په کابل کې د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ صنعتي نندارتون جوړېږي

د افغانستان د زرګرانو ټولنه وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ صنعتي نندارتون جوړېږي. دغه ۳ ورځنی نندارتون د وږي له درېیمې تر پنځمې په کابل کې ترسره شي.

د افغانستان د زرګرانو ټولنه وايي، د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ صنعتي نندارتون جوړېږي. دغه ۳ ورځنی نندارتون د وږي له درېیمې تر پنځمې په کابل کې ترسره شي.
د افغانستان د زرګرانو ټولنې د معلوماتو لهمخې، په لومړي ځل د افغانستان د سرو زرو او زرګرۍ صنعتي نندارتون په کابل کې جوړوي. د دغې ټولنې په وینا، دغه نندارتون به د روان کال د وږي له درېیمې تر ۵مې په کابل کې پرانېستل شي.
دغې ټولنې تر اوسه په دې تړاو چې په افغانستان کې څومره زرګران په دې صنعت کې کار کوي او همداراز پر دې برخه کې څومره پانګونه شوې څه نهدي ویلي.
تر دې مخکې د کرنېزو محصولاتو، صنعتي توکو او نورو سوداګریزو توکو ګڼ ملي او نړۍوال نندارتونونه په کابل او ځینو ولایتونو کې جوړ شوي، خو دا به لومړی ځل وي، چې سرو زرو صنعتي نندارتون په کابل کې جوړېږي.

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي افغانستان انټرنشنل ته په یوې ځانګړې مقاله کې لیکلي، د طالب چارواکو وروستۍ څرګندونې، چې په شریعت کې عقل، لوست او څېړنې ته ځای نه ورکوي، د سیاسي واک لپاره د دین کارول دي.
معنوي د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزیر خالد حنفي هغو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي چې په الهي شریعت کې «عقل، مطالعه او تحقیق ځای نه لري» او قران یوازې د «وکړه او مه کوه» په مانا دی، ټینګار کړی چې دا لیدلوری د دین په پوهېدو کې د فکر او عقل دروازه تړي او د اسلامي فقهې او اصولو یوه ستره برخه له پامه غورځوي.
د افغانستان د عدلیې پخوانی وزیر وايي، په قران کریم کې انسان په پرلهپسې توګه تفکر، تدبر، تعقل او د دین په پوهېدو ته رابلل شوی دی. د هغه په وینا، د دغو لارښوونو له پامه غورځول او انسان یوازې د یوه بېپوښتنې او بېفکره فرمان منونکي موجود په توګه وړاندې کول له قرآني لارښوونو سره سمون نه لري.
د قران د احکامو د پوهېدو لپاره عقل اړین دی
معنوي په خپله مقاله کې استدلال کړی چې ان د قران کریم د نص د پوهېدو او د احکامو د راایستلو لپاره عقل او پوهې ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، د عمومي او ځانګړي حکم پېژندل، د مطلق او مقید ترمنځ توپیر کول او د بېلابېلو روایتونو ترمنځ د ظاهري اختلافونو حل هغه چارې دي چې د علم، د فقهې د اصولو او عقلي ارزونې پرته یې ترسره کول ناشوني دي.
نوموړي د اسلامي فقې په تاریخ کې د امام ابوحنیفه د فقهي لارې یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه د څرګند او روښانه نص د نشتوالي په صورت کې له قیاس، اجتهاد او استحسان څخه کار اخیست.
معنوي همداراز د بني قریظه له پېښې سره په تړاو ویلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو یارانو ترمنځ د یوه حکم په پوهېدو کې د اجتهاد او بېلابېلو برداشتونو توپیر ومانه او هغوی یې د دې لپاره ونه رټل.
معنوي: د عقل له منځه وړل د واک لپاره خطرناکه پایله لري
د معنوي په باور، هغه مهال لوی خطر رامنځته کېږي چې یوه ډله عقل رد کړي، پوښتنه او نیوکه منع کړي او خپله انساني پوهه او برداشت د «خدای حکم» وبولي.
هغه ویلي، که هر ډول سیاسي مخالفت د خدای پر وړاندې د مخالفت په توګه وښودل شي، نو د خلکو لپاره د واکمنو د پرېکړو د ارزونې او نیوکې لاره تړل کېږي.
د عدلیې پخوانی وزیر ټینګار کړی چې مفتي د حکم جوړوونکی نه، بلکې د حکم بیان کوونکی دی. د هغه په وینا، د دیني حکم د تشریح او د سیاسي پرېکړې ترمنځ باید توپیر موجود وي.
معنوي د افغانستان اوسنی وضعیت هم د یوې «تړلې ذهنیت» پایله بللې او ویلي یې دي چې طالبان د زور له لارې پر خلکو واکمن شوي او خپلې سیاسي پرېکړې د شریعت په نوم داسې وړاندې کوي چې د خلکو د پوښتنې او عامې ارزونې لپاره پکې ځای نه پاتې کېږي.
پر لږکیو او ښځو د محدودیتونو په اړه اندېښنې
په مقاله کې د افغانستان د اوسني سیاسي او ټولنیز وضعیت ځینې نور اړخونه هم یاد شوي دي.
د لیکنې له مخې، د طالبانو له لوري پر لږکیو، په ځانګړي ډول هزارهګانو او شیعهوو فشارونه هم دوام لري او د اعتراض کوونکو د مشرانو د احضار او د کورونو د نړولو په اړه ادعاوې شوې دي.
په ورته وخت کې، نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې پر ښځو د طالبانو د سختو محدودیتونو په اړه بیا بیا اندېښنه څرګنده کړې ده.
د معنوي د مقالې اساسي ټکي دا دي چې د دین په پوهېدو کې د عقل، پوښتنې، څېړنې او اجتهاد ردول نه یوازې د اسلامي فقهي میراث یوه مهمه برخه له منځه وړي، بلکې د دیني مفاهیمو د سیاسي واک د پیاوړتیا لپاره د کارېدو زمینه هم برابروي.
هغه استدلال کوي چې د شریعت د سم فهم لپاره باید د دیني نص ترڅنګ د علم، عقل، اجتهاد او فقهي اصولو ونډه هم په پام کې ونیول شي او د سیاسي واک پرېکړې باید د «خدای د حکم» په نوم له عامې پوښتنې او ارزونې څخه خوندي نه کړل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه د ایران د کرنې جهاد له وزیر او مل پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان او ایران څخه وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزو د اسانتیا په ګډون نورې سوداګریزې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې رييس او نورو غړو د ایران د کرنې جهاد له وزیر او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو پانګونو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د دغې خونې رييس سیدکریم هاشمي په دې کتنه کې ویلي، چې افغانستان او ایران د متقابلو اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پراخ ظرفیتونه لري او د کرنې، خوراکي صنایعو، کانونو، انرژۍ، ترانزیټ، تولید او بشري ځواک په برخو کې د افغانستان شته ظرفیتونو ته په اشارې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د ګډو پانګونو جذب، د ګډو شرکتونو رامنځته کولو، د تجربو او ټکنالوژۍ د شريکولو، د بدلون او پروسس کوونکو صنایعو پراختیا او په افغانستان کې دننه د ارزښت زیاتولو لپاره له دې ظرفیتونو پر اغېزناکې استفادې ټینګار وکړ.
هاشمي همداراز څرګنده کړه، چې په دغو برخو کې د ایراني شرکتونو او پانګوالو همکاري کولای شي په افغانستان کې د کورني تولید ودې او د نویو اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړي او همداراز له افغانستان او ایران څخه وغوښتل، چې د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزو اسانتیا، سوداګریزو پلاوو تګ راتګ، ترانزیټ، د بانکي تعاملاتو او اړیکو د اسانتیا، ګمرکي چارو او د سوداګریزو بندرونو له ظرفیتونو د اغېزناکې استفادې برخو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د ایران د کرنې جهاد وزیر غلام رضا نوري قزلجه مطرح شوي وړاندیزونه مهم او د تعقیب وړ وبلل او پر عملي او پايله ورکوونکو همکاريو يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته ظرفیتونو د بدلولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
قزلجه همدارنګه د ایران په سوداګریزو بندرونو، ګمرکي چارو او بانکي تعاملاتو کې د رامنځته شویو نویو اسانتیاوو یادونه وکړه او د افغانستان د خصوصي سکټور پر استفادې یې له موجودو فرصتونو څخه ټینګار وکړ.
نوموړي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ایران ترمنځ د یوه ځانګړي سوداګریز کمېسیون له رامنځته کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دغه کمېسیون به د دواړو هېوادونو د متخصصینو او کارپوهانو په ګډون د سوداګرۍ او پانګونې توافقاتو او هوکړو د منظم تعقیب زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو اړیکو له پرېکون وروسته افغانستان د ایران په ګډون له منځنیو اسیا هېوادونو سره اقتصادي همکاري او سوداګریز راکړه ورکړه ډېره کړې ده.
کابل کې د شمع هدایت خصوصي ښوونځي مسوولان وایي، په دغه ښوونیز مرکز کې د شوې چاودنې د لامل او څرنګوالي په اړه د طالبانو اړوندو ادارو له لوري هر اړخیزې پلټنې روانې دي او تر هغو چې د پېښې څېړنې بشپړې شوې نه وي، باید د چاودنې د لامل په اړه له هر ډول اټکل او بې بنسټه څرګندونو ډډه وشي.
د دې خصوصي ښوونځي ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې د هېوادوالو، زدهکوونکو د کورنیو او عامو خلکو لپاره خپره شوې، ویلي چې تر اوسه د پېښې د لامل په اړه کره پایلې نه دي په ډاګه شوې او له همدې امله نه غواړي دغه پېښه کوم ځانګړي کس یا ډلې ته منسوبه کړي.
د مکتب د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې هېڅ زدهکوونکی نه دی وژل شوی. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ۵۲زده کوونکي ټپیان شوي او ډېری یې روغتیايي مرکزونو څخه له درملنې وروسته رخصت شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د ښوونځي مسوولان وايي، لس تنه زدهکوونکي لا هم په روغتونونو کې تر درملنې او څارنې لاندې دي. د دوی په وینا، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د مکتب ادارې او د زدهکوونکو د کورنیو له لوري په دوامداره توګه څارل کېږي.
د شمع هدایت ښوونځي ادارې له هغو خلکو، کورنیو، ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو څخه هم مننه کړې چې د پېښې پر مهال یې له ټپیانو سره مرسته کړې ده. ادارې ډاډ ورکړی چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت به تر بشپړې روغتیا پورې له نږدې څاري.
د خبرپاڼې په بله برخه کې له هېوادوالو، په ځانګړي ډول د زدهکوونکو له کورنیو او د ټولنیزو شبکو له کاروونکو غوښتنه شوې چې د پېښې په اړه له ناتایید شویو معلوماتو، اوازو او انځورونو له خپرولو ډډه وکړي. د مکتب ادارې ویلي چې د ناسمو خبرونو خپرول، په ځانګړي ډول د زدهکوونکو د وژل کېدو په اړه ناسمې ادعاوې، د قربانیانو د کورنیو اندېښنې او رواني ستونزې زیاتوي.
په خبرپاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې د پېښې په اړه معلومات یوازې له رسمي او باوري سرچینو ترلاسه کړي او له هغو معلوماتو څخه ډډه وکړي چې کره سرچینه او تایید نه لري.
شمع هدایت خصوصي ښوونځی په ۱۴۰۱ کال کې جوړ شوی دی.
تر دې دمه د چاودنې د لامل او څرنګوالي په اړه د اړوندو مسوولو ادارو له لوري وروستی او رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. بلخوا سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د زمري په ۲۷مه د سېشنبې په ورځ طالبانو د یاد ښوونځي مدیر سالم صمیم، یو ښوونکی او د دوو زدهکوونکو پلرونه نیولي دي. د مالوماتو له مخې، دغه کسان د طالبانو د ۱۸مې حوزې له لوري نیول شوي او لا یې هم د نیونې په تړاو رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو خبري کنفرانس کې ویلي و چې ښايي دغه برید د داعش وسلهوالې ډلې کړی وي.
افغان سندرغاړي ارین خان د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، خپلواکي یوازې له بهرني ښکېلاک څخه د یوه هېواد د خلاصون په معنا نه ده او هغه ملت رښتینی خپلواک نه شي بلل کېدای چې له زدهکړو، کار، ازاد بیان، انساني کرامت او د خپل راتلونکي د ټاکلو له حقونو محروم وي.
ارین خان د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) په یوه بیان کې پوښتنه کړې: «موږ خپلواکي ترلاسه کړې وه، خو نن پوښتنه دا ده، ایا ملت مو رښتیا هم خپلواک دی»؟
هغه ویلي، رښتینې خپلواکي هغه مهال بشپړېږي چې خلک د علم، ازاد بیان، انساني کرامت، کار، پرمختګ او د خپل راتلونکي د ټاکلو له حق څخه برخمن وي.
نوموړي د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې د ملي بیرغ او ملي سرود، د بیان ازادۍ، د ښځو او نجونو حقونو، د ځوانانو د راتلونکي، بېکارۍ، بېوزلۍ، کډوالۍ او د هنر او فرهنګ د وضعیت په اړه یو شمېر پوښتنې مطرح کړې دي.
ارین خان ویلي: «زه به هغه ورځ د افغان ملت رښتینې خپلواکي ونمانځم، چې د افغان نجونو پر مخ د مکتبونو دروازې بېرته پرانیستل شي او هر افغان د تعلیم، کار، ازاد بیان او انساني کرامت له حقونو برخمن وي».
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه. د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې د ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زدهکړو منع دي.
ارین خان د نجونو پر زدهکړو د بندیز اوږدمهالو پایلو ته هم اندېښنه ښودلې او پوښتنه یې کړې چې په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د څومره نجونو زدهکړې، خوبونه او راتلونکی له منځه تللي دي.
هغه زیاته کړې: «په راتلونکو کلونو کې به زموږ په ټولنه کې ښځینه ډاکټرانې له کومه شي»؟
نوموړي همداراز پوښتنه کړې چې ولې ګڼ افغانان د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي، ولې ځوانان په خپل وطن کې د کار او راتلونکي کافي فرصتونه نه لري او ایا افغانستان د نړۍ له پرمختګ سره د سیالۍ پر لور روان دی.
هغه د هنر او فرهنګ وضعیت ته هم اشاره کړې او پوښتنه یې کړې چې ایا په اوسني افغانستان کې هنر، موسیقي او فرهنګي میراث د ازادې ودې زمینه لري.
ارین خان د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت نشتوالي ته په اشارې دا پوښتنه هم راپورته کړې چې ایا د یوه نظام په رسمیت نه پېژندل کېدل باید د دې لامل شي چې د افغانستان خلک هم له نړۍ او نړیوالو فرصتونو محروم پاتې شي.
هغه ویلي: «د یوه ملت رښتینې خپلواکي یوازې په شعارونو نه، بلکې د علم، تعلیم، ازاد بیان، انساني کرامت او د راتلونکي نسل د ازادۍ له لارې پیلېږي».
ارین خان په پای کې ویلي چې داسې افغانستان غواړي چې خلک یې ازاد او هیلهمند، ځوانان یې د خپل راتلونکي خاوندان، نجونې یې تعلیمیافته، هنر او فرهنګ یې غوړېدلی او اقتصاد یې پیاوړی وي.
نوموړي د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت د «افسوس، افسوس!» په نوم د یوه نوي حماسي سرود د خپرېدو خبر هم ورکړی دی.
د هغه په وینا، د دې سرود موخه نړیوالو ته د افغانستان او هغه ولس د غږ رسول دي چې د ده په خبره، په خپل هېواد کې له «حق، عدالت او انصاف» څخه محروم دی.
یو وخت افغانانو د خپلواکۍ لپاره له بهرني ځواک سره جګړه کوله، خو نن، د خپلواکۍ ورځې په را رسېدو سره، چې د میلیونونو خلکو پرمخ د زدهکړې، کار، بیان او ژوند په ډېرو برخو کې دروازې تړلې دي، ډېر خلک له داخلي ځواک سره په مبارزه غور کوي.
د اګست ۱۹مه هرکال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
په داسې حال کې چې طالبان د جګړې پای او امنیت د خپلې واکمنۍ له مهمو لاسته راوړنو بولي، د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، تګ راتګ او عامه ژوند محدودیتونه، د بیان د ازادۍ او سیاسي مشارکت نشتوالی د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د یوه هېواد خپلواکي یوازې له بهرني ځواک څخه خلاصون دی، که د وګړو د برخلیک ټاکلو حق هم د هغې برخه دی؟
دا پوښتنه په ځانګړي ډول د افغانستان د ښځو او نجونو د ژوند په اړه درنه ده.
د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو او ښځې له پوهنتوني زدهکړو منع دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۲،۴ میلیونه افغانې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه ارزونه کې ویلي چې شاوخوا نیمایي افغانې ښځې اوس یوازې په میاشت کې یو یا دوه ځله له کوره وځي. د دې ادارې د موندنو له مخې، د ښځو د کار، تګ راتګ او عامه ژوند په برخه کې محدودیتونه لا پراخ شوي دي.
د ډېرو شنونکو په باور، د خپلواکۍ د ورځې تر بیرغ لاندې یوه بله پوښتنه هم مطرح ده:
هغه نجلۍ چې د خپل ښوونځي دروازه نه شي پرانیستلی، د پوهنتون ټولګي ته نه شي تللی او د خپل ژوند د انتخابونو په اړه محدود واک لري، د خپلواکۍ کلمه څنګه تجربه کوي؟
په کابل کې د یو ښوونځي ښوونکې کامله شینواري وايي:«د یوې افغانې استادې په توګه، چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د ژوند محدودیتونه مې له نږدې لیدلي، باور لرم چې خپلواکي یوازې د بهرني واک څخه د خلاصون په معنا نه ده. خپلواکي هغه وخت معنا پیدا کوي چې یوه نجلۍ د ښوونځي او پوهنتون دروازې پرانیستې وویني، یوه ښځه وکولای شي کار وکړي او هره افغانه مېرمن په ازاده توګه له کوره ووځي او د خپل ژوند په اړه خپله پرېکړه وکړي.
که د یوې ښځې تګ راتګ، زدهکړه، کار او د ټولنې په چارو کې ونډه اخیستل محدود وي، نو د خپلواکۍ مفهوم نیمګړی پاتې کېږي. د افغانستان رښتینې خپلواکي هغه ورځ ده چې افغانه ښځه د خپل راتلونکي د ټاکلو بشپړه ازادي ولري».
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د ۱۹۱۹ کال د هغه تاریخي بهیر یادونه کوي چې افغانستان پکې له بریتانیا سره د جګړې وروسته د خپل بهرني سیاست د خپلواکۍ حق تثبیت کړ. له هغه وخت راهیسې افغانستان څو ځله د بهرني نفوذ، اشغال، جګړو او سیاسي بدلونونو له پړاوونو تېر شوی دی.
خو د خپلواکۍ مفهوم هم د وخت په تېرېدو بدل شوی.
په شلمه پېړۍ کې د خپلواکۍ اصلي پوښتنه دا وه چې څوک د افغانستان د بهرني سیاست او ملي حاکمیت پرېکړه کوي؟
خو نن، د افغانستان د میلیونونو خلکو لپاره اساسي پوښتنه داده، چې څوک ددوی د ژوند، زدهکړې، کار، بیان او راتلونکي په اړه پرېکړه کوي؟
همدا توپیر د ۲۰۲۶ کال د خپلواکۍ ورځې ځانګړی سیاسي او ټولنیز مفهوم جوړوي.
طالبان: جګړه ختمه شوې، امنیت راغلی
طالبان وايي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د څو لسیزو جګړه پای ته رسېدلې او هېواد له امنیتي پلوه د پخوا په پرتله باثباته شوی دی.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي هم وايي چې د پخوانیو کلونو په پرتله د لویو جګړو او چاودنو کمېدل د دوی په ورځني ژوند کې محسوس دي. ځینې کابل ښاریان د امنیت د ښه کېدو خبره کوي، خو په ورته وخت کې د کار، اقتصاد او د ښځو د حقونو په اړه اندېښنې لري.
د طالبانو لپاره امنیت د دوی د حکومتولۍ مهم اړخ دی، خو په بدخشان او نورو ولایتونو کې وروستیو نښتو دغه اړخ هم ننګولی دی.
د ټولنپوهانو له نظره، د خپلواکۍ مفهوم یوازې فردي ازادي نه ده، بلکې سیاسي مشارکت هم د هغې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د لوګر د ولایتي شورا پخوانی رییس حسیب الله ستانکزی وايي:«افغانستان د هېڅ ډلې شخصي ملکیت نه دی دا د ټولو افغانانو ګډ وطن او د راتلونکو نسلونو امانت دی که نن د افغانستان نیمایي وګړي له راتلونکي څخه محرومېږي سبا به د افغانستان راتلونکی هم کمزوری وي ریښتینې خپلواکي هغه وخت معنا لري چې هر افغان د زده کړې کار عزت او خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري».
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ټاکنې نه شته او د پخواني جمهوري نظام سیاسي جوړښت له منځه تللی دی.
طالبان د اوسني نظام لپاره د «اسلامي امارت» نوم کاروي او وايي چې د دوی حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ ولاړ دی.
خو د سیاسي مخالفینو او د بشري حقونو د ادارو له نظره، د حکومت په جوړښت کې د پراخ سیاسي مشارکت نشتوالی یوه اساسي ستونزه ده.
د طالبانو حکومت تر اوسه د افغانستان د ټولنې د سیاسي تنوع لپاره داسې انتخاباتي یا مشارکتي میکانیزم نه دی رامنځته کړی چې د جمهوري نظام په څېر خلک پکې د واک په ټاکلو کې مستقیم رول ولري.
له همدې امله ډېر خلک د طالبانو حاکمیت د یوې مذهبي ډلې حاکمیت بولي، چې د خلکو حاکمیت او مشارکت پکې څندې ته شوی دی.
د خبریالانو د سازمانونو د رپوټونو له مخې، په تېرو کلونو کې د افغانستان رسنۍ او خبریالان له پراخو فشارونو سره مخ شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان د وضعیت په ارزونه کې د بیان او مدني فضا د محدودېدو موضوع هم مطرح کړې ده.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته ګڼو خبریالانو او رسنیو د سانسور، نیول کېدو، ګواښونو او د فعالیت د محدودېدو په اړه اندېښنې مطرح کړې او ګڼ خبریالان نیول شوي او یا ګواښل شوي دي.
افغانستان لا هم له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې، د فقر، خوړو د کمښت، بېکارۍ او د مرستو د کمېدو فشارونه د میلیونونو افغانانو پر ژوند اغېز لري. د بشري وضعیت په اړه تازه ارزونې افغانستان لا هم د نړۍ له تر ټولو سختو بشري بحرانونو څخه بولي.
پنځه کاله وروسته؛ افغانستان کوم ځای کې ولاړ دی؟
د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې طالبان وتوانېدل چې د افغانستان پر ډېری برخو خپل کنټرول وساتي.
خو د دوی حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له رسميت پېژندنې بې برخې دی.
له بلې خوا، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالو فشارونو تر څنګ، د طالبانو حکومت ټینګار کوي چې د افغانستان د ټولنې او شریعت له شرایطو سره سم حکومتولي کوي.
په همدې پنځه کلنه دوره کې د افغانستان ټولنیز جوړښت هم بدل شوی دی.
میلیونونه افغانان له هېواده وتلي او یا بېرته هېواد ته ستانه شوي دي؛ اقتصادي فشارونه زیات شوي؛ ښځې له عامه ژوند څخه شاته شوې دي او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د طالبانو او مخالفو جریانونو ترمنځ واټن لا هم پراخ دی.
د یوه هېواد ملي خپلواکي د هغه د سرحدونو، بیرغ او دولت له حاکمیت سره تړاو لري، خو د یوه ملت د خپلواکۍ بشپړ تصویر تر هغه لوی دی. د خلکو د انتخاب حق، د بیان ازادي، د زدهکړې حق، د کار حق، د سیاسي مشارکت حق او د خپل راتلونکي د ټاکلو وړتیا هم پکې شامله ده.
د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ښايي له همدې امله یوازې د ۱۹۱۹ کال د بریا د یادولو ورځ ونه اوسي.
بلکې د دې پوښتنې ورځ هم وي چې افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک شو، خو افغانان به کله دومره ازادي ترلاسه کړي، چې د خپل هېواد او خپل ژوند د راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي؟
دا پوښتنه لا هم د افغانستان د خپلواکۍ تر بیرغ لاندې بې ځوابه پاتې ده.