• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه سړی چې ولسمشر یې له هېواده وایست

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د امریکا د ستانفورډ پوهنتون د هوور انسټیټیوټ په یوه راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د کابل د امنیت مسوول سمیع سادات او د پوځ لوی درستیز هیبت‌الله علیزي له یو بل سره له مستقیمې همغږۍ پرته، د جمهوري نظام د پای په اړه پرېکړې کولې.

د راپور له مخې، حمدالله محب ټوله ورځ د هغه مهال د ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو لپاره په چمتووالي تېره کړې وه.

د هوور انسټیټیوټ دغه راپور، چې د جمهوري نظام د درېیو امنیتي چارواکو پر رول تمرکز کوي او د کابل د سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو وروستۍ شېبې څېړي. په راپور کې حمدالله محب د ولسمشر د وتلو د اصلي تنظیموونکي په توګه معرفي شوی او ویل شوي چې د هغه هدف یوازې د خپل ځان ژغورل نه وو، بلکې د ولسمشر د وتلو لپاره یې له تېر یوه کال راهیسې د بېلابېلو سناریوګانو په اړه فکر او څېړنه کړې وه.

حمدالله محب د هغه ورځې د اقداماتو په اړه ویلي: «د قوماندې کړۍ له منځه تللې وه، ځکه اصلي د قوماندې کړۍ د امریکا وه او کله چې هغه له منځه ولاړه، زموږ هغه داخلي قومانده چې پر کمزورو بنسټونو ولاړه وه، له هغې سره یوځای ړنګه شوه. هیچا د پرېکړې کولو توان نه درلود.»

د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار زیاتوي چې هغه به هر ځل له خپل دفتره بهر ووت او بېرته به راستون شو، نو لیدل به یې چې نور کارکوونکي هم تښتېدلي دي. نوموړي ویلي: «زما انګېرنه دا وه چې خلک د تېښتې په حال کې دي او ما غوره وګڼله چې هغوی ژوندي پاتې شي.»

محب د ولسمشر غني د وتلو په اړه د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت د ۱۹۹۲ کال د سقوط یادونه کړې او ویلي یې دي: «نجیب پاتې نه شو. هغه ونه توانېد چې ووځي. د هغه د تېښتې پلان ناکام شو او ما د تېښتې دغه پلانونه ډېر په دقت څېړلي وو.»

د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د ولسمشر پیلوټ د الوتنې پر مهال یوه خبره وکړه چې محب سملاسي پرې پوه نه شو. پیلوټ وویل: «د چورلکې تېل بشپړ دي.» د راپور په تشریح کې ویل شوي چې په بشپړه توګه له تېلو ډله چورلکه د ډېر وزن د انتقال توان نه لري. له همدې امله د ولسمشر چورلکې نه شوای کولای ټول هغه کسان انتقال کړي چې د الوتنې لپاره چمتو وو.

د راپور له مخې، په هغه وخت کې د کابل هوايي ډګر هم د الوتنې لپاره عملي انتخاب نه و، ځکه امریکايي ځواکونو د هوايي ډګر د څار برجونه تر خپل کنټرول لاندې لرل او پیلوټانو ته یې د الوتنې اجازه نه ورکوله. ننګرهار او خوست، چې د ولسمشر د انتقال لپاره د بدیلو ځایونو په توګه مطرح شوي وو، هم سقوط ول.

د هوور انسټیټیوټ څېړونکې او د راپور لیکواله حلیمه کاظم وايي چې د حمدالله محب محاسبه دا وه چې که ولسمشر په کابل کې ووژل شي، ښار به ونه ژغورل شي، بلکې لا به د پراخې جګړې او ګډوډۍ پر لور ولاړ شي.

د راپور له مخې، د چورلکې له موجوده تېلو سره تر ترمذ پورې د رسېدو امکان و. د الوتنې لپاره ځینې لنډې لارې هم موجودې وې، خو هېڅ یوه یې بشپړ او منظم د الوت پلان نه و.

سره له دې، حمدالله محب په وروستیو شېبو کې اشرف غني ته وویل چې نور وخت نه دی پاتې او ټینګار یې وکړ چې «باید هېڅوک نور خبر نه شي»، ځکه د هغه په وینا، «هر څومره چې د خبرو کسانو شمېر کم وي، د ژوندي پاتې کېدو امکان یې ډېر وي.»

د راپور لیکواله حلیمه کاظم وايي، محب پوهېده چې د اشرف غني د احتمالي مرګ دواړه ډولونه به څنګه تعبیر شي. د محب په وینا، که غني په ارګ کې وژل شوی وای، ښايي ځینو هغه «شهید» بللی وای، خو د وتلو پر مهال به هېچا داسې تعبیر نه کاوه. د ملي امنیت پخواني سلاکار ټینګار کړی چې د اشرف غني وژل کېدو به هغه توطیې او شخړې رامنځته کړې وای چې ښايي د ډېرې اوږدې مودې لپاره یې دوام کړی وای.

حمدالله محب له دې څېړونکې سره په خبرو کې تر ترمذ پورې دوه ساعته الوتنه د خپل ژوند تر ټولو اوږده شېبې بللې. هغه ویلي، په ټوله الوتنه کې یې تمه لرله چې ښايي چورلکه د امریکایانو، طالبانو یا کوم یوه جنګسالار له خوا وویشتل شي.

محب د ولسمشر د وتلو د نورو احتمالي لارو په اړه ویلي: «ما کولای شول د نورو له پلان سره یوځای شم، هغوی به بالاخره تلل او اشرف غني به پاتې کېده. هیڅوک نه پوهېدل، ښايي لومړی یې ولسمشر وژلی وای.»

هغه ټینګار کړی چې د اشرف غني وژل کېدو به د کورنۍ جګړې د تکرار زمینه برابره کړې وای.

د اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار وايي، د هغه مهال محاسبه دا وه چې ښايي د طالبانو حکومت بد وي، خو د یوه بشپړ کورني جنګ په پرتله به غوره وي. هغه زیاتوي: «البته کېدای شي خپله راتلونکې مې ووایي چې جګړه به غوره انتخاب وای او موږ د هغې د مخنیوي لپاره ډېر زیات لګښت ورکړی دی.»

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۳

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

•
•
•

نور کیسې

د پخوانۍ ملي اردو دوو جنرالانو تر پایه له افغانستان نه د وتلو هوډ نه درلود

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

د جمهوري نظام د وروستیو ساعتونو په اړه د هوور انسټیټیوټ یو تازه راپور ښيي، په داسې حال کې چې اشرف غني او یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي د اګست په ۱۵مه له کابله وتلي وو، خو د پوځ دوو لوړپوړو قوماندانانو هیبت الله علیزي او سمیع سادات لا هم د جګړې د دوام او د کابل د دفاع هڅه کوله.

دا راپور چې څېړونکې او خبریالې حلیمه کاظم د افغانستان د شفاهي تاریخ هوور انسټیټیوټ د پروژې د مرکو پر بنسټ لیکلی، د تېر جمهوري نظام د دریو لوړپوړو چارواکو هیبت‌الله علیزي، سمیع سادات او حمدالله محب هغه روایتونه سره یوځای کړي چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې په وروستیو ساعتونو کې څه تېر شوي وو.

د راپور له مخې، د جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت لوی درستیز هیبت ‌الله علیزی د کابل د سقوط په ورځ، له غرمې لږ وروسته، د خپل یوه دستیار له لوري خبر شو چې اشرف غني له هېواده وتلی دی. علیزی وايي، لومړنی غبرګون یې دا و چې اوس پوځ کولای شي پوځي حکومت اعلان کړي او د وضعیت کنټرول په لاس کې واخلي.

په همدې وخت کې، د دفاع پخواني وزیر اسدالله خالد چې په دوبۍ کې و، له سمیع سادات سره اړیکه ونیوله او هغه ته یې وویل چې ولسمشر کابل پرېښی دی.

سادات یوازې څلور ورځې مخکې په هلمند کې له شاوخوا څلورو میاشتو جګړې وروسته په ټپي حالت کې پلازمېنې ته راستون شوی و او د کابل د امنیت مسوولیت ور سپارل شوی و.

هغه د غني د تېښتې د خبر د اورېدو په اړه ویلي، داسې یې احساس وکړ چې «تر پښو لاندې یې ځمکه وخوځېده.»

سادات وروسته خپلې قرارګاه ته ستون شو، پوځي حکومت یې اعلان کړ او د ده په وینا، کابل ته پر ننوتونکو طالبانو یې د هوايي بریدونو اجازه ورکړه. دا واک وړاندې د ولسمشر په صلاحیت کې و. خو نوموړي استدلال کړی و چې د ولسمشر په نشتوالي کې دغه مسوولیت پر غاړه اخلي.

سادات او علیزي وروسته په جلا توګه د ایتلافي ځواکونو اډې ته ولاړل او په کابل کې یې له امریکايي لوړپوړي قوماندان پیټر وازلي څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

د دواړو د روایت له مخې، د امریکايي قوماندان ځواب نږدې یو شان و.

د علیزي په وینا، وازلي ورته وویل چې ولسمشر او حکومت نور نشته او پوښتنه یې وکړه: « ته غواړي د چا لپاره جګړه وکړې؟»

سادات هم ورته روایت بیان کړی چې امریکايي قوماندان ورته ویلي: «زه ستاسو له خوا امر نه منم... تاسو نور حکومت نه لرئ، نو زه له تاسو سره مرسته نه شم کولی».

علیزی وايي، له دې لیدنې وروسته یې پرېکړه وکړه چې جګړې ته دوام ورکړي. د هغه په وینا، کله چې له قرارګاه څخه د وتلو په حال کې و، امریکايي قوماندان ورته سپارښتنه وکړه چې «بې دلیله باید ونه وژل شي.»

سادات هم علیزي ته ویلي وو، چې له پاتې امکاناتو سره به جګړه کوي. هغه وروسته د هوايي ځواک له قوماندان سره اړیکه ونیوله او غوښتنه یې وکړه چې بم غورځوونکې الوتکې د عملیاتو لپاره چمتو کړي، خو ځواب یې ترلاسه کړ چې د الوتکو یوه لویه برخه مخکې ازبکستان او تاجکستان ته لېږدول شوې او د هوايي ځواک قومانده له منځه تللې ده.

پر همدغه مهال علیزي هوډ درلود چې دارالامان سیمې ته لاړ شي او د رسنیو مخې ته د پوځي حکومت اعلان وکړي.

د هغه د روایت له مخې، سادات موټر ته کېناست، خو د دارالامان پر ځای د کابل هوايي ډګر ته لاړ. په هوايي ډګر کې له کابل نه د وتلو لپاره یوه C-17 الوتکه چمتو وه. علیزي نورو کسانو ته وویل هغوی کولی شي چې لاړ شي، خو دی خپله نه ځي.

علیزي له هوور سره په مرکه کې ویلي:«زه نه ځم. تر وروستۍ دقیقې به جګړه کوم، ان که یوازې یو ساعت پاتې وي». سادات هغه ته وریاد کړې وه چې اولاد لري، خو علیزي ځواب ورکړ چې اوس په هېواد کې د پاتې کېدو وخت دی او د دوی ځواکونه لا هم په جګړه بوخت دي. څو دقیقې وروسته خبر ورسېد چې په دارالامان کې مېشتو ځواکونو هم خپل ځایونه پرېښي دي.خو پر دې سربیره، علیزی په هغه ورځ له افغانستان نه په وتونکې الوتکه کې ونه ووت. د هوور د راپور له مخې، د دفاع وزیر بسم‌الله محمدي او یو بل جنرال په چمتو شوې الوتکه کې سپاره شول، خو علیزي وویل چې غوره ګڼي طالبان یې په هوايي ډګر کې ووژني.

هغه هماغه شپه په یوه C-130 الوتکه کې کندهار ته لاړ او ۱۲۵ پاتې سرتېري یې کابل ته ولېږدول. علیزی د زمري تر ۳۱مې نېټې پورې د کابل په هوايي ډګر کې پاتې شو، سلګونه کومانډو ځواکونه یې چمتو کړل او دوه ځله یې هڅه وکړه چې پنجشېر ته ځان ورسوي او احمد مسعود یې هم ورتګ منلی و.

سمیع سادات هم د کابل له سقوط وروسته څلور ورځې په پلازمېنه کې پاتې شو. هغه ویلي چې په دې موده کې یې هڅه دا وه چې خپل ځواکونه خوندي ځای ته ولېږدوي او غوښتل یې بېرته هلمند ته ولاړ شي او له هغه ځایه جګړې ته دوام ورکړي. د سادات په وینا، امریکايي ځواکونو هغې الوتکې ته د تېلو له ورکولو ډډه وکړه چې غوښتل یې هغه هلمند ته یې ولېږدوي، ځکه پوهېدل چې دی غواړي جګړې ته دوام ورکړي. خو وروسته سادات په داسې حال کې چې د ټپونو او څو میاشتو جګړې له امله سخت کمزوری شوی و، د درملنې لپاره بریتانیا ته لاړ.

پنځه کاله وروسته، سمیع سادات یو ځل بیا د پخواني پوځ په یونیفورم او د جمهوریت له درې رنګه بیرغ سره راڅرګند شوی دی.

د هغه په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د روانې میاشتې له پیل راهیسې د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی او د کندهار په ګډون یې د څو بریدونو د ترسره کولو ادعا کړې ده.

سادات وايي، له طالبانو سره د خبرو له لارې د حل لارې موندلو هڅې پای ته رسېدلې او اوس د جګړې وخت رارسېدلی دی.

خو بل لور ته، جنرال هیبت‌الله علیزی چې د هوور د انسټیټیوټ د روایت له مخې د جمهوریت په وروستیو ساعتونو کې یې غوښتل جګړې ته دوام ورکړي، اوس په امریکا کې ژوند کوي او په تېرو پنځو کلونو کې یې لږ تر لږه په علني ډول د طالبانو د ننګولو لپاره په پوځي یا تشکیلاتي اقدام کې برخه نه ده اخیستې.

په دې توګه، هغه دوه جنرالان چې د جمهوریت په وروستیو ساعتونو کې یې ویل چې د جګړې ډګر نه پرېږدي، پنځه کاله وروسته یې دوه بېلابېلې لارې غوره کړې دي، یو یې بیا جګړې ته د ستنېدو خبره کوي او بل یې تر اوسه له پوځي ډګر څخه بهر پاتې دی.

هوور انسټیټیوټ وايي، د افغانستان د شفاهي تاریخ په ارشیف کې له ۴۵۰ ساعتونو څخه ډیرې مرکې شته او دغه مرکې له ۱۴۰۱ څخه تر ۱۴۰۴ کال پورې له چارواکو، پوځيانو، ډیپلوماتانو، ښوونکو، قاضیانو، خبریالانو او محصلانو سره شوې دي چې د افغانستان جمهوریت یې له نږدې تجربه کړی او د هغه د سقوط شاهدان وو.

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د جنايي پېښو د شمېرو په اعلانولو کې محتاط دي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۴ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې ادارې د کورنیو چارو وزارت پر معلوماتو ولاړ ارقام ښيي چې په افغانستان کې ثبت شوي جنایي جرمونه په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۰ زره او ۸۳۴ پېښو څخه په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷ زره او ۳۲۰ پېښو ته لوړ شوي؛ یعنې شاوخوا ۶۰ سلنه زیاتوالی.

په داسې حال کې چې له ۲۰۲۴ کال وروسته طالبانو د جنايي پېښو عمومي شمېر نه دی خپور کړی.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې ۱۰ زره او ۸۳۴ جنایي قضیې ثبت شوې وې. دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲ زره او ۶۸۸، په ۲۰۲۳ کال کې ۱۶ زره او ۱۸۶ او په ۲۰۲۴ کال کې ۱۷ زره او ۳۲۰ قضیو ته لوړ شوی دی.

د جنايي پېښو ګراف لوړېدل داسې مهال دي، چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د جرمونو د کمېدو ادعا کوي.

په ۲۰۲۱ کال کې ۱۰ زره او ۸۳۴جنايي قضیې ثبت شوې وې. دا شمېر په ۲۰۲۲ کال کې ۱۲ زره او ۶۸۸ ته لوړ شو چې د ورته تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ۲۰۲۳ کال کې ثبت شوې قضیې ۱۶ زره او ۱۸۶ ته ورسېدې چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله نږدې ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي. دغه راز په ۲۰۲۴ کال کې بیا د ثبت شویو جنایي قضیو شمېر ۱۷ زره او ۳۲۰ ته لوړ شو، چې د ورته تېر کال په پرتله شاوخوا ۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

په ټوله کې، د دغو څلورو کلونو لړۍ د ثبت شویو جنایي قضیو د کمېدو پر ځای د پرله‌پسې زیاتوالي تصویر وړاندې کوي.

خو د دې شمېرو د ارزونې پر مهال یوه مهمه پوښتنه مطرح کېږي: ایا دا زیاتوالی د جرمونو د واقعي زیاتېدو ښکارندوی دی، که د جرمونو د ثبت، راپور ورکولو او د امنیتي ادارو د جوړښتونو د بدلون له امله د ارقامو بڼه بدله شوې ده؟

غلاوې نږدې دوه برابره شوې

د همدې شمېرو له مخې، د جنایي جرمونو په منځ کې غلاوې تر ټولو د پام وړ زیاتوالی لري.

په ۲۰۲۱ کال کې ۳ زره او ۱۰۲ غلاوې ثبت شوې دي، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر ۶ زره او ۲۲۵ ته لوړ شوی دی. په دې توګه، په څلورو کلونو کې د غلاوو شمېر نږدې دوه برابره شوی دی.

د جمهوریت پر مهال د کابل امنیه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمي په باور، اقتصادي ستونزې، بې‌کاري او لوږه د جرمونو له مهمو عواملو څخه دي.

رحیمي له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل: «لوږه د جرایمو زېږنده ده. په افغانستان کې په پراخه کچه بې‌کاري او لوږه حاکمه ده همدا لامل دی چې د غلاوو په کچه کې زیاتوالی ښکاري».

هغه زیاته کړه چې د مسلکي پرسونل نشتوالی او د امنیتي ادارو کمزورتیا هم د جرمونو په زیاتوالي کې رول لري.

د غلاوو د شمېر نږدې دوه برابره کېدل په داسې حال کې دي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له ۲۰۲۱ کال وروسته له جدي ستونزو سره مخ شوی او د کار بازار د میلیونونو خلکو لپاره محدود شوی دی. خو د غلاوو د زیاتوالي دقیق علتونه یوازې د اقتصادي ستونزو پر بنسټ نه شي ثابتېدای او د هرې جرمې بڼې لپاره جلا څېړنې او شواهدو ته اړتیا ده.

100%

له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان له ژور اقتصادي بحران، پراخې بې‌کارۍ او فقر سره مخ پاتې شوی دی. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د ارزونو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اقتصادي سقوط له وېرې د فقر د پراخېدو خبرداری ورکړل شوی و. په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د اقتصادي بحران او بشري اړتیاوو کچه لوړه پاتې شوه، په ۲۰۲۴ کال کې، سره له محدودې اقتصادي ودې، د افغانستان شاوخوا درې پر څلورمه برخه وګړي لا هم د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ وو او په ۲۰۲۵ کال کې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مخې ۷۴ سلنه افغانانو د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود.

نړیوال بانک هم وايي چې اقتصادي وده تر ډېره د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره کافي نه ده او بې‌کاري، فقر او د کاري فرصتونو کمښت لا هم د افغانستان له مهمو ستونزو دي.

وژنې ۱۵ سلنه ډېرې شوې

د جمهوریت له سقوط او د طالبانو واک ترلاسه کولو وروسته د جرمونو د عمومي زیاتوالي ترڅنګ، د قتلونو شمېر هم د موجودو رسمي شمېرو له مخې لوړ شوی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د قتلونو یو زر او ۵۰۲ پېښې ثبت شوې دي، خو په ۲۰۲۴ کال کې دا شمېر یو زر او ۷۳۴ ته لوړ شوی دی. دا د قتلونو په شمېر کې له ۱۵ سلنې ډېر زیاتوالی ښيي.

جنرال عبدالرحمن رحیمي د جرمونو د احتمالي زیاتوالي د عواملو په اړه وايي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بندیانو د خوشې کېدو په لړ کې د جنایي جرمونو سابقه لرونکي کسان هم له زندانونو راوتلي دي.

100%

د هغه په وینا: «پنځه زره طالبان حکومت خلاص کړل. په همدې پنځه زره کسانو کې د جنایي جرمونو مجرمین هم وو چې له خوشې کېدو سره یې جرایم زیات شول، قتل، اختطاف او غلاوې زیاتې شوې».

رحیمي دا خبره د خپل تحلیل په توګه مطرح کوي، خو د دې ادعا د تایید لپاره د خوشې شویو بندیانو د جرمونو، هویتونو او وروسته ترسره شویو جرمونو په اړه عامه او بشپړ رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

100%

د جرمونو د کموالي ادعا او د رسمي شمېرو ترمنځ واټن

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۵ کال کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې جنایي جرمونه د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه کم شوي دي.

وزارت د خپلې ادعا لپاره د اختطافونو پر وړاندې د عملیاتو، د شکمنو کسانو د نیولو او له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو یادونه کړې وه.

خو د دې ادعا په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې د ۳۰ سلنې کموالي لپاره د دواړو پرتله شویو کلونو بشپړې او مطلقې شمېرې نه دي خپرې شوې.

له بلې خوا، د طالبانو د احصایې ادارې هغه شمېرې چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت معلوماتو ته منسوبې شوې دي، د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د جنایي قضیو د زیاتوالي تصویر وړاندې کوي.

100%

دواړې ادعاوې هغه مهال سره د پرتله کېدو وړ کېدای شي چې روښانه شي، هره اداره د «جنایي جرم»، «ثبت شوې قضیې»، «کشف شوې قضیې» او «تر څېړنې لاندې قضیې» لپاره کوم تعریف کاروي.

له دې پرته، د ۳۰ سلنې کموالي او د ۷ سلنې زیاتوالي دواړې شمېرې ممکن د بېلابېلو احصایوي معیارونو پر بنسټ ولاړې وي.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په وینا، د طالبانو له واکمنېدو سملاسي وروسته د جرمونو د کمېدو راپورونه خپاره شول، خو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له دویمې نیمایي وروسته په کابل او نورو لویو ښارونو کې د جرمونو د بېرته زیاتېدو راپورونه هم خپاره شول. د دې ادارې په ارزونه کې ویل شوي چې د اقتصادي او بشري ناورین له ژورېدو سره د جرمونو د زیاتېدو راپورونه هم ډېر شول.

د پېښو ناڅرګند تعریف او د مسلکي پولیسو تشه

د طالبانو حکومت د جنایي جرمونو د ارقامو د ارزونې تر ټولو لویه ستونزه د معلوماتو د راټولولو او تعریف نامشخص میتود دی.

په جرم‌پوهنه کې د جرمونو احصایې هغه مهال باور وړ پرتله کېدای شي چې د «جرم»، «ثبت شوې قضیې»، «کشف شوې قضیې» او «تر څېړنې لاندې قضیې» لپاره واحد تعریف موجود وي. که یوه اداره یوازې ثبت شوي شکایتونه او بله اداره کشف شوې قضیې یا بشپړې شوې دوسیې وشمېري، دغو شمېرو پرتله کول کره انځور نه شي ورکولی.

له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې د جنایي قضیو د زیاتوالي لړۍ، چې له ۱۰ زره او ۸۳۴ څخه ۱۷ زره او ۳۲۰ ته رسېدلې، د موجودو رسمي معلوماتو له مخې د جرمونو د ثبت د زیاتوالي تصویر وړاندې کوي. خو دا په یوازې ځان نه شي ثابتولی چې په ټول هېواد کې د جرمونو واقعي کچه هم په همدې کچه لوړه شوې ده. دغه راز شونې ده چې واقعي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه ټول جرمونه نه ثبتېږي.

له بلې خوا، د طالبانو د امنیتي جوړښت تغییر د دې ارقامو د تفسیر لپاره مهم فکتور دی.

د پخواني جمهوري نظام د پولیسو په پرتله د طالبانو اوسنی امنیتي سیستم د جګړه‌ییزې تجربې لرونکو کسانو پر جذب متکي دی. د طالبانو ډېری کسان چې د جګړې له ډګره امنیتي ادارو ته انتقال شوي، د کلاسیکو جنایي څېړنو، جرم‌پېژندنې، شواهدو راټولولو او عدلي پروسیجرونو په برخو کې د مسلکي پولیسو په کچه روزنه نه لري.

100%

د جمهوري نظام پر مهال د کابل امنیه قوماندان جنرال رحیمي د طالبانو د امنیتي جوړښت یوه مهمه ستونزه همدا د مسلکي پرسونل کمښت بولي.

هغه وايي، د جمهوري نظام پر مهال د جرمونو د پېژندنې، څېړنې او مخنیوي لپاره مسلکي پولیس او کشفي کارکوونکي موجود وو، خو د ده په باور، اوس په ډېرو امنیتي برخو کې مسلکي کسان نشته او د هغوی پر ځای غیرمسلکي کسان (ملایان) ګومارل شوي دي.

هغه زیاتوي: «په اوسني حکومت کې د مسلکي پرسونل تشه د پخواني حکومت په پرتله زیاته ده، ځکه په هره شعبه کې د مسلکي پولیس پر ځای ملا ناست دی. ملا نه شي کولی چې جرمونه وپېژني.»

د جمهوري حکومت پرمهال په افغانستان کې د جرمونو د کنټرول لپاره کشفي ادارې، د جنایي جرمونو عمومي ریاست، ولایتي پولیس، د جنایي جرمونو ادارې او د ملي امنیتاړوندې ادارې فعالې وې.

د جرمونو یوې برخې سازماني بڼه لرله او له همدې امله کشفي او استخباراتي ادارو ته هم اړتیا وه، خو هغه مهال هم د جرمونو د مخنیوي پر وړاندې جدي ستونزې موجودې وې.

رحیمي چې د کابل امنیه قوماندان پاتې شوی او له جرمي شبکو سره د مخامخ کېدو تجربې لري، وايي، چې حکومت ویشلی و، د مجرمینو ملاتړي په دولتي جوړښتونو کې موجود وو او په ځینو سیمو کې حکومت بشپړ لاسرسی [واک] نه درلود. هغه د بېلګې په توګه د حمید خراساني یادونه کوي او وايي چې نوموړی یې د جرمونو له امله دوه ځله بندي کړی و، خو د ده په وینا، په حکومت کې ځینو زورورو کسانو بېرته خوشې کړی و. حمید خراساني اوس د طالبانو په حکومت کې لوړپوړی چارواکی دی.

د جنرال رحیمي په باور، د طالبانو د جرمونو د کنټرول تګلاره له هغه امنیتي او عدلي چوکاټ سره توپیر لري چې د پخواني حکومت پر مهال کارول کېده.

د هغه له نظره، طالبانو د اختطافونو پر وړاندې په ځینو مواردو کې سخت او مستقیم اقدامات کړي، ځینې کسان یې په پټه تعقیب کړي، ځینې یې نیولي او ځینې نور یې وژلي دي.

رحیمي په دې باور دی چې د طالبانو «د واحدې قوماندې» له امله امنیتي ادارې د جرمونو پر وړاندې چټک اقدام کولی شي، ځکه د ده په وینا، په ټول هېواد کې د پخوا په پرتله د مجرمینو لپاره د پټېدو امکانات محدود شوي دي.

د جرمونو د بڼې بدلون هم پام وړ دی، ځکه د طالبانو د اقداماتو له املهد کوکنارو کرکیله کمه شوې، خو د مېتامفیتامین په څېر د مصنوعي نشه يي توکو د تولید او قاچاق موضوع د نړیوالو ادارو لپاره د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت هره اونۍ په خپلو خپرپاڼو کې د لسګونه زره نشه يي ګولیو د نیولو خبر ورکوي.

100%

جنرال رحیمي د نشه‌يي موادو د استعمال د بدلون په اړه وايي، په پخواني وخت کې د ځینو نشه‌يي موادو کارول د بوی او نښې له امله ژر څرګندېدل، خو د ټابلیټونو په څېر د ځینو نورو موادو ترلاسه کول او استعمال اسانه شوي دي.

د هغه په باور، همدې وضعیت د نشه‌يي موادو د روږدو کسانو په زیاتېدو کې رول لرلی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌يي موادو او جرمونو ادارې د ۲۰۲۵ کال د ارزونې له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲۰ سلنه کمه شوې خو دغه اداره وايي چې د مصنوعي نشه‌يي موادو، په ځانګړي ډول مېتامفیتامین، تولید او قاچاق د اندېښنې وړ دي.

طالبان له ۲۰۲۴ کال وروسته د پېښو په شمېرو کې محتاط دي

د ۲۰۲۵ کال لپاره تر اوسه داسې واحد او بشپړ ملي ارقام نه دي خپاره شوي چې د ۲۰۲۴ کال له ۱۷ زره او ۳۲۰ جنایي قضیو سره په مستقیم ډول پرتله شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت په ۲۰۲۵ کال کې په جلا جلا خبرونو کې د غلاوو، وسله‌والو او مسلکي غلاوو، د موټرو او موټرسایکلونو د غلا، قتل، جعلي اسنادو، ناقانونه وسلو، قمار، نشه‌يي موادو او د ځنګلونو د ناقانونه پرې کولو په اړه د نیونو او عملیاتو خبرونه خپاره کړي دي.

خو د وزارت د جلا جلا عملیاتو او نیونو شمېرې د ټول کال د جنایي جرمونو شمېر نه تثبیتوي.

له همدې امله، د ۲۰۲۵ کال په اړه تر ټولو دقیق دریځ دا دی چې د جرمونو بېلابېلې بڼې په رسمي خپرونو کې ثبت شوې دي، خو د ټول افغانستان لپاره د جرمونو د ټولیزې کچې د معلومولو وړ بشپړ کلنی شمېر نه دی وړاندې شوی.

په ۲۰۲۶ کال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼو کې د وسایطو او دوکانونو د غلا، ناقانونه وسلو، نشه‌يي موادو، قمار او جعلي پیسو په اړه د قضیو او نیونو په اړه ګڼ خبرونه خپاره شوي خو د ۲۰۲۵ کال په څېر ددې کال دټولو جرمونو بشپړ کلنی شمېر نه دی خپور شوی.

د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د بشپړو ملي جنايي او جرمي ارقامو نه خپرېدل د جرمونو د واقعي کچې د ارزونې په برخه کې تشه رامنځته کوي. د پخوانیو کلونو د شمېرو له مخې د جرمونو د ګراف د لوړوالي احتمال شته، خو تر هغه چې بشپړ ملي ارقام خپاره نه شي، پرېکنده پایله نه شي اخیستل کېدای.

100%

د جرمونو د کموالي یا زیاتوالي د معلومولو لپاره یوازې د یوه امنیتي بنسټ اعلامیه کافي نه ده.

د جرمونو د کچې د ارزونې لپاره باید د پولیسو ثبت، د عدلي او قضايي ادارو معلومات، د قربانیانو شکایتونه، د روغتونونو او روغتیايي ادارو معلومات، د رسنیو راپورونه او د جرمونو د قربانیانو د سروې پایلې هم په پام کې ونیول شي.

د طالبانو تر حاکمیت لاند افغانستان کې د دې ټولو سرچینو پرانېستی، ګډ او عامه ملي سیستم نشته.

له همدې امله، که د جرمونو یوه برخه اصلا ثبت شوې نه ده او یا هم قربانیان د امنیتي او قضايي ادارو له وېرې شکایت نه کوي، نو د رسمي ارقامو کموالی د جرمونو د واقعي کموالي معنا نه لري. همداراز، که د پولیسو فعالیت زیات شي او ډېرې قضیې ثبت شي، د رسمي جرمونو شمېر لوړولی شي.

د موجودو رسمي شمېرو له مخې، له ۲۰۲۱ کال نه تر ۲۰۲۴ کال پورې په افغانستان کې د ثبت شویو جنایي قضیو شمېر له ۱۰ زره او ۸۳۴ څخه ۱۷ زره او ۳۲۰ ته لوړ شوی، چې شاوخوا ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د همدې مودې په ترڅ کې غلاوې نږدې دوه برابره او د قتلونو شمېر هم له ۱۵ سلنې ډېر لوړ شوی دی. دا ارقام د طالبانو د خپلو ادارو له معلوماتو راوتلي او د جرمونو د ثبت د زیاتوالي یو روښانه تصویر وړاندې کوي.

شته معلومات ښيي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د ثبت شویو جنایي پېښو شمېر لوړ شوی، خو د جرمونو د واقعي کچې د معلومولو لپاره لا هم یو شفاف، واحد او د باور وړ ملي احصایوي سیستم نشته. د جرم‌پوهنې متخصصین او د امنیتي چارو شنونکي وايي، تر هغه چې د جرمونو د ثبت معیارونه، بشپړ ملي ارقام او د راپور ورکولو روښانه میکانیزم موجود نه وي، د جرمونو د پراخې کمېدا ادعاوې نه شي تاییدېدای او نه هم د زیاتوالي دقیق حد ټاکل کېدای شي.

د طالبانو ۵ کاله واکمني؛ افغانستان لا هم د سولې او امنیت ترمنځ ولاړ دی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
100%

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان شل کلنه وسله‌واله جګړه، چې طالبان یې یو مهم اړخ و، پای ته ورسېده. له دې سره، مخامخ نښتې، هوايي بریدونه او پراخ پوځي عملیات ودرېدل او د جګړې د پایلې په توګه په ډېری سیمو کې امنیتي وضعیت د پخوا په پرتله بدل لیدل کېده.

خو له نږدې پنځو کلونو وروسته اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د جګړې پای افغانانو ته واقعي او دوامداره امنیت راوستی، که یوازې د تاوتریخوالي بڼه بدله شوې ده؟

د یوناما راپورونه ښيي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ملکي تلفاتو عمومي کچه راټیټه شوې، خو مرګ‌ژوبله پای ته نه ده رسېدلې. پراخې جبهه‌یي جګړې، هوايي بریدونه او د درنو وسلو تبادله تر ډېره په چاودنو، یونیم ځانمرګي برید، پر مذهبي او قومي لږکیو د هدفي بریدونو، ناچاودو مهماتو او په وروستیو کلونو کې د پاکستان د هوايي او سرحدي بریدونو په ګواښ بدله شوې ده.

100%


۲۰۲۱؛ د پراخې جګړې وروستی کال
د ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمایي د افغانستان د شل کلنې جګړې تر ټولو خونړی پړاو بلل کیږي. یوناما د جنوري له لومړۍ نېټې د جون تر ۳۰مې پورې ۵ زره او ۱۸۳ تنه ملکي تلفات ثبت کړي وو، چې ۱۶۵۹ پکې وژل شوي او ۳۵۲۴ ټپیان شامل وو. دا شمېر د ۲۰۲۰ کال د همدې مودې په پرتله ۴۷ سلنه لوړ و.
یوازې د مې او جون په دوو میاشتو کې ۲۳۹۲ ملکي تلفات ثبت شوي وو، یانې نږدې هغومره مرګ‌ژوبله چې د کال په لومړیو څلورو میاشتو کې شوې وه. یوناما دا له د ۲۰۰۹ کال راهیسې د مې او جون میاشتو تر ټولو لوړه ثبت شوې ملکي مرګ‌ژوبله بللې وه.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د دې مودې ډېری ملکي تلفات د غیر ځانمرګو ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوي وو، چې د ټولو ثبت شویو تلفاتو ۳۸ سلنه جوړوي. ورپسې ۳۳ سلنه ملکي مرګ‌ژوبله د ځمکنیو نښتو، ۱۴ سلنه د هدفي وژنو او اته سلنه د هوايي بریدونو له امله ثبت شوې ده. دا شمېرې ښيي چې د جګړې له بدلې شوې بڼې سره، د ملکي تلفاتو سرچینې هم د پخوانیو کلونو په پرتله بدلې شوې دي.
د یوناما د موندنو له مخې، دولت ضد عناصر د ټولې ملکي مرګ‌ژوبلې د نږدې ۶۴ سلنې مسوول وو. طالبانو ته ۳۹ سلنه، داعش خراسان ته نږدې نهه سلنه او نامعلومو دولت ضد عناصرو ته ۱۶ سلنه تلفات منسوب شوي وو. دولت پلوه ځواکونه د ۲۵ سلنې تلفاتو مسوول بلل شوي وو.
ماشومان او ښځې هم په بې‌ساري ډول اغېزمن شوي وو. یوناما په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۱۶۸۲ ماشومانو تلفات ثبت کړي وو، چې ۴۶۸ وژل شوي او ۱۲۱۴ ټپیان وو. د ښځو مرګ‌ژوبله ۷۲۷ کسانو ته رسېدلې وه، چې ۲۱۹ وژل شوې او ۵۰۸ ټپیانې وې.
دا ارقام د طالبانو له واکمنېدو مخکې د امنیتي وضعیت انځور وړاندې کوي. د ملکي وګړو اصلي ګواښ د دولت او طالبانو ترمنځ جبهه‌یي جګړې، د درندو وسلو استعمال، هوايي بریدونه، سړک غاړې ماینونه او هدفي وژنې وې.

100%


د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تلفاتو کې کمښت
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پراخو جګړو پای د ملکي تلفاتو د پام وړ کمېدو لامل شو. یوناما د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د جون تر ۱۵مې پورې ۲۱۰۶ ملکي تلفات ثبت کړي، چې پکې ۷۰۰ وژل شوي او ۱۴۰۶ ټپیان وو.
د دې لس‌میاشتنۍ مودې ارقام د ۲۰۲۱ د لومړۍ نیمایي له وضعیت سره څرګند توپیر لري. د ۲۰۲۱ په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۸۳ تلفات ثبت شوي وو، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لسو میاشتو کې دا شمېر ۲۱۰۶ ته راټیټ شو.
خو دا دواړه مودې یو شان اوږدوالی نه لري او باید د رسمي کلني مقایسوي جدول په توګه ونه کارول شي. لومړۍ موده شپږ میاشتې او دویمه لس میاشتې ده. بیا هم، ارقام د تاوتریخوالي په عمومي شدت کې د پام وړ کمښت څرګندوي.

100%


یوناما په ورته وخت کې ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ملکي تلفاتو ډېره برخه داعش خراسان ته منسوبه وه. قومي او مذهبي لږکي په ځانګړې توګه هغه مهال په نښه شوي چې ښوونځیو، عبادت ځایونو او عامه سیمو ته تلل یا یې ورځنی ژوند پر مخ وړ.
د یوناما د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د ۲۰۲۳ کال د مې تر ۳۰مې پورې په هېواد کې ټولټال ۳۷۷۴ ملکي تلفات ثبت شوي دي. د دغو تلفاتو له ډلې ۱۰۹۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۶۷۹ نور ټپیان شوي دي. یوناما وايي، د دغې مودې ډېری مرګ‌ژوبله د چاودېدونکو توکو، د داعش خراسان د بریدونو او نورو امنیتي پېښو له امله رامنځته شوې ده.
د دغو تلفاتو نږدې درې‌څلورمه برخه، یانې ۲۸۱۴ تلفات، د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په بریدونو کې شوې ده. په دې شمېر کې ۷۰۱ وژل شوي او ۲۱۱۳ ټپیان شامل دي.
دغه ارقام ښيي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ملکي مرګ‌ژوبلې بڼه په بنسټیز ډول بدله شوه. تر ۲۰۲۱ مخکې ځمکنۍ نښتې، ځانمرګي بریدونه، هوايي بریدونه او د جګړې د دواړو خواوو عملیات د ملکي تلفاتو لوی عوامل وو، خو وروسته چاودنې ، ناچاوده توکي او د ګڼې‌ګوڼې پر ځایونو ځینې بریدونه د ملکي زیان اصلي سرچینه وګرځېدل.

100%


داعش خراسان؛ د طالبانو د امنیتي ادعاوو تر ټولو ستره ننګونه
یوناما وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ملکي تلفاتو ډېره برخه د داعش خراسان د بریدونو له امله رامنځته شوې ده. د چاودېدونکو توکو له امله د ثبت شویو تلفاتو له ډلې لږ تر لږه ۱۷۰۱ تلفات هغو بریدونو ته منسوب شوي چې داعش خراسان یې مسوولیت منلی و.

100%


د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ او اپرېل ترمنځ هم قصدي چاودنې د ملکي زیان مخکښ لامل و. یوناما په دې موده کې د چاودېدونکو توکو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۹ ملکي تلفات ثبت کړي وو، چې ۱۳ وژل شوي او ۶۶ ټپیان وو. ډېری دغه بریدونه داعش خراسان ته منسوب شوي وو.
د دې بریدونو قربانیان یوازې طالبان یا د هغوی چارواکي نه وو، بلکې خبریالان، د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو زده کوونکي، عبادت کوونکي، دیني مشران او عادي مسافر هم پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدارنګه د بریدونو جغرافیا هم د تېرو کلونو له جګړه‌ییزو کرښو بدله شوې ده. پخوا ډېری نښتې په جګړه‌ییزو سیمو کې کېدې، په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کېدې، چې پراخه ملکي مرګ ژوبله یې درلوده. د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته هم د طالبانو د مخالفانو ګڼ بریدونه په هوټلونو، فرهنګي او تعلیمي مرکزونو، وزارتونو، جوماتونو، ښوونځیو او د عامه ترانسپورټ پر وسایطو شوي، چې ډېری یې په شیعه مذهبو پورې تړاو درلود.
یوناما ویلي، پر عبادت ځایونو بریدونه، چې ډېری یې د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو شوي، د ۲۰۲۱ د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۳ د مې تر ۳۰مې پورې د ثبت شویو ملکي تلفاتو له درېیمې برخې ډېر جوړوي.
په همدې موده کې لږ تر لږه ۳۴۵ کسان د هزاره شیعه ټولنې پر ښوونځیو، تعلیمي مرکزونو، عامه لارو او ترانسپورټي وسایلو په بریدونو کې وژل شوي یا ټپیان شوي وو. د راپور له مخې ۹۵ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.
په ۲۰۲۱ کې، د سیدالشهدا پر ښوونځي برید د دې تاوتریخوالي له خونړیو بېلګو څخه و. په دغه برید کې لږ تر لږه ۸۵ ملکي وګړي ووژل شول او ۲۱۶ نور ټپیان شول. ډېری قربانیانې نجونې، ځوانې ښځې او د شیعه ټولنې غړي وو.
د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې هم داعش خراسان او نورو وسله‌والو بریدونو ملکي مرګ‌ژوبله رامنځته کړه. یوازې د جنورۍ له شپږمې تر ۱۱مې پورې په کابل ښار کې درې چاودنو لږ تر لږه ۷۹ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واړوله.
په دغو بریدونو کې د دشت برچي پر یوه مسافر وړونکي موټر برید هم شامل و، چې لږ تر لږه پنځه کسان یې ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل. داعش خراسان د برید مسوولیت ومانه. په یوه بله چاودنه کې د زندانونو د ادارې د کارکوونکو موټر په نښه شو او په درېیم برید کې د یوه سوداګریز مرکز شاوخوا ملکي وګړي زیانمن شول.


د پاکستان هوايي بریدونو وضعیت ترینګلی کړی
په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان د امنیتي وضعیت یوه نوې او مهمه ځانګړنه له پاکستان سره د سرحدي تاوتریخوالي پراخېدل وو.
د کال په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې لا پراخې شوې. د یوناما د ۲۰۲۶ کال د ځانګړي راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي نښتو له امله په افغانستان کې ۵۰۳ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته. د راپور له مخې، په دغو نښتو کې ۴۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۵۶ نور ټپیان شوي وو. یوناما دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د سرحدي تاوتریخوالي له تر ټولو خونړیو پېښو څخه یوه بللې ده.

100%


د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د ۲۶مې د شپې له وروستیو ساعتونو څخه د مارچ تر ۵مې پورې، یوناما په افغانستان کې ټولټال ۱۸۵ ملکي مرګ‌ژوبلې ثبت او تایید کړې دي، چې پکې ۵۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲۹ نور ټپیان شوي دي. دغه مرګ‌ژوبلې د غیرمستقیمو ډزو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې وې. د ثبت شویو ملکي مرګ‌ژوبلو ډېری برخه (۵۵ سلنه) ښځې او ماشومان وو.
د فبرورۍ په ۲۱مه د پاکستان په هوايي بریدونو کې په ننګرهار او پکتیکا کې ۱۳ ملکي وګړي ووژل شول او اووه نور ټپیان شول. په قربانیانو کې ماشومان هم شامل وو. پاکستان ویلي وو چې هدف یې د تحریک طالبان پاکستان او داعش اړوند مرکزونه وو.

100%


د مارچ په ۱۶مه، د شپې شاوخوا ۹ بجې په کابل کې د پاکستان د پوځي ځواکونو په یوه هوايي برید کې د امید د روږدو کسانو د درملنې روغتون په نښه شو. دغه روغتیايي مرکز د نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی و، چې د یوناما د رپوټ له مخې ۲۶۹ ملکي افغانان پکې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول. طالبانو د وژلو شویو کسانو شمېر تر ۴۰۰ ډېر وباله.

100%


د طبیعي پېښو دوامدار ناورین
د نړیوالو او کورنیو ادارو راپورونه ښيي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۴مې پورې د زلزلو، سېلابونو، سختو واورو، توپانونو، ځمک‌ښوویېدنو او نورو طبیعي پېښو له امله درنه مرګ‌ژوبله تجربه کړې ده.

100%


په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان تر ټولو خونړۍ ثبت شوې طبیعي پېښه د نورستان سېلابونه وو. د طبیعي پېښو د نړیوال معلوماتي بانک په کلني راپور کې د نورستان په سېلابونو کې د ۲۶۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده. په ځینو سیمه‌ییزو راپورونو کې بیا ۱۱۳ مړي او شاوخوا ۷۰ ټپیان یاد شوي دي.
په ۲۰۲۲ کال کې د جون د ۲۲مې زلزلې پکتیکا او خوست ولایتونه سخت وځپل. د ملګرو ملتونو او روغتیايي ادارو د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې زلزله کې یو زر او ۳۶ کسان مړه او ۳ زره او ۶۶۹ نور ټپیان شول. په همدې کال کې سېلابونو هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ‌ژوبله واړوله. یوازې د مې میاشتې په لومړیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شول. له دې امله د ۲۰۲۲ کال واقعي کلنۍ مرګ‌ژوبله د زلزلې له ثبت شوو شمېرو لوړه وه.
په ۲۰۲۳ کال کې د هرات پرله‌پسې زلزلې د کال تر ټولو خونړۍ طبیعي پېښې وې. نړیوال معلوماتي بانک په کلني راپور کې د هرات د اکتوبر د زلزلو له امله ۲ زره او ۴۴۵ مړینې ثبت شوې دي. ځینو نورو ادارو بیا یو زر او ۳۸۴ مړي او یو زر او ۸۵۳ ټپیان ثبت کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د نږدې یو زر او ۵۰۰ مړو او تر ۲ زره د زیاتو ټپیانو یادونه کړې ده. په همدې کال کې سېلابونو هم لږ تر لږه ۶۱ کسان یووړل، ۲۴ نور ټپیان او شپږ کسان لادرکه شول. په دې حساب، د مهمو ثبت شویو پېښو له امله په ۲۰۲۳ کال کې لږ تر لږه ۲ زره او ۵۰۰ کسان مړه شوي خو د سرچینو ترمنځ د توپیر له امله دقیق شمېر لا هم روښانه نه دی.

100%


په ۲۰۲۴ کال کې سختو واورو، سړې هوا، توپانونو، ځمک‌ښوویېدنو او سېلابونو پراخه مرګ‌ژوبله واړوله. د نړیوال معلوماتي بانک ۲۰۲۴ کال د طبیعي پېښو راپور، د افغانستان د سرې میاشتې او د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د معلوماتو پر بنسټ ویلي، چې دغو پېښو نږدې یو زر او ۲۰۰ کسان وژلي دي. د مې میاشتې د سختو سېلابونو په اړه راپورونو کې د لږ تر لږه ۳۴۷ مړو او یو زر او ۶۵۱ ټپیانو یادونه شوې ده. دا شمېرې ښيي چې سېلابونه د ۲۰۲۴ کال د مرګ‌ژوبلې له مهمو لاملونو څخه وو.
په ۲۰۲۵ کال کې زلزلې یو ځل بیا د طبیعي پېښو د مرګ‌ژوبلې اصلي لامل شوې. د اګست د ۳۱مې په زلزله کې، چې کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان یې وځپل، لږ تر لږه ۲ زره او ۲۰۵ کسان مړه او ۳ زره او ۶۴۰ نور ټپیان شول. په نومبر کې د افغانستان په شمال یوې بلې زلزلې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او یو زر او ۱۷۲ نور ټپیان کړل. د کال د بېلابېلو پېښو د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۲ زره او ۲۵۴ کسان مړه او تر ۴ زره او ۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
په ۲۰۲۶ کال کې هم طبیعي پېښو دوام کړی دی. په جنوري کې سختو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۶۱ کسان مړه کړل او ۱۱۰ نور یې ټپیان کړل. د مارچ له وروستیو څخه د اپرېل تر لومړیو پورې په لسو ورځو کې سېلابونو، ځمک‌ښوویېدنو او تالندې ۷۷ کسان مړه او ۱۳۷ نور یې ټپیان کړل. د جولای په وروستیو کې د نورستان او ننګرهار سېلابونو هم لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله واړوله. د ۲۰۲۶ کال شمېرې لا وروستۍ نه دي او د ژغورنې او ارزونې د عملیاتو له بشپړېدو سره بدلېدای شي.
د موجودو راپورونو د لږ تر لږه شمېرو له یوځای کولو څخه څرګندېږي چې د ۲۰۲۱ کال له پیل څخه د ۲۰۲۶ کال د جولای تر ۲۴مې پورې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله شاوخوا ۷ زره او ۴۰۰ کسان مړه او تر ۱۲ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.


د سولې نړیوال شاخص
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې جبهه‌ییزې جګړې کمې شوې، خو د سولې نړیوال شاخص (Global Peace Index) ارزونې ښيي چې هېواد لا هم د نړۍ له تر ټولو لږ سوله‌منو هېوادونو څخه دی.
د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ د ۲۰۲۳، ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو راپورونه څرګندوي چې افغانستان، سره له دې چې د پراخو جګړو پړاو تر ډېره پای ته رسېدلی، لا هم د سولې، امنیت او ثبات له جدي ننګونو سره مخ دی.

100%

په بدخشان کې وروستیو نښتو او د طالبانو د مخالفانو پرله پسې بریدونو ددې ډلې د بشپړ امنیت ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستې دي.
د ۲۰۲۳ کال راپور افغانستان د ۱۶۳ هېوادونو له ډلې په ۱۶۳م (وروستي) ځای کې راوستی و او هغه یې د نړۍ تر ټولو لږ سوله‌ییز هېواد بللی و. د سولې نړیوال شاخص هېوادونه د ۲۳ بېلابېلو معیارونو له مخې ارزوي. په دغو شاخصونو کې د کورنیو او بهرنیو جګړو کچه، د ملکي تلفاتو شمېر، ترهګریز بریدونه، سیاسي بې‌ثباتي، نظامي کېدل، جرمونه، د زندانیانو شمېر او د وسلو خپرېدل شامل دي.
د ۲۰۲۵ کال راپور ښيي چې، سره له دې چې په افغانستان کې د پراخو جګړو کچه راټیټه شوې، هېواد لا هم د نړۍ پنځم تر ټولو لږ سوله‌من او د سویلي اسیا تر ټولو ناامن هېواد دی. افغانستان د امنیت او خوندیتوب په شاخص کې هم د نړۍ وروستی، یانې ۱۶۳م مقام خپل کړی و.
راپور زیاتوي چې افغانستان په څو مهمو برخو کې تر ټولو بده ممکنه نمره ترلاسه کړې ده. سپکو وسلو ته پراخ لاسرسی، سیاسي بې‌ثباتي، سیاسي ترور، تاوتریخجن جرمونه، د کورنیو بې‌ځایه شویو او کډوالو لوړ شمېر او د اقتصاد په تناسب پوځي لګښتونه هغه شاخصونه دي چې افغانستان پکې تر ټولو خراب وضعیت لري. د راپور په وینا، همدا عوامل د دې لامل شوي چې افغانستان، د جګړو له کمېدو سره سره، لا هم د نړۍ له تر ټولو لږ سوله‌منو هېوادونو څخه پاتې شي.


د طالبانو دریځ
طالبان ټینګار کوي چې د دوی له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې عمومي امنیت ټینګ شوی، لویې لارې خوندي شوې، اختطافونه او وسله‌والې غلاوې کمې شوې او د هېواد ټولې سیمې د یوه واحد حکومت تر کنټرول لاندې راغلې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د چاودېدونکو توکو راپور ته په ځواب کې ویلي چې سل په سلو کې امنیت په هېڅ هېواد کې نشته، خو اوسنی افغانستان باید د دوی له راتګ مخکې افغانستان سره پرتله شي. د طالبانو په وینا، د دوی امنیتي ځواکونه د داعش پر ضد عملیات کوي او د جوماتونو، مدرسو، تکیه‌خانو او نورو عامه ځایونو امنیت ته لومړیتوب ورکوي.

100%


دا دریځ په بدخشان کې د جبهه‌یي جګړې د پیلیدو له واقعیت سره اړخ نه لګوي، ځکه په وروستیو اونیو کې دغه ولایت د ګڼو ناامنیو شاهد دی او طالبانو د لومړي ځل لپاره د څو ساعتونو لپاره د بدخشان د یوې ولسوالۍ د مرکز واک له لاسه ورکړی و.
د یوناما د پنځو کلونو راپورونو له مجموعي ارزونې درې مهمې پایلې ترلاسه کېږي.
لومړی، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د پراخې جبهه‌یي جګړې پای د ملکي تلفاتو په کچه کې لوی او واقعي کمښت راوستی دی. د پخواني حکومت او طالبانو ترمنځ ځمکنۍ نښتې، د افغان هوايي ځواک بریدونه، د درنو وسلو استعمال او د ولسوالیو پر سر جګړې پای ته رسېدلې دي.
دویم، د ملکي مرګ‌ژوبلې بڼه بدله شوې ده. چاودنې، ځانمرګي بریدونه، پر عبادت ځایونو او تعلیمي مرکزونو بریدونه، ناچاوده مهمات او د داعش خراسان فعالیتونه د ملکي زیان اصلي سرچینې شوې دي.
درېیم، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ پېښو ښودلې چې د پاکستان له خوا هوايي بریدونه او د دواړو خواوو سرحدي جګړې د ملکي وګړو لپاره د نوي او مخ پر پراخېدو ګواښ په توګه راڅرګندې شوې دي. دغه بریدونه لاهم محتمل دي او د پای ته رسېدو سملاسي څرک یې نه ترسترګو کیږي.
له همدې امله، دا ویل چې افغانستان له ۲۰۲۱ وروسته هېڅ امنیتي پرمختګ نه دی کړی، د یوناما له ارقامو سره اړخ نه لګوي، خو د طالبانو دا ادعا هم په شواهدو متکي نه ده چې افغانستان په بشپړ ډول خوندي شوی دی.

۱۸ کلنې نجونې؛ پنځه کاله وروسته هم د خپلو نیمګړو خوبونو د پوره کېدو په تمه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱
•
بکتاش روش
100%

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او د نوې رامنځته شوې ډیموکراسۍ له ړنګېدو پنځه کاله تېر شوي دي. د افغانستان د دولت سقوط او د طالبانو واک ته رسېدو د هېواد د بېلابېلو نسلونو د ډېرو وګړو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

خو په دې منځ کې هغه تنکي ځوانان چې نن د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو وروسته قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته رسېدلي دي، باور لري چې د دې بدلون تر ټولو دروند بار دوی پر اوږو وړي؛ داسې دروند بار چې د دوی نریو اوږو لا هم د دې بدلون د «زغملو او تحمل» توان نه درلود.

د نن ورځې ۱۸ کلن ځوانان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې، چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، تازه د ځوانۍ نړۍ او د خوبونو د جوړولو پړاو ته داخل شوي وو. دې تنکي نسل د طالبانو په اړه هېڅ واقعي انځور نه درلود. دوی د ۱۳۸۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې، د تېرو دوو لسیزو د نسبي ډیموکراسۍ، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو او ملاتړ د زیاتېدو په اوج کې زېږېدلي وو. د دې نسل عمر او تجربه داسې نه وه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د تکراري ناکامیو او کړکېچونو د دورې په اړه پوهه ولري. سره له دې، د دې نسل ذهن د راتلونکې او د هغو خوبونو پر جوړولو متمرکز و چې دوی د ځان لپاره ټاکلي وو.

افغانستان انټرنشنل د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت له څلورو هغو نجونو سره خبرې کړې دي چې هغه مهال تنکۍ پېغلې وې، د هېواد له بدلون سره سم له زده کړو محرومې شوې او اوس د ځوانۍ د پیل او قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) په پړاو کې دي. د یوه خوب ړنګېدل هغه موضوع ده چې شهرزاد، ماه‌بانو، نرګس او آی‌خانم (مستعار نومونه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پرې تمرکز کړی دی.

د طالبانو بېرته راتګ څنګه د یوه نسل خوبونه وتروړل؟

شهرزاد د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال، د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې ۱۳ کلنه وه. هغې له دوو خویندو او یوه ورور سره د کابل په څلورمه ناحیه کې د نور په نوم ښوونځي کې زده کړې کولې. شهرزاد یوه شوخه، ټولنیزه، هڅانده، خوشاله او خوش‌بینه نجلۍ وه.

هغه وایي، د پلار د کاري شرایطو او له یوه ښار څخه بل ښار ته د کډه کېدو له امله، په شپږو تعلیمي کلونو کې یې څلور ځله ښوونځی بدل کړ، خو تل اول نمره پاتې شوې. شهرزاد له ماشومتوبه له لوستلو او زده کړې سره بې‌سارې مینه لرله. پلار او مور یې هغه د خپلو همزولو په پرتله ژر، په پنځه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامله کړه.

کله چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، شهرزاد د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه او ۱۳ کلنه وه. د هغې خوب دا و چې د افغانستان د سراسري کانکور په ازموینه کې اول نومره شي.

شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته وویل: « وروستۍ شپه چې ما په افغانستان کې د یوې زده‌کوونکې په توګه درس ولوست، فکر مې نه کاوه چې سبا به زما ژوند بدل شي. دوه یا درې مضمونونه پاتې وو چې څلور نیم میاشتنی امتحان پای ته ورسېږي. تر نیمې شپې ویښه پاتې شوم او د امتحان لپاره مې درس ولوست. له ماشومتوبه مې دا هیله وه چې یوه ورځ د افغانستان د کانکور اول نومره شم او ثابته کړم چې په هڅه هرې هیلې ته رسېدلای شو».

شهرزاد د خپل پلار له تحصیلي څانګې سره مینه لرله. هغې غوښتل له ښوونځي تر فراغت او د کانکور له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ته لاړه شي.

دغه له زده کړو محرومه شوې تنکۍ نجلۍ وایي، « طالبانو یوازې درس او ښوونځی له ما وانخیستل، بلکې هغه خوب یې هم رانه واخیست چې له ماشومتوبه مې ورسره ژوند کړی و».

ماه‌بانو،چې اوږده تور ویښتان او غنم‌رنګ مخ او ارام شخصیت لري، له هغو نورو زده‌کوونکو څخه ده چې د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳ کلنه وه او د کابل د تایمني پروژې د مومنه خاتون ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه.

هغې هم د خپل نسل د زرګونو نجونو په څېر د خپل خوب د ترلاسه کولو لپاره درس لوست او هڅه یې کوله. ماه‌بانو تر هغې چې زده‌کوونکې وه، څو ځله یې په ذهن کې ځان د طبابت په سپینو جامو کې تصور کړی و.

هغه وایي، « ښوونځی زما لپاره داسې ځای و چې ما خپله راتلونکې پکې لیدله. غوښتل مې طب ته بریالۍ شم».

دغه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په سترګو کې یې د اندېښنې او ناامېدۍ څپې ښکاري، په خواشیني غږ وایي، « ښوونځي د دروازو له تړل کېدو سره هر څه بدل شول. ډېر ارمانونه، هیلې او پلانونه مو د ښوونځي د تړلو دروازو تر شا پاتې شول».

هغه د طالبانو پنځه کلنه واکمني د خپل ژوند تر ټولو مهمه دوره بولي. د هغې په باور، که طالبان نه وای راستانه شوي او د نجونو ژوند یې محدود کړی نه وای، ښایي تر اوسه خپلو موخو ته نږدې شوې وای.

هغه زیاتوي: « موږ یوازې له زده کړو محروم نه شوو، بلکې له هغه حق څخه هم لرې شوو چې خپله راتلونکې پرې جوړه کړو. په دې موده کې مې څو ځله له ځان سره فکر کړی چې که طالبان نه وای راغلي او ښوونځي نه وای تړل شوي، ښایي نن د طب محصله وای».

نرګس، بله ۱۸ کلنه نجلۍ ده چې د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال د بلخ د تجربوي ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه. هغه هم په شوق ښوونځي ته تلله، څو یوه ورځ کانکور په بریالیتوب سره تېر کړي او د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړي.

نرګس د پخواني حکومت د یوه قاضي لور ده. هغې له وکالت سره مینه لرله او غوښتل یې یوه ورځ د قاضیانو پر وړاندې په محکمو کې د خپلو هېوادوالو له حقونو دفاع وکړي او عدالت پلی کړي.

هغه چې یوه پلټونکې او پوښتونکې نجلۍ ده، وایي چې له ځوانۍ څخه یې د افغانستان په قضایي نظام کې «بې‌عدالتي» درک کړې وه. له همدې امله یې غوښتل مدافع وکیله شي، څو د خپل توان تر کچې د هېواد د قضایي نظام د ستونزو په حل کې ونډه واخلي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷مه، چې د تخار ولایت مرکز تالقان د طالبانو لاس ته ولوېد، آی‌خانم د ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکې وه. هغه د کورنۍ یوازینۍ لور وه او د ناز او نعمت په چاپېریال کې یې د ودې او ځوانۍ دوره تېروله.

آی‌خانم په تالقان کې په یوه دولتي ښوونځي کې زده کړې کولې. که څه هم هغه وایي چې تر هغه وخته یې د خپلې راتلونکې تحصیلي څانګې په اړه پرېکړه نه وه کړې، خو خپل راتلونکی یې د پارلمان د وکیلې په توګه لید.آی‌خانم چې مدني فعالیتونو ته لېواله وه، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې وکیله فوزیه کوفي یې خپله ذهني الګو بلله.

هغې وویل، « تل مې د تلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې د مېرمن کوفي کارونه څارل. زړه مې و، چې یوه ورځ د هغې په څېر یوه مطرحه وکیله او سیاستواله شم».

انجینري، طب، مدافع وکالت او د پارلمان استازیتوب هغه خوبونه وو چې طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، په ترتیب سره، له شهرزاد، ماه‌بانو، نرګس او آی‌خانم څخه واخیستل.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د هغه فرمان له امله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې یې منع کړې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

په دې توګه، طالبان د افغانو پېغلو او تنکیو نجونو دوه میلیونه او ۲۰۰ زره خوبونه له منځه وړي دي.

طالبان د زمري په ۲۴مه، د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پر مهال کابل ته ننوتل. کابل ته د طالبانو له داخلېدو سره سم په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ګډوډ شو.

۱۸کلنې نجونې وایي چې هغه مهال یې فکر کاوه ژر به په ښارونو کې نظم بېرته ټینګ شي او په ښوونځیو کې به زده کړې بیا پیل شي.

شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته د کابل د زده کړو د وروستیو ورځو په اړه وویل: « د دري ژبې او ادبیاتو امتحان مو درلود. لا مو د پوښتنو نیمایي نه وې حل کړې چې ګډوډي او شور په ټول ښوونځي کې خپور شو. استاد پاڼې راټولې کړې او موږ په اوښلنو سترګو کور ته روان شوو».

هغه وایي، د جمهوري نظام په وروستیو ورځو کې به یې هره ورځ د ولایتونو د سقوط خبرونه اورېدل، «خو هېچا باور نه کاوه چې کابل به هم سقوط وکړي».

شهرزاد وایي، څه موده وروسته، د نورو نجونو په څېر، د زده کړو د بیا پیل په هیله خپل ښوونځي ته ولاړه او د خپل ژوند «تر ټولو درنده جمله» یې واورېده چې هېڅکله به یې هېره نه کړي.

د ښوونځي ساتونکي ورته وویل: « ولاړې شئ، ښوونځی ختم شو. نجونې نور درس نه شي ویلی».

د زده کړو لاره

له هغې وروسته چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، هغوی د زده کړې د دوام لپاره یوازې دوه لارې لرلې: انلاین زده کړې او دیني مدرسې. دواړې لارې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وې.

دغو څلورو نجونو ویلي، دوی د طالبانو د زده کړو بندیز ته په اسانۍ تسلیمې نه شوې او په تېرو پنځو کلونو کې یې په هره ممکنه لاره هڅه کړې چې زده کړې او د پوهې ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.

شهرزاد، چې نږدې درې کاله له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې کډواله وه، وایي چې یوه موده یې په یو وخت کې د زده کړو په دریو نظامونو کې زده کړې کولې: افغان ښوونځی، پاکستاني ښوونځی او د امریکا یو نړیوال انلاین ښوونیز مرکز.

پاکستان ته د شهرزاد د کورنۍ له کډه کېدو وروسته، له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ورځ تر بلې سخت شو. د همدې بهیر له امله، په ۲۰۲۵ کال کې په اسلام‌اباد کې ډېر افغان ښوونځي د ښوونکو او زده‌کوونکو د کمښت له امله وتړل شول.

شهرزاد د دې اندېښنې له امله چې ښايي افغان ښوونځی هم وتړل شي، په ورته وخت کې یې په یوه پاکستاني ښوونځي کې هم نوم‌لیکنه وکړه.هغه وایي، په پاکستاني ښوونځي کې څو ځله د اردو ژبې د ستونزې او کډوالۍ له امله د زده‌کوونکو او حتا ښوونکو له خوا له «سپکوونکو چلندونو» سره مخ شوې ده.

هغې وویل: « افغان زده‌کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان په رسمي ازموینو کې ګډون وکړي او د فراغت سند هم نه ورکول کېږي».

د شهرزاد کورنۍ بالاخره د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې له پاکستان نه وایستل شوه. هغه اوس په یوه امریکایي ښوونځي کې خپلو انلاین زده کړو دوام ورکوي، خو په اندېښنې او ناامېدۍ سره وایي: « په یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لرو، په کابل کې د انټرنېټ لګښت لوړ دی او ښه کار نه کوي. له بده مرغه ښايي د انلاین زده کړو فرصت هم له لاسه ورکړم».

نرګس او ماه‌بانو د زده کړو د دوام لپاره یوه موده دیني مدرسو ته ولاړې.

ماه‌بانو وویل، چې د نجونو د طبي زده کړو مرکزونو له تړل کېدو وړاندې دې فکر کاوه چې د دیني دارالعلوم له فراغت وروسته به روغتیايي انستیتوتونو ته داخله وکړای شي او په دې توګه به د خپل خوب یوه برخه پوره کړي.

هغې وویل: « لومړی مې د قران دېرش جزه حفظ کړل، بیا په کابل کې یوه دارالعلوم کې شامله شوم. کله چې طالبانو د نجونو پر مخ د روغتیايي انستیتوتونو دروازې هم وتړلې او د دارالعلوم شرایط هم سخت شول، نور نو ددوام انګیزه پاتې نه شوه».

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ کال د لیندي په ۱۲مه د یوه فرمان له لارې ټولې طبي لوړې او نیمه‌لوړې تعلیمي ادارې د نجونو پر مخ وتړلې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي انستیتوتونو مسوولینو ته خبر ورکړ چې نجونو ته نور په دغو مرکزونو کې د زده کړو اجازه نشته.

نرګس هم په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له اسلام‌اباد څخه کابل ته ستنه شوې او اوس په کابل کې په یوه دولتي دیني مدرسه کې زده کړې کوي.

هغې شاوخوا دوه کاله په اسلام‌اباد کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کړې کړې وې.

نرګس وایي، ځکه مدرسې ته ځي چې د فراغت سند ترلاسه کړي. هغې د طالبانو د دې دولتي ښوونیز مرکز په اړه وویل: « د ساینس او ټکنالوژۍ په نوم هېڅ شی نه تدریسېږي، ټول تمرکز پر دیني مضمونونو دی. هره ورځ سخت‌ګیري زیاتېږي. د مدرسې د نجونو لپاره دستکشې، مخبند او اوږدې چپنې اغوستل ضروري دي».

هغه وایي، د طالبانو د دیني مدرسو شرایط «له زندان څخه هم بدتر دي».

د طالبانو د دورې کورنۍ او بدلونونه

۱۸کلن کسان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې یې نه یوازې د زده کړو بهیر او خپلو خوبونو ته د رسېدو لاره له لاسه ورکړه، بلکې د دوی ورځنی ژوند او د کورنۍ د ژوند مسیر هم له ژورو او نه اټکلېدونکو بدلونونو سره مخ شو.

د ماه‌بانو پلار او مشر ورور یې د طالبانو له بېرته راتګ مخکې د کابل په کلوله‌پشته کې د ګل جوړولو، عکاسۍ او فلم‌اخیستنې دوکان درلود. هغوی د کابل په هوټلونو کې د خلکو د خوښیو له مراسمو څخه عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، بیا به یې ایډیټ کولې او له همدې لارې یې خپل ژوند پرمخ ووړ.

طالبانو په هوټلونو کې هم د خوښیو په مراسمو کې نڅا او موسیقي منع کړل او پر فلم‌اخیستنې او عکاسۍ یې محدودیتونه ولګول. له دې سره ، د ماه‌بانو د پلار کاروبار بې خونده شو او څو میاشتې یې د دوکان کرایه نه شوای ورکولی. بالاخره اړ شو چې له کلونو کار وروسته خپل مسلک پرېږدي.

ماه‌بانو لا ۱۷ کلنه هم نه وه چې د کورنۍ په غوښتنه په خپلوانو کې کوژده شوه. هغې په افسوس او حسرت سره وویل: « زما پلار یوه موده سختو کارونو ته مخه کړه، خو د ژوند فشارونو او اندېښنو یې ورځ تر بلې روغتیا خرابوله. یو نیم کال مخکې، زما پلار په ۴۶ کلنۍ کې د مغزي سکتې له امله مړ شو».

د پلار له مړینې وروسته، د ماه‌بانو اړیکې له کوژدن سره خرابې شوې او کوژده ختمه شوه. هغې وویل: « د پلار مړینه یوه لویه ضربه وه چې زموږ ژوند یې تریخ او تیاره کړ».

نرګس او آی‌خانم د بلخ او تخار د پخواني حکومت د دوو سیمه‌ییزو چارواکو لوڼې دي. د نرګس کورنۍ د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې شاوخوا دوه کاله پاکستان ته کډواله شوه. آی‌خانم او کورنۍ یې هم د ورته دلیل له امله له تخار څخه کابل ته بې‌ځایه شول. د نرګس کورنۍ په دې وروستیو کې له پاکستان نه شړل شوې او هغه اوس په کابل کې په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي. آی‌خانم وايي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له خپلې مور سره غالۍ اوبي.

خو شهرزاد بیا د سیاسي بدلونونو د اغېزو او د خپلې کورنۍ د وضعیت د بدلون په اړه بله کیسه لري. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « زموږ د ژوند لاره او هیلې دوه ځله ونړېدې. لومړی ځل د طالبانو د بېرته راتګ له امله او دویم ځل د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو له امله».

د شهرزاد پلار شاوخوا دوه لسیزې په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو سره کار کړی و. هغه د طالبانو له بېرته راتګ څو میاشتې وروسته «د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره» له خپلې دندې استعفا وکړه او له کورنۍ سره پاکستان ته لاړ. هغوی امریکا ته د تګ لپاره دپي۲مهاجرتي دوسیه پرانیسته.

شهرزاد له نهیلۍ په ډکې موسکا سره وویل: « د سفارت مرکه، روغتیايي معاینات او ټول قانوني پړاوونه مو بشپړ کړل. د الوتنې په تمه وو چې ټرمپ ولسمشر شو او د خپلې دندې په لومړۍ ورځ یې امریکا ته د افغانانو مهاجرت ودراوه».

د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو تریخ خوند

نرګس او شهرزاد له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې په پاکستان کې د خپلې کډوالۍ ترخې تجربې یادوي.

نرګس وویل چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، چې لا قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته نه وه رسېدلې، د ښوونځي پر لاره د زده کوونکو په ځانګړو جامو کې د پاکستان پولیسو ونیوله. هغې پنځه شپې د خپلې کورنۍ له غړو پرته، له نورو افغان کډوالو سره په زندان کې تېرې کړې او وروسته له خپلې کورنۍ سره له پاکستان نه وشړل شوه.

نرګس وايي چې لا هم د پاکستان د زندانونو د شپې خوبونه او وېره پرې خپاره دي. که څه هم هغه پوهېده چې افغانستان ته په ستنېدو سره، د طالبانو تر واک لاندې به له ډېرو اساسي حقونو محرومه شي، خو بیا هم د بېرته ستنېدو پر مهال خوشحاله وه چې «لږ تر لږه د پاکستان د پولیسو له وېرې او تعقیب څخه» خلاصېږي.

شهرزاد وايي، په هغه عمر کې چې باید یوازینۍ اندېښنه یې «درس او راتلونکې» وای، ناڅاپه یې ځان په داسې هېواد کې وموند چې نه یې ژبه پېژندله، نه یې له کلتور سره بلدتیا لرله او نه د خپل راتلونکي په اړه ډاډه وه.

هغې شاوخوا درې کاله له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌اباد کې ژوند وکړ. شهرزاد دې دورې ته د «بې‌ثباتۍ، وېرې او بې‌سرنوشتۍ» کلونه وايي.

هغه وايي، د لوی اختر له ورځې یوه ورځ مخکې د پاکستان پولیس د دوی کور ته ورغلل او ددې پلار یې ونیوه. د پاکستان پولیسو د شهرزاد پلار د ۱۰۰ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړ، خو له دوی یې ژمنه واخیسته چې تر څلورمې ورځې پورې به پاکستان پرېږدي.

د شهرزاد کورنۍ په ټاکل شوي وخت افغانستان ته بېرته ستنه شوه.

د راتلونکې په اړه د ۱۸ کلنو نجونو لیدلوری

د نن ورځې ۱۸ کلن کسان، د طالبانو د واکمنۍ له پنځه کلنې تجربې وروسته، د خپل راتلونکي لپاره روښانه لید نه لري. دوی د ځوانۍ په پیل کې خپلې ورځې تر ډېره له «وېرې او نهیلۍ» سره تېروي. لږ تر لږه دغو څلورو ۱۸ کلنو نجونو په خپلو خبرو کې د نن ورځې افغانستان د «ځوانو نجونو لپاره زندان» وباله؛ داسې زندان چې له هغه څخه د تېښتې او خپلو هیلو ته د رسېدو کومه لاره نه ویني.

شهرزاد چې یوازې درې میاشتې کېږي ۱۸ کلنه شوې ده، وايي، « احساس کوم هره هغه دروازه چې زما د راتلونکې د جوړولو لپاره موجوده وه، یوه په بله پسې تړل شوې ده».

هغه له افغانستان څخه د وتلو او په یوه ازاده او پرانیستي ټولنه کې د ژوند کولو لپاره د لارې په لټه کې ده؛ داسې ځای چې د نجلۍ او ښځې په توګه له «تبعیض او ځپنې» سره مخ نه شي. خو دغه پېغله ټینګار کوي چې د «داسې لارې پیدا کول اوس مهال اسانه نه دي».

شهرزاد وايي: « کله ناکله د هیلې او نهیلۍ تر منځ بنده پاتې کېږم؛ له یوې خوا د راتلونکې لپاره لوی ارمانونه لرم او له بلې خوا له داسې واقعیت سره مخ یم چې هره ورځ ژوند سختوي».

ماه‌بانو وايي چې له «ټولو ستونزو سره سره» لا هم په بشپړه توګه نهیلې شوې نه ده او هیله لري چې یوه ورځ بیا خپلې زده کړې پیل کړي او د ډاکټرې کېدو خوب ته ورسېږي.

طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام بدل کړی دی. د دې ډلې د پوهنې وزارت د ښوونځیو له درسي کتابونو څخه ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، د ښځو د حقونو، بشري حقونو، ملي بیرغ، مور، سولې او ورته موضوعاتو په اړه وو، حذف کړي دي. دغه وزارت وايي چې د دغو موضوعاتو تدریس له«اسلامي لارښوونو او د دې ډلې له سیاستونو» سره په ټکر کې دی.

ماه‌بانو وايي، که یوه ورځ بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، غواړي خپل ښوونځي ته په همغه پخوانیو شرایطو بېرته لاړه شي. هغه چې په مدرسه کې د زده کړې تجربه لري، ټینګار کوي چې که ښوونځي د طالبانو د شرایطو له مخې پرانیستل شي، نو «له مدرسې سره به هېڅ توپیر ونه لري».

د ماه‌بانو کور د هغې د پخواني ښوونځي مخې ته دی. هغه وايي، سهار چې پردې پورته کوي، له کړکۍ څخه د ښوونځي ودانۍ او انګړ ته ګوري.

هغې وویل: « دیوالونه یې همغه دیوالونه دي، انګړ یې همغه انګړ دی، خو نور پکې د نجونو د خندا غږ، د ښوونځي زنګ او د نجونو شور او شوق نشته. د ښوونځي چوپتیا تر هرې چیغې دردوونکې ده. کله ناکله دومره د ښوونځي دروازې ته ګورم چې اوښکې مې بې اختیاره روانې شي».

امرالله صالح: طالبان خبرو ته مه بولئ او د خبرو ګټې مه ورته تشریح کوئ ځکه زیان درته کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان بحران یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو مساله نه ده، بلکې د طالبانو د واک په جوړښت پورې اړه لري. هغه وايي، طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي.

د تیر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امر الله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې امریکا ته د ترهګرۍ ضد مبارزې مشورې مه ورکوئ ځکه دده په وینا، امریکا دواړه لوري پېژني او کله ناکله یې د دواړو ملاتړ کړی دی.

هغه پر متردد (دوه زړه) کسانو د حساب نه کولو او د طالبانو پر ملاتړو د وخت نه ضایع کولو سپارښتنه کړې ده.

نوموړی لیکلي، چې طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې هغه ځواک چې ترې یادونه کوي، په عمل کې یې هم وښيي.

صالح وايي، د جمهوري نظام غړي دې ځانونه د جمهوریت د سقوط کارپوهان نه معرفي کوي، بلکې پر خپل رول دې تمرکز وکړي. هغه د جمهوریت د چارواکو له خوا د جمهوري نظام پر ضد مرکې «سپک کار» بللی دی.

د صالح په وینا، په جمهوریت کې دوه ډوله کسان موجود وو؛ یوه ډله هغه کسان وو چې د طالبانو له سقوط او د سپټمبر له ۱۱مې مخکې په صحنه کې وو او بله ډله هغه کسان وو چې له خیریه بنسټونو او د لوېدیزوالو له پېژندګلوۍ سره د دولت په جوړښت کې شامل شوي وو. هغه وايي، له دویمې ډلې باید د انقلابي دریځ تمه ونه شي.

صالح د ټولنې یوې برخې ته د «خړ قشر» نوم ورکوي او وايي، دا کسان د هر هغه چا لپاره چې د دوی کوڅه ونیسي، د چای، ډوډۍ او منتو زمینه برابروي او باید د هغوی له غبرګون څخه ډېره اندېښنه ونه شي.

صالح طالبان واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیانو سره پر جوړجاړي او توطیه جوړونې، په داخل کې پر جنایت او د بېلابېلو وسایلو پر کارولو تورنوي. هغه د قتل عام، د ښځې تر څادر لاندې د پټېدو او په جنازه او زېږنتون کې د بم اچونې یادونه کوي او وايي، طالبان «په سپینولو نه سپینېږي».

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې پر خپلې مبارزې باور ولري او ونه وېرېږي.

د نوموړي په وینا، د مخالفانو مبارزې د طالبانو پر اعصابو فشار راوستی او د هغوی لویو او وړو کسانو ښکنځلو او کوڅه يي ادبیاتو ته مخه کړې ده. صالح وايي، هر لوری چې له منطق څخه تش شي، ښکنځلو ته مخه کوي.

صالح وايي، طالبان ډېرې کمزورۍ لري، خو ډېری خلک یې یوازې پر قوتونو تمرکز کوي. هغه له خپلو پلویانو غواړي چې د طالبانو پر کمزوریو تمرکز وکړي، ځکه د هغه په باور، په دې صورت کې به د طالبانو نسکورول اسانه ښکاره شي او خلک به د مبارزې لپاره لا ډېر وهڅول شي.

هغه د بېلګې په توګه وايي، د طالبانو کورنۍ په کابل کې له خپلو کوڅه والو سره له اړیکو ډډه کوي، ځکه وېره لري چې دغه کوڅې به یوه ورځ ورته په دام بدلې شي.

صالح ټینګار کوي چې د افغانستان ملي کړکیچ باید یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو له مسالې سره محدود نه شي. هغه وايي، د ښځو پر زده کړو او کار محدودیت یوازې یوه ستونزه ده، نه ټوله ستونزه.

د هغه په وینا، باید د طالبانو د واک جوړښت په نښه شي ځکه دده په وینا، که همدا جوړښت د پوهنتون دروازه هم پرانیزي، بیا هم د افغانستان ستونزه نه حل کېږي.