• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ازادۍ جبهه: د کابل د دشت برچي چاودنه د طالبانو د امنیت ادعا درواغ ثابتوي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۷ GMT+۱

د طالبانو مخالفې ډلې، ازادۍ جبهې د کابل په لویدیځ کې د یوه ښوونځي مخې ته چاودنه غندلې او ویلي یې دي چې په دې پېښه کې له ۵۰ ډېر کسان، چې ډېری یې زده‌کوونکي دي، ټپیان شوي دي. دوی زیاته کړې چې د دشت برچي چاودنه د طالبانو د امنیت ادعا درواغ ثابتوي.

د پېښې په تړاو د ازادۍ جبهې په يوه خبرپاڼه کې پر طالبانو نيوکه کړې او ويلي یې دي، د دغو بریدونو تکرار ښيي چې په افغانستان کې د ټول هېواد د امنیت د تأمین په اړه د طالبانو ادعا «یوه ستره دروغجنه دعوه او د خلکو تېرایستل دي».

په خبرپاڼه کې زياته کړل شوې، د خلکو د ژوند او امنیت په اړه د نظامونو او واکمنو مسوولیت یوازې په تشو ادعاوو او تبلیغاتو نه پوره کېږي، بلکې د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي، د خلکو په ساتنه او د دغو جرمونو د عاملانو په حساب ورکولو سره ارزول کېږي.

د جبهې په وینا، دا هغه تمه ده چې د طالبانو د «امارت» د موجودیت له منطق سره په ټکر کې ده.

دغې جبهې په خبرپاڼه کې ویلي، د برید قربانیان هغه ماشومان دي چې باید په یوه خوندي چاپېریال کې یې زده‌کړې او د خپل راتلونکي لپاره یې هڅې کولې، خو پر ځای یې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ هدف ګرځېدلي دي.

جبهې ادعا کړې چې دغه برید په لویدیځ کابل کې د هزاره‌ګانو او شیعه‌ګانو، په ځانګړي ډول د زده‌کوونکو او ملکي وګړو پر وړاندې د تنظیم شویو ترهګریزو بریدونو د لړۍ دوام دی.

دغې جبهې طالبان تورن کړي چې په کابل کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره پاتې راغلي او ویلي یې دي، د داسې بریدونو تکرار د طالبانو له خوا د هېواد په کچه د امنیت د ټینګښت ادعاوې تر پوښتنې لاندې راولي.

ياده دې وي د دوشنبې په ورځ، د پلازمېنې اوسېدونکو د کابل په لوېديځ د دشت برچي په سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی. ځینو ښاریانو ویلي چې چاودنه یوه ښوونځي ته نږدې شوې ده.

ډېر لیدل شوي

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟
۱

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟

۲

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۳
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۴

د پردې ترشا؛ د طالبانو امیر هبت الله دی او که هدایت الله؟

۵

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

•
•
•

نور کیسې

افغان ایواک: د افغان متحدینو د لېږد برخلیک به په سپټمبر کې بیا له مهمې پرېکړې سره مخ شي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د افغانانو د لېږد او بیا مېشتېدو د ملاتړ بنسټ افغان ایواک په خپل اوونیز راپور کې ویلي چې د زرګونو افغانانو د لېږد بهیر په مهم پړاو کې دی او تمه ده چې د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال د کډوالو د منلو راتلونکې پرېکړه د دغو افغانانو پر برخلیک مستقیم اغېز وکړي.

افغان ایواک وايي، شاوخوا ۱،۰۳۹ افغانان لا هم په قطر کې د کمپ السیلیه کې پاتې دي چې له نیمایي ډېرې یې ښځې او له نیمایي ډېرې یې ماشومان دي. د دې بنسټ په وینا، د دغو کسانو له ډلې شاوخوا ۱۵۰ تنه د امریکايي سرتېرو نږدې خپلوان دي او د کمپ د سپټمبر تر ۳۰مې د تړل کېدو پلان شته.

افغان ایواک وايي، د دغو افغانانو ډېری یې امنیتي ارزونې بشپړې کړې او د لېږد لپاره شرایط لري، خو «هغه څه چې پاتې دي، یوازې پرېکړه ده.»

د دغه بنسټ په وینا، د اګست پر اوومه د امریکا د کانګرس ۳۵ غړو، چې مشري یې سکاټ پیټرز او سناتور ریچارډ بلومنتال کوله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په لیک کې غوښتنه کړې چې دغه ارزول شوي افغان متحدین دې د لېږد په بهیر کې لومړیتوب ولري.

افغان ایواک په خپل راپور کې د امریکا د فدرالي استیناف محکمې د وروستۍ پرېکړې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د اګست پر ۱۴مه درې قاضیانو د حکومت د بیړني ځنډ غوښتنه تر ډېره رد کړې او ویلي یې دي چې حکومت خپله دعوه نه ده ثابته کړې. د بنسټ په وینا، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې دوه هغه تګلارې چې مخکې لغوه شوې وې، لا هم لغوه پاتې دي او اداره اړ ده چې اړوندې دوسیې وڅېړي.

افغان ایواک وايي، د سپټمبر میاشت به د افغان کډوالو لپاره د «مبارزې میاشت» وي، ځکه د امریکا د ۲۰۲۷ مالي کال لپاره د کډوالو د منلو کلنۍ کچه باید راتلونکې میاشت وټاکل شي. دغه بنسټ اندېښنه څرګندوي چې د امریکا اداره ښايي د جنوبي افریقا د شاوخوا ۲۲ زره افریقانرانو د منلو لپاره ځانګړې ونډه په پام کې ونیسي.

افغان ایواک ټینګار کوي چې افغانان باید په دې سهمیه کې شامل وي او وايي، د افغانانو د «پي-۱» او «پي-۲» لېږد دوسیې په سپینه ماڼۍ کې درول شوې دي؛ نو د دغه بنسټ په باور، سپینه ماڼۍ یې د بیا پیلولو واک هم لري.

په راپور کې د هغو افغانانو لیکونه هم خپاره شوي چې له کلونو راهیسې په پاکستان او افغانستان کې د خپلو دوسیو د برخلیک په تمه دي. یوه افغان مور چې له خپلو پنځو ماشومانو سره په پاکستان کې پاتې ده، ویلي: «کلونه کېږي د خپلې دوسیې د حل په تمه یم او ټول اړین پړاوونه مې بشپړ کړي، خو لا هم په ناڅرګند حالت کې ژوند کوم.»

یو بل افغان چې لا هم په افغانستان کې دی، ویلي: «موږ په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوو او نامعلوم راتلونکي ته په تمه یو.» د کابل د هوايي ډګر د برید پر مهال هلته د موجودې یوې افغانې کورنۍ په وینا، «موږ په پاکستان کې بې برخلیکه ژوند کوو او نامعلوم برخلیک ته په تمه یو.»

افغان ایواک په پای کې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د افغانستان د موقتي خوندي وضعیت قانون د ملاتړ لپاره له خپلو استازو سره اړیکه ونیسي او له هغوی وغواړي چې د دې قانون د تصویب لپاره ګډه سپانسرۍ وکړي.

په نوي ډیلي کې د طالبانو استازی: افغانستان دې د سیالۍ پر ځای د سیمه‌ییز اتصال پُل وي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
100%

په نوي ډیلي کې د طالب سفیر نوراحمد نور د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځم کال په مراسمو کې له هند سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان باید د سیالیو د ډګر پر ځای د سیمه‌ییز اتصال، همکارۍ او ګډې اقتصادي ودې پُل وګرځي.

د این ډي ټي وي د راپور له مخې، نور د دوشنبې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت د ګډ منشي ډاکټر انند پرکاش او یو شمېر بهرنیو ډېپلوماټانو په ګډون غونډې ته وویل چې د اګست ۱۵مه یوازې د «سیاسي بدلون کلیزه» نه ده، بلکې د افغانستان لپاره د «نوي فصل پیل» هم دی.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان د جګړې له پړاو څخه وتلی او د طالبانو د «هوښیارې او متحدې رهبرۍ» تر چتر لاندې د ثبات، بیارغونې، اقتصادي ودې او له نړۍ سره د متقابلو درناوي پر بنسټ د اړیکو د پراختیا پر لور روان دی.

نور د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو په توګه د شریعت پلي کېدل، د امنیت ټینګښت او خپلواکه تصمیم‌نیونه یاده کړه او ویې ویل چې د افغانستان امنیت یوازې د افغانانو نه، بلکې د سیمې او نړۍ ګډو ګټو ته هم مهم دی.

هغه زیاته کړه: «د افغانستان جغرافیه باید د منفي سیالۍ ډګر نه، بلکې د نښلولو، همکارۍ او ګډې سوکالۍ پُل وي.»

د طالبانو استازي د افغانستان بهرنۍ تګلاره «متوازنه اړیکه، متقابل درناوی، په چارو کې نه لاسوهنه او ګډې ګټې» وبللې او ویې ویل چې کابل له ټولو هېوادونو سره د «مثبتو، رغنده، عملي او دوامدارو اړیکو» غوښتونکی دی.

نور له هند سره د تاریخي اړیکو په اړه وویل چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، سپورټ او ګډ فرهنګي میراث له لارې له پېړیو راهیسې سره نښتي دي. د هغه په وینا، د افغانستان تاریخي ښارونو لکه کابل، هرات او کندهار هندي سوداګرو او کاروانونو ته هرکلی ویلی او ډیلي او لاهور د افغان پوهانو، شاعرانو او صوفیانو له اغېزو برخمن شوي دي.

هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ډیپلوماټیکو اړیکو پرمختګ هم وستایه او ویې ویل چې د متقابل درناوي، سیاسي تعامل او ګډو ګټو پر بنسټ په اړیکو کې «د پام وړ پرمختګ» شوی دی.

نور وویل چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د لوړې کچې سفرونه زیات شوي او دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې تفاهمونو ته هم رسېدلي دي. هغه د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جې شنکر له ملاتړ څخه هم مننه وکړه او له نوي ډیلي یې د افغانستان د نړیوال دریځ په برخه کې د «لا زیاتې پاملرنې او عملي هڅو» غوښتنه وکړه.

د طالبانو د استازي څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر ډيورنډ کرښه نښتې زیاتې شوې او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې د پاکستان پوځي عملیاتو او د طالبانو د غبرګونونو له امله وضعیت لا پسې خراب شوی دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي وژل شوي، چې له نیمايي ډېر یې د کابل پر یوه د نشه‌يي توکو د درملنې روغتون د پاکستان په یوه برید کې وژل شوي دي.

اسلام‌اباد پر طالبانو تور لګوي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو ته پناه ورکوي، خو کابل دا ادعا ردوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم او چمن په ګډون د مهمو سرحدي دروازو تکراري تړل کېدو هم د افغانستان ترانزیټي سوداګرۍ ته زیان رسولی دی.

په همدې حال کې، هند له طالبانو سره خپل تعامل په چټکۍ زیات کړی دی. هند د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له مهم سفر وروسته په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت تر کچې لوړ کړ او د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې یې په نوي ډیلي کې د طالبانو د سرپرست سفیر په توګه د نوراحمد نور د فعالیت زمینه برابره کړه.

د راپور له مخې، هند لا هم د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له کابل سره یې «جوړښتي او په احتیاط تنظیم شوی» تعامل پراخ کړی دی. په دې موده کې د طالبانو د سوداګرۍ او روغتیا وزیرانو هم هند ته سفرونه کړي او دواړو لورو د سوداګرۍ، درملو او روغتیا په برخو کې خبرې کړې دي.

د افغانستان د مقاومت ملي شورا بیا په نوي ډیلي کې د طالبانو سفارت ته د واک سپارل د افغانستان له «ځمکنیو واقعیتونو سره په ټکر کې» بللي دي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»

فضل محمود فضلي: د طالبانو سیاستونه هېواد د مصنوعي ځیرکتیا په انقلاب کې له نړۍ شاته پرېږدي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې مشر فضل‌محمود فضلي وايي، افغانستان د طالبانو د سیاستونو له امله د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ له نړیوال انقلاب څخه د وروسته پاتې کېدو له ګواښ سره مخ دی.

فضل محمود فضلي زیاته کړې، که د تعلیم، علمي څېړنو، بشري پانګې او ډیجیټلي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اساسي بدلون رانه شي، هېواد به له نړۍ لا ډېر شاته پاتې شي.

فضلي په یوه مقاله کې چې په تاند ویبپاڼه خپره شوې لیکلي چې افغانستان په نولسمه پېړۍ کې د اورګاډي او ترانسپورټ له ستر انقلاب څخه پاتې شو او وروسته یې د صنعتي انقلاب له کاروانه هم واټن پیدا کړ. د هغه په باور، هېواد یو ځل بیا د یوه ستر نړیوال بدلون، یعنې د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو ټکنالوژیو د انقلاب، په درشل کې له ورته وضعیت سره مخ دی.

هغه لیکلي: «موږ یو ستر تحول له لاسه ورکړی دی. موږ نور د بل ستر تحول د له لاسه ورکولو توان نه لرو.»

فضلي وايي، مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې محاسبوي ټکنالوژۍ، بایوټکنالوژي، روبوټیک او ډیجیټلي زیربناوې نړۍ په بنسټیز ډول بدلوي او هغه هېوادونه چې په دې برخو کې پانګونه کوي، د راتلونکي نړیوال نظم پر جوړښت به ژور اغېز ولري.

د هغه په وینا، افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره لا ډېر منزوي شوی او د نجونو پر زده‌کړو بندیز، له کار او عامه ژوند څخه د ښځو محرومول، د علمي او فکري ازادۍ محدودول او د عصري زده‌کړو سانسور د هېواد بشري پانګه کمزورې کوي.

فضلي ټینګار کړی: «هېڅ هېواد د مصنوعي ځیرکتیا اقتصاد نه شي جوړولای چې نجونې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې وي، ښځې د کاري ځواک له لویې برخې ایستل شوې وي، علمي ازادي محدوده وي، آزاد فکر وځپل شي او عصري پوهې ته لاسرسی محدود کړل شي.»

نوموړي دغه وضعیت یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده بللې، بلکې ویلي یې دي چې د طالبانو تعلیمي او ټولنیزې پالیسۍ «په مستقیم ډول د ملي پرمختګ او ټکنالوژیکې ودې پر وړاندې خنډ» دي.

فضلي د خپل پخواني دولتي ماموریت پر مهال د برېښنايي تذکرو او برېښنايي حکومتولۍ د پروګرامونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې، هغه مهال چې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار و، د برېښنايي تذکرې د بهیر د څارنې او همغږۍ مسئولیت ورسپارل شوی و.

هغه برېښنايي تذکره یوازې د هویت د نوي سند پروژه نه، بلکې «د افغانستان د ډیجیټلي تحول بنسټ او د یوه عصري ډیجیټلي دولت لپاره اساس» بللی دی.

د فضلي په وینا، د برېښنايي تذکرې پروګرام له سختو سیاسي او اداري مخالفتونو سره مخ و او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو، په ځانګړې توګه عبدالله عبدالله او حامد کرزي، او د نړیوالې ټولنې ځینو لورو هم د دې پروسې پر وړاندې اعتراضونه لرل.

هغه ادعا کړې چې له دغو فشارونو سره سره، د برېښنايي تذکرې ملي بهیر د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې پیل شو او وروسته، د چارو ادارې د لوی رییس په توګه یې د برېښنايي حکومتولۍ د پروګرام د پلي کولو نوښت هم وکړ.

فضلي وايي، د دې پروګرام لومړنی عملي ګام د «برېښنايي کابینې» جوړول وو چې له لارې یې د افغانستان د کابینې چارې په ډیجیټلي بڼه ترسره کېدې.

نوموړي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې سیاسي او ایډیالوژیکه انزوا به اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا هم رامنځته کړي. هغه لیکلي: «ایډیالوژیکه انزوا سیاسي انزوا رامنځته کوي او سیاسي انزوا اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا سبب ګرځي.»

د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې پخوانی مشر وايي، افغانستان باید له ګاونډیو او نړۍ سره په فزیکي او ډیجیټلي توګه بېرته ونښلول شي او د عصري سړکونو، اورګاډو، باوري برېښنا، مخابراتو، پراخ انټرنېټ، معلوماتي زېربناوو، ډیجیټلي عامه خدمتونو، ټکنالوژۍ شرکتونو او علمي څېړنیزو مرکزونو پراختیا ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه باید پر ځوانانو وشي او ښځې او نارینه دواړه باید د علم او ټکنالوژۍ په اقتصاد کې د ګډون فرصت ولري.

فضلي په خپله مقاله کې د افغانستان د نولسمې پېړۍ وضعیت ته په اشارې ویلي چې د اورګاډي له شبکې څخه د هېواد پاتې کېدل یوازې د افغان حکومتونو د پرېکړو پایله نه وه، بلکې د هغه په وینا، د برتانوي هند او تزاري روسیې جیوپولیټیکو سیالیو هم پکې رول درلود.

خو نوموړي په عین حال کې ویلي چې د افغانستان د ټولو ناکامیو پړه یوازې پر بهرنیو مداخلو اچول هم سمه نه ده. د هغه په وینا، افغان واکمنانو، سیاسي مشرانو او ډلو په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې «د اوږدمهاله ملي پرمختګ پر ځای لنډمهاله سیاسي ګټې، سخت‌دریځي، شخصي سیالۍ او داخلي اختلافات لومړیتوب ګرځولي دي.»

فضلي د راتلونکي لپاره د یوه خپلواک افغان سیاسي بهیر د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې او وايي، افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې پر تعلیم، علم، آزاد فکر، برابر فرصت، نوښت، اتصال او ملي خپلواکۍ ولاړ وي.

هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «موږ باید اجازه ورنه کړو چې د پوهې، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا انقلاب هم له لاسه ورکړو.» د هغه په باور، که افغانستان له دې تحول څخه هم پاتې شي، د هېواد اقتصادي او سیاسي اهمیت او نړیوال اغېز به لا کم شي.

فضلي لیکلي: «که یو ځل بیا ناکام شو، افغانستان به یوازې یو بې‌وزله هېواد نه وي؛ بلکې په داسې نړۍ کې چې اقتصادي ځواک، سیاسي نفوذ، امنیت او نړیوال اعتبار یې ورځ تر بلې د پوهې، ټکنالوژۍ او نوښت پر بنسټ ټاکل کېږي، افغانستان به ورو ورو خپل اهمیت او اغېز له لاسه ورکړي.»

سارا اډمز: د طالبانو د مشر د «اطاعت» غوښتنه د دوی د ژورو داخلي اختلافاتو نښه ده

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
100%

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له خپلو جنګیالیو او پلویانو څخه د «اطاعت» غوښتنه په داسې وخت کې شوې چې د دې ډلې په منځ کې د واک او نفوذ پر سر، په ځانګړې توګه د شمالي ولایتونو د کنټرول په اړه، اختلافات ژور شوي دي.

اډمز په ایکس خواله رسنۍ کې د هبت‌الله اخوندزاده د وینا په اړه لیکلي چې د طالبانو مشر په کندهار کې د خپل وروستي سفر یادونه کړې او د هغه د تېرېدو پر مهال د خلکو او طالب جنګیالیو د هرکلي په اړه یې خوښي څرګنده کړې ده. د اډمز په وینا، هبت‌الله خپلو پلویانو ته ویلي: «تاسو زما پوځ یاست، تاسو زما سرتېري یاست او تاسو زما اولادونه یاست.»

د هغې په خبره، هبت‌الله له دې خبرې وروسته بیا د «اطاعت» موضوع ته ورګرځېدلی او ټینګار یې کړی چې د طالبانو د نظام د ساتنې او بقا لپاره د ده اطاعت ضروري دی.

اډمز وايي: «د دې پیغام وخت له پامه نه شي غورځول کېدای.» نوموړې زیاتوي چې له څو میاشتو راهیسې په بدخشان کې د طالبانو یو بانفوذه تاجک قوماندان، ملا جمعه‌خان فاتح، د شمالي افغانستان په سیمو کې د کندهاري طالبانو د حضور او واک د پراخېدو پر وړاندې مقاومت کاوه.

د اډمز په وینا، دغه اختلاف تېره اوونۍ په یوې جدي شخړې بدل شو، کله چې هبت‌الله د فاتح د کنټرول لپاره له جنوب څخه باوري قوماندانان او ځانګړي ځواکونه بدخشان ته واستول. هغې ویلي چې د دغو ځواکونو مشري د کندهار د پولیسو مشر او د هبت‌الله د ځانګړو ساتونکو ځواکونو قوماندان، ملا عبدالاحمد طالب، کوله.

هغې لیکلي چې دا موضوع ځکه مهمه ده چې ښيي کندهار په دغه عملیاتو کې په مستقیم ډول ښکېل و او هبت‌الله یوازې پر هغو طالب ځواکونو تکیه نه وه کړې چې له وړاندې په شمال کې موجود وو، بلکې «له خپلې جنوبي واکمنې اډې څخه یې ځواکونه او قوماندان ولېږل.»

د اډمز په وینا، ملا جمعه‌خان فاتح د اګست پر ۱۶مه له قاري فصیح‌الدین فطرت، چې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز دی، سره له خبرو وروسته د تسلیمېدو هوکړه وکړه. هغې ادعا کړې چې فطرت فاتح ته ډاډ ورکړی و چې غوښتنې او شرایط به یې وڅېړل شي، په دې جمله کې چې د ملا عبدالاحمد طالب تر مشرۍ لاندې کندهاري طالبان او ځانګړي ځواکونه به له بدخشان څخه ووځي.

خو د اډمز په وینا، فاتح له تسلیمېدو او د هغه د جنګیالیو له بې‌وسلې کېدو وروسته ونیول شو. هغې ویلي: «د هغه د راوستلو د هوکړې پر ځای، فاتح ونیول شو.» د نوموړې د وروستیو معلوماتو له مخې، فاتح کندهار ته د انتقال په حال کې دی او ښايي هلته د هغه پر وړاندې پوځي محاکمه ترسره شي.

اډمز ټینګار کوي چې د فاتح نیول د دې شخړې اصلي لامل نه حل کوي. د هغې په وینا، هبت‌الله غواړي په بدخشان کې د کندهاري مشرۍ ته وفادار ۴۰۰ کسیز ځانګړی عملیاتي ځواک دایمي ځای پر ځای کړي. نوموړې وايي، دغه ځواک ښايي د طالبانو د پنجشېر ځانګړې لوا تر قوماندې لاندې فعالیت وکړي.

د هغې په خبره، د طالبانو په دننه کې د پرسونل د بدلون یو بل پلان هم شته چې له مخې به یې غیرپښتانه، په ځانګړې توګه تاجک طالب چارواکي، له بدخشان څخه جنوبي افغانستان ته ولېږدول شي او پر ځای به یې هبت‌الله ته وفادار جنوبي طالب چارواکي بدخشان ته واستول شي.

اډمز وايي، که دغه پلانونه عملي شي، «نو دا موضوع هېڅکله یوازې د یوه ستونزمن قوماندان د نیولو په اړه نه وه.» د هغې په باور، د فاتح شخړې د طالبانو د کندهاري مشرۍ د هڅو یوه پراخه نښه ده چې غواړي پر شمالي افغانستان خپل کنټرول ټینګ کړي او د هغو غیرپښتنو قوماندانانو نفوذ کم کړي چې د طالبانو د واکمنۍ په پراخېدو کې یې په شمال کې مهم رول درلود.

د سي ایې ای پخوانۍ ماموره خبرداری ورکوي چې تاجک، ترکمن او ازبک طالب قوماندانان په زیاتېدونکي ډول خپل نفوذ د کندهار له لوري د استول شویو ځواکونو له امله کمزوری ویني او دا وضعیت ښايي د طالبانو په منځ کې د لا پراخو اختلافاتو لامل شي.

هغې په عین حال کې د طالبانو پر وړاندې د وسله‌وال مقاومت دوام ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د مقاومت د فعالیتونو، په شمال کې د واک پر سر د شخړې او د کندهاري مشرۍ او غیرپښتنو طالب قوماندانانو ترمنځ د ترینګلتیاوو په داسې وضعیت کې، هبت‌الله خپلو جنګیالیو ته په عامه توګه یادونه کوي چې د طالبانو د نظام بقا د هغه په خبره، په اطاعت پورې تړلې ده.

اډمز د هبت‌الله د دغې وینا د پیغام په اړه لیکي: «په بل عبارت: له ما اطاعت وکړئ.» نوموړې وايي، دا هغه پیغام دی چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې ښکېلو اړخونو او د دې ډلې د داخلي وضعیت څارونکو لپاره د پام وړ دی.