• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي د کابل په ګډون یې ۸ولایتونو کې د غلا او نشه یې توکو د لیږد په تور ۴۶کسان نیولي

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، په لغمان، کونړ، پروان، بلخ، جوزجان، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې ۴۲ کسان د نشه‌يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي دي.همداراز د کابل امنیه قوماندانۍ هم وایي چې د غلا په تور یې څلور تنه نیولي.

یاد وزارت یکشنبې (د زمري ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له نیول شویو کسانو څخه څه باندې درې کیلوګرامه چرس او یو زر ۴۵۶ د نشه‌يي توکو ګولۍ هم ترلاسه شوې دي.

بلخوا، د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې اړوندو سیمو کې یې په دوو جلا قضیو کې څلور کسان د غلا په تور نیولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ په وینا، له نیول شویو کسانو څخه درې تنه د کورونو د غلا په تور نیول شوي او یو بل کس هغه مهال له غلا شوي موټر سره نیول شوی چې د یادې حوزې په مربوطاتو کې یې له یوه کس څخه موټر غلا کړی و.

د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، غلا شوی موټر بېرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د نیول شویو کسانو دوسیې د نورو اجراتو لپاره عدليې او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ
۱

په کراچۍ کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور پټې شتمنۍ

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۴
شننه

د طالب واکمنۍ پنځم کال؛ له سیاسي حل څخه ناهیلي او د شيندلي پوځي مقاومت ګواښونه

۵

منصور احمد خان: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د تاریخ تر ټولو بحراني حالت کې دي

•
•
•

نور کیسې

جورج ټاون انسټیټیوټ: طالبانو په پنځو کلونو کې د افغانستان د حقونو او بنسټونو جوړښت ړنګ کړی

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۱
100%

د جورج ټاون د ښځو، سولې او امنیت انسټېټیوټ په یوه راپور کې ویلي، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې یوازې قوانین او محدودیتونه نه دي بدل شوي، بلکې د هېواد پخوانی حقوقي او بنسټیز جوړښت هم په تدریجي ډول له منځه وړل شوی.

اراپور وايي، طالبانو د ۲۰۲۱ کال له واک ته رسېدو وروسته د اساسي قانون پر ځای د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو له لارې حکومتولي پراخه کړې او د دوی د شریعت له سخت تعبیر سره سم یې داسې مقررات وضع کړي چې د جنسیت، مذهبي باور او ټولنیز موقف پر بنسټ د خلکو حقوق او قانوني دریځ توپیر کوي.

د جورج ټاون انسټېټیوټ په وینا، طالبانو د ښځو د حقونو د ساتنې یو شمېر مهم بنسټونه هم له منځه وړي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون لغوه شوی، د ښځو چارو وزارت له منځه تللی او هغه ځانګړي عدلي او قضايي جوړښتونه هم ختم شوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د حقونو د ساتنې لپاره جوړ شوي وو.

راپور ټینګار کوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه یوازې د هغوی د زده‌کړو، کار او عامه ژوند د محرومیت موضوع نه ده، بلکې د ټولنې پر راتلونکو نسلونو هم اغېز کوي.

د انسټېټیوټ په وینا، هلکان او نجونې په داسې چاپېریال کې لویېږي چې د ښځو د نارینه‌وو په پرتله د ټیټ مقام تصور د قوانینو، ښوونځیو، مدرسو، جوماتونو او عامه ویناوو له لارې ور زده کېږي. راپور خبرداری ورکوي چې دا وضعیت ښايي د ښځو پر وړاندې نابرابري له اوسنیو فرمانونو څخه هاخوا د ټولنې په کلتوري جوړښت کې هم ژوره کړي.

راپور د ښځو د رواني فشارونو یادونه هم کوي او وايي، پنځه کاله د یوه ځوان د ژوند مهمه برخه ده. هغه نجلۍ چې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال ۱۳ کلنه وه، اوس ۱۸ کلنه شوې، خو لا یې د منځنۍ زده‌کړې فرصت نه دی موندلی. همداراز هغه ښځې چې له زده‌کړو او کاره ایستل شوې دي، یوازې وخت نه، بلکې عاید، مسلکي تجربه، اړیکې او د خپلواک ژوند فرصتونه یې هم له لاسه ورکړي دي.

د جورج ټاون انسټېټیوټ وايي، د ښځو د زده‌کړو او مسلکي ژوند د بندېدو زیانونه یوازې په دې نه جبرانېږي چې یوه ورځ ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي، ځکه افغانستان به د ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، حقوقپوهانو او نورو مسلکي کسانو له کمښت سره د اوږدې مودې لپاره مخ وي.

راپور له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوازې په اعلامیو او د اندېښنې په څرګندولو بسنه ونه کړي، بلکې د نړیوال قانون، ډیپلوماتیک فشار او د حساب ورکولو له موجودو لارو استفاده وکړي.

د انسټېټیوټ په وینا، د افغانستان موضوع یوازې د افغان ښځو د حقونو مسله نه ده، بلکې د نړیوال حقوقي نظام لپاره یوه ازموینه ده، ځکه که د پنځو کلونو مستند ځپلو، محرومیتونو او تبعیض ته یوازې د اندېښنې په څرګندولو ځواب ورکړل شي، نو دا به نورو هېوادونو ته هم دا پیغام ورکړي چې پراخ او سیستماتیک بشري حقونه تر هغه عادي کېدای شي چې سرغړوونکي یې پر واک پاتې وي.

نیو هیومنیټرین: یوازې پر بشري مرستو تکیه د افغانستان اوږدمهاله اړتیاوې نه شي پوره کولی

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۵ GMT+۱
100%

د «نیو هیومنیټرین» د راپور له مخې، د لویدیځو مرستو کمېدو، له پاکستان سره د جګړې او له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو له امله پر افغانستان فشار زیات شوی او یوازې بشري مرستې د روغتیا او پراختیا اوږدمهاله اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د راپور له مخې، یو شمېر مرستندویان له لویدیځو هېوادونو غواړي چې د افغانستان د پراختیايي مرستو پر ځای یوازې د بیړنیو مرستو په ورکولو بسنه ونه کړي، بلکې له طالبانو سره «عملي تعامل» وکړي او د اوږدمهاله پروژو د پلان او پلي کولو لپاره تخنیکي مرسته هم برابره کړي.

په افغانستان کې د بېړنیو روغتیايي خدمتونو د یوې نړیوالې ادارې مسوول دیجان پانېک وايي، بشري مرستو د روغتیايي خدمتونو د اساسي برخو له ساتلو سره مرسته کړې، خو هغه اوږدمهاله مالي سرچینې یې نه دي جبران کړې چې د افغانستان روغتیايي نظام پرې ولاړ و.

د هغه په وینا، په داسې هېواد کې چې بې‌وزلي، بې‌ځایه کېدل، خوارځواکي، د میندو او ماشومانو روغتیايي ستونزې او د تخصصي درملنې کمښت پکې پراخ دی، یوازې بشري مرستې د روغتیايي نظام د دوام لپاره کافي نه دي.

راپور زیاتوي چې د ټرمپ دویم حکومت له راتګ او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې د مرستو له سختو کمېدو سره د افغانستان دغه نازک وضعیت نور هم خراب شوی دی.

راپور زیاتوي چې د افغان بشري حقونو د ادارې «رواداري» په وینا، د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د پاکستان په نهو افغان ولایتونو کې هوايي او توغندیزو بریدونو له امله له ۱۱۸۰ ډېر کسان وژل شوي یا ټپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

رواداري وايي، د دغو بریدونو له امله څه باندې ۲۹ زره کورنۍ بې‌ځایه شوې او سلګونه کورونه، ښوونځي، روغتیايي مرکزونه، جوماتونه او نور عامه تاسیسات زیانمن شوي دي. پاکستان بیا وايي چې بریدونه یې د افغان خاورې پر هغو وسله‌والو ډلو دي چې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي، نه پر ملکي وګړو.

د راپور له مخې، له پاکستان سره د شخړې تر څنګ د افغانانو پراخې راستنېدنې هم د افغانستان لپاره د راتلونکي مهم بشري فشار په توګه مطرح شوې دي. د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې له پاکستانه له ۲،۵ میلیونو ډېر افغانان بېرته ستانه شوي او که له ایران څخه راستنېدونکي هم ورسره حساب شي، شمېر یې نږدې شپږ میلیونو ته رسېږي.

راپور وايي، د ایران جګړې هم د افغانستان پر اقتصاد غیرمستقیم خو محسوس اغېز کړی دی. په ایران کې مېشت میلیونونه افغانان نور په ډاډه توګه خپلو کورنیو ته پیسې نه شي لېږلی، هغه حوالې چې په اوسط ډول هره میاشت شاوخوا ۱۲۹ ډالر وې، د افغانستان د بې‌وزلو کورنیو لپاره مهم عاید بلل کېږي.

د ایران جګړې د افغانستان د کرنې لګښتونه هم لوړ کړي دي. د خوړو او کرنې نړیوال سازمان وايي، د سرې د بیو له زیاتېدو سره افغانستان به ۳۸،۳ میلیونه ډالرو اضافي مرستو ته اړتیا ولري، څو تر ۶۰۰ زرو کورنیو ته د ژمي له کرلو مخکې سره او تصدیق شوي د غنمو تخم برابر شي.

د دغه سازمان په وینا، ستونزه د سرې او تخمونو د نشتوالي نه، بلکې د کروندګرو له لوري د هغو د پېرلو د توان ستونزه ده، هغه وضعیت چې د افغانستان د کرنې په یوه حساس موسم کې رامنځته شوی دی.

راپور له مخې، د افغانستان پر خلکو فشارونه یوازې د کورنیو ستونزو له امله نه دي، له پاکستان سره شخړه، د ایران جګړه، د کډوالو راستنېدل او د نړیوالو مرستو کمېدل ټول هغه بهرني عوامل دي چې د افغانستان پر اقتصاد، روغتیا، کرنه او بشري وضعیت مستقیم اغېز کوي.

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۱
100%

د بدخشان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه را رسېدلي معلومات ښيي، چې د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د طالبانو او د دې ډلې د وسله‌والو مخالفینو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

ځايي سرچینې وايي، نښتې د شنبې له ورځې تر شپې پورې د مایمي، زېباک، نسي او شکي ولسوالیو او د بدخشان په مرکز فیض‌اباد ښار کې روانې وې.

تر اوسه د دغو نښتو د مرګ‌ژوبلې د کچې په اړه کره او خپلواک معلومات نه‌دي ترلاسه شوي.

په نسي ولسوالۍ کې ځايي پوځي قوماندان جمعه‌خان فاتح له تېرې سه‌شنبې راهیسې د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیل کړی دی. د هغه نږدې کسان وايي، فاتح د نښتو په پنځمه ورځ هم د طالبانو د بریدونو پر وړاندې مقاومت کړی او د دې ولسوالۍ ځینې کلي لا هم د هغه د ځواکونو په واک کې دي.

د ازادۍ جبهې هم ادعا کړې، چې د شنبې په ورځ یې د زېباک ولسوالۍ په دوو سیمو توپخانې او سنګلیچ کې له طالبانو سره نښتې کړې دي. هغه ویډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، په سیمه کې د دې جبهې د ځواکونو له لوري د هاوان د توغولو شېبې ښيي.

له دې سربېره، د ازادۍ جبهې د شنبې په ماښام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په زېباک کې یې د طالبانو یو پوځي موټر په نښه کړی دی. د جبهې په وینا، دغه موټر له برید وروسته یو درې ته لوېدلی دی.

په همدې وخت کې، د مایمي، شکي او فیض‌اباد ولسوالیو کې هم د نښتو راپورونه خپاره شوي دي. خو تر اوسه څرګنده نه‌ده، چې دغه بریدونه د کومې ډلې له لوري ترسره شوي دي.

د سرچینو په وینا، د فیض‌اباد ښار اړوند د یفتل بالا سیمې د دو ابې پر پوسته برید شوی او اوږده نښته رامنځته شوې ده. ځینې سرچینې وايي، چې لا هم په سیمه کې په وقفه‌يي ډول د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

په بدخشان کې یو شمېر سرچینې وايي، چې جمعه‌خان فاتح ته نږدې کسان د یادو سیمو په ځینو برخو کې نفوذ لري. له سیاسي پلوه، د افغانستان ملي کانګرس ګوند هم د دغو سیمو د ځوانانو ترمنځ نفوذ لري.

یوې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ځینو دغو بریدونو کې برید کوونکي بدخشاني ځوانان وو چې د سرچینې په وینا، «د عدالت لپاره» جګړه کوي.

بلې سرچینې ویلي: «په مایمي کې خلکو د طالبانو پر وړاندې پاڅون کړی دی».

په همدې حال کې، د افغانستان ملي کانګرس ګوند یوه مشر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغو ډلو په څو سیمو کې پر طالبانو بریدونه کړي دي، څو له یوې خوا د جمعه‌خان فاتح په مشرۍ د نسي د جبهې ملاتړ وکړي او له بلې خوا د طالبانو د ځواکونو پام په بېلابېلو سیمو کې ووېشي.

درواز د جمعه‌خان فاتح د اصلي مرکز په توګه پېژندل کېږي. فاتح له طالبانو سره له نښتو وړاندې په یوې وینا کې ادعا کړې وه، چې د درواز په پنځو ولسوالیو کې شاوخوا «درې تر درې نیم زره مجاهدین» لري.

فاتح همداراز ادعا کړې، چې په ټول افغانستان کې د هغه د وفادارو ځواکونو شمېر له ۱۰ زرو څخه کم نه‌دی، خو د دغه شمېر خپلواک تایید ستونزمن دی.

سره له دې چې د بدخشان په ځینو برخو کې د نښتو راپورونه زیات شوي، د دغو عملیاتو کره پراخوالی، د ښکېلو ځواکونو شمېر او د دواړو لورو د مرګ‌ژوبلې کچه لا هم روښانه نه‌ده. شته معلومات هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له لوري نه‌دي تایید شوي.

طالبانو ویلي، چې ځینې «شرير عناصر» په بدخشان کې د بې‌نظمۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغو نښتو کې د یوې ځوانې تاجکستانۍ ښځې د وژل کېدو له امله خواشیني څرګنده کړه. خو نوموړي د بدخشاني ملکي وګړو د احتمالي مرګ‌ژوبلې یا د خپلو او مخالفو ځواکونو د وژل شویو کسانو په اړه معلومات ورنه‌کړل.

په بدخشان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره، د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د بدخشان وضعیت له نږدې څاري، خو تر اوسه د نښتو په سیمو کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه کره او تایید شوي معلومات نه‌لري.

یوناما د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، د افغانستان انټرنشنل د پوښتنې په ځواب کې ویلي: «په دې پړاو کې داسې معلومات یا تازه جزییات نه‌لرو چې له نورو سره یې شریک کړو، خو څرګنده ده، چې وضعیت څارو. هر وخت چې مناسب وي او د تایید شویو معلوماتو پر بنسټ تازه معلومات به وړاندې کړو».

وحید عمر: د جمهوريت د سقوط عوامل سیمه‌ییز مخالفت، اقتصادي کمزوري او پر بهرني ملاتړ اتکا وه

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۸ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مسوول وحید عمر وایي،‌ د جمهوريت د ړنګېدو مهم عوامل د امریکا او ناټو د اوږدمهاله حضور پر وړاندې د سیمې هېوادونو مخالفت، پر بهرنیو مرستو د افغانستان د اقتصادي او امنیتي بنسټونو اتکا او د امریکا د پاتې کېدو په اړه ناسم اټکل وو.

وحید عمر د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) په افغانستان کې د جمهوري نظام د رانسکوېدو په تړاو په یوې اوږدې لیکنه کې ویلي، چې امریکا افغانستان ته د راتګ پر مهال د سیمې د ډېرو هېوادونو لپاره د منلو وړ وه، خو د ناټو د حضور اوږدېدل او په ۲۰۱۰ کال کې د شاوخوا ۱۰۰ زره اضافي ځواکونو استول د روسیې، ایران او چین اندېښنې زیاتې کړې.

د هغه په باور، د امریکا او ناټو د شاوخوا ۱۳۰ زره سرتېرو اوږدمهاله حضور د یادو هېوادونو لپاره د منلو وړ نه‌وو، ځکه هغوی داسې انګېرله چې امریکا په افغانستان کې د دایمي پوځي حضور لپاره بنسټونه جوړوي.

عمر وايي، د همدې وضعیت له امله روسیې، ایران او چین په تدریجي ډول خپله سیمه‌ییزه تګلاره بدله کړه، له طالبانو سره یې اړیکې پراخې کړې او په بېلابېلو بڼو یې له هغوی سره مرستې پیل کړې.

نوموړي همداراز د امریکا لپاره د پاکستان پر اکمالاتي مسیر اتکا یوه بله ستره ستونزه بللې ده. د هغه په وینا، پاکستان له یوې خوا له امریکا سره همکاري کوله او له بلې خوا یې له طالبانو سره اړیکې ساتلې وې.

د عمر په باور، امریکا په داسې وضعیت کې له دوو انتخابونو سره مخ وه: یا به په افغانستان کې پاتې کېده او د اوږدمهاله جګړې تلفات او سیاسي لګښتونه یې زغمل او یا به له طالبانو سره یوې معاملې ته رسېده او له افغانستانه به وتله.

هغه وايي، د امریکا لپاره د جمهوري نظام ساتل په سیمه کې د موجودو شرایطو له امله ورځ تر بلې ګرانېدل، په داسې حال کې چې له طالبانو سره معامله او له افغانستانه وتل ورته ارزانه انتخاب وو.

ولې د امریکا له وتلو سره جمهوري نظام هم سقوط وکړ؟

وحید عمر د جمهوري نظام د سقوط په اړه وايي، چې د حکومت بقا په څو بنسټیزو عواملو پورې تړلې وه، چې په هېڅ یوه کې یې کافي وړتیا نه‌درلوده.

د نوموړي په وینا، لومړی مشکل د افغانستان اقتصادي کمزوري وه. حکومت د خپلو لګښتونو، په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو د تمویل لپاره، پر بهرنیو مرستو متکي وو. عمر استدلال کوي چې کله د یوه نظام مالي بقا پر بهرنیو منابعو ولاړه وي، د هغه سیاسي او نظامي خپلواکي هم له جدي ستونزې سره مخ کېږي.

د عمر په باور، د افغانستان امنیتي ځواکونو هم هغه ډول خپلواکي نه‌درلوده، چې د یوه باثباته دولت د بقا لپاره اړینه ده. نوموړي ویلي، چې اردو او پولیس تر ډېره د سیاسي مشرانو تر اغېزو لاندې وو او د دوی د تمویل، تجهیز، لوژستیک، ترمیماتو او ځینو مهمو جنګي سیستمونو لپاره یې پر امریکا او ناټو تکیه کوله.

هغه وايي، کله چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې د بشپړ وتلو پرېکړه اعلان کړه، یوازې سرتېري یې ونه‌اېستل، بلکې بهرني قراردادیان هم ووتل او هغه تخنیکي او لوژستیکي سیستمونه چې افغان امنیتي ځواکونه پرې متکي وو، په چټکۍ سره کمزوري شول.

په لیکنه کې زیاته شوې، دې وضعیت د افغان ځواکونو پر مورال هم ژور اغېز وکړ؛ ځکه د ده په باور، هغه مهال چې سرتېرو احساس کړه بهرني ځواکونه وځي او د نظام د دوام ضمانت له منځه تللی، د جګړې انګېزه هم ورسره کمزورې شوه.

سیاسي بې‌ثباتي؛ د سقوط بل مهم عامل

عمر د جمهوري نظام د سقوط یو بل مهم لامل سیاسي بې‌ثباتي بولي.

دی وايي، د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال تر یوه بریده سیاسي ثبات ساتل شوی وو، خو له ۲۰۱۴ کال وروسته دغه ثبات ورو ورو کمزوری شو او د جمهوري نظام په وروستیو میاشتو کې ډېری مهمې سیاسي ډلې له حکومت څخه واټن اخیستی وو.

د دې پخواني چارواکي په باور، د حکومت لپاره دا ستره ستونزه وه، چې د سیاسي څېرو یوه برخه دې پایلې ته رسېدلې وه چې له موجود حکومت سره د پاتې کېدو پر ځای ښايي له طالبانو سره معامله ورته غوره وي.

عمر زیاتوي، چې کابل ته د طالبانو له رسېدو سره د حکومت تر شا هغه پراخه سیاسي اجماع نه وه پاتې چې د سیاسي اختلافونو سربېره د نظام د دفاع لپاره ټولې مهمې ډلې سره راټولې کړي.

پر نظام د عامه باور کمزوري کېدل

د وحید عمر په تحلیل کې، رسنیو او عامه بحثونو هم د جمهوري نظام د اعتبار په کمېدو کې رول درلود.

هغه مني چې په نظام کې فساد، تېروتنې او د حکومت پر وړاندې مشروع انتقادونه موجود وو، خو زیاتوي، چې په وروستیو کلونو کې داسې فضا رامنځته شوه چې د نظام نږدې هر اړخ بې‌ارزښته او منفي انځورېده.

د عمر په باور، کله چې د یوه نظام اعتبار د خلکو په ذهنونو کې تر دې کچې راټیټ شي، د بحران پر مهال د هغه د دفاع لپاره د ټولنې او سیاسي جریانونو اراده هم کمزورې کېږي.

د حاکمو کړیو «تر ټولو لویه تېروتنه»

وحید عمر وايي، د افغانستان د حاکمو کړیو تر ټولو لویه تېروتنه دا وه، چې د امریکا او ناټو پر دایمي پاتې کېدو یې ناسم حساب کړی وو. هغه استدلال کوي، چې د نظام د ډېرو برخو محاسبه پر دې ولاړه وه، چې امریکا به په افغانستان کې پاتې وي او د امریکا او ناټو حضور به د جمهوري نظام د بقا ضمانت وي.

د هغه په وینا، افغان حکومتونو باید دا پوښتنه له ځانه کړې وای، چې امریکا به تر کومه په داسې سیمه کې خپل پوځي حضور ساتلی شي چې روسیه، چین او ایران یې د اوږدمهاله حضور مخالف دي.

عمر وايي، د جمهوري نظام اقتصاد، امنیتي ځواکونه، سیاسي جوړښت، مدني فعالیتونه، رسنۍ او حتی د سوداګرۍ یوه برخه تر ډېره د نړیوال ملاتړ له موجودیت سره تړلې وه.

د نوموړي په تعبیر، کله چې د دغه نظام «اصلي ستنه» ووته، هغه نور جوړښتونه چې پر همدې ستنې ولاړ وو، هم له‌منځه لاړل.

دغه پخواني چارواکي ټینګار کړی، چې د جمهوري نظام د سقوط نور عوامل هم شته، خو د هغه په باور، سیمه‌ییز وضعیت، پر بهرني ملاتړ پراخه اتکا، امنیتي او اقتصادي کمزورتیا، سیاسي بې‌ثباتي او د امریکا د اوږدمهاله پاتې کېدو په اړه ناسمه محاسبه د سقوط له مهمو لاملونو څخه وو.

مقاومت جبهه: افغانستان په یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې دی

۲۴ زمری ۱۴۰۵ - ۱۵ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۲۳ GMT+۱
100%

مقاومت جبهې د جمهوري نظام د نسکورېدو او د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت یوه اعلامیه کې د طالبانو حکومت «ناقانونه او ځپونکی» بللی. دغه جبهه وایي، افغانستان د خپل تاریخ په یوه حساس او برخلیک ټاکونکې پړاو کې دی.

مقاومت جبهې د شنبې په ورځ (د زمري ۲۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې پنځه کاله وړاندې د جمهوري نظام نسکورېدل او د طالبانو بیا واک ته رسېدل د یوې «پېچلې کورنۍ او نړیوالې دسیسې او جوړجاړي» پایله وه.

جبهې د طالبانو تېرې ۵ کلنې کړنې پر زور، تاوتریخوالي، انحصار غوښتنې، له قانون څخه سرغړونې او د ملي شتمنیو پر لوټولو ولاړې بللې دي.

د مقاومت جبهې همداراز طالبان تورن کړي، چې پر ښځو او نجونو یې پراخ بندیزونه لګولي، مدني ازادۍ یې ځپلې او له ترهګرو شبکو څخه یې ملاتړ کړی دی. د جبهې په وینا، دغو کړنو افغانستان د نړۍ له تر ټولو منزوي هېوادونو څخه یو ګرځولی دی.

په اعلامیه کې طالبان د یوه «قبیلوي او ځپونکي» جوړښت پر رامنځته کولو تورن شوي او ویل شوي، چې دغه ډله له دین څخه د خپلو سیاسي تګلارو د توجیه لپاره ګټه اخلي.

مقاومت جبهې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان د ډیپلوماټیکې انزوا، بندیزونو او له سیمه‌ییزې او نړیوالې ټولنې سره د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده. جبهې ادعا کړې، چې د طالبانو مشرانو له نړیوالې ټولنې سره د رغنده او ګټور تعامل ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان خلکو په تېرو پنځو کلونو کې د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره له مبارزې لاس نه‌دی اخیستی. جبهې همداراز د طالبانو پر وړاندې په وسله‌والو نښتو کې د وژل شویو کسانو یاد تازه کړی او د هغوی درناوی یې کړی دی.

دغې جبهې له «استبداد» څخه د افغانستان د وتلو او د یوه مشروع، ولسواک او قانون‌محور نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې ده. د جبهې په وینا، راتلونکی نظام باید د ازادۍ، برابرۍ، ټولنیز عدالت او د ښځو د حقونو پر بېرته راګرځولو ولاړ وي.

جبهې همداراز له نورو هېوادونو سره د افغانستان د مسوولانه اړیکو د ټینګولو، د امنیت د خوندي کولو، په سیمه کې د سوله‌ییز ګډ ژوند د پیاوړتیا او د شفافیت او عامه هوساینې پر بنسټ د اقتصادي نظام د رامنځته کېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مقاومت جبهې د خپلې اعلامیې په پای کې ویلي، چې تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، څو افغانستان «د استبداد او ترهګرۍ له منګولو څخه په بشپړه توګه ازاد» او په اعلامیه کې مطرح شوې غوښتنې عملي شوې نه‌وي.