ایکو ناسته؛ سید کریم هاشمي وایي افغانستان د سیمې د اقتصادي نښلونې پر پل د بدلېدو وړتیا لري

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سیدکریم هاشمي د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشرانو سره په انلاین ناسته کې ویلي، افغانستان چمتو دی چې د سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریز او ټرانزیټي پل په توګه رول ولوبوي.
سید کریم هاشمي د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا د پيوستون په نقطه کې د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په اشارې وویل، دغه موقعیت باید د یوه بالقوه جغرافیوي ظرفیت په توګه د ټولې سیمې لپاره پر یوې عملي اقتصادي او ټرانزیټي ګټې بدل شي.
هاشمي ویلي: «د ټرانزیټي دهلېزونو پراختیا، د سرحدي سوداګرۍ اسانتیا، د ټرانسپورټي او انرژۍ شبکو نښلول او د مالونو د لېږد لپاره د خوندي لارو رامنځته کول نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د ایکو د ټولو غړو هېوادونو لپاره د پام وړ اقتصادي ګټې رامنځته کولای شي».
هاشمي زیاته کړه، افغانستان غواړي د سیمې هېوادونه د دغه هېواد له لارې نویو بازارونو ته لاسرسی ومومي او افغانستان د ټرانزیټي رول ترڅنګ د سیمهییز ارزښت ځنځیر او اقتصادي همکاریو په یوه فعاله برخه بدل شي.
سید کریم هاشمي د ایکو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د سوداګرۍ زیاتوالی له مهمو لومړیتوبونو وباله او د افغانستان خصوصي سکټور له ادرسه يې چمتووالی اعلان کړ، چې له ټولو غړو هېوادونو سره به د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې همکارۍ پراخې کړي.
هاشمي د هېواد د خصوصي سکټور په استازیتوب د ایکو غړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو مشرانو او مشرتابه ته په کابل کې د راتلونکې حضوري ناستې د کوربهتوب لپاره بلنه ورکړه.
ټاکل شوې، چې د ایکو اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې ناسته د روان زېږدیز کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
