نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.
خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.
بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زدهکړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.
هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زدهکړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»
بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.
هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»
د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې مشر فضلمحمود فضلي وايي، افغانستان د طالبانو د سیاستونو له امله د مصنوعي ځیرکتیا او ټکنالوژۍ له نړیوال انقلاب څخه د وروسته پاتې کېدو له ګواښ سره مخ دی.
فضل محمود فضلي زیاته کړې، که د تعلیم، علمي څېړنو، بشري پانګې او ډیجیټلي زیربناوو د پیاوړتیا لپاره اساسي بدلون رانه شي، هېواد به له نړۍ لا ډېر شاته پاتې شي.
فضلي په یوه مقاله کې چې په تاند ویبپاڼه خپره شوې لیکلي چې افغانستان په نولسمه پېړۍ کې د اورګاډي او ترانسپورټ له ستر انقلاب څخه پاتې شو او وروسته یې د صنعتي انقلاب له کاروانه هم واټن پیدا کړ. د هغه په باور، هېواد یو ځل بیا د یوه ستر نړیوال بدلون، یعنې د مصنوعي ځیرکتیا او پرمختللو ټکنالوژیو د انقلاب، په درشل کې له ورته وضعیت سره مخ دی.
هغه لیکلي: «موږ یو ستر تحول له لاسه ورکړی دی. موږ نور د بل ستر تحول د له لاسه ورکولو توان نه لرو.»
فضلي وايي، مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللې محاسبوي ټکنالوژۍ، بایوټکنالوژي، روبوټیک او ډیجیټلي زیربناوې نړۍ په بنسټیز ډول بدلوي او هغه هېوادونه چې په دې برخو کې پانګونه کوي، د راتلونکي نړیوال نظم پر جوړښت به ژور اغېز ولري.
د هغه په وینا، افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو پنځو کلونو کې له نړیوالې ټولنې سره لا ډېر منزوي شوی او د نجونو پر زدهکړو بندیز، له کار او عامه ژوند څخه د ښځو محرومول، د علمي او فکري ازادۍ محدودول او د عصري زدهکړو سانسور د هېواد بشري پانګه کمزورې کوي.
فضلي ټینګار کړی: «هېڅ هېواد د مصنوعي ځیرکتیا اقتصاد نه شي جوړولای چې نجونې یې له ښوونځیو او پوهنتونونو محرومې وي، ښځې د کاري ځواک له لویې برخې ایستل شوې وي، علمي ازادي محدوده وي، آزاد فکر وځپل شي او عصري پوهې ته لاسرسی محدود کړل شي.»
نوموړي دغه وضعیت یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده بللې، بلکې ویلي یې دي چې د طالبانو تعلیمي او ټولنیزې پالیسۍ «په مستقیم ډول د ملي پرمختګ او ټکنالوژیکې ودې پر وړاندې خنډ» دي.
فضلي د خپل پخواني دولتي ماموریت پر مهال د برېښنايي تذکرو او برېښنايي حکومتولۍ د پروګرامونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې په ۲۰۱۸ کال کې، هغه مهال چې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار و، د برېښنايي تذکرې د بهیر د څارنې او همغږۍ مسئولیت ورسپارل شوی و.
هغه برېښنايي تذکره یوازې د هویت د نوي سند پروژه نه، بلکې «د افغانستان د ډیجیټلي تحول بنسټ او د یوه عصري ډیجیټلي دولت لپاره اساس» بللی دی.
د فضلي په وینا، د برېښنايي تذکرې پروګرام له سختو سیاسي او اداري مخالفتونو سره مخ و او د افغانستان ځینو سیاسي څېرو، په ځانګړې توګه عبدالله عبدالله او حامد کرزي، او د نړیوالې ټولنې ځینو لورو هم د دې پروسې پر وړاندې اعتراضونه لرل.
نوموړي د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې سیاسي او ایډیالوژیکه انزوا به اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا هم رامنځته کړي. هغه لیکلي: «ایډیالوژیکه انزوا سیاسي انزوا رامنځته کوي او سیاسي انزوا اقتصادي او ټکنالوژیکه انزوا سبب ګرځي.»
د جمهوریت پر مهال د چارو ادارې پخوانی مشر وايي، افغانستان باید له ګاونډیو او نړۍ سره په فزیکي او ډیجیټلي توګه بېرته ونښلول شي او د عصري سړکونو، اورګاډو، باوري برېښنا، مخابراتو، پراخ انټرنېټ، معلوماتي زېربناوو، ډیجیټلي عامه خدمتونو، ټکنالوژۍ شرکتونو او علمي څېړنیزو مرکزونو پراختیا ته اړتیا لري.
هغه ټینګار کوي چې د افغانستان د راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پانګونه باید پر ځوانانو وشي او ښځې او نارینه دواړه باید د علم او ټکنالوژۍ په اقتصاد کې د ګډون فرصت ولري.
خو نوموړي په عین حال کې ویلي چې د افغانستان د ټولو ناکامیو پړه یوازې پر بهرنیو مداخلو اچول هم سمه نه ده. د هغه په وینا، افغان واکمنانو، سیاسي مشرانو او ډلو په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې «د اوږدمهاله ملي پرمختګ پر ځای لنډمهاله سیاسي ګټې، سختدریځي، شخصي سیالۍ او داخلي اختلافات لومړیتوب ګرځولي دي.»
فضلي د راتلونکي لپاره د یوه خپلواک افغان سیاسي بهیر د رامنځته کېدو غوښتنه هم کړې او وايي، افغانستان داسې نظام ته اړتیا لري چې پر تعلیم، علم، آزاد فکر، برابر فرصت، نوښت، اتصال او ملي خپلواکۍ ولاړ وي.
هغه په پای کې خبرداری ورکړی: «موږ باید اجازه ورنه کړو چې د پوهې، ټکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا انقلاب هم له لاسه ورکړو.» د هغه په باور، که افغانستان له دې تحول څخه هم پاتې شي، د هېواد اقتصادي او سیاسي اهمیت او نړیوال اغېز به لا کم شي.
فضلي لیکلي: «که یو ځل بیا ناکام شو، افغانستان به یوازې یو بېوزله هېواد نه وي؛ بلکې په داسې نړۍ کې چې اقتصادي ځواک، سیاسي نفوذ، امنیت او نړیوال اعتبار یې ورځ تر بلې د پوهې، ټکنالوژۍ او نوښت پر بنسټ ټاکل کېږي، افغانستان به ورو ورو خپل اهمیت او اغېز له لاسه ورکړي.»
هغې لیکلي چې دا موضوع ځکه مهمه ده چې ښيي کندهار په دغه عملیاتو کې په مستقیم ډول ښکېل و او هبتالله یوازې پر هغو طالب ځواکونو تکیه نه وه کړې چې له وړاندې په شمال کې موجود وو، بلکې «له خپلې جنوبي واکمنې اډې څخه یې ځواکونه او قوماندان ولېږل.»
د اډمز په وینا، ملا جمعهخان فاتح د اګست پر ۱۶مه له قاري فصیحالدین فطرت، چې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز دی، سره له خبرو وروسته د تسلیمېدو هوکړه وکړه. هغې ادعا کړې چې فطرت فاتح ته ډاډ ورکړی و چې غوښتنې او شرایط به یې وڅېړل شي، په دې جمله کې چې د ملا عبدالاحمد طالب تر مشرۍ لاندې کندهاري طالبان او ځانګړي ځواکونه به له بدخشان څخه ووځي.
خو د اډمز په وینا، فاتح له تسلیمېدو او د هغه د جنګیالیو له بېوسلې کېدو وروسته ونیول شو. هغې ویلي: «د هغه د راوستلو د هوکړې پر ځای، فاتح ونیول شو.» د نوموړې د وروستیو معلوماتو له مخې، فاتح کندهار ته د انتقال په حال کې دی او ښايي هلته د هغه پر وړاندې پوځي محاکمه ترسره شي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو راټول شوي معلومات ښيي، چې په پاکستان کې هم یوشمېر پخواني افغان نظامیان وژل شوي او ځینې نور افغانستان ته تر جبري ستنېدو وروسته له نیونو او امنیتي اندېښنو سره مخ شوي دي.
پنځه پخواني افغان پوځیان روزي خان، رحمتالله، سمیعالله، اقا ولي او سردار ولي د ۲۰۲۵کال د اګست په ۱۶مه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي. د هغوی پر بدن د مرمیو نښې لیدل شوې وې او وروسته یې جسدونه د برېښنا په ستنو ځړول شوي وو.
جنرال محمدعالم کوهیار چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی، د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته پاکستان ته تللی و. نوموړی له پاکستان نه تر جبري اېستلو وروسته د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او تر اوسه د بګرام په زندان کې ساتل کېږي.
په کور دننه د پخوانیو سرتېرو څارنه سخته شوې
یوشمېر پخواني نظامیان چې لاهم په افغانستان کې ژوند کوي وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له امنیتي اندېښنو، احتمالي نیونو، اقتصادي ستونزو او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.
راپورونه ښيي، هغه لوړپوړي نظامي چارواکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه وتلي؛ پر کورونو او نورو جایدادونو یې طالبانو قبضه کړې او د هغوی بانکي حسابونه یې هم کنګل کړي دي.
سنجني وایي، چې په ایران کې مېشت پخواني نظامیان له ګڼو اقتصادي، حقوقي او امنیتي ستونزو سره مخ دي. هغه پخواني نظامیان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
نوموړی اندېښنه څرګندوي، چې که دغه کسان افغانستان ته ستانه کړل شي، ښايي د نیولو، پوښتنو ګروېږنو، امنیتي فشارونو، شکنجې او هدفي بریدونو له ګواښ سره مخ شي.
نوموړی وایي، د پناه غوښتنې او درېیمو هېوادونو ته د لېږد له لارې د ډېرو پخوانیو نظامیانو هڅې تراوسه بې پایلې پاتې دي. هغه زیاتوي، « د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د دوی وضعیت او دوسیو ته کافي پاملرنه نه ده کړې».
په پاکستان کې مېشت یوه پخواني پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دامهال یو شمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.
د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني نظامیان ثبت شوي، چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. هغه وایي، چې له دغو کسانو یوشمېر هغه له پاکستان نه اېستل شوي او ځینې نور ایران، تاجکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته تللي دي.
دغه پخوانی افسر وایي، د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې هغه امنیتي کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې چې د پخواني نظام پر مهال یې د کار زمینه او مسلکي درناوی درلود، اوس داسې حالت سره مخ دي چې د خپل پخواني مسلک او هویت له امله حتا روغتیايي خدمتونو ته هم په ډاډه زړه لاسرسی نه شي موندلی.
حمید ټینګار کوي، چې د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته یې ژوند په بشپړه توګه بدل شوی او اوس د نیول کېدو یا د طالبانو له لوري د هدف ګرځېدو له وېرې سره ژوند کوي. هغه وايي: «زه په خوندي ډول د کار لپاره له کوره بهر نه شم وتلی. تل په دې وېره کې یم چې څوک مې وپېژني یا مې هدف وګرځوي».
د نوموړي په وینا، د امنیتي اندېښنو له امله اړ شوی چې په پټه ژوند وکړي او په دې توګه یې خپل ثابت عاید هم له لاسه ورکړی دی. اوس یې مېرمن په کور کې د وړو کارونو له لارې د کورنۍ د لګښتونو برابرولو هڅه کوي.
حمید وايي:« دا زموږ د کورنۍ یوازینۍ عایداتي سرچینه ده او بیا هم موږ یوازې د ژوند د تېرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ یو». هغه زیاتوي، چې د کلونو وېرې، بېباورۍ او اقتصادي ستونزو د هغه او د مېرمنې پر رواني حالت یې هم سخت اغېز کړی دی.