوانې تاجکستانۍ ښځې د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړه. خو نوموړي د بدخشاني ملکي وګړو د احتمالي مرګژوبلې یا د خپلو او مخالفو ځواکونو د وژل شویو کسانو په اړه معلومات ورنهکړل.
په بدخشان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان وضعیت له نږدې څاري، خو تر اوسه د نښتو په سیمو کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه کره او تایید شوي معلومات نهلري.
یوناما د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په دې پړاو کې داسې معلومات یا تازه جزییات نهلرو چې له نورو سره یې شریک کړو، خو څرګنده ده، چې وضعیت څارو. هر وخت چې مناسب وي او د تایید شویو معلوماتو پر بنسټ تازه معلومات به وړاندې کړو».