• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۱۸ کلنې نجونې؛ پنځه کاله وروسته هم د خپلو نیمګړو خوبونو د پوره کېدو په تمه

بکتاش روش
بکتاش روش

خبریال

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط او د نوې رامنځته شوې ډیموکراسۍ له ړنګېدو پنځه کاله تېر شوي دي. د افغانستان د دولت سقوط او د طالبانو واک ته رسېدو د هېواد د بېلابېلو نسلونو د ډېرو وګړو پر ژوند سیوری غوړولی دی.

خو په دې منځ کې هغه تنکي ځوانان چې نن د طالبانو د واکمنۍ له پنځو کلونو وروسته قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته رسېدلي دي، باور لري چې د دې بدلون تر ټولو دروند بار دوی پر اوږو وړي؛ داسې دروند بار چې د دوی نریو اوږو لا هم د دې بدلون د «زغملو او تحمل» توان نه درلود.

د نن ورځې ۱۸ کلن ځوانان د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د زمري په میاشت کې، چې کابل د طالبانو لاس ته ولوېد، تازه د ځوانۍ نړۍ او د خوبونو د جوړولو پړاو ته داخل شوي وو. دې تنکي نسل د طالبانو په اړه هېڅ واقعي انځور نه درلود. دوی د ۱۳۸۰مې لسیزې په وروستیو کلونو کې، د تېرو دوو لسیزو د نسبي ډیموکراسۍ، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو او ملاتړ د زیاتېدو په اوج کې زېږېدلي وو. د دې نسل عمر او تجربه داسې نه وه چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د تکراري ناکامیو او کړکېچونو د دورې په اړه پوهه ولري. سره له دې، د دې نسل ذهن د راتلونکې او د هغو خوبونو پر جوړولو متمرکز و چې دوی د ځان لپاره ټاکلي وو.

افغانستان انټرنشنل د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت له څلورو هغو نجونو سره خبرې کړې دي چې هغه مهال تنکۍ پېغلې وې، د هېواد له بدلون سره سم له زده کړو محرومې شوې او اوس د ځوانۍ د پیل او قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) په پړاو کې دي. د یوه خوب ړنګېدل هغه موضوع ده چې شهرزاد، ماه‌بانو، نرګس او آی‌خانم (مستعار نومونه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې پرې تمرکز کړی دی.

د طالبانو بېرته راتګ څنګه د یوه نسل خوبونه وتروړل؟

شهرزاد د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال، د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې ۱۳ کلنه وه. هغې له دوو خویندو او یوه ورور سره د کابل په څلورمه ناحیه کې د نور په نوم ښوونځي کې زده کړې کولې. شهرزاد یوه شوخه، ټولنیزه، هڅانده، خوشاله او خوش‌بینه نجلۍ وه.

هغه وایي، د پلار د کاري شرایطو او له یوه ښار څخه بل ښار ته د کډه کېدو له امله، په شپږو تعلیمي کلونو کې یې څلور ځله ښوونځی بدل کړ، خو تل اول نمره پاتې شوې. شهرزاد له ماشومتوبه له لوستلو او زده کړې سره بې‌سارې مینه لرله. پلار او مور یې هغه د خپلو همزولو په پرتله ژر، په پنځه کلنۍ کې په ښوونځي کې شامله کړه.

کله چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې بېرته واک ته ورسېدل، شهرزاد د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه او ۱۳ کلنه وه. د هغې خوب دا و چې د افغانستان د سراسري کانکور په ازموینه کې اول نومره شي.

شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته وویل: « وروستۍ شپه چې ما په افغانستان کې د یوې زده‌کوونکې په توګه درس ولوست، فکر مې نه کاوه چې سبا به زما ژوند بدل شي. دوه یا درې مضمونونه پاتې وو چې څلور نیم میاشتنی امتحان پای ته ورسېږي. تر نیمې شپې ویښه پاتې شوم او د امتحان لپاره مې درس ولوست. له ماشومتوبه مې دا هیله وه چې یوه ورځ د افغانستان د کانکور اول نومره شم او ثابته کړم چې په هڅه هرې هیلې ته رسېدلای شو».

شهرزاد د خپل پلار له تحصیلي څانګې سره مینه لرله. هغې غوښتل له ښوونځي تر فراغت او د کانکور له ازموینې وروسته د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ته لاړه شي.

دغه له زده کړو محرومه شوې تنکۍ نجلۍ وایي، « طالبانو یوازې درس او ښوونځی له ما وانخیستل، بلکې هغه خوب یې هم رانه واخیست چې له ماشومتوبه مې ورسره ژوند کړی و».

ماه‌بانو،چې اوږده تور ویښتان او غنم‌رنګ مخ او ارام شخصیت لري، له هغو نورو زده‌کوونکو څخه ده چې د افغانستان د سقوط او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳ کلنه وه او د کابل د تایمني پروژې د مومنه خاتون ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه.

هغې هم د خپل نسل د زرګونو نجونو په څېر د خپل خوب د ترلاسه کولو لپاره درس لوست او هڅه یې کوله. ماه‌بانو تر هغې چې زده‌کوونکې وه، څو ځله یې په ذهن کې ځان د طبابت په سپینو جامو کې تصور کړی و.

هغه وایي، « ښوونځی زما لپاره داسې ځای و چې ما خپله راتلونکې پکې لیدله. غوښتل مې طب ته بریالۍ شم».

دغه ۱۸ کلنه نجلۍ چې په سترګو کې یې د اندېښنې او ناامېدۍ څپې ښکاري، په خواشیني غږ وایي، « ښوونځي د دروازو له تړل کېدو سره هر څه بدل شول. ډېر ارمانونه، هیلې او پلانونه مو د ښوونځي د تړلو دروازو تر شا پاتې شول».

هغه د طالبانو پنځه کلنه واکمني د خپل ژوند تر ټولو مهمه دوره بولي. د هغې په باور، که طالبان نه وای راستانه شوي او د نجونو ژوند یې محدود کړی نه وای، ښایي تر اوسه خپلو موخو ته نږدې شوې وای.

هغه زیاتوي: « موږ یوازې له زده کړو محروم نه شوو، بلکې له هغه حق څخه هم لرې شوو چې خپله راتلونکې پرې جوړه کړو. په دې موده کې مې څو ځله له ځان سره فکر کړی چې که طالبان نه وای راغلي او ښوونځي نه وای تړل شوي، ښایي نن د طب محصله وای».

نرګس، بله ۱۸ کلنه نجلۍ ده چې د طالبانو د بېرته راتګ پر مهال د بلخ د تجربوي ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکې وه. هغه هم په شوق ښوونځي ته تلله، څو یوه ورځ کانکور په بریالیتوب سره تېر کړي او د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړي.

نرګس د پخواني حکومت د یوه قاضي لور ده. هغې له وکالت سره مینه لرله او غوښتل یې یوه ورځ د قاضیانو پر وړاندې په محکمو کې د خپلو هېوادوالو له حقونو دفاع وکړي او عدالت پلی کړي.

هغه چې یوه پلټونکې او پوښتونکې نجلۍ ده، وایي چې له ځوانۍ څخه یې د افغانستان په قضایي نظام کې «بې‌عدالتي» درک کړې وه. له همدې امله یې غوښتل مدافع وکیله شي، څو د خپل توان تر کچې د هېواد د قضایي نظام د ستونزو په حل کې ونډه واخلي.

د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۱۷مه، چې د تخار ولایت مرکز تالقان د طالبانو لاس ته ولوېد، آی‌خانم د ښوونځي د شپږم ټولګي زده‌کوونکې وه. هغه د کورنۍ یوازینۍ لور وه او د ناز او نعمت په چاپېریال کې یې د ودې او ځوانۍ دوره تېروله.

آی‌خانم په تالقان کې په یوه دولتي ښوونځي کې زده کړې کولې. که څه هم هغه وایي چې تر هغه وخته یې د خپلې راتلونکې تحصیلي څانګې په اړه پرېکړه نه وه کړې، خو خپل راتلونکی یې د پارلمان د وکیلې په توګه لید.آی‌خانم چې مدني فعالیتونو ته لېواله وه، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې وکیله فوزیه کوفي یې خپله ذهني الګو بلله.

هغې وویل، « تل مې د تلویزیون او ټولنیزو شبکو له لارې د مېرمن کوفي کارونه څارل. زړه مې و، چې یوه ورځ د هغې په څېر یوه مطرحه وکیله او سیاستواله شم».

انجینري، طب، مدافع وکالت او د پارلمان استازیتوب هغه خوبونه وو چې طالبانو په افغانستان کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، په ترتیب سره، له شهرزاد، ماه‌بانو، نرګس او آی‌خانم څخه واخیستل.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د هغه فرمان له امله چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې یې منع کړې، لږ تر لږه ۲،۲ میلیونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.

په دې توګه، طالبان د افغانو پېغلو او تنکیو نجونو دوه میلیونه او ۲۰۰ زره خوبونه له منځه وړي دي.

طالبان د زمري په ۲۴مه، د ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو پر مهال کابل ته ننوتل. کابل ته د طالبانو له داخلېدو سره سم په ښوونځیو کې د زده کړې بهیر ګډوډ شو.

۱۸کلنې نجونې وایي چې هغه مهال یې فکر کاوه ژر به په ښارونو کې نظم بېرته ټینګ شي او په ښوونځیو کې به زده کړې بیا پیل شي.

شهرزاد افغانستان انټرنشنل ته د کابل د زده کړو د وروستیو ورځو په اړه وویل: « د دري ژبې او ادبیاتو امتحان مو درلود. لا مو د پوښتنو نیمایي نه وې حل کړې چې ګډوډي او شور په ټول ښوونځي کې خپور شو. استاد پاڼې راټولې کړې او موږ په اوښلنو سترګو کور ته روان شوو».

هغه وایي، د جمهوري نظام په وروستیو ورځو کې به یې هره ورځ د ولایتونو د سقوط خبرونه اورېدل، «خو هېچا باور نه کاوه چې کابل به هم سقوط وکړي».

شهرزاد وایي، څه موده وروسته، د نورو نجونو په څېر، د زده کړو د بیا پیل په هیله خپل ښوونځي ته ولاړه او د خپل ژوند «تر ټولو درنده جمله» یې واورېده چې هېڅکله به یې هېره نه کړي.

د ښوونځي ساتونکي ورته وویل: « ولاړې شئ، ښوونځی ختم شو. نجونې نور درس نه شي ویلی».

د زده کړو لاره

له هغې وروسته چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، هغوی د زده کړې د دوام لپاره یوازې دوه لارې لرلې: انلاین زده کړې او دیني مدرسې. دواړې لارې له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وې.

دغو څلورو نجونو ویلي، دوی د طالبانو د زده کړو بندیز ته په اسانۍ تسلیمې نه شوې او په تېرو پنځو کلونو کې یې په هره ممکنه لاره هڅه کړې چې زده کړې او د پوهې ترلاسه کولو ته دوام ورکړي.

شهرزاد، چې نږدې درې کاله له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې کډواله وه، وایي چې یوه موده یې په یو وخت کې د زده کړو په دریو نظامونو کې زده کړې کولې: افغان ښوونځی، پاکستاني ښوونځی او د امریکا یو نړیوال انلاین ښوونیز مرکز.

پاکستان ته د شهرزاد د کورنۍ له کډه کېدو وروسته، له دغه هېواده د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر ورځ تر بلې سخت شو. د همدې بهیر له امله، په ۲۰۲۵ کال کې په اسلام‌اباد کې ډېر افغان ښوونځي د ښوونکو او زده‌کوونکو د کمښت له امله وتړل شول.

شهرزاد د دې اندېښنې له امله چې ښايي افغان ښوونځی هم وتړل شي، په ورته وخت کې یې په یوه پاکستاني ښوونځي کې هم نوم‌لیکنه وکړه.هغه وایي، په پاکستاني ښوونځي کې څو ځله د اردو ژبې د ستونزې او کډوالۍ له امله د زده‌کوونکو او حتا ښوونکو له خوا له «سپکوونکو چلندونو» سره مخ شوې ده.

هغې وویل: « افغان زده‌کوونکو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د پاکستان په رسمي ازموینو کې ګډون وکړي او د فراغت سند هم نه ورکول کېږي».

د شهرزاد کورنۍ بالاخره د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې له پاکستان نه وایستل شوه. هغه اوس په یوه امریکایي ښوونځي کې خپلو انلاین زده کړو دوام ورکوي، خو په اندېښنې او ناامېدۍ سره وایي: « په یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برېښنا لرو، په کابل کې د انټرنېټ لګښت لوړ دی او ښه کار نه کوي. له بده مرغه ښايي د انلاین زده کړو فرصت هم له لاسه ورکړم».

نرګس او ماه‌بانو د زده کړو د دوام لپاره یوه موده دیني مدرسو ته ولاړې.

ماه‌بانو وویل، چې د نجونو د طبي زده کړو مرکزونو له تړل کېدو وړاندې دې فکر کاوه چې د دیني دارالعلوم له فراغت وروسته به روغتیايي انستیتوتونو ته داخله وکړای شي او په دې توګه به د خپل خوب یوه برخه پوره کړي.

هغې وویل: « لومړی مې د قران دېرش جزه حفظ کړل، بیا په کابل کې یوه دارالعلوم کې شامله شوم. کله چې طالبانو د نجونو پر مخ د روغتیايي انستیتوتونو دروازې هم وتړلې او د دارالعلوم شرایط هم سخت شول، نور نو ددوام انګیزه پاتې نه شوه».

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۱۴۰۳ کال د لیندي په ۱۲مه د یوه فرمان له لارې ټولې طبي لوړې او نیمه‌لوړې تعلیمي ادارې د نجونو پر مخ وتړلې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي انستیتوتونو مسوولینو ته خبر ورکړ چې نجونو ته نور په دغو مرکزونو کې د زده کړو اجازه نشته.

نرګس هم په دې وروستیو کې له خپلې کورنۍ سره له اسلام‌اباد څخه کابل ته ستنه شوې او اوس په کابل کې په یوه دولتي دیني مدرسه کې زده کړې کوي.

هغې شاوخوا دوه کاله په اسلام‌اباد کې په یوه افغان ښوونځي کې زده کړې کړې وې.

نرګس وایي، ځکه مدرسې ته ځي چې د فراغت سند ترلاسه کړي. هغې د طالبانو د دې دولتي ښوونیز مرکز په اړه وویل: « د ساینس او ټکنالوژۍ په نوم هېڅ شی نه تدریسېږي، ټول تمرکز پر دیني مضمونونو دی. هره ورځ سخت‌ګیري زیاتېږي. د مدرسې د نجونو لپاره دستکشې، مخبند او اوږدې چپنې اغوستل ضروري دي».

هغه وایي، د طالبانو د دیني مدرسو شرایط «له زندان څخه هم بدتر دي».

د طالبانو د دورې کورنۍ او بدلونونه

۱۸کلن کسان وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې یې نه یوازې د زده کړو بهیر او خپلو خوبونو ته د رسېدو لاره له لاسه ورکړه، بلکې د دوی ورځنی ژوند او د کورنۍ د ژوند مسیر هم له ژورو او نه اټکلېدونکو بدلونونو سره مخ شو.

د ماه‌بانو پلار او مشر ورور یې د طالبانو له بېرته راتګ مخکې د کابل په کلوله‌پشته کې د ګل جوړولو، عکاسۍ او فلم‌اخیستنې دوکان درلود. هغوی د کابل په هوټلونو کې د خلکو د خوښیو له مراسمو څخه عکسونه او ویډیوګانې اخیستې، بیا به یې ایډیټ کولې او له همدې لارې یې خپل ژوند پرمخ ووړ.

طالبانو په هوټلونو کې هم د خوښیو په مراسمو کې نڅا او موسیقي منع کړل او پر فلم‌اخیستنې او عکاسۍ یې محدودیتونه ولګول. له دې سره ، د ماه‌بانو د پلار کاروبار بې خونده شو او څو میاشتې یې د دوکان کرایه نه شوای ورکولی. بالاخره اړ شو چې له کلونو کار وروسته خپل مسلک پرېږدي.

ماه‌بانو لا ۱۷ کلنه هم نه وه چې د کورنۍ په غوښتنه په خپلوانو کې کوژده شوه. هغې په افسوس او حسرت سره وویل: « زما پلار یوه موده سختو کارونو ته مخه کړه، خو د ژوند فشارونو او اندېښنو یې ورځ تر بلې روغتیا خرابوله. یو نیم کال مخکې، زما پلار په ۴۶ کلنۍ کې د مغزي سکتې له امله مړ شو».

د پلار له مړینې وروسته، د ماه‌بانو اړیکې له کوژدن سره خرابې شوې او کوژده ختمه شوه. هغې وویل: « د پلار مړینه یوه لویه ضربه وه چې زموږ ژوند یې تریخ او تیاره کړ».

نرګس او آی‌خانم د بلخ او تخار د پخواني حکومت د دوو سیمه‌ییزو چارواکو لوڼې دي. د نرګس کورنۍ د طالبانو د غچ اخیستونکو اقداماتو له وېرې شاوخوا دوه کاله پاکستان ته کډواله شوه. آی‌خانم او کورنۍ یې هم د ورته دلیل له امله له تخار څخه کابل ته بې‌ځایه شول. د نرګس کورنۍ په دې وروستیو کې له پاکستان نه شړل شوې او هغه اوس په کابل کې په یوه دیني مدرسه کې زده کړې کوي. آی‌خانم وايي چې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره له خپلې مور سره غالۍ اوبي.

خو شهرزاد بیا د سیاسي بدلونونو د اغېزو او د خپلې کورنۍ د وضعیت د بدلون په اړه بله کیسه لري. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: « زموږ د ژوند لاره او هیلې دوه ځله ونړېدې. لومړی ځل د طالبانو د بېرته راتګ له امله او دویم ځل د ډونالډ ټرمپ د واک ته رسېدو له امله».

د شهرزاد پلار شاوخوا دوه لسیزې په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو سره کار کړی و. هغه د طالبانو له بېرته راتګ څو میاشتې وروسته «د خپلو اولادونو د راتلونکې لپاره» له خپلې دندې استعفا وکړه او له کورنۍ سره پاکستان ته لاړ. هغوی امریکا ته د تګ لپاره دپي۲مهاجرتي دوسیه پرانیسته.

شهرزاد له نهیلۍ په ډکې موسکا سره وویل: « د سفارت مرکه، روغتیايي معاینات او ټول قانوني پړاوونه مو بشپړ کړل. د الوتنې په تمه وو چې ټرمپ ولسمشر شو او د خپلې دندې په لومړۍ ورځ یې امریکا ته د افغانانو مهاجرت ودراوه».

د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو تریخ خوند

نرګس او شهرزاد له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې په پاکستان کې د خپلې کډوالۍ ترخې تجربې یادوي.

نرګس وویل چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې، چې لا قانوني عمر (۱۸ کلنۍ) ته نه وه رسېدلې، د ښوونځي پر لاره د زده کوونکو په ځانګړو جامو کې د پاکستان پولیسو ونیوله. هغې پنځه شپې د خپلې کورنۍ له غړو پرته، له نورو افغان کډوالو سره په زندان کې تېرې کړې او وروسته له خپلې کورنۍ سره له پاکستان نه وشړل شوه.

نرګس وايي چې لا هم د پاکستان د زندانونو د شپې خوبونه او وېره پرې خپاره دي. که څه هم هغه پوهېده چې افغانستان ته په ستنېدو سره، د طالبانو تر واک لاندې به له ډېرو اساسي حقونو محرومه شي، خو بیا هم د بېرته ستنېدو پر مهال خوشحاله وه چې «لږ تر لږه د پاکستان د پولیسو له وېرې او تعقیب څخه» خلاصېږي.

شهرزاد وايي، په هغه عمر کې چې باید یوازینۍ اندېښنه یې «درس او راتلونکې» وای، ناڅاپه یې ځان په داسې هېواد کې وموند چې نه یې ژبه پېژندله، نه یې له کلتور سره بلدتیا لرله او نه د خپل راتلونکي په اړه ډاډه وه.

هغې شاوخوا درې کاله له خپلې کورنۍ سره په اسلام‌اباد کې ژوند وکړ. شهرزاد دې دورې ته د «بې‌ثباتۍ، وېرې او بې‌سرنوشتۍ» کلونه وايي.

هغه وايي، د لوی اختر له ورځې یوه ورځ مخکې د پاکستان پولیس د دوی کور ته ورغلل او ددې پلار یې ونیوه. د پاکستان پولیسو د شهرزاد پلار د ۱۰۰ زره کلدارو په بدل کې خوشې کړ، خو له دوی یې ژمنه واخیسته چې تر څلورمې ورځې پورې به پاکستان پرېږدي.

د شهرزاد کورنۍ په ټاکل شوي وخت افغانستان ته بېرته ستنه شوه.

د راتلونکې په اړه د ۱۸ کلنو نجونو لیدلوری

د نن ورځې ۱۸ کلن کسان، د طالبانو د واکمنۍ له پنځه کلنې تجربې وروسته، د خپل راتلونکي لپاره روښانه لید نه لري. دوی د ځوانۍ په پیل کې خپلې ورځې تر ډېره له «وېرې او نهیلۍ» سره تېروي. لږ تر لږه دغو څلورو ۱۸ کلنو نجونو په خپلو خبرو کې د نن ورځې افغانستان د «ځوانو نجونو لپاره زندان» وباله؛ داسې زندان چې له هغه څخه د تېښتې او خپلو هیلو ته د رسېدو کومه لاره نه ویني.

شهرزاد چې یوازې درې میاشتې کېږي ۱۸ کلنه شوې ده، وايي، « احساس کوم هره هغه دروازه چې زما د راتلونکې د جوړولو لپاره موجوده وه، یوه په بله پسې تړل شوې ده».

هغه له افغانستان څخه د وتلو او په یوه ازاده او پرانیستي ټولنه کې د ژوند کولو لپاره د لارې په لټه کې ده؛ داسې ځای چې د نجلۍ او ښځې په توګه له «تبعیض او ځپنې» سره مخ نه شي. خو دغه پېغله ټینګار کوي چې د «داسې لارې پیدا کول اوس مهال اسانه نه دي».

شهرزاد وايي: « کله ناکله د هیلې او نهیلۍ تر منځ بنده پاتې کېږم؛ له یوې خوا د راتلونکې لپاره لوی ارمانونه لرم او له بلې خوا له داسې واقعیت سره مخ یم چې هره ورځ ژوند سختوي».

ماه‌بانو وايي چې له «ټولو ستونزو سره سره» لا هم په بشپړه توګه نهیلې شوې نه ده او هیله لري چې یوه ورځ بیا خپلې زده کړې پیل کړي او د ډاکټرې کېدو خوب ته ورسېږي.

طالبانو واک ته له بېرته ستنېدو وروسته د افغانستان تعلیمي نظام بدل کړی دی. د دې ډلې د پوهنې وزارت د ښوونځیو له درسي کتابونو څخه ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، د ښځو د حقونو، بشري حقونو، ملي بیرغ، مور، سولې او ورته موضوعاتو په اړه وو، حذف کړي دي. دغه وزارت وايي چې د دغو موضوعاتو تدریس له«اسلامي لارښوونو او د دې ډلې له سیاستونو» سره په ټکر کې دی.

ماه‌بانو وايي، که یوه ورځ بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، غواړي خپل ښوونځي ته په همغه پخوانیو شرایطو بېرته لاړه شي. هغه چې په مدرسه کې د زده کړې تجربه لري، ټینګار کوي چې که ښوونځي د طالبانو د شرایطو له مخې پرانیستل شي، نو «له مدرسې سره به هېڅ توپیر ونه لري».

د ماه‌بانو کور د هغې د پخواني ښوونځي مخې ته دی. هغه وايي، سهار چې پردې پورته کوي، له کړکۍ څخه د ښوونځي ودانۍ او انګړ ته ګوري.

هغې وویل: « دیوالونه یې همغه دیوالونه دي، انګړ یې همغه انګړ دی، خو نور پکې د نجونو د خندا غږ، د ښوونځي زنګ او د نجونو شور او شوق نشته. د ښوونځي چوپتیا تر هرې چیغې دردوونکې ده. کله ناکله دومره د ښوونځي دروازې ته ګورم چې اوښکې مې بې اختیاره روانې شي».

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۳

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

•
•
•

نور کیسې

د هغه فلمي لوبغاړې د فلم پر صحنې چوپتیا خوره شوه چې غوښتل یې د ښځو کیسې روایت کړي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۱
•
نویده خوشبو
100%

فلمي اداکاره فرشته سلیماني هغه مهال د هنر ډګر ته راغله، چې طالبان لا په غرونو کې وو او افغانستان هڅه کوله پر پرده د هیلو، ازادۍ او د ښځو انځور وړاندې کړي.

فرشته سلیماني په کم عمر کې د هنر نړۍ ته راغله. په لنډه موده کې یې په څو ټلوېزیوني سریالونو کې رول ولوباوه او د لیدونکو ترمنځ وپېژندل شوه. په «و ان بالا خدا هست» سریال کې د «راضیه» رول له هغو رولونو څخه و، چې نوموړې یې د لیدونکو ترمنځ لا ډېره مشهوره کړه.

100%

هغې په همدې وخت کې خپلې هنري زده‌کړې په بېلابېلو هغه روزنیزو مرکزونو کې مخ ته وړلې، چې هغه مهال فعال وو او په خیریه فعالیتونو کې یې هم ونډه اخیسته. فرشتې د خپل راتلونکي لپاره ستر پلانونه لرل او باور یې درلود، چې د افغانستان سینما او ټلوېزیون کولی شي د ښځو او نوي نسل لپاره بېلابېلې او نوې کیسې روایت کړي.

د ښځې له مظلومیت څخه هاخوا یو انځور

فرشته له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، غوښتل یې چې په سینما کې ښځې او نارینه برابر حقونه ولري. د هغې په باور، مرکزي رولونه باید یوازې د څېرې او غږ پر بنسټ لوبغاړو ته ونه سپارل شي؛ بلکې مهارت او وړتیا باید اصلي معیار وي.

هغه وايي، نه یې غوښتل چې سینما تل ښځه «مظلومه او نورو پورې تړلې» وښيي. هغې غوښتل، چې ښځې په مرکزي رولونو کې بېلابېل شخصیتونه او اداکارۍ ولري مثلا: شوخه او هوښیاره نجلۍ، لوبغاړې، سوک‌وهونکې، وزیره، پیلوټه، قوماندانه او یا قاضي.

دا د هغې لپاره مهمه وه، چې په کیسه کې ښځه پرېکړې وکړي، اقدام وکړي او کیسه مخ په وړاندې یوسي.

د نوي نسل لپاره الګو

د فرشتې د هنر په لیدلوري کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وو. هغې غوښتل، چې داسې کرکټرونه رامنځته کړي چې دوی ته الهام بښونکي اوسي. د هغې په وینا، په نورو هېوادونو کې ماشومان له داسې کرکټرونو سره لویېږي، چې د هغوی لپاره الګو یا بېلګې ګرځي.
د فرشتې هیله دا وه، چې افغان ماشومان هم داسې بېلګې ولري او د هېواد ټلوېزیوني تولیدات د نورو هېوادونو مسلکي کچې ته نږدې شي.

100%

له نقاب سره لوبې؛ د پایښت هڅې

د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا ستنېدو سره، د ښځو لپاره وضعیت بدل شو. نور یوازې دا پوښتنه نه وه، چې ښځې په ټلوېزیون کې څه رول لوبولی شي؛ بلکې د ټلوېزیون په صحنه کې د ښځو اصلي حضور محدود و.

100%

تور کالي او ماسک د کامرې مخې ته د فرشتې د حضور یوه برخه وګرځېده. هغې په همدې شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړ او ان داسې کرکټرونه یې ولوبول، چې د هغې له خپلو باورونو او هنري معیارونو سره یې سمون نه درلود.

د فرشتې لپاره دا مهمه وه، چې ښځینه لوبغاړې له داستانونو لرې نه‌شي. هغه وايي، ان دې ته هم چمتو وه چې په چادرۍ کې کار وکړي.

100%

په محرومو سیمو کې فعالیت

په هغو کلونو کې د فرشتې ژوند یوازې د ټلوېزیون تر پردې محدود نه‌و. هغې له نورو کسانو سره په ګډه د میدان وردګو لرو پرتو سیمو ته سفر کاوه او هغه ماشومانو ته یې درسي توکي رسول چې ښوونیزو امکاناتو ته یې اسانه لاسرسی نه درلود.

100%

د بهسود په شنیه سیمه کې یې د یوه ښوونځي په جوړولو کې مرسته وکړه. د هغې په وینا، دغه ښوونځی بشپړ شوی او د سیمې ماشومان لا هم په‌کې زده کړې کوي.

100%

هغې له هماغې سیمې له ښځو سره د یوه کلینیک په جوړولو کې هم همکاري کړې وه. د فرشتې په وینا، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده.

هغې د سیمې له ښځو سره د کلینیک د جوړولو لپاره هم کار وکړ. فرشته وايي، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده. د هغه وخت عکسونه د یادې پروژې د کار په برخه کې د هغې سفرونه مستندوي، کوم چې د هنري کار ترڅنګ د هغې د ټولنیز ژوند برخه وو.

100%

فرشتې هوډ نه درلود چې د شرایطو له لا سختېدو سره افغانستان پرېږدي. هغې غوښتل خپل هنري او ټولنیز فعالیتونه په افغانستان کې روان وساتي. لا یې هم غوښتل په هماغه ځای کې پاتې شي، چې په‌کې یې کار کړی و او په هماغه ټولنه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

ورو، ورو فشارونه او محدودیتونه زیات شول او هغه تر ۲۰۲۴کال پورې په افغانستان کې پاتې شوه، خو بالاخره یې هېواد پرېښود. فرشتې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به جلاوطنه شم، ځکه ما رښتیا هم غوښتل چې هلته کار وکړم او هلته پاتې شم».

د هنر پر ځای د تاوتریخوالي ننداره

اوس د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د زمري د ۲۴مې مراسمو انځورونه د هغې لپاره د هغه واټن یادونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې د لرلید او د نن ورځې د صحنې ترمنځ رامنځته شوی دی.

طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په پکتیا کې پر امریکايي ځواکونو د چاودېدونکو بریدونو صحنې د یوې تمثیلي نندارې په بڼه بیا جوړې کړې. په کندهار کې طالبانو او د دوی ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجسمه هم پر سړکونو نندارې ته وړاندې کړه او هغه یې ووهله.

دغه انځورونه فرشتې ته ډېر دردوونکي دي. هغې هنر د شخصیت جوړولو، الګو او ټولنې ته د پیغام رسونې فضا ګڼله. د هغې لپاره سټیج یو داسې ځای و، چې ښځې د دوی لپاره د جوړ شوي انځور څخه په جلا بڼه وښیي؛ یوه ښځه چې پرېکړه کوي، حرکت کوي او کیسه مخ په وړاندې وړي.

خو اوس ښځې له تلویزیوني صحنې لرې شوې دي او د طالبانو په مراسمو کې چاودنې او وهل ټکول د تمثیلي نندارو په بڼه وړاندې کېږي. د فرشتې لپاره دغه انځور د هغه واټن څرګندونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې هیله وه.

کډوالي او د هغې نیمګړی پاتې رول

په کډوالۍ کې فرشته وايي، چې نور د تېر په څېر انګېزه نه‌لري. له هغه لیدونکو لرې ده، چې د هغوی لپاره یې رولونه لوبول، هغه موضوعات یې چې د افغانستان له ټولنې او د خلکو له ژوند څخه اخیستل، نور ورسره نه‌شته او د هغې هنري ارمانونه نیمګړي پاتې دي.

ښايي له همدې امله هغه د افغانستان، خپلو هېوادوالو او هغه څه په اړه خبرې کوي چې تر شا یې پرېښي.

هغه نجلۍ چې د ټلویزیوني صحنې د بدلون په فکر د هنر نړۍ ته داخله شوې وه، د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې یې هڅه وکړه، چې په هماغه صحنه کې د ښځو حضور وساتي. غوښتل یې پاتې شي، کار وکړي او د افغان ښځو نورې کیسې روایت کړي؛ خو په پای کې خپله هم له هماغې صحنې لرې شوه.

100%

او د فرشتې وروستی رول پاتې کېدل وو؛ هغه رول چې تر پایه یې ونه شوای لوبولی.

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۱۶ GMT+۱
100%

پنځه کاله وړاندې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېری غړي جلاوطنه شول چې اوس په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو اقتصادي ستونزو، امنیتي اندېښنو او ناروښانه راتلونکي سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل پښتو په دغه راپور کې په جلاوطنۍ کې له یوشمېر پخوانیو پوځیانو سره د هغوی د وضعیت په اړه مرکې کړې دي. د ۲۰۲۱کال په اګسټ میاشت کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونه غړي، افسران، د امنیې قوماندانان او نور امنیتي کارکوونکي د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده جلاوطنه شول. د دوی ډېری برخه ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته ولاړل.

هغه پوځیان چې کلونه یې د افغانستان د دفاع لپاره د امنیتي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی و، اوس له بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ، کډوالۍ، امنیتي ګواښونو او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

یوشمېر پخواني سرتېري وایي، چې په ایران او پاکستان کې د سختو اقتصادي او قانوني شرایطو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د پخواني نظام د امنیتي ځواکونو د غړو په توګه د نورو افغان کډوالو پرتله له ډېرو ګواښونو سره مخ دي. ځینې یې اندېښنه لري، چې که افغانستان ته بېرته ستانه کړل شي، ښايي ژوند او امنیت یې له ګواښ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) او نورو بنسټونو د راپورونو له مخې، یوشمېر پخواني افغان پوځیان چې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، له مرموزو وژنو، نیونو او نورو امنیتي پېښو سره مخ شوي دي.

100%

د پخوانیو پوځیانو شکنجه، نیونې او مرموزې وژنې

یوناما د ۲۰۲۳کال د اګست په ۲۲مه یو ځانګړی راپور خپور کړ، چې د ۲۰۲۱کال د اګست له ۱۵مې نېټې د ۲۰۲۳کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې موده رانغاړي. په دغه راپور کې د پخوانیو دولتي چارواکو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له پخوانیو غړو سره د چلند او د بشري حقونو سرغړونې ثبت شوې دي.

د یوناما د موندنو له مخې، په دې موده کې لږترلږه ۸۰۰ داسې پېښې ثبت شوې دي چې له محکمې پرته په‌کې وژنې، خپلسرې نیونې، شکنجه، ناوړه چلند او جبري لادرکه کېدل شامل دي. له دې شمېرې څخه ۲۱۸ پېښې له محکمې پرته وژنې، ۴۲۴ د خپلسرو نیونو او توقیف، ۱۴۴ د شکنجې او ۱۴ د جبري لادرکه کېدو پېښې وې.

د یوناما د میاشتنیو راپورونو پر بنسټ د افغانستان انټرنشنل پښتو له‌خوا راټول شوي معلومات ښيي، چې په ۲۰۲۴کال کې له جنورۍ څخه تر سپتمبر پورې د پخوانیو نظامیانو د بشري حقونو اړوند ۱۶۶ سرغړونې ثبت شوې دي. په دې کې ۱۴ د وژنې، ۳۰ د شکنجې او ۱۲۲ د خپلسرو نیونو پېښې شاملې دي.

همدارنګه د یوناما د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵کال کې له جنورۍ څخه تر دسمبر پورې ۱۳۹ ورته پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې د پخوانیو نظامیانو ۴۱ د وژنې، ۱۸ د شکنجې او ناوړه چلند او ۸۰ د خپلسرو نیونو پېښې دي.

یوناما د ۲۰۲۶کال له جنورۍ نه تر مارچ میاشتې پورې ۳۷ د بشري حقونو سرغړونې ثبت کړې دي. په دې لړ کې ۹ د شکنجې او ناوړه چلند، ۵ د سرتېرو د وژنې او ۲۳ د خپلسرو نیونو پېښې شاملې دي.

یوشمېر پخواني نظامیان ادعا کوي، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژنې شمېر ښايي تر ثبت شویو شمېرو لوړ وي.

پخوانی پوځي شایق سنجني وایي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه پخواني پوځیان وژل شوي دي چې ښایي ډېرې دغه پېښې رسنیزې شوې نه وي. نوموړی وایي، طالبان لاهم په خپلو لیکو کې داسې کړۍ لري چې تمرکز یې د پیسو، وسلو او مهماتو پر ترلاسه کولو دی او د نیول شویو پخوانیو پوځیانو خلاف له سخت چلند کار اخلي.

د هغه په وینا، کله چې یو پخوانی پوځي ونیول شي، هڅه کېږي د شکنجې او فشار له لارې ترې د وسلو، مهماتو، مالي سرچینو او پخوانیو قوماندانانو په اړه معلومات ترلاسه کړي. نوموړی زیاتوي، چې اوس‌مهال د طالبانو په زندانونو کې ډېر بندیان د پخواني نظام امنیتي کسان دي.

د ۱۴۰۴کال د مرغومي په ۳مه اکرام‌الدین سریع چې د جمهوري نظام پرمهال یې په نورستان، تخار او بغلان ولایتونو کې د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وه، د ایران په پلازمېنه تهران کې ناپېژاندو وسله‌والو وواژه.

د طالبانو یوشمېر مخالفانو په دې پېښه کې د طالبانو د استخباراتو لاس ښکېل وباله؛ خو تراوسه داسې رسمي معلومات نه‌دي خپاره شوي چې دغه ادعا تایید کړي.

د جمهوري نظام لوړپوړي پوځي جنرال سمیع سادات هم وړاندې ویلي و، چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې د ۱۸۴ پخوانیو سرتېرو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي. د نوموړي په وینا، له دې ډلې ډېری یې له سختو شکنجو سره مخ شوي وو.

په همدې میاشت کې په خوست ولایت کې د جمهوري نظام پرمهال د ځانګړو ځواکونو (KPF) غړی ننګیالی مشهور په «لالو» چې له امریکا نه تازه ستون شوی و، د چنګاښ په ۲۸مه د خوست ښار د ۱۲ فامیلو په سیمه کې ووژل شو. همدارنګه حشمت‌الله چې د جمهوري نظام پرمهال د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د څلورمې لوا د درېیم کنډک د تولۍ قوماندان و، د روان کال د غبرګولي په ۲۹مه په پروان ولایت کې ووژل شو.

د افغانستان انټرنشنل پښتو راټول شوي معلومات ښيي، چې په پاکستان کې هم یوشمېر پخواني افغان نظامیان وژل شوي او ځینې نور افغانستان ته تر جبري ستنېدو وروسته له نیونو او امنیتي اندېښنو سره مخ شوي دي.

پنځه پخواني افغان پوځیان روزي خان، رحمت‌الله، سمیع‌الله، اقا ولي او سردار ولي د ۲۰۲۵کال د اګست په ۱۶مه د پاکستان بلوچستان ایالت کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي. د هغوی پر بدن د مرمیو نښې لیدل شوې وې او وروسته یې جسدونه د برېښنا په ستنو ځړول شوي وو.

جنرال محمدعالم کوهیار چې د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی، د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته پاکستان ته تللی و. نوموړی له پاکستان نه تر جبري اېستلو وروسته د ۲۰۲۵کال په جولای میاشت کې د طالبانو استخباراتو ونیوه او تر اوسه د بګرام په زندان کې ساتل کېږي.

په کور دننه د پخوانیو سرتېرو څارنه سخته شوې

یوشمېر پخواني نظامیان چې لاهم په افغانستان کې ژوند کوي وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له امنیتي اندېښنو، احتمالي نیونو، اقتصادي ستونزو او د راتلونکي په اړه له ناروښانه وضعیت سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل د باوري سرچینو په حواله د روان کال د چنګاښ په ۳۰مه راپور خپور کړی، چې په سویلي ولایتونو، په ځانګړې توګه کندهار، هلمند او روزګان کې د پخوانیو نظامیانو د څار او معلوماتو راټولولو بهیر پراخ شوی دی.

د سرچینو په وینا، طالبانو د دغو ولایتونو د پخوانیو نظامیانو نوملړونه جوړ کړي او د استخباراتو، امنیه قوماندانۍ، ولایت مقام، احصایې ادارې، امر بالمعروف او نورو ادارو د استازو په ګډون ګډپلاوي د دغو معلوماتو پربنسټ د هغوی وضعیت څاري.

په جوړو شویو نوملړونو کې د پخوانیو نظامیانو نومونه، کورنۍ، اصلي او اوسني استوګنځایونه، د اړیکو شمېرې او پخوانۍ دندې ثبت شوې دي. دغه څار تمرکز تر ډېره د ملي پولیسو، سیمه‌ییزو پولیسو او د ملي امنیت د پخوانیو ځانګړو ډلو پر غړو دی.

د طالبانو سیمه‌ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یوازې په کندهار کې له پنځو ولسوالیو څخه ۳۴۰۰ پخواني نظامیان په دغه نوملړ کې شامل دي.

د سرچینو په وینا، په همدې تړاو تېره میاشت د طالبانو استخباراتو په کندهار کې له یوشمېر پخوانیو نظامیانو سره ناسته درلوده او هغوی ته یې وویل، چې له کندهار نه بهر خپل سفرونه محدود کړي او بل ولایت ته د تګ پرمهال اړوندو ادارو ته خبر ورکړي. په دې ناسته کې ځینو پخوانیو نظامیانو ته خبرداری هم ورکړل شوی که په پاکستان کې مېشت د دوی خپلوان د طالبانو پر ضد فعالیت وکړي، ځمکې او ملکیتونه به یې ضبط شي او د کورنیو پر وړاندې به یې اقدامات وشي.

طالبانو دغه اقدام وروسته له هغه وکړ، چې د بلوچستان په ځینو سیمو کې د دوی د مخالفانو د ځای پرځای کېدو رپوټونه ورکړل شول.

راپورونه ښيي، هغه لوړپوړي نظامي چارواکي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه وتلي؛ پر کورونو او نورو جایدادونو یې طالبانو قبضه کړې او د هغوی بانکي حسابونه یې هم کنګل کړي دي.

یوشمېر پخواني نظامیان چې لاهم په دولتي ادارو کې دندې ترسره کوي وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې ادارو کې د پرېکړو په کچه د ګډون فرصت نه لري او ډېری وخت یوازې په تخنیکي او مسلکي برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د دوی په وینا، پخواني نظامیان د ادارو په رهبرۍ او لوړپوړو مدیریتي بستونو کې حضور نه لري او د پالیسۍ جوړونې او مهمو پرېکړو په برخو کې ورته ونډه نه ورکول کېږي.

په ایران او پاکستان کې پخواني نظامیان

د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتېري، چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي وایي، چې هلته هم له ګڼو اقتصادي، حقوقي او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

په ایران کې مېشت پخوانی قوماندان شایق سنجني افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې شاوخوا ۴۳زره پخواني افغان نظامیان اوس مهال په ایران کې ژوند کوي. د هغه په وینا؛ په دې ډله کې ښځینه نظامیانې هم شاملې دي.

سنجني وایي، چې په ایران کې مېشت پخواني نظامیان له ګڼو اقتصادي، حقوقي او امنیتي ستونزو سره مخ دي. هغه پخواني نظامیان چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

نوموړی اندېښنه څرګندوي، چې که دغه کسان افغانستان ته ستانه کړل شي، ښايي د نیولو، پوښتنو ګروېږنو، امنیتي فشارونو، شکنجې او هدفي بریدونو له ګواښ سره مخ شي.

نوموړی وایي، د پناه غوښتنې او درېیمو هېوادونو ته د لېږد له لارې د ډېرو پخوانیو نظامیانو هڅې تراوسه بې پایلې پاتې دي. هغه زیاتوي، « د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم د دوی وضعیت او دوسیو ته کافي پاملرنه نه ده کړې».

په پاکستان کې مېشت یوه پخواني پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دامهال یو شمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.

د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني نظامیان ثبت شوي، چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. هغه وایي، چې له دغو کسانو یوشمېر هغه له پاکستان نه اېستل شوي او ځینې نور ایران، تاجکستان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو ته تللي دي.

هغه ادعا کوي، چې په پاکستان کې د مېشتو پخوانیو نظامیانو اصلي شمېر تر ثبت شوېو شمېرو ډېر لوړ دی، خو دغه شمېر یوازې هغه کسان ښيي چې د دوی د شورا له خوا ثبت شوي دي.

په پاکستان کې میشت پخواني نظامیان هم د نورو افغان کډوالو په څېر له اقتصادي، حقوقي او امنیتي ستونزو سره مخ دي. د کار نشتوالی، اقتصادي ستونزې او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د دوی له مهمو ستونزو څخه دي.

د یادې شورا غړي وایي، پخواني نظامیان په پاکستان کې هم ځان بشپړ خوندي نه احساسوي. نوموړي په ۲۰۲۵کال کې د بلوچستان پېښه یاده کړه، چې شپږ پخواني افغان نظامیان د ناپېژاندووسله‌والو له خوا په‌کې وژل شوي وو.

هغه زیاتوي، چې په افغانستان کې د پخوانیو نظامیانو د نیونو، ورکېدلو او وژنو راپورونه او له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر د دوی امنیتي اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.

هغه زیاتوي، چې که پخواني نظامیان افغانستان ته ستانه شي، ښايي د نیول کېدو، شکنجې، ورکېدو او هدفي وژنو له ګواښونو سره مخ شي.

پخوانۍ ښځینه سرتېرې

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ښځې د نظامي برخو په ګډون د دولت په ډېرو ادارو کې له دندو لرې شوې او یوازې په محدودو برخو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د پخوانیو ښځینه نظامیانو له ډلې یوشمېر داسې ښځې هم شته، چې د خپلو کورنیو سرپرستي ور ترغاړې ده، خو د دندې له لاسه ورکولو او د عایداتي سرچینو له منځه تلو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.

پخوانۍ ښځینه سرتېرې وایي، چې د امنیتي اندېښنو ترڅنګ بې‌کاري، کډوالي، ټولنیز محدودیتونه او د طالبانو بندیزونو د دوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.

یوې پخوانۍ ساتنمنې چې د جمهوریت پرمهال یې د افغانستان په یوه سویلي ولایت کې دنده ترسره کوله، افغانستان انټرنشنل پښتو ته د امنیتي اندېښنو له امله د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوې ده او اوس په یوه ښځینه روغتون کې د صفاکارې په توګه کار کوي.

هغه وایي، چې له خپل مسلک او دندې سره یې ډېره مینه لرله، خو اوس د خپلو اولادونو د نفقې برابرولو لپاره اړه ده، چې د صفاکارۍ دنده ترسره کړي.

د ملي امنیت یوه پخواني افسر افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خپلې یوې پخوانۍ ښځینه همکارې په اړه ویلي، چې نوموړې د تېرجمهوري نظام پر مهال د لومړۍ بریدمنې په رتبه کې دنده ترسره کوله، خو اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

د نوموړي په وینا، دغه ښځینه افسره څه موده مخکې سخته ناروغه وه، خو د درملنې مالي توان یې نه درلود. هغه وایي، چې د ځینو پخوانیو همکارانو له لارې یې د درملنې لپاره په چنده ورته پیسې ټولې کړې.

دغه پخوانی افسر وایي، د اندېښنې وړ موضوع دا ده چې هغه امنیتي کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځې چې د پخواني نظام پر مهال یې د کار زمینه او مسلکي درناوی درلود، اوس داسې حالت سره مخ دي چې د خپل پخواني مسلک او هویت له امله حتا روغتیايي خدمتونو ته هم په ډاډه زړه لاسرسی نه شي موندلی.

هغه زیاتوي، چې د وېرې فضا د دې لامل شوې چې ډېری پخواني نظامي کارکوونکي په ښکاره د خپلې تېرې دندې په اړه خبرې ونه کړي.

100%

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۲:۵۵ GMT+۱
100%

ټول هغه څه چې زرمینې محمدي د خپل څو کلن مسلکي ژوند له لاسته راوړنو سره را غونډ کړل، په یوه کوچني لاسي بکس کې ځایېدل. د کابل د سقوط له اعلان وروسته هغې په خپل لاسي بکس کې یوازې د څو جوړه جامو او ځینو توکو د اېښودو وخت درلود.

د ۲۰۲۱کال د اګست د ۱۵مې پر غرمه زرمینه لا هم د دفتر پر لور روانه وه. کلونه یې د افغانستان د تلویزیون پر پرده د سیاسي خپرونو کوربه‌توب کړی و او لا یې باور نه کېده، چې حکومت سقوط کړی او طالبانو کابل نیولی دی.

له دفتره زنګ ورته راغی: « مه راځه. کابل سقوط کړی. بېرته کور ته لاړه شه».

زرمینې په لومړي سر کې فکر کاوه، چې همکاران ورسره ټوکې کوي، خو څو دقیقې وروسته د خبرونو سرلیکونو د هغې شک پای ته ورساوه.

هغه وايي، « موږ هره ورځ د ولایتونو د سقوط خبرونه اورېدل، خو بیا مو هم باور نه کاوه چې کابل به دومره ژر سقوط وکړي. موږ فکر کاوه امنیتي ځواکونه به مقاومت وکړي او طالبان به د ښار تر دروازو هم ونه رسېږي».

دغه باور، چې د جمهوریت په وروستیو اونیو کې لا هم د ډېرو افغانانو په ذهن کې ژوندی و، د اګست د پنځلسمې تر غرمې وروسته په چټکۍ سره له‌منځه ولاړ. د دولتي ادارو دروازې وتړل شوې، امنیتي ځواکونه له سړکونو ورکېدل او د ښار بېلابېلو برخو ته د طالبانو د ننوتلو خبرونه خپرېدل. د کابل هوايي ډګر پر لور وتلي سړکونه له موټرو ډک وو او هر چا له ښاره د وتلو هڅه کوله.

زرمینې کور ته تر ستنېدو وروسته لا هم هڅه کوله هر څه سم درک کړي. د دوی د کور ترڅنګ د نجونو یوه خصوصي لېسه وه او زده کوونکې لا هم په ټولګیو کې ناستې وې. هېچا نه وو ورته ویلي چې ښار بدل شوی دی.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما زړه طاقت ونه کړ، ښوونځي ته ورغلم او ټولې مې خبرې کړې، چې کورته ولاړې شي، داسې نه چې دوی په ښوونځي کې بندې پاتې شي».

څو دقیقې وروسته د ښوونځي دهلېزونه ژړاوو ونیول. نجونې، چې څو شېبې مخکې یې عادي درسي ساعتونه درلودل، اوس په وارخطایۍ د کورونو پر لور روانې وې. ځینو ژړل، ځینو خپلو کورنیو ته زنګونه وهل او ځینو یوازې په حیرانتیا شاوخوا کتل. 

زرمینه وايي، دغه صحنه یې تر ټولو ډېره په ذهن کې پاتې ده.

ښار چوپ و، خو تمه لا نه وه مړه شوې

هغه شپه کابل بې‌ساری چوپ و. هغه ښار چې پخوا به یې تر ناوخته د موټرو غږونه او د خلکو تګ‌راتګ نه درېده، داسې ښکارېده لکه ساه یې بنده شوې وي. خلکو د ورځې په رڼا کې خپلې دروازې تړلې وې او هر چا هڅه کوله له سترګو پټ پاتې شي.

زرمینې وویل، « تر ځان مې ډېره کورنۍ ته اندېښمنه وم، چې د هغوی وضعیت به څنګه شي؟ او دا چې زه له څه وضعیت سره مخ کېږم، دې خبرې ته مې لاپام هم نه و».

هغه څو ورځې له کوره ونه وتله. د دفتر مسوولانو هم ورته ویلي وو چې د امنیتي وضعیت له امله دې تر بلې خبرتیا انتظار وباسي. خو تمه لا نه وه مړه شوې. هغې فکر کاوه، ښايي رسنۍ له محدودیتونو سره سره، خپل کار ته دوام ورکړای شي.

هغه وایي: «په دوحه کې د مذاکراتو پرمهال هم د حکومت د مرکچي پلاوي غړو تل دغه ادعا کوله، چې طالبان بدل شوي، خو موږ پوهېدو چې طالبان نه‌دي بدل شوي او همغه پخواني طالبان دي خو بیا مې هم څه ناڅه هیله لرله او دفتر ته د تګ چمتووالی مې ونیوه».

له سقوط څو ورځې وروسته، چې د لومړي ځل لپاره بېرته دفتر ته تلله، کابل یې هغسې ونه موند لکه پخوا یې چې لیدلی و. د امنیتي ځواکونو پر ځای د طالبانو وسله‌وال د وزارتونو او دولتي ودانیو مخې ته ولاړ وو. هغه رېنجرونه او وسایط چې تر پرونه د جمهوریت امنیتي ځواکونو کارول، اوس د نویو واکمنو په لاس کې وو.

زرمینه دفتر ته ورسېده او خپلې خپرونې یې بشپړې کړې، خو د ورځې په پای کې ورته وویل شول چې طالبان د دا ډول سیاسي خپرونو دوام نه مني.

نوموړې وايي، « همغه ورځ پوهه شوم چې هر څه ختم شوي دي. همغه ورځ مې پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدم».

خو د افغانستان پرېښودل ، د هېواد، مسلک، خپل ښار او خپل تېر ژوند ټولو پرېښودل وو.

د وتلو لپاره یې د یوه بهرني سفارت په مرسته د تخلیې دوسیه برابره کړه. څو ورځې وروسته، چې د کابل هوايي ډګر ته لاړه، داسې یې انګېرله لکه ټول ښار چې د تخلیې په هڅه کې وي. د هوايي ډګر شاوخوا د خلکو ګڼه ګوڼه، وېره او بې‌باوري خپره وه. هر لور ته خلک په دې تمه ولاړ وو، چې ښايي له دې دروازې واوړي او له هغه حالت څخه ووځي چې نور یې د ژوند لپاره خوندي نه باله.

خو هوايي ډګر ته رسېدل د یوې بلې سختې مرحلې پیل و.

زرمینه وايي، د هوايي ډګر پر لور په لاره کې یې داسې صحنې ولیدې چې هېڅکله یې نه شي هېرولای. خلکو له وېرې یو بل پسې منډې وهلې، ښځې او ماشومان وارخطا وو او هر چا هڅه کوله د وتلو لاره ومومي.

100%

د همدې ګډوډۍ په منځ کې د هغې د یوه همکار کورنۍ له یوې خواشینوونکې پېښې سره مخ شوه. د همکار مېرمن یې، چې امېندواره وه، د سختو دردونو له امله هوايي ډګر ته په ننوتلو بریالۍ نه شوه. همکار یې د خپل ځان د ژغورلو او د مېرمنې د پاتې کېدو ترمنځ له داسې انتخاب سره مخ شو چې ښايي هیڅ وخت یې تصور نه و کړی.

هېڅوک نه پوهېدل چې څه کېږي

د اګست په وروستیو ورځو کې چې د هوايي ډګر شاوخوا څوک راټول وو، د هر یوه په ذهن کې د وېرې او بې باورۍ بېل روایت پاتې دی.

بلقیس (مستعار نوم)، چې د زرمینې همکاره او د خپرونو چمتو کوونکې وه، وايي چې د تخلیې له ورځې پنځه کاله وروسته هم د هوايي ډګر صحنې د هغې له ذهنه نه دي وتلې.

هغې له خپل ورور او یوې بلې همکارې سره هڅه کوله چې د هوايي ډګر دروازې ته ځان ورسوي، خو هلته وضعیت له تصور څخه ډېر خراب و. زرګونه کسان د دروازو مخې ته راټول وو، خلکو یو بل ټېل وهل، ډزې وې، چیغې او ژړاګانې وې او هره شېبه د نامعلوم برخلیک وېره زیاتېده.

هغه وايي، « تر ټولو سخته خبره دا وه چې هېڅوک نه پوهېدل څه کېږي او چېرته ځو. ټولو یوازې دا غوښتل چې له هېواده ووځي».

د هوايي ډګر د دېوالونو ترڅنګ ځینو ځوانانو هڅه کوله له هرې ممکنې لارې ځان دننه ورسوي. ځینو له لوړو دېوالونو د تېرېدو هڅه کوله او ځینو کورنۍ هڅولې چې خپل ماشومان د امنیت لپاره بلې خوا ته ورسوي. خو په دې ګډوډۍ کې داسې کورنۍ هم وې چې یو غړی به یې دننه شو او نور به د دیوال بلې خوا پاتې شول.

100%

بلقیس وايي، د یوې شپې او یوې ورځې لپاره یې د هوايي ډګر شاته انتظار وکړ، خو د ننوتلو اجازه یې ترلاسه نه کړه. وروسته ورته له دفتره خبر ورکړل شو چې باید سرینا هوټل ته لاړ شي، څو د تخلیې لپاره بله لاره برابره شي.

دلته ځینو له پخوانیو چارواکو، ځینو له بهرنیو سفارتونو او ځینو له خپلو پېژندویه ادارو مرسته غوښتله، خو هېڅوک نه پوهېدل چې څوک به وځي او څوک به پاتې شي.

وروسته قطري ځواکونو دوی په بسونو کې هوايي ډګر ته ولېږدول. خو حتا تر هوايي ډګر پورې سفر هم له وېرې خالي نه و. بلقیس وايي، څو ځله وسله‌وال کسان بس ته پورته شول، له مسافرو سره یې سخت چلند وکړ او هڅه یې وکړه چې ځینې کسان ښکته کړي، خو د قطري ځواکونو مداخلې یې مخه ونیوله.

کله چې بالاخره هوايي ډګر ته دننه شول، لا هم د ژغورل کېدو باور نه و. هغوی یوه شپه او یوه ورځ هلته منتظر پاتې شول. خواړه کم وو، ماشومان ستړي او وږي وو او هېڅوک نه پوهېدل چې د دوی نومونه به د وتلو په لېست کې وي او که نه.

هغه وايي، « د همکارانو ماشومان مو وږي وو، خو بالاخره امریکایي ځواکونو د خوړو کڅوړې پر ټولو ووېشلې. ټولو به ویل چې ستاسو کېس معلوم نه دی، انتظار وکړئ».

هره شېبه له دې پوښتنې سره تېرېده، چې ایا له دې ځایه به ووځي او که بېرته به همغه ښار ته ستنېږي، چې دوی ترې وتل غوښتل؟

بالاخره تر یوې شپې او ورځې وروسته روښانه شوه چې دوی قطر ته وړي او هغه ترټولو بده شېبه وه ځکه دوی له خپلو کورنیو سره د ټېلیفون په کرښه خدای پاماني کوله او کورنۍ هم د دوی د ناروښانه برخلیک له کبله اندېښمنې وې.

بلقیس وايي، « موږ نه پوهېدو چې چېرته ځو، ولې ځو او بیا به کله خپلو کورنیو ته ستنېږو».

وروسته دوی د امریکا په یوه لویه پوځي الوتکه کې سپاره شول. سلګونه کسان د الوتکې پر تلي ناست وو، خبرې کمې وې او چوپتیا د هر چا د سترګو له اوښکو سره ګډه شوې وه.

100%

د تخلیې ۱۵ ورځني عملیات

د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۱۵مه د جمهوریت له پرځېدو سره هم‌مهاله له کابل هوایي ډګره د بهرنیانو او د هغوی د افغان همکارانو د اېستلو عملیات هم پیل شول.

دغه ۱۵ ورځني عملیات، چې د اګسټ تر ۳۰مه یې دوام وکړ، سي۱۷ بار وړونکې الوتکې ته د جنرال کرېس دوناهیو په نامه د وروستي امریکايي سرتېري په ختلو سره پای ته ورسېدل.

100%

په دغو عملیاتو کې بېلابېلو هېوادونو لسګونه زره کسان په لویو پوځي الوتکو کې تخلیه کړل. دغه تخلیه هم له کړاوه ډکه وه، د ځینو کورنیو ماشومان په‌کې لادرکه شول او له ځینو بیا د کورنۍ غړي پاتې شول.

وضعیت تر دې حده ناروښانه او وېروونکی و، چې ګڼو ځوانانو د الوتکو پر وزرونو ځانونه نښلول او د هېواد پرېښودو هڅه یې کوله.

د الوتکو له وزره د پرېوتو په ځینو پېښو کې هم یوشمېر ځوانان مړه شول. د ځینو راپورونو له مخې په دې پېښو کې ۱۸کلن شفیع الله هوتک، ۱۷کلن فوټبالر ذکي انوري او د غاښونو ۲۴کلن ډاکټر فدا محمدامیر مړه شول.

د ۲۰۲۱کال د تخلیې عملیاتو او ګڼې ګوڼې پرمهال (د اګست په ۲۶مه) پر کابل هوایي ډګر یو ځانمرګی برید هم وشو، چې وروسته یې پړه د داعش خراسان ډلې ومنله او ۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغانان پکې ووژل شول.

100%

خو بیاهم د کابل هوایي ډګر په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه کمه نه شوه او هرچا غوښتل چې له هېواده ووځي.

د کابل له هوایي ډګره د تخلیې تر دغه ۱۵ ورځنیو عملیاتو وروسته سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د اګست له ۱۴مې راهیسې یې تر ۱۱۴زره ډېر خلک اېستلي دي.

په دغو عملیاتو کې برېتانیا تر ۱۵زره ډېر، کاناډا ۳۷۰۰، جرمني تر څلور زره ډېر، فرانسې تر ۲۶۰۰ ډېر، اېټالیا نږدې ۵پنځه زره، سویډن ۱۱۰۰، بلجیم ۱۴۰۰، اېرلنډ ۱۵، پولنډ ۹۰۰، هنګري ۵۴۰، ډنمارک ۱۰۰۰، اوکراین تر ۶۰۰ ډېر، اتریش ۱۰۹، سویس ۳۸۷، هالنډ ۲۵۰۰، هسپانیا ۱۸۹۸، ترکیې ۱۴۰۰، هند ۵۶۵، اسټرالیا ۴۱۰۰ او نیوزیلنډ ۲۷۶ افغانان او بهرني وګړي و اېستل.

100%

د کندهار محدودیتونه څنګه د ټول هېواد لپاره په رسمي تګلاره بدل شول؟

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

هغه څه چې لومړی په کندهار کې محدودې پرېکړې بلل کېدې، ډېر ژر د افغانستان د رسنیو په تړاو د طالبانو د رسمي سیاست برخه وګرځېدې. د ښځو پر غږ او انځورونو بندیز، د موسیقۍ او تفریحي خپرونو بندول او د رسنیو مستقیم څار هغه اقدامات دي چې لومړی په کندهار او وروسته نورو ولایتونو کې پلي شول.

د رسنیزو بنسټونو د رپوټونو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې رسنیو ته تر ۸۰ ډېر رسمي او نارسمي مکتوبونه او شفاهي لارښوونې شوې چې په بېلابېلو موضوعاتو کې یې د خپرونو د څرنګوالي، د مرکو د منځپانګې، د مېلمنو د انتخاب، د ښځو د حضور، د موسیقۍ، د تصویر او د ټولنیزو او سیاسي موضوعاتو د خپرولو حدود مشخصول.

د کابل د یوه خصوصي تلویزیون مسوول وایي، «کله چې په کندهار کې نوی محدودیت اعلانیږي، موږپوهېږو، چې ژر یا وروسته به زموږ وار هم راورسېږي».

له همدې امله د هغه تر مدیریت لاندې اداره له مسایلو سره محتاطانه چلند کوي.

د ۲۰۲۱کال له اګسټ وروسته د بیان ازادۍ وضعیت په چټکۍ سره بدل شوی او هغه رسنیز چاپېریال چې د دوو لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوی و، په تدریجي ډول د سختو محدودیتونو، امنیتي فشارونو او پراخ سانسور تر اغېز لاندې راغلی دی.

د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان وایي، په لومړیو میاشتو کې ګڼې رسنۍ د احتیاط په پړاو کې پاتې شوې او تمه یې لرله چې نوي محدودیتونه به لنډمهاله وي، خو د وخت په تېرېدو دغه محدودیتونه نه یوازې کم نه شول، بلکې هره ورځ نوي مکتوبونه، شفاهي لارښوونې او مقررات صادریږي، چې د رسنیو د فعالیت ساحه ورځ تر بلې تنګوي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶کال د رسنیو د ازادۍ په نړۍوال شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای ته ښکته کړی، چې دا د نړۍ د تر ټولو محدودو رسنیزو چاپېریالونو وضعیت څرګندوي.

کندهار د طالبانو د پالیسیو ازمویښتځای

که د افغانستان په وروستیو پنځو کلونو کې د رسنیزو محدودیتونو لړۍ په کره ډول وڅېړل شي، ښيي چې د بیان ازادۍ د خاموشۍ لومړنۍ تجربې په کندهار کې عملي شوې.

هغه اقدامات چې په پیل کې یوازې د همدې ولایت په رسنیو پورې محدود برېښېدل، وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېدل او بالاخره د رسنیو لپاره په یوې عمومي تګلارې بدل شول.

د رسنیو ګڼ مسوولان وایي، په لومړیو میاشتو کې به په کندهار کې سیمه‌ییزو راډیوګانو او تلویزیونونو ته شفاهي سپارښتنې کېدې چې د خپرونو منځپانګه بدله کړي، ځینې پروګرامونه بند کړي او له هغو موضوعاتو ډډه وکړي چې د طالب چارواکو له نظره مناسب نه ګڼل کېدل.

د کندهار یو پخوانی خبریال چې اوس له هېواده بهر ژوند کوي وایي: «موږ احساس کاوه چې هره اونۍ به نوی محدودیت راځي، لومړی ویل کېدل دغه پرېکړه یوازې د کندهار لپاره ده، خو څو اونۍ وروسته به مو همغه پرېکړه په نورو ولایتونو کې هم لیدله».

د هغه په وینا، له دې سره سره، په رسنیو کې د ښځو غږ یا کار او دې ته ورته ګڼ نور بندیزونه یوازې تر کندهاره محدود دي.

د رسنیو د محدودېدو په لړ کې تر ټولو لومړی اقدام په راډیوګانو کې د ښځو پر غږ بندیز و.

دغه پرېکړه لومړی په کندهار کې عملي شوه او وروسته د افغانستان ګڼو نورو ولایتونو ته هم وغځېده. هغه مهال سیمه‌ییزو راډیوګانو ته سپارښتنه وشوه، چې ښځینه ویاندویانې نورې خپرونې نه شي وړاندې کولی او هغه خپرونې چې د ښځو په غږ خپرېدې باید له نشراتو واېستل شي.

له دې پرېکړې سره د ښځینه خبریالانو د ګوښه کېدو ترڅنګ، لسګونه ټولنیز، روغتیایي، ښوونیز او کورني پروګرامونه هم په ټپه ودرېدل، ځکه ډېری دغه خپرونې ښځینه ویاندویانو وړاندې کولې.

په کندهار کې د راډیوګانو مسوولان اړ شول، چې د دغو خپرونو پر ځای ترانې، مذهبي مطالب او یا هم داسې خپرونې خپرې کړي چې هېڅ ښځینه غږ پکې نه وي، حتا په ځینو مواردو کې هغه سوداګریز اعلانونه هم بند شول چې د ښځو یا ماشومانو غږونه پکې وو.

د ساکښو موجوداتو پر تصویر بندیز

د افغانستان د رسنیزو محدودیتونو په لړ کې د ښځو پر غږ تر بندیز وروسته هغه پرېکړه چې د ټلویزیوني ژورنالېزم پر ماهیت یې تر ټولو ژور اغېز وکړ، د ساکښو موجوداتو د تصویر اخیستلو او خپرولو بندیز و.

دغه محدودیت چې لومړی په کندهار کې عملي شو وروسته په تدریجي ډول د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځېد او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له نافذېدو سره یې عملي بڼه خپله کړه.

د رسنیو مسوولین وایي، تر دې پرېکړې وروسته د افغانستان تلویزیوني رسنۍ له خپل اصلي رسالت څخه بې‌برخې شوې، ځکه د ټلویزیون اساسي وسیله انځور او ویډیو ده او له هغې پرته تلوېزیون یوازې د غږ خپرولو یوه محدوده وسیله پاتې کېږي.

د کندهار په سیمه‌ییزو انځوریزو رسنیو کې د دغه محدودیت د عملي کېدو له لومړیو ورځو رسنیو ته سپارښتنه وشوه، چې نور به د انسانانو او نورو ساکښو موجوداتو ویډیويي انځورونه نه خپروي.

تصویري راپورونه، د دولتي ادارو د غونډو پوښښ، د خلکو مرکې، مستند راپورونه او ان د ویډیو په بڼه د ټولنیزو ستونزو مستندول په عملي ډول له منځه ولاړل.

100%

د ښځینه خبریالانو تدریجي اېستل

تر ۲۰۲۱کال وړاندې د افغانستان په رسنیو کې زرګونه ښځینه خبریالانې، ویاندویانې، پروډیوسرانې، تصویر اخیستونکې، د خپرونو چلوونکې او تخنیکي کارکوونکې په کار بوختې وې.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د شمېرو له مخې، هغه مهال شاوخوا ۲۸۳۳ ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، چاپي او انلاین رسنیو کې فعالیت درلود.

په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، پکتیکا، لوګر او بامیان کې ښځو نه یوازې د ټلویزیون پر څپو خبرونه وړاندې کول، بلکې سیاسي مناظرې، ټولنیز پروګرامونه، اقتصادي خپرونې او څېړنیز راپورونه یې هم چمتو کول.

خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دغه انځور په چټکۍ سره بدل شو، په لومړیو میاشتو کې یو شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو او ناروښانه وضعیت له امله د خپلو ښځینه کارکوونکو قراردادونه وځنډول.

د کندهار یوه پخوانۍ تلویزیوني ویانده، چې اوس په بهر کې ژوند کوي، وایي: «په لومړیو کې موږ ته ویل کېدل، چې یوازې څو ورځې کور کې پاتې شئ، وروسته به وضعیت عادي شي، خو ورځې په اونیو، اونۍ په میاشتو او میاشتې په کلونو واوښتې، ورو ورو پوه شوو چې زموږ لپاره د بېرته ستنېدو دروازې تړل شوې دي».

د رسنیو ډېری مدیران هم مني، چې د ښځینه کارکوونکو د ساتلو لپاره یې هڅې وکړې، خو د نویو مقرراتو، امنیتي فشارونو او د اقتصادي سرچینو د کمښت له امله ونه توانېدل چې پخوانی جوړښت وساتي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال تر پایه د ښځینه رسنیزو کارکوونکو شمېر شاوخوا ۷۴۷ تنو ته راټیټ شو. دا په دې معنا چې په پنځو کلونو کې د ښځو حضور په رسنیز ډګر کې نږدې ۷۴ سلنه کم شوی دی.

تور ماسکونه، د ښځینه هویت سانسورول

هغه مکتوب چې له مخې یې د تلویزیوني خپرونو پرمهال د ښځینه ویندویانو مخ پټول لازمي وګرځول شول، د افغانستان دننه او بهر پراخ غبرګونونه راوپارول.

د تلویزیونونو یوشمېر مسوولین وایي، د یادې پرېکړې له عملي کېدو وروسته ګڼې ښځینه ویاندویانې له سختو روحي فشارونو سره مخ شوې، ځکه د تلویزیوني ژورنالېزم یو مهم اصل د ویاند او مخاطب ترمنځ بصري اړیکه ده.

د کابل د یوه خصوصي تلویزیون پخوانۍ ویانده ،چې اوس په اروپا کې ژوند کوي، وایي: «موږ احساس کاوه چې زموږ غږ، څېره او هویت په تدریجي ډول له سکرین نه حذفېږي. د تلویزیون ویاند یوازې خبر لوستونکی نه وي، د رسنۍ د اعتبار یوه برخه وي. کله دې، چې مخ پټ شي، داسې احساس کوې چې ستا مسلکي هویت هم درنه اخیستل شوی دی».

د بې‌پولې خبریالانو سازمان، د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په خپلو ارزونو کې یادونه کړې، چې د ښځینه خبریالانو پر حضور لګېدلي محدودیتونه د رسنیو پر تنوع، د معلوماتو پر ازاد بهیر او د ټولنې د نیمایي وګړو پر استازیتوب ژور منفي اغېز لري.

د افغانستان د رسنیو د پنځه کلن زوال تر ټولو څرګند انځور د هغو سلګونه رسنیو په تړل کېدو کې لیدل کېږي، چې یو وخت یې د هېواد د اطلاعاتي نظام ملا تړله.

د ۲۰۲۱کال د اګست تر ۱۵مې نېټې مخکې په افغانستان کې ۵۴۷ راجستر شویو او فعالو رسنیو فعالیت درلود. په دې کې ملي او سیمه‌ییز تلویزیونونه، راډیوګانې، چاپي خپرونې، خبري اژانسونه او انلاین رسنۍ شاملې وې.

خو د نظام له بدلون وروسته دغه انځور په بې‌ساري ډول بدل شو، د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې؛ یوازې د لومړي کال په ترڅ کې ۲۱۹ رسنیو خپل فعالیت ودراوه.

دا ډېری خصوصي رسنۍ وې چې د اقتصادي سرچینو د له منځه تلو، د اعلانونو د بازار سقوط، د نړۍوالو تمویلوونکو د مرستو بندېدو او د نویو محدودیتونو له امله یې نور د فعالیت توان نه درلود.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) وروستي معلومات ښيي، چې اوسمهال تر نیمایي ډېرې هغه رسنۍ چې تر ۲۰۲۱کال مخکې فعالې وې نور فعالیت نه کوي او د افغانستان رسنیز چاپېریال د تاریخ له تر ټولو ستر ناورین سره مخ شوی دی.

امسو دارنګه ویلي، چې د رسنیزو بنسټونو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۱ کال وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰ فعال تلویزیوني چینلونه موجود وو، خو اوس دغه شمېر تر ۷۰ هم کم شوی دی.

د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې اوس هغه تصویري راپورونه، ژوندۍ خپرونې او عامه مناظرې نه لیدل کېږي چې څو کاله وړاندې د خلکو د ورځني ژوند برخه وه.

د امسو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱کال تر اګست مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۱زره او ۸۵۷ خبریالانو په بېلابېلو رسنیو کې کار کاوه، خو یوازې یو کال وروسته دغه شمېر ۴زره او ۷۵۹ تنو ته راټیټ شو.

د یاد مرکز د راپور پربنسټ، په لومړي کال کې نږدې ۶۰ سلنه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې. د وروستیو ارزونو له مخې، اوسمهال له دوو پر دریو څخه زیاتو خبریالانو یا ژورنالېزم پرېښی، یا نورو مسلکونو ته تللي او یا هم د امنیتي ستونزو له امله له هېواده وتلي دي.

په دې منځ کې ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغیزمنې شوې دي.

د رسنیزو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال تر اګست مخکې له ۲زرو څخه زیاتو ښځو په راډیوګانو، تلویزیونونو، خبري اژانسونو او چاپي رسنیو کې کار کاوه، خو نن ورځ په ټول افغانستان کې یوازې شاوخوا ۱۹۰ ښځینه خبریالانې په رسنیزو بنسټونو کې پاتې دي.

د ښځینه خبریالانو له ټول شمېر څخه یوازې شاوخوا ۹،۶ سلنه اجازه لري، چې په خپل کاري چاپېریال کې حضور ولري. ډېری نورې یا په مستعارو نومونو کار کوي، یا د پردې تر شا تخنیکي دندې ترسره کوي او یا هم په عام محضر کې د راڅرګندېدو د خطرونو له وېرې د خپل هویت له څرګندولو ډډه کوي.

په ورته مهال تر ۷۰ سلنې زیاتې ښځینه خبریالانې وایي، د خپل مسلک د دوام لپاره ځان‌سانسوري کوي او له هغو موضوعاتو ډډه کوي چې د ستونزو د رامنځته کېدو احتمال پکې وي.

100%

د رسنیو د ازادۍ نړۍوال شاخص او افغانستان

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د رسنیو د ازادۍ نړۍوال شاخص ښيي، چې افغانستان په پرله‌پسې ډول خپل ځای له لاسه ورکړی دی.

افغانستان په ۲۰۲۱کال کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۲م مقام درلود، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۲کال کې ۱۵۶م مقام ته ښکته شو.که څه هم په ۲۰۲۳کال کې یې لږ بدلون وکړ او ۱۵۲م ځای یې خپل کړ، خو په ۲۰۲۴کال کې وضعیت یو ځل بیا خراب شو او هېواد ۱۷۸م مقام ته ولوېد.

په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې افغانستان په ۱۷۵م مقام کې پاتې شو، چې دا د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې خبریالي او د بیان ازادي پکې تر ټولو سختو محدودیتونو سره مخ ده.

د رسنیو تړل، د زرګونه خبریالانو بې‌کاري، د ښځینه خبریالانو ګوښه کېدل، د سانسور پراخېدل،معلوماتو ته محدود لاسرسی او د ځان‌سانسورۍ زیاتوالی هغه لاملونه دي چې افغانستان یې د بیان ازادۍ د نړۍوالې ډلبندۍ په وروستیو کتارونو کې درولی دی.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) هم په خپلو وروستیو ارزونو کې ویلي، چې د افغانستان رسنیز چاپېریال په تېرو پنځو کلونو کې له ژورو بدلونونو سره مخ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اړوندو ادارو او یونسکو هم په خپلو راپورونو کې ټینګار کړی، چې د بیان ازادي یوازې د خبریالانو حق نه، بلکې د ټولنې د هر وګړي بنسټیز حق دی.

په ډېرو ولایتونو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو، د امر بالمعروف ادارو او ځینو امنیتي ارګانونو له خوا په جلا، جلا ډول رسنیو ته لارښوونې ورکول کیږي، چې په پایله کې یې د رسنیو د کار ساحه ورځ تر بلې تنګیږي.

د سیاسي مناظرو محدودول، د طالبانو د ادارې پر کړنو د انتقادي راپورونو کمول، د ښځینه مېلمنو او ویاندویانو د حضور محدودول، د موسیقۍ او تفریحي پروګرامونو بندېدل او د ساکښو موجوداتو د تصویر اخیستلو مخنیوی ټول د همدې لارښوونو برخه دي.

د رسنیو مسوولین وایي، د دغه مقرراتو له ډېرېدو وروسته د هر راپور، مرکې او خپرونې تر خپرېدو مخکې د هغې د احتمالي پایلو ارزونه اړینه شوې ده.

په کندهار کې د یوې خصوصي راډیو مدیر وایي: «پخوا به مو یوازې د ژورنالېزم اصول په پام کې نیول، خو اوس باید په دې فکر هم وکړو، چې کومه جمله، کوم تصویر او یا کومه پوښتنه ستونزه جوړولای شي».

د رسنیو پر فعالیتونو د رسمي محدودیتونو ترڅنګ د خبریالانو او د خواله شبکو د فعالانو په باور؛ د امنیتي او استخباراتي ادارو دوامداره څار په افغانستان کې د ځان‌سانسورۍ کلتور بې‌ساری پراخ کړی دی.

د خبریالانو په وینا، اوس د یوه راپور، یوې مرکې او یا حتا د فېسبوک د یوه لنډ پوسټ له خپرېدو مخکې ډېر کسان څو ځله فکر کوي چې ښايي د دوی لیکنه یا څرګندونې ستونزې رامنځته کړي.

د همدې وېرې له امله ګڼ شمېر رسنیو خپل انتقادي پروګرامونه بند کړي او یا یې د خپرونو منځپانګه تر ډېره په رسمي معلوماتو پورې محدوده کړې ده.

په کندهار کې یو ټولنیز فعال په دې اړه وایي: « تر ټولو خطرناک حالت دا دی چې انسان خپله له وېرې خبرې نه کوي، نن ډېر خلک له همدې حالت سره مخ دي. زه یې دوه ځله د فیسبوک په عادي پوسټ بندي کړی یم، نو څنګه بیا څه ووایم».

خبریالان وایي، د ازادو او انتقادي بحثونو نشتوالی د دې لامل شوی چې د خلکو اصلي ستونزې او بېلابېل نظرونه نور د رسنیو له لارې منعکس نه شي.

د کندهار یو خبریال چې دامهال په یوه محلي رسنۍ کې کار کوي، وایي: «ډېر کسان راسره د خبرو کولو جرات نه کوي او هر کس وایي چې د طالبانو غوښتنه نه شو منلی او یا پر هغوی انتقاد نه شو کولای».

د خبریالانو نیول، ګواښل او جلاوطني

د بیان ازادۍ د محدودېدو ترڅنګ، د افغان خبریالانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو، نیونو او جلاوطنۍ لړۍ هم په تېرو پنځو کلونو کې بې‌سارې پراخه شوې ده.

لسګونه خبریالان د خپلو راپورونو، انتقادي لیکنو او یا هم رسنیز فعالیت له امله له امنیتي فشارونو سره مخ شوي، ځینې په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه نیول شوي او ګڼ شمېر نور د احتمالي نیول کېدو له وېرې له هېواده وتلو ته اړ شوي د.

د کندهار یو خبریال چې اوس په امریکا کې ژوند کوي وایي: « نه مې غوښتل خپل هېواد پرېږدم، خو پوهېدم که پاتې شم، یا به زندان ته ولاړ شم او یا به نور هېڅکله د خبریال په توګه کار ونه کړم ځکه درې ځله بندي شوم او د مرګ ګواښونه راته کېدل».

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) افغانستان د «خبریالانو د تبعید اصلي مرکز» بللی او ویلي یې دي، چې د ۲۰۲۱کال تر بدلون وروسته لږترلږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او د رسنیزو محدودیتونو له امله د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستان نه وتلي دي.

د یاد سازمان په وینا، دغه شمېر د نړۍ په کچه د هغو جلاوطنه خبریالانو نږدې نیمايي جوړوي، چې د RSF تر ملاتړ لاندې دي.

راپور څرګندوي، چې د رسنیو پر فعالیتونو پراخ محدودیتونه، امنیتي ګواښونه، خپل‌سرې نیونې او د عامه فضا محدودېدل هغه لاملونه دي چې سلګونه افغان خبریالان یې د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړي دي. د راپور له مخې؛ د وتلو تر ټولو لویه څپه په ۲۰۲۲کال کې ثبت شوې چې ۱۸۳ خبریالان کیږي.

دغه سازمان زیاتوي، چې د جلاوطنۍ بهیر لاهم دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې ۸۲ نور افغان خبریالان د امنیتي اندېښنو له امله له هېواده وتلي دي. ډېری دغه خبریالان اوس په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې له ناروښانه او بې‌ثباته وضعیت سره مخ دي.

د محروم شوي نسل حساب؛ هغه نجونې چې باید په ۲۰۲۶ کال کې فارغې شوې وای

۲۵ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶ اګست ۲۰۲۶، ۱۲:۲۸ GMT+۱
•
مسکا سنګر نیازۍ
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د نجونو د زده‌کړو بهیر په ناڅاپي ډول ودرېد. هغه نجونې چې هغه مهال په اووم ټولګي کې وې، په عادي حالت کې یې باید سږ کال د ۱۲ بریلیکونه ترلاسه کړي وای، خو د ښوونځیو تړلو له امله یو بل نسل هم شپږم ټولګي ته رسېدلی او د زده‌کړو له دوام څخه محروم شوی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې څومره نجونې محرومې شوې؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د هلکانو ثانوي ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړه. یونسکو ویلي چې په لومړي پړاو کې شاوخوا ۱،۱ میلیونه نجونې او ځوانې ښځې له رسمي ثانوي زده‌کړو محرومې شوې.

دا شمېر یوازې د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د لومړنۍ محرومې شوې ډلې اټکل و؛ یعنې ټولې هغه نجونې پکې نه شاملېدې چې له دې وړاندې د بې‌وزلۍ، جګړې، ناامنۍ، کډوالۍ یا ښوونځیو ته د نه لاسرسي له امله له زده‌کړو پاتې وې.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو له اعلان شوې ژمنې هم شاتګ وکړ. نجونې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ ښوونځیو ته ورغلې، خو څو ساعته وروسته بېرته کورونو ته واستول شوې. د ۲۰۲۳ کال د جون تر پایه، د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو رسمي ښوونځي وتړل شول.

یونسکو په ۲۰۲۴ کال کې د بندیز له امله د محرومو نجونو شمېر لږ تر لږه ۱،۴ میلیون ښودلی و، خو یونیسف د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې وویل چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره نږدې ۴۰۰ زره نورې نجونې هم له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته پرې‌نښودل شوې او مجموعي شمېر ۲،۲ میلیونو ته ورسېد. د یونیسف د ۲۰۲۵ کال کلني راپور هم تایید کړه چې بندیز تر هغه کال له ۲،۲ میلیون څخه د زیاتو نجونو پر ژوند اغېز کړی دی.

له همدې امله، په راپور کې باید دوه شمېرې سره ګډې نه شي:۱،۱میلیون د ۲۰۲۱ کال په لومړي پړاو کې د بندیز له امله اغېزمنې شوې نجونې وې.

۲،۲میلیون د ۲۰۲۵ کال تر پایه د هغو ټولو تنکیو نجونو مجموعي شمېر و چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته پرې‌نښودل شوې.

د یونسکو او یونیسف په وینا، افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې له ثانوي او لوړو زده‌کړو په رسمي ډول منع دي.

100%

په ۲۰۲۶ کال کې باید څومره نجونې فارغې شوې وای؟

د دې پوښتنې لپاره تر اوسه د ملګرو ملتونو یا د طالبانو د پوهنې وزارت کوم رسمي او کره رقم نشته، خو د بندیز تر مخه د نوم‌لیکنې له شمېرو څخه یو محتاط اټکل اخیستل کېدای شي.

هغه شاوخوا ۱،۱ میلیون نجونې چې په ۲۰۲۱ کال کې له اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې شاملې وې، که یې زده‌کړو په عادي ډول دوام کړی وای، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ به په تدریجي ډول د دوولسم ټولګي د بشپړولو پړاو ته رسېدلې وای. له همدې امله ویل کېدای شي چې تر ۲۰۲۶ کال پورې د نږدې ۱،۱ میلیون نجونو د ښوونځي د بشپړولو امکان له منځه تللی دی.

خو دا باید د «قطعي فارغانو» شمېر ونه بلل شي ځکه د ټولګیو د تکرار، پرېښودو، بې‌ځایه کېدو، کم‌عمره ودونو او نورو ستونزو له امله به ټولې ثبت شوې نجونې حتما نه فارغېدې. دا شمېره د هغو نجونو د تعلیمي فرصت اندازه ښيي چې باید د فراغت پر لور تللې وای.

د هغو نجونو د شمېر لپاره چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې باید فارغې شوې وای، تر ټولو محتاط اټکل شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې دی. دا هغه نسل دی چې په ۲۰۲۱ کال کې تقریبا په اووم ټولګي کې و او سږ کال باید دولسم ټولګی یې بشپړ کړی وای.

په ۲۰۲۱ کال کې نږدې ۱،۱ میلیون نجونې په شپږو ټولګیوله اووم څخه تر دولسم پورې وې. که دا شمېر پر شپږو ټولګیو ووېشل شي، د هر ټولګي منځنی شمېر نږدې ۱۸۳ زره کېږي.

دا یوازې یو تحلیلي اټکل دی، نه د ۲۰۲۶ کال رسمي احصایه. د ټولګیو ترمنځ د زده‌کوونکو شمېر مساوي نه و او په لوړو ټولګیو کې عموما د نجونو شمېر کمېده. له همدې امله

د بندیز تر مخه د نوم‌لیکنې د موجودو شمېرو پر بنسټ اټکل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې د اووم ټولګي شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې باید په ۲۰۲۶ کال کې له دولسم ټولګي فارغې شوې وای؛ خو د پنځه کلن بندیز له امله دغه نسل له رسمي ثانوي زده‌کړو او فراغت څخه محروم شو.

څومره نجونې لېسې او پوهنتون ته نه دي تللې؟

د ښوونځیو په برخه کې، د یونیسف وروستۍ روښانه شمېره ښيي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه له شپږم ټولګي پورته له ۲،۲ میلیون څخه زیاتې نجونې له رسمي زده‌کړو محرومې شوې وې.

که هر کال نږدې ۳۹۷ زره نورې نجونې شپږم ټولګی بشپړوي، خو اووم ټولګي ته نه پرېښودل کېږي، بندیز د یوې ثابتې ډلې پر ځای هر کال یو نوی نسل هم اغېزمنوي. یونیسف اټکل کړی چې که بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له لومړنیو زده‌کړو پورته به د محرومو نجونو مجموعي شمېر له څلورو میلیونو واوړي.

د پوهنتونونو وضعیت جلا دی. طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په ۲۰مه په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه. یونسکو وايي، دې پرېکړې له ۱۰۰ زرو زیاتې ښځینه محصلانې لوړو زده‌کړو ته له لاسرسي محرومې کړې.

د ښوونځي ۲،۲ میلیونه او د پوهنتون له ۱۰۰ زرو زیاتې محصلانې باید په ساده ډول سره جمع نه شي ځکه دا شمېرې په بېلابېلو وختونو او میتودونو راټولې شوې او د ځینو نجونو ترمنځ د عمر او تعلیمي مسیر د تداخل امکان شته.

بندیز د لومړنیو زده‌کړو بنسټ هم کمزوری کړی

که څه هم نجونې تر شپږم ټولګي پورې د زده‌کړو اجازه لري، لومړنۍ زده‌کړې هم خوندي نه دي پاتې. د ښوونځي د عمر میلیونونه ماشومان لا هم له زده‌کړو بهر دي او نجونې یې لویه برخه جوړوي.

د ثانوي ښوونځي نشتوالی کورنۍ بې‌انګېزې کوي چې لوڼې په لومړني ښوونځي کې شاملې یا تر شپږم ټولګي پورې وساتي. د کورنیو لپاره دا پوښتنه پیدا کېږي چې کله نجلۍ له شپږم ټولګي وروسته د زده‌کړې، پوهنتون او رسمي دندې اجازه نه لري، نو ولې دې لومړنۍ زده‌کړې بشپړې کړي؟

په دې توګه، بندیز یوازې د اووم څخه تر دولسم ټولګي پورې دروازه نه ده تړلې؛ بلکې د نجونو د زده‌کړو ټول مسیر یې بې‌هدفه کړی دی.

100%

له ښوونځي تر اجباري واده؛ د بندیز ټولنیزې اغېزې

د کم‌عمره او اجباري ودونو زیاتېدل

ښوونځی د نجونو لپاره یوازې د زده‌کړې ځای نه دی؛ بلکې د کم‌عمره واده، کورني تاوتریخوالي، استثمار او انزوا پر وړاندې یو مهم محافظتي چاپېریال هم دی. کله چې نجلۍ ښوونځی پرېږدي، د هغې د واده احتمال زیاتېږي، په ځانګړي ډول په هغو کورنیو کې چې له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د احصایوي ماډل پر بنسټ اټکل کړی چې د نجونو پر ثانوي او لوړو زده‌کړو بندیز تر ۲۰۲۶ کال پورې د کم‌عمره ودونو کچه ۲۵ سلنه لوړولای شي. د دې ادارې په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وې.

د زده‌کړو بندیز، بې‌وزلي او د ښځو د کار محدودیتونه یو بل پیاوړي کوي، کورنۍ عاید له لاسه ورکوي، نجلۍ د راتلونکي لپاره روښانه مسیر نه ویني او واده د اقتصادي فشار د کمولو یا د هغې د «راتلونکي خوندي کولو» د یوې وسیلې په توګه وړاندې کېږي.

ژر امیندوارۍ او روغتیايي خطرونه

کم‌عمره ودونه د ژر امیندوارۍ، د میندو او ماشومانو د مړینې، خوارځواکۍ او دوامدارو روغتیايي ستونزو خطر لوړوي. له بلې خوا، د نجونو پر زده‌کړو بندیز په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او روغتیايي کارکوونکو شمېر هم کموي.

په داسې یوه ټولنه کې چې د ښځینه او نارینه ناروغانو او کارکوونکو ترمنځ سخت بېلتون عملي کېږي، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یوازې د کار بازار ستونزه نه ده؛ بلکې د ښځو او ماشومانو د ژوند مستقیم خطر دی.

رواني فشار، ناهیلي او انزوا

د زده‌کړو ناڅاپي محدودیت یا محرومیت په زرګونو نجونو کې د ناهیلۍ، اضطراب، خپګان، بې‌هدفۍ او ټولنیزې انزوا سبب شوي دي. ډېرو نجونو نه یوازې ټولګی، بلکې له ملګرو، ښوونکو او ټولنیز چاپېریال سره ورځنی تماس هم له لاسه ورکړی دی.

د راتلونکي په اړه ناڅرګندتیا دا احساس پیاوړی کوي چې هڅه، استعداد او شخصي انتخاب یې د ژوند پر مسیر اغېز نه لري. دا حالت په اوږد مهال کې د یوه داسې نسل د رامنځته کېدو خطر زیاتوي چې له ټولنیز ګډون، اقتصادي خپلواکۍ او تصمیم نیونې څخه لرې ساتل شوی وي.

اقتصادي زیان او د مسلکي ښځو کمښت

هغه نجونې چې نن ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي، سبا به د هېواد ښوونکې، ډاکټرانې، نرسانې، خبریالانې، انجنیرانې، حقوق‌پوهانې او دولتي کارکوونکې وای. د دوی محرومیت د کورنیو د عاید تر څنګ د افغانستان د بشري پانګې او اقتصادي ودې ظرفیت هم له منځه وړي.

د ښځو د زده‌کړو او کار محدودول د کورنیو اقتصادي وابستګي زیاتوي، د فقر کړۍ دوامداره کوي او د هېواد نیمایي نفوس له تولیدي او مسلکي فعالیت څخه باسي. اغېزې یې یوازې پر ښځو نه محدودېږي؛ بلکې روغتیا، پوهنه، اقتصاد او ټولنیز ثبات ټول زیانمنوي.

100%

د «موقتي بندیز» پنځه کلن دوام

طالبانو په لومړیو کې د نجونو د ښوونځیو تړل موقتي وبلل او د مناسب چاپېریال، نصاب، لباس او «شرعي چوکاټ» د برابرېدو خبره یې کوله خو نږدې پنځه کاله وروسته هم د دې چوکاټ د بشپړېدو نېټه، رسمي سند او عملي نقشه نه ده وړاندې شوې.

په همدې موده کې بندیز له ثانوي ښوونځیو څخه پوهنتونونو، د طبي زده‌کړو ځینو مرکزونو او د ښځو ګڼو مسلکي او کاري برخو ته پراخ شوی دی. دا پراختیا د دې ادعا پر اعتبار پوښتنه راپورته کوي چې ستونزه یوازې تخنیکي چمتووالی یا د نصاب اصلاح ده.

کله چې هر کال سلګونه زره نوې نجونې له زده‌کړو پاتې کېږي، «موقتي» بندیز په عملي لحاظ د نسلونو په دایمي محرومیت بدلېږي. له لاسه تللي پنځه تعلیمي کلونه یوازې د ښوونځیو په بیا پرانیستلو نه جبرانېږي؛ ځکه ډېری نجونې به تر هغه وخته واده شوې، کار ته اړې شوې، کډوالې شوې یا به د رسمي زده‌کړو له عمر او چاپېریال څخه وتلې وي.

د طالبانو د واکمنۍ تر ټولو ژور اغېز ښايي یوازې د هغو نجونو په شمېر کې نه وي چې نن ښوونځي ته نه ځي، بلکې په هغو ښځینه ډاکټرانو، ښوونکو، خبریالانو، انجنیرانو او متخصصانو کې وي چې په راتلونکو کلونو کې به موجودې نه وي.

د ۲۰۲۱ کال په لومړي پړاو کې شاوخوا ۱،۱ میلیون نجونې اغېزمنې شوې؛ د ۲۰۲۵ کال تر پایه د محرومو نجونو شمېر له ۲،۲ میلیونو واوښت او له ۱۰۰ زرو زیاتې ښځینه محصلانې هم پوهنتونونو ته له تلو منع شوې. اټکل کېږي چې یوازې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۱۸۰ زره تر ۲۰۰ زره نجونې باید له دولسم ټولګي فارغې شوې وای، خو د فراغت پر ځای یې پنځم محروم تعلیمي کال بشپړ کړ.

که اوسنی وضعیت تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له څلورو میلیونو زیاتې نجونې به له لومړنیو زده‌کړو پورته له رسمي تعلیم څخه محرومې شوې وي. په دې حساب، ضایع شوی نسل یوازې یوه استعاري اصطلاح نه ده؛ بلکې د میلیونونو نجونو د له لاسه تللو تعلیمي کلونو، د کم‌عمره ودونو د زیاتېدو، د ښځینه مسلکي کادرونو د کمېدو او د افغانستان د راتلونکي د محدودېدو اندازه ده.