• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فوزیه کوفي: ملګري ملتونه باید د طالبانو پر وړاندې له څرګندونو عملي اقداماتو ته مخه کړي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۳۷ GMT+۱

د جمهوریت پر مهال د افغانستان د پارلمان غړې فوزیه کوفي له ملګرو ملتونو او غړو هېوادونو غوښتي چې د طالبانو د فشار او حساب‌ورکونې لپاره له څرګندونو څخه عملي اقداماتو ته مخه کړي او په افغانستان کې د قانون حاکمیت او اساسي قانون پر بنسټ د نظام د بېرته ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

کوفي د اکس په یوه تازه پوسټ کې ویلي چې افغانستان د خپل تاریخ په یوه «حساس پړاو» کې دی او باید مخکې له دې چې ناوخته شي، د قانون حاکمیت او اساسي قانون ته ولاړ نظام بېرته رامنځته شي.

هغې ټینګار کړی: «ملګري ملتونه او غړي هېوادونه باید له څرګندونو څخه عملي اقداماتو ته مخه کړي، پر طالبانو فشار راوړي او هغوی د واک ته له بېرته ستنېدو مخکې د خپلو خوشبینانه څرګندونو پر وړاندې حساب‌ورکوونکي وګرځوي.»

کوفي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د اوسني وضعیت پر وړاندې یوازې په اعلامیو بسنه ونه کړي او د قانون حاکمیت او اساسي قانون د ټینګښت لپاره عملي اقدامات وکړي.

ډېر لیدل شوي

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»
۱

په کچلاغ کې د هبت‌الله ګاونډیان: «د هبت‌الله په نامه د خپرېدونکو پیغامونو غږ د هغه نه‌دی»

۲

د اور نوې لیکه؛ ایا یو شمېر پخواني افغان سرتېري بیا جګړې ته راګرځي؟

۳

په یوه ورځ د اوو ولایتونو سقوط؛ کابل د طالبانو په محاصره کې

۴

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۵

د بدخشان د عملیاتو په اړه د طالبانو پوځي مشران د نظر اختلاف لري

•
•
•

نور کیسې

درانی: طالبان پنځه کاله وروسته هم له سیاسي مشروعیت او له سیمه‌ییز ثبات بې‌برخې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف دراني وايي، طالبان که څه هم د تېرو څلورو لسیزو جګړو په پرتله نسبي امنیت ټینګ کړی، خو پنځه کاله وروسته لا هم هېواد له سیاسي مشروعیت، اقتصادي ستونزو، دیپلوماتیک انزوا او د ښځو د حقونو د محدودیتونو له جدي ننګونو سره مخ دی.

دراني په یوه تحلیلي مقاله کې، چې د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت په پاکستانۍ ورځپاڼې دی نیوز یې خپره کړې، لیکلي چې یوازې امنیت د یوه بریالي دولت د تعریف لپاره بسنه نه کوي او «له حساب‌ورکوونکې حکومتولۍ، اقتصادي فرصتونو، سیاسي مشارکت او بنسټیزو حقونو پرته سوله نازکه پاتې کېږي.»

هغه وايي، پنځه کاله وروسته افغانستان لا هم اساسي قانون، ټاکل شوي بنسټونه، د سیاسي حساب‌ورکونې منل شوی میکانیزم او ټول‌شموله حکومتولي نه لري او د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده په لاس کې اصلي واک متمرکز دی.

دراني د ښځو او نجونو وضعیت د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو څرګندې ستونزې بللې او لیکلي یې دي چې نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي او ښځې د کار او عامه ژوند له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ښځو د زده‌کړو او کار محدودول یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې د افغانستان د راتلونکي د بقا مسئله هم ده. هغه لیکلي: «یو هېواد نه شي کولای د خپل نفوس نیمایي ته په قصدي ډول د زده‌کړې له حقه په محرومولو سره عصري شي.»

د پاکستان د پخواني ځانګړي استازي په باور، د طالبانو د حکومت د نړیوالې رسمیت‌پېژندنې نشتوالی هم د افغانستان پر اقتصاد او سیمه‌ییز ادغام منفي اغېز لري. هغه وړاندیز کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په روښانه ډول هغه معیارونه مشخص کړي چې طالبان یې د رسمیت‌پېژندنې لپاره باید پوره کړي.

دراني د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکو ته په اشارې ویلي، د اسلام‌اباد اصلي اندېښنه له کابل سره ایډیالوژیک اختلاف نه، بلکې له افغانستانه د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (TTP) فعالیتونه دي.

هغه لیکلي: «د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو دوام په افغانستان کې د دواړو هېوادونو اړیکې په بنسټیز ډول بدلې کړې دي.» د نوموړي په وینا، دټي ټي پيپه اړه د طالبانو دا دریځ چې «دا د پاکستان ستونزه ده»، د دواړو لورو ترمنځ بې‌باوري لا ژوره کړې ده.

دراني وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې تړل کېدل، د سوداګرۍ کمېدل او د ترانزیټ ګډوډېدل دواړو هېوادونو ته اقتصادي زیانونه اړولي دي او ټینګار کوي چې «پاکستان او افغانستان نه شي کولای خپل جغرافیایي موقعیت بدل کړي؛ په پای کې باید د ګډ ژوند کولو زده کړه وکړي.»

نوموړي د افغانستان د ثبات لپاره د پاکستان او طالبانو ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو، د ترهګرۍ ضد ګډ میکانیزم، د سوداګرۍ له سیاسي اختلافاتو څخه د جلا کولو او منظمې دوه‌اړخیزې خبرې‌اترو وړاندیز کړی دی.

دراني همداراز د چین، روسیې، ایران، قطر، سعودي عربستان او ترکیې په ګډون د سیمې د هېوادونو د ګډ رول غوښتنه کړې او د افغانستان د ستونزو د حل لپاره یې د مسکو فارمټ او شانګهای همکارۍ سازمان مناسب چوکاټونه بللي دي.

هغه په پای کې ویلي چې افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې د جګړې د تېرو لسیزو په پرتله فزیکي امنیت ترلاسه کړی، خو «یوازې سوله یو ملت نه شي ساتلی». د نوموړي په وینا، دوامدار ثبات حساب‌ورکوونکو بنسټونو، اقتصادي فرصتونو، مسول سیمه‌ییز چلند او نړیوال مشروعیت ته اړتیا لري.

د بښنې نړۍوال سازمان: بریتانیا باید د زیان‌منو افغان ښځو له پناه غوښتنې ملاتړ وکړي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
100%

د بښنې نړۍوال سازمان له بریتانیا غوښتي چې د افغان ښځو د پناه غوښتنې د ردولو «شرموونکی» بهیر ودروي او هغه پرېکړې بیا وڅېړي چې د دوی د پناه غوښتنې په اړه شوې دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د بریتانیا حکومت، سره له دې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له پراخې ځپنې خبر دی، لا هم د یو شمېر افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ردوي.

د بښنې نړیوال سازمان د بریتانیا څانګې د جمعه (د زمري ۲۳مه) د طالبانو د بېرته واک ته رسېدو پنځمې کلیزې په مناسبت، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د بریتانیا د پالیسۍ او څېړنې مشرې، نایومي مک‌الیف، په دې اعلامیه کې ویلي چې طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار کولو بندیزونه لګولي، په عامه ژوند کې یې د هغوی فعالیتونه محدود کړي او د بیان ازادي یې هم ځپلې ده. د هغې په وینا، دې محدودیتونو د ښځو او نجونو غږ کمزوری کړی دی.

نایومي مک‌الیف په بریتانیا کې د افغان ښځو د پناه غوښتنې له لارې د هغوی د منل کېدو کچې له کمېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار په داسې وخت کې کېږي چې افغان ښځې تر بل هر وخت ډېرې مرستې او امنیت ته اړتیا لري.

د یاد بنسټ دغه چارواکې زیاته کړې: «د بریتانیا حکومت دا فرصت لري چې دغه شرموونکی بهیر بدل کړي او هغو افغان ښځو او نجونو ته امنیت برابر کړي چې د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلې او سخت ورته اړتیا لري.»

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د بریتانیا وزیران نه شي کولای، په داسې حال کې چې زیان‌منې افغان ښځې بېرته افغانستان ته ستنوي، ځانونه د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ مشران وبولي.

په اعلامیه کې راغلي: «له هغو افغان ښځو سره د بریتانیا چلند چې د ملاتړ او پناه غوښتنه کوي، د هغو اصولو سره خیانت دی چې دغه هېواد ادعا کوي له هغو دفاع کوي. دا وضعیت باید بدل شي.»

په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو تر واک لاندې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي. له همدې امله، یو شمېر افغان ښځې اړ شوې چې د دغو شرایطو څخه د تېښتې لپاره له هېواده ووځي.

خو د بریتانیا په ګډون د ځینو هېوادونو د کډوالۍ په سیاستونو کې بدلونونو، یو شمېر افغان ښځې له دې خطر سره مخ کړې دي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شي او بېرته افغانستان ته واستول شي.
د هغې څېړنې له مخې چې د روان کال په لومړیو کې خپره شوې، په بریتانیا کې د افغان وګړو د پناه غوښتنې د منل کېدو کچه د هغه وخت په نسبت ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې چې کییر سټارمر د بریتانیا لومړی وزیر و.

د دې راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۷۰ افغان ښځې او نجونې په بریتانیا کې له پناه ترلاسه کولو څخه محرومې شوې دي.

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان په خپله تازه مقاله کې چې د طالبانو د واک ته رسېدو د ۵مې کلیزې په مناسبت یې لیکلې، د کابل او اسلام‌اباد اړیکې، افغانستان کې امنیتي وضعیت، د ډیورند کرښې هاخوا د بریدونو زیاتوالی او سیمه کې د اقتصادي همکاریو راتلونکی ارزولی دی.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې په نږدې اتیا کلن تاریخ کې له یوه له تر ټولو سختو او بحراني پړاوونو سره مخ دي.

منصور احمد خان چې له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی وايي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته دې ډلې د افغانستان پر دولتي ادارو خپل واک ټینګ کړی او د تاوتریخوالي کچه یې راټیټه کړې، خو د یوه ټولګډونه نظام د جوړولو، د ښځو او له ټولنې څخه د څنډې ته شویو ډلو د حقونو د خوندي کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزناکو لارو چارو په رامنځته کولو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

د پاکستان پخوانی سفیر لیکي، چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدل د تلپاتې سولې په معنا نه‌دي. د هغه په اند، تر هغه چې سیاسي ثبات، ټولګډونه حکومت او دوامدار امنیت رامنځته نه‌شي، په افغانستان کې وضعیت به لا هم نازک او بې ثباته وي.

د کابل او اسلام‌اباد اړیکې؛ له هیلو تر مخامخ جګړې

پخوانی سفیر وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته، په افغانستان، پاکستان او نړیواله ټولنه کې دا هیله موجوده وه، چې د طالبانو واک ته رسېدل به د جګړې د پای ته رسېدو، د ډیورند کرښې دواړه غاړو ته د «ترهګرۍ» د کمېدو او د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

خو د نوموړي په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې دغه هیلې پوره نه‌شوې. د دواړو هېوادونو اړیکې سختې ترینګلې شوې، دوه اړخیزې او سرحدي لارې چارې له خنډ سره مخ شوې او په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان هم د دغو بریدونو په غبرګون کې پر افغانستان پوځي بریدونه کړي دي. خان اوسنی وضعیت د افغانستان او پاکستان د شاوخوا اتیا کلن تاریخ له تر ټولو بحراني پړاوونو څخه بولي.

تحریک طالبان پاکستان؛ د اختلاف اصلي ټکی

د مقالې له مخې، د تحریک طالبان پاکستان موضوع د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو تر ټولو مهم لامل دی.

خان وايي، چې پاکستان ادعا کوي، تحریک طالبان پاکستان او د بلوڅ بېلتون‌پالو په څېر ډلې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي. هغه لیکي، چې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه هم په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګرو ډلو د حضور په اړه معلومات وړاندې کوي.

د هغه په لیکنه کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پاکستان د تمې خلاف، په دغه هېواد کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

منصور احمد خان ادعا کوي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ترهګریزو بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو له امله په پاکستان کې له لسو زرو ډېر ملکي وګړي او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال هغه هوکړه چې د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب د پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ شوې وه، یوازې څو میاشتې یې دوام وکړ او وروسته په پاکستان کې د بریدونو نوې څپه پیل شوه.

پاکستان پوځي چلند زیات کړی

منصور احمد خان وايي، چې په تېرو شاوخوا دولسو میاشتو کې د پاکستان غبرګون له سیاسي فشار او بېلابېلو نورو وسیلو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو مورچلو د تر ډېره پوځي چلند پر لور اوښتی دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد د پوځي بریدونو ترڅنګ له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې، سوداګري او سرحدي تګ راتګ هم محدود یا درولي دي.

نوموړی خبرداری ورکوي، چې د وضعیت دوام ښايي په افغانستان کې د هند د رول د پراخېدو زمینه برابره کړي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور د پاکستان له ګټو سره به په ټکر کې وي.

پر ډیورند کړکېچ او اقتصادي زیانونه

پر ډیورنډ کرښه د دروازو تړل کېدو د دواړو هېوادونو اقتصاد ته پراخ زیانونه اړولي دي. منصور احمد خان وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د بهرنۍ سوداګرۍ لپاره د پاکستان له بندرونو او ترانزیټي لارو څخه د خپلو مهمو او ارزانه سوداګریزو لارو په توګه کار اخیستی دی.

د سوداګرۍ بدیلو لارو ته مخه کول د توکو د لېږد لګښتونه لوړ کړي او د افغانستان په بازارونو کې یې د ځینو لومړنیو اړتیا وړ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

له بلې خوا، د پاکستان سوداګري او کاروبارونه هم له افغانستان سره د لارو له تړل کېدو زیانمن شوي دي. د مقالې د اټکل له مخې، پاکستان د سوداګرۍ له اړخه هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارده کلدارې تاوان کوي او د دواړو هېوادونو لپاره د لارو د تړل کېدو ټول اقتصادي زیان ښايي څو میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو د خلکو تګ راتګ هم له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. خان وايي، د ډیورند دواړو غاړو ته کورنۍ، قومي او سوداګریزې اړیکې داسې دي چې زرګونه کسان د درملنې، زده‌کړو او اقتصادي فعالیتونو لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر تګ راتګ تکیه لري.

لویې سیمه‌ییزې پروژې له ګواښ سره مخ

د پاکستان پخوانی سفیر خبرداری ورکوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام ښايي د سیمه‌ییزې نښلونې د سترو پروژو د پراختیا مخه ونیسي.

هغه د ټاپي د ګازو نل‌لیکې، د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا د لېږد پروژې او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزې اوسپنې پټلۍ یادونه کوي.

د نوموړي په وینا، دغه پروژې د بې ثباتۍ، سیاسي اختلافونو او امنیتي ستونزو له امله له اوږدو ځنډونو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې، خان وايي، ازبکستان له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په برخه کې لا فعال دریځ غوره کړی دی.

د هغه په وینا، د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا دوه میلیارده ډالرو ته رسېدلې او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې دغه کچه پنځه میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

د اړیکو د بیا رغولو وړاندیز

منصور احمد خان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ پراخ شوی، اوسنی وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره پر یوه فرصت بدل شي.

هغه وړاندیز کوي، چې دواړه هېوادونه دې یوازې پر جیوپولیټیکو سیالیو تمرکز نه‌کوي، بلکې پر تاریخي، تمدني او ولسي اړیکو دې ټینګار وکړي او د باور فضا دې رامنځته کړي.

خان له طالبانو غواړي، چې د پاکستان امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې وکارول شي او نوموړی همداراز له پاکستانه هم غواړي، چې خپله تګلاره له یوې یوازې امنیتي او پوځي تګلارې څخه سیاسي تعامل ته واړوي.

طالبانو په وار وار ویلي، چې هېچاته اجازه نه‌ورکوي، چې افغان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.

له کړکېچه د وتلو درې لارې

د پاکستان پخوانی سفیر د اړیکو د بیا رغولو لپاره د همکاریو درې لارې وړاندیز کوي:

لومړی: د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دې په لوړه کچه، یعنې د لومړي وزیرانو یا بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه، مخامخ سیاسي خبرې پیل شي.

دویم: د ډیورند کرښې د سمبالښت، د کرښې هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي او د خلکو او سوداګرۍ د تګ راتګ د اسانتیا لپاره دې ګډې ادارې او ګډ کاري چوکاټونه جوړ شي.

درېیم: افغانستان او پاکستان دې له سیمه‌ییزو هېوادونو سره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي، څو د ټاپي، کاسا-۱۰۰۰ او د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د اوسپنې پټلۍ په څېر لویې سیمه‌ییزې پروژې عملي شي.

منصور احمد خان زیاتوي، د دې بهیر د پیل لپاره لازمه نه‌ده، چې حتمي بهرنی منځګړیتوب وشي، خو که دواړه هېوادونه په یوازې ځان د خبرو د بیا پیلولو توان ونه‌لري، نو د چین، افغانستان او پاکستان درې اړخیز نوښت او د چین د ارومچي د خبرو په چوکاټ کې هڅې کولای شي د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د افغانستان او پاکستان د اړیکو راتلونکی

په کابل کې د اسلام‌اباد دغه پخوانی سفیر د خپلې مقالې په پای کې ټینګار کوي، چې افغانستان او پاکستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا د نښلولو په برخه کې مهم رول لري.

د هغه په باور، دواړه هېوادونه باید د اړیکو د سمولو اوسنی فرصت له لاسه ورنه‌کړي او د دوامدارې مقابلې پر ځای باید د ترهګرو او وسله‌والو ډلو پر وړاندې ګډې مبارزې، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا او د سیمه‌ییزو پروژو د پلي کېدو لپاره ګډ کار وکړي.

خان باور لري، چې د جیوپولیټیکې سیالۍ پر بنسټ له اړیکو څخه اقتصادي همکاریو ته اوښتل او تاریخي او تمدني اړیکو ته پاملرنه کولای شي د سویلي اسیا، منځنۍ اسیا او اوراسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د نویو لارو د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

۵۶ هېوادونو «د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي پالیسیو» د لغوه کولو غوښتنه وکړه

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو ۵۶ غړو هېوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د تبعیضي فرمانونو او پالیسیو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه وکړه. هغوی د ښځو او نجونو د زده کړو د حق پر بیا احیا او په ټولنه کې یې پر معنالرونکې ګډون ټینګار وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازې کریستینا مارکوس لاسن د جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هم‌مهاله د ۵۶ هېوادونو ګډه اعلامیه ولوسته.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې دا هېوادونه د نړیوالې اجنډا په سر کې د افغانستان د ساتلو، د ملګرو ملتونو له لارې د همکاریو او د افغانستان له خلکو د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا تازه کوي.

د دغې اعلامیې لاسلیک کوونکو هېوادونو همداراز له طالبانو غوښتي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ټول تبعیضي فرمانونه او تګلارې لغوه کړي او د افغانستان د خلکو بشري حقونو او اساسي ازادیو ته درناوی وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ۲۴ ځانګړو راپور ورکوونکو او کارپوهانو هم اعلان کړی وو، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو سازمان شوې ځپنه د «جنسیتي اپارتاید» مصداق دی او له هېوادونو یې غوښتي چې د بشریت پر وړاندې د یوه خپلواک جرم په توګه د دغه مفهوم د پیژندلو ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ هم په خپله اېکس‌پاڼه په یو یادښت کې د نړیوالې ټولنې په کاري لومړیتوبونو کې د افغانستان د ژغورلو او په لومړیتوب کې د ساتلو په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

په دې یادښت کې راغلي، چې ډنمارک به د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازولۍ هم لیکلي، چې طالبان باید د بشري حقونو نقض له هغې جملې «د ښځو او نجونو وحشیانه ځپلو» ته د پای ټکی کېږدي.

سویډن، لاتویا، لیتوانیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم دا اعلامیه په خپلو اېکس‌پاڼو کې خپره کړې او د افغانانو پر وړاندې د طالبانو د محدودوونکو تګلارو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د سویډن استازولۍ لیکلي: «افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په کې نجونې له متوسطه او لوړو زده کړو منع شوې دي». دغه هېواد همدا راز له افغانانو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.

دغو هېوادونو په وروستیو پنځو کلونو کې په ځلونو په افغانستان کې د بشري حقونو د پرله پسې نقض، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو او ځپنو په اړه اندېښنې څرګندې کړي او له طالبانو یې غوښتي چې دا تبعیضي پالیسۍ او فرمانونه لغوه کړي.

خو له دې ټولو سره سره طالبانو په دې موده کې له خپل دریځ څخه شاتګ نه‌دی کړی او د نړیوالو نیوکو په ځواب کې یې په وار وار له هېوادونو غوښتي چې له هغه څه ډډه وکړي چې دوی یې «د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله» بولي.

فایق: ۵۶ هېوادونو د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې د افغانستان پر پاتې کېدو ټینګار کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۴ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ويلي، د طالبانو د واکمنۍ د پنځم کال د پوره کېدو په درشل کې د اروپايي ټولنې په ګډون ۵۶ هېوادونو له افغانانو سره خپل پیوستون څرګند کړی او دغو هېوادونو ويلي، چې افغانستان باید د نړیوالې ټولنې د اجنډا په سر کې پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د ۵۶ غړو هېوادونو ګډه اعلاميه په خپله اېکس‌پاڼه بیا خپره کړې او ويلي يې دي، چې په دې اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکې ځپنې، د تبعیضي سیاستونو او فرمانونو دوام او د دغو محدودیتونو د لغوه کولو اړتیا د جدي اندېښنو په توګه یاد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې افغان نجونو ته باید د زده‌کړو د دوام حق بېرته ورکړل شي او د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو بشپړ، برابر، اغېزناک او خوندي ګډون تضمین شي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت نشتوالی، د بشري حقونو دوامداره نقض، بشري ناورین، اقتصادي ستونزې او همداراز امنیتي او ترهګریز ګواښونه د بې‌ثباتۍ له اساسي عواملو څخه بلل شوي دي.

۵۶ هېوادونو ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ هېواد د ګواښلو یا برید، د ترهګریزو فعالیتونو د پلانولو او تمویل او یا هم ترهګرو ته د پناه ورکولو او روزنې لپاره ونه‌کارول شي.

په دې ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په ادارو کې د افغان ښځو پر کار بندیز باید لغوه کړي.

په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې یوازې بشري مرستې د افغانستان روان بحران نه‌شي حل کولای او د دغه هېواد د ستونزو د بنسټیز حل لپاره نورو اقداماتو ته هم اړتیا ده.

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما له حیاتي رول څخه ملاتړ شوی او همداراز زياته شوې، چې طالبان باید د یوناما له مشرتابه سره د دوحې د بهیر په ګډون رغنده همکاري وکړي او ملګرو ملتونو ته د ازاد، خوندي او بې‌محدودیته فعالیتونو زمینه برابره کړي.

هغوی همداراز له طالبانو غوښتي، چې بشري مرستو ته د چټک او بې‌خنډه لاسرسي زمینه برابره کړي.

نصیر احمد فایق د افغانستان په تړاو د یادو هېوادونو د دغه ګډ دریځ هرکلی کړی او د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، د افغان ولس د ارادې پر بنسټ د ټول‌شموله حکومت او د افغانستان د بحران په اړه د نړیوالې ټولنې د اصولي او همغږي تعامل پر دوام یې ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، افغان ولس د داسې راتلونکي مستحق دی، چې پر کرامت، حقونو، مشارکت، فرصتونو، سولې او تلپاتې امنیت ولاړ وي.

طالبانو لا تراوسه د یادو هېوادونو د غوښتنو په تړاو څه غبرګون نه‌دی ښودلی.