• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د ګواښونو سربېره؛ برېتانیا ته د یوه افغان پخواني پولیس افسر د لېږد غوښتنه رد شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د برېتانیا ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، د جمهوري نظام پرمهال د افغانستان د پولیسو یو افسر چې په یوې ځانګړې قطعه کې یې هم دنده ترسره کړې او د برېتانیا د دفاع وزارت د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د طالبانو له لوري څو ځله ګواښل شوی هم دی، د بیا مېشتېدو غوښتنه یې رد شوې ده.

حمید (مستعار نوم) د خپلې دندې پرمهال د خدمت له امله ګڼ ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي، چې د برېتانیا د لوړپوړو چارواکو لاسلیکونه هم پرې شته. نوموړی د هغو شاوخوا ۱۸زره او ۷۰۰ افغانانو په ډله کې شامل دی، چې شخصي معلومات یې په ۲۰۲۲کال کې د برېتانیا د دفاع وزارت د یوه چارواکي له‌خوا د معلوماتو د ناڅاپي افشا کېدو په پایله کې خپاره شول.

حمید وايي، له یادې پېښې وروسته د طالبانو له لوري څو ځله ورته ګواښونه شوي دي. د دغه ګواښونو په لړ کې یوه ویډیو هم شته چې په‌کې یو وسله‌وال کس د طالبانو د بېرغ لاندې ناست دی او حمید ته ګواښ کوي، چې هغه به تعقیب کړي. دغه کس د حمید د پخوانیو فعالیتونو او تګ راتګ په اړه د معلوماتو لرلو ادعا هم کوي.

سره له دغه ګواښونو، د برېتانیا د دفاع وزارت د حمید د بیا مېشتېدو غوښتنه رد کړې ده. حمید د جولای په ۳۱مه د خپلې غوښتنې د رد پرېکړه ترلاسه کړې. په پرېکړه کې ویل شوي، نوموړي داسې کافي شواهد نه‌دي وړاندې کړي چې وښيي هغه له کومې برېتانوۍ دولتي ادارې سره کار کړی دی.

نوموړي ته د یادې پرېکړې پر وړاندې د بیاکتنې لپاره ۲۸ ورځې وخت ورکړل شوی دی. حمید وايي، د خپلې پخوانۍ دندې او له برېتانوي ادارو سره د همکارۍ په اړه یې ټول اسناد وړاندې کړي دي. هغه زیاتوي، د هغه ګڼ پخواني همکاران چې په همدې اداره کې یې ورته دندې ترسره کړې وې برېتانیا ته انتقال شوي دي.

هغه وايي:« دا زما لپاره ډېره دردونکې ده، ځکه ما د خپلې دندې د ثابتولو لپاره ټول اسناد وړاندې کړي دي. سربېره پر دې زما ډېر پخواني همکاران چې په همدې اداره کې یې ورته دندې ترسره کړې وې، برېتانیا ته انتقال شوي دي».

حمید ټینګار کوي، چې د معلوماتو تر افشا کېدو وروسته یې ژوند په بشپړه توګه بدل شوی او اوس د نیول کېدو یا د طالبانو له لوري د هدف ګرځېدو له وېرې سره ژوند کوي. هغه وايي: «زه په خوندي ډول د کار لپاره له کوره بهر نه شم وتلی. تل په دې وېره کې یم چې څوک مې وپېژني یا مې هدف وګرځوي».

د نوموړي په وینا، د امنیتي اندېښنو له امله اړ شوی چې په پټه ژوند وکړي او په دې توګه یې خپل ثابت عاید هم له لاسه ورکړی دی. اوس یې مېرمن په کور کې د وړو کارونو له لارې د کورنۍ د لګښتونو برابرولو هڅه کوي.

حمید وايي:« دا زموږ د کورنۍ یوازینۍ عایداتي سرچینه ده او بیا هم موږ یوازې د ژوند د تېرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ یو». هغه زیاتوي، چې د کلونو وېرې، بې‌باورۍ او اقتصادي ستونزو د هغه او د مېرمنې پر رواني حالت یې هم سخت اغېز کړی دی.

حمید وايي: «زه غواړم چې زما قضیه د شواهدو پر بنسټ په عادلانه توګه بیا وڅېړل شي». د برېتانیا د دفاع وزارت یوه ویاند وايي، د افغانانو د بیا مېشتېدو هره غوښتنه په جلا توګه ارزول کېږي.

حمید پوښتنه کوي، چې ایا تر هغې انتظار وباسي ترڅو طالبان یې ونیسي، شکنجه یې کړي یا یې ووژني او هغه مهال به یې خدمت او امنیتي ګواښ په رسمي توګه ومنل شي. د برېتانیا حکومت وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې نږدې ۳۹زره افغان نارینه، ښځې او ماشومان د بېلابېلو پروګرامونو له لارې برېتانیا ته انتقال شوي دي.

ډېر لیدل شوي

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟
۱

د جګړې دویم څپرکی؛ دوه مخالف جنرالان د طالبانو له ماتې وروسته څه غواړي؟

۲

د ارګ د یوه پخواني کارکوونکي یادښت: له طالبانو سره څو میاشتې ماموریت

۳

د بدخشان په پنځو ولسوالیو کې سختې نښتې شوې دي

۴

مشهوره ټيک‌ټاکره «ګیله‌منه» په راولپېنډۍ کې په ډزو وژل شوې

۵

د پردې ترشا؛ د طالبانو امیر هبت الله دی او که هدایت الله؟

•
•
•

نور کیسې

د ویزو ځنډ؛ په پاکستان کې افغان محصلین د زده‌کړو په برخه کې له قانوني ستونزو سره مخ دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۱۶ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د افغان محصلینو د ویزو د تمدید په برخه کې د اوږدمهاله ځنډ له امله، په پاکستان کې زرګونه افغان محصلین له جدي ستونزو او د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه له اندېښنو سره مخ دي.

افغان محصلین وايي، د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د دوی زده‌کړې، استوګنه او ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی. ځینې محصلین د نیول کېدو او له پاکستان نه د اېستل کېدو وېره هم لري.

د افغان محصلینو د ټولنې مشر صدیق شریعتي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، په پاکستان کې شاوخوا ۳زره افغان محصلین د علامه اقبال سکالرشیپ له لارې او نږدې ۴زره نور په شخصي لګښت په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې زده‌کړې کوي.
د افغان محصلینو د ویزو د ترلاسه کولو او غځولو بهیر له یو کال څخه د ډېرې مودې راهیسې په عملي ډول له ځنډ سره مخ دی. صدیق شریعتي وايي، شاوخوا ۸۰۰ محصلینو د ویزې ترلاسه کولو یا غځولو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي؛ خو تراوسه یې په اړه کومه څرګنده پایله نه‌ده ورکړې، د ویزو له پای ته رسېدو وروسته د ځینو محصلینو سیم‌کارتونه بند شوي او ځینې نور په لیلیو کې د استوګنې له ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغان محصلینو د ټولنې د مشر په وینا، د پاکستاني چارواکو له‌خوا د افغانانو پر وړاندې د روانو اقداماتو پرمهال ځینې هغه محصلین هم نیول شوي چې ویزې یې پای ته رسېدلې وې.
یوشمېر محصلین تر نیول کېدو وروسته د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. د افغان محصلینو استازو په دې اړه د طالبانو کونسلګرۍ او اړوندو چارواکو سره خبرې کړې؛ خو تر اوسه د یادې ستونزې لپاره دایمي حل نه‌دی موندل شوی.

صدیق شریعتي د یوې پېښې یادونه هم وکړه او ویې ویل، په اسلام‌اباد کې دوه افغانې محصلینې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته نیول شوې وې. دواړه محصلینې له څه مودې بند وروسته خوشې شوې؛ خو وروسته بیا له ستونزو سره مخ شوې او په پای کې له پاکستان نه واېستل شوې. له دغه محصلینو یوه په شپږم او بله په اتم سمستر کې وه.

افغان محصلین وايي، د ویزو ستونزې د دوی پر زده‌کړو هم مستقیم اغېز کړی دی. له بلې خوا هغه افغان محصلینې چې له پاکستان نه افغانستان ته ځي، د بېرته ستنېدو او د خپلو زده‌کړو د دوام په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

صدیق شریعتي وايي، د دغه وضعیت له امله د افغان محصلینو ترمنځ د دوی د راتلونکي او زده‌کړو په اړه جدي اندېښنې او رواني فشار زیات شوی دی. هغه له دواړه خواوو غوښتي، چې افغان محصلین دې د پاکستان او افغانستان له سیاسي او دیپلوماتیکو اختلافاتو څخه جلا وساتل شي، د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر دې بېرته عادي حالت ته راوګرځي او محصلینو ته دې اجازه ورکړل شي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکې نرګس بي‌بي هم له هغه افغان محصلینو څخه ده، چې غواړي په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او وروسته افغانستان ته ستنه شي. نرګس بي‌بي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، پلان یې دا و چې په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي او افغانستان ته ستنه شي؛ خو د اوسنیو ستونزو له امله یې راتلونکی له ناروښانه حالت سره مخ شوی دی.

هغې وویل:« ما غوښتل په پاکستان کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړم، بیا افغانستان ته ستنه شم او خپلې وړتیاوې د خپل هېواد او خلکو لپاره وکاروم. خو له بده مرغه زما زده‌کړې نیمګړې پاتې شوې او اوس وېره لرم چې زما هڅې او راتلونکي پلانونه هم نیمګړي پاتې شي».

نرګس بي‌بي وايي، ډېری افغانې محصلینې له ورته ستونزو سره مخ دي او د هغې خويندې، د کاکا او ماما لوڼې هم په پاکستان کې زده‌کړې کوي؛ خو د ویزو او نورو ستونزو له امله یې زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.

هغې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړې له طالبانو هم غوښتي، چې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او هغوی ته د زده‌کړو د دوام زمینه برابره کړي.

نرګس بي‌بي د پاکستان له حکومته هم غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو د ورکړې او غځولو بهیر اسانه کړي؛ څو هغوی خپلې زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې د خپلې ټولنې او هېواد لپاره خدمت وکړي.
افغان محصلین وايي، چې د ویزو ترلاسه کولو او غځولو بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ځنډ سره مخ دی؛ خو د پاکستان حکومت تراوسه نه‌ده روښانه کړې چې د دغه ځنډ اصلي لامل څه دی او د ویزو د غځولو بهیر به کله بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۰ GMT+۱
100%

د نورستان لپاره د طالبانو د استخباراتو درېیو مسوولینو ۷ ورځې مخکې پر څو نورستاني نجونو د جنسي تیري هڅه کړې وه، خو په هغه وخت کې یې دغه تور رد کړی وو، خو یاد کسان نن یو ځل بیا د ورته هڅې په تړاو د ځايي اوسېدونکو له لوري نیول شوي او دا ځل یې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

د تېرې اونۍ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه) د نورستان د مرکز پارون اړوند په پشکي کلي کې د طالبانو د استخباراتو د ولایتي مشر قاري ضیاءالحق یاسر درېیو کارکوونکو د سیند پر غاړه پر څو نورستاني نجونو چې پر خپلو جامو مینځلو بوختې وې، د جنسي تېري هڅه کړې وه، خو د نجونو له مقاومت سره مخ شول او بیا د سیمې د خلکو او یادو کسانو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه.

په نورستان کې ښځې په سنتي ډول تر ډېره په ځمکو کې د کرکیلې چارې مخته وړي او د جامو مینځلو لپاره له کورونو بهر د ویالو او سیند غاړو ته ځي.

د نورستان د استخباراتو د کارکوونکو د همدې هڅې په تړاو د افغانستان انټرنشنل- پښتو له لوري د راپور له خپرېدو وروسته د طالبانو ولایتي ادارې پر یادې پيښې د پردې اچولو لپاره ادعا کړې وه، چې یاد طالب مسوولین سیند ته د کبانو د نیولو لپاره تللي وو، خو دا چې د کبانو نیول منع دي، نو د سیمې له خلکو سره شخړه رامنځته شوې وه.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې یاد ۳ طالب مسوولین نن (یکشنبه د زمري ۲۵مه) بیاځلي په پشکي کلي له ځايي نجونو سره د جنسي تېري د هڅو پر مهال د ځايي اوسېدونکو له لوري نیول شوي دي.

یاد کسان چې سهیل احمد، قاري همدرد او قاري اسرار نومېږي، د پشکي کلي د اوسېدونکو له لوري تر نیول کېدو وروسته د یاد کلي شورا ته خپل جرم منلی او د ناغې په توګه یې د پسونو د وروړلو ژمنه کړې ده.

سهیل احمد د نورستان ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو د جاسوسۍ ضد مدیریت مرستیال، قاري همدرد د یاد ریاست د شاهراه امر او قاري اسرار د یاد ریاست د تحلیل د تجزیې مدیریت مرستیال دی.

سرچینه وايي، د یادې شورا مشرتابه د نیول شویو کسانو غږیز اعتراف او همداراز وسلې او هویتي کارتونه اخیستي او په یوه ویډیويي کلپ کې د اعتراف پر اخیستلو یې ټينګار درلود، خو یادو طالب مسوولینو له دې چارې انکار کړی، خو بیا هم شورا د پېښې د څېړنې او یادو نجونو ته د عدالت غوښتنه لري.

سرچینه وايي: «شورا غوښتل له مجرم طالب مسوولینو په یوه ویډیويي کلپ کې اعتراف واخلي، خو یادو نیول شویو کسانو په عذر او زارۍ او همداراز د تضمین په توګه خپل هویتي کارتونه او وسلې شورا ته کېښودې».

د شورا مشرتابه یادو طالب مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اصلا د بښلو کار نه‌دی کړی، که عادي کس داسې کار وکړي، نو موږ به ووایو چې لنډغر وو، خو تاسو له داسې یوه ارګان څخه یئ، چې د افغانستان په سطح دا استخبارات چې دي یو پاک ارګان دی، له دې تمه کېږي، چې افغانستان جوړ کړي».

یادو نیول شویو طالب مسوولینو د خپل جرم په منلو سره یادې شورا ته ویلي: «له موږ اشتباه شوې ده. له ویډیويي کلپ اخیستلو تېر شئ. دا سلاح او کارتونه دلته پرېږدو، خو له ویډیو اخیستلو تېر شئ. که تضمین غواړئ ضیاالله [د نورستان لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر قاري ضیاءالحق یاسر] به راشي او تضمین به وکړي. موږ دا هر څه منو. که ۱۰ غویان غواړئ راوړ یې، خو له ویډیو اخیستلو تېر شئ».

سرچینې ویلي، یادو طالب مسوولینو د شورا د جرګې په وروستیو کې ګواښ وکړ، که دا عذر یې ونه‌منل شي، نو بیا به په خپل زور دا مسئله حل کړي او له بیا له جرګې وتلي دي.

د نورستان د مرکز پارون خلک او په ځانګړې توګه یاده کلیوالي شورا مجرم کسانو ته د سزا ورکړې غوښتنه لري.

د اروپایي پارلمان غړې: اروپا له طالبانو سره د تعامل روښانه تګلاره نه لري

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۱
100%

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن وايي، اروپا له افغانستان او طالبانو سره د تعامل لپاره روښانه او اغېزمنه تګلاره نه لري. هغې زیاته کړې چې د بشري او پراختیايي مرستو کمول به یوازې او یوازې د افغان ولس وضعیت لاپسې خراب کړي.

نیومن له «فرانکفورتر روندشاو» رسنۍ سره په یوه مرکه کې ویلي، له افغانستان سره د امریکايي مرستو نږدې بشپړ بندېدل د دغه هېواد د بشري مرستو په برخه کې تر ټولو ستر کمښت و. د هغې په وینا، امریکا پخوا د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه مرستې برابرولې، خو د ۲۰۲۵ کال له پیل وروسته دغه مرستې نږدې په بشپړ ډول ودرول شوې.

هغې ویلي، له دې وروسته نورو مرسته‌کوونکو هېوادونو هم د مرستو کچه راکمه کړې، خو د دې وضعیت لپاره کومه نوې او ستراتېژیکه تګلاره نه ده جوړه شوې.

د جرمني مرستې هم کمې شوې

نیومن د جرمني د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت د افغانستان لپاره د بودجې کمېدل د اندېښنې وړ بللي دي.

د هغې په وینا، دغه وزارت په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته شاوخوا ۱۸۷ میلیونه یورو ځانګړي کړي وو، خو په ۲۰۲۵ کال کې دا اندازه نږدې ۵۰ میلیونو یورو ته راکمه شوې ده.

هغې ټینګار کړی چې همدا مرستې د هغو بنسټونو د ساتنې لپاره اړینې دي چې په افغانستان کې د شلو کلونو نړیوالې مداخلې پر مهال رامنځته شوي او له ملاتړ څخه برخمن وو.

«له مرستو سره طالبان نه بدلېږي»

هانا نیومن وايي، باید دا تمه پرېښودل شي چې بشري یا پراختیايي مرستې به طالبان بدل کړي.

هغې ویلي: «موږ باید له دې نظره تېر شو چې د بشري یا پراختیايي مرستو له لارې طالبان بدلولی شو. تېرو پنځو کلونو وښوده چې هغوی نه بدلېږي».

د نوموړې په وینا، د نړیوالې ټولنې موخه باید دا وي چې په افغانستان کې هغه بنسټونه او ظرفیتونه له منځه ولاړ نه شي چې په راتلونکي کې د طالبانو له واک وروسته د یوه نوي افغانستان د جوړولو لپاره اړتیا ورته شته.

هغې د ښځو سازمانونه، د ښځو سوداګریز بنسټونه، خپلواکې رسنۍ، د نجونو او ځوانو ښځو لپاره د راډیو او انټرنېټ له لارې د زده‌کړو پروګرامونه، د بشري حقونو د مدافعینو فعالیتونه او له هېواده بهر د افغانانو هڅې د مهمو برخو په توګه یادې کړې دي.

د مرستو اوسنی سیستم له واقعیتونو سره برابر نه دی

د اروپايي پارلمان دغه استازې وايي، د افغانستان لپاره د مرستو په برخه کې یوه بله ستونزه دا ده چې د تمویل اوسنی سیستم د دغه هېواد له واقعیتونو سره سمون نه لري.

د هغې په وینا، د طالبانو له لارې د پیسو نه لېږدول سم اقدام دی او ډېری مرستې د نړیوالو سازمانونو له لارې رسېږي؛ خو دغه سازمانونه له مرستندویه بنسټونو څخه د رسمي ثبت، بانکي حساب او د لګښتونو د اسنادو غوښتنه کوي.

نیومن وايي، هغه افغان بنسټونه چې په پټه فعالیت کوي، د امنیتي شرایطو له امله دغه غوښتنې نه شي پوره کولی او له همدې کبله ګڼ مهم، خو کوچني بنسټونه له مرستو بې‌برخې پاتې کېږي.

هغې زیاته کړې چې یو شمېر هغه افغان نادولتي بنسټونه هم له هېواده بهر فعالیت کوي چې پخوا یې په افغانستان کې کار کاوه، خو ځکه یې مالي ملاتړ بند شوی چې اوس په افغانستان کې رسمي حضور نه لري.

د نیومن په وینا، د رسنیو او انلاین زده‌کړو پروګرامونه، سره له دې چې له افغانستانه بهر اداره کېږي، لا هم په دغه هېواد کې خلکو ته خدمت کولی شي؛ خو د اروپايي مرستو اوسنی سیستم د دې واقعیتونو له مخې په کافي اندازه نه بدلېږي.

د ملګرو ملتونو پخوانی چارواکی: د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت د پراخېدو په حال کې دی

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۴۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای اېده ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو پر ضد د «پوځي مقاومت د ودې» نښې نښانې لیدل کېږي. له دې سره سره د هغه په وینا، دا روښانه نه‌ده چې ایا خلک لا هم د مقاومت وس او انګېزه لري او یا له اوسني نسبتاً سوله‌ییز وضعیت سره جوړجاړی کوي.

کای ایده چې د دوو کلونو لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما رييس وو، د طالبانو د امربالمعروف پر ضد د هرات اعتراضونو ته په اشارې سره ویلي، چې د یوه اغېزناک سیاسي اپوزیسیون له نشتوالي سره سره، په هرات کې یو شمېر خلکو د ښځو د ځورولو په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د «زده کړې، کار او ازادۍ» شعارونه یې ورکړل.

ایده په هغې مقاله کې چې د یکشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه)، په «افتن‌پوستن» ورځپاڼه کې خپره شوې لیکلي، چې په افغانستان کې سوله ټینګه ده، خو خلکو او په ځانګړي توګه افغان ښځې او نجونې د هغې لپاره درنه بیه پرې کوي، ځکه د هغوی حقوق او ازادۍ په شدت سره محدودې شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر ولکر ترک له قوله لیکلي، چې افغانستان د «بشري حقونو پر هدیرې» بدل شوی دی.

نوموړي په کندهار د هبت‌الله اخوندزاده دریځونو ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو دغه مشر د خپلو پالیسیو مخالفت نه‌زغمي او لیکلي یې دي: «هبت‌الله خپل ځای‌ځایګی د قبیلوي شبکو، یوه ځواکمن امنیتي ځواک او د دیني مشرانو د ملاتړ له لارې پیاوړی کړی دی».

د ایده په وینا، د طالبانو په نظام کې دیني مشران اوس له لوړ ټولنیز مقام او زیاتو مالي سرچینو برخمن دي او ورسره د طالبانو له مشر سره د علني مخالفت زمینه محدوده شوې ده.

د هغه په باور، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو وروسته په لومړیو کلونو کې، د دې ډلې په دننه کې هم له ځینو سختو پالیسیو، په ځانګړي ډول د نجونو د زده‌کړو له ممانعت سره مخالفتونه موجود وو.

نوموړي د طالبانو د یو شمېر مهمو غړو له هغې ډلې حقاني شبکې ته د نږدې څېرو دریځونو ته اشاره کړې، چې د نجونو د زده کړو له ممانعت سره یې مخالفت کړی وو. د ایده په وینا، اوس دا غږونه عملآ چوپ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه پخواني استازي لیکلي، چې د طالبانو له خوا د عامه فضا له شدید کنټرول سره سره د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په تیت او پرک ډول اعتراضونه دوام لري.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو وسله‌والې مخالفې ډلې د افغانستان په څو برخو کې فعالې شوي او له دې ډلو څخه یوې یې په بدخشان کې د لنډ وخت لپاره یوه ولسوالۍ هم لاندې کړې وه.

ایده د خپلې مقالې په پای کې د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې ایا د طالبانو پر ضد وسله‌وال مقاومت د پراخېدو په حال کې دی؟

د هغه په باور، افغانان له کلونو ناورین، وچکالۍ، سېلابونو، بې‌وزلۍ او محدودیتونو ستړي شوي او زیاته کړې یې ده: «ښايي نظامي مقاومت د ودې په حال کې وي. په ورته وخت کې، د خلکو هغه ۲۰ کلونه لا په یاد دي، چې ښځو او نارینه‌وو ته یې نوي حقوق او فرصتونه ورکړل. اوس پوښتنه دا ده، چې ایا هغوی لا هم د مقاومت وس لري که شته سولې ته یو ډول غاړه ږدي».

د ناروې ډيپلوماټ کای ایده له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۰ کال پورې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او د یوناما رییس وو.

د طالبانو د مخالفانو ګډ پرېکړه لیک: هېوادونه دې طالبانو ته له مشروعیت ور کولو ډډه وکړي

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په یوه ګډه اعلامیه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې طالبانو ته له مشروعیت ور کولو ډډه وکړي. دغو دوو جریانونو د طالبانو خلاف جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.

دغو دوو جریانونو د طالبانو پر وړاندې جګړه د خلکو «طبیعي حق» بللی دی.

یاد پریکړه لیک واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو د پنځم کال په مناسبت په یوه انلاین غونډه کې صادر شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې راغلي چې د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د دولت جوړونې، ولسواکۍ او پراختیا بهیر ودرول شو او هېواد د یوې انحصار غوښتونکي او له ملي مشروعیته بې برخې ډلې تر واک لاندې راغی.

د طالبانو مخالفو دغو دوو جریانونو ویلي، چې د طالبانو واکمني د «زور او تاوتریخوالي د تحمیل» پایله ده او دغه ډله د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ مشروعیت نه لري.

د دوی په وینا، د اوسني وضعیت دوام د افغانستان د کړکېچ، بې‌ثباتۍ، سیاسي انزوا او د خلکو د کړاوونو د دوام لامل شوی دی.

په پریکړه لیک کې د طالبانو سیاستونه استبدادي او انحصار غوښتونکي بلل شوي او خپلسري نیول، شکنجه، د بیان او رسنیو ځپل، د مسلکي او متخصصو کادرونو ګوښه کول، د وېرې فضا رامنځته کول او د اساسي او بشري حقونو نقض غندل شوي.

د پریکړه لیک په بله برخه کې له قضايي پروسې پرته وژنو، جبري ورکاوي او نورو سرغړونو په اړه هم اندېښنه څرګنده شوې او د دغو اقداماتو د سملاسي پای ته رسېدو او د عاملانو د ځواب ویلو غوښتنه شوې ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ښځو سیستماتیک ګوښه کول د انساني کرامت پر وړاندې جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا ډول سیاستونه نه یوازې د اوسني نسل، بلکې د راتلونکو نسلونو ژوند هم له جدي ګواښونو سره مخ کوي.

په پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټول قومونه او مذهبي ډلې له مساوي حقونو برخمن دي او هېڅوک حق نه لري چې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ د خلکو ترمنځ توپیر وکړي. دوی د هزاره ټبر د ځپلو یادونه هم کړې ده.

دوی له افغانستان څخه د ترهګرو ډلو د فعالیت د مخنیوي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړیوالې ټولنې د مسوولانه همکارۍ غوښتنه هم کړې ده.

په دغه ګډ پریکړه لیک کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ژور اندېښمنوونکی بلل شوی او پراخه بې‌وزلي، بې‌کاري، د تولید کمېدل، د پانګونې راټیټېدل، پر بشري مرستو د خلکو د تکیې زیاتېدل، د ځوانانو، روڼ‌اندو او متخصصو کادرونو پراخه کډوالي او د ناهیلۍ زیاتېدل د طالبانو د سیاستونو پایلې بللې دي.