د هغه فلمي لوبغاړې د فلم پر صحنې چوپتیا خوره شوه چې غوښتل یې د ښځو کیسې روایت کړي

فلمي اداکاره فرشته سلیماني هغه مهال د هنر ډګر ته راغله، چې طالبان لا په غرونو کې وو او افغانستان هڅه کوله پر پرده د هیلو، ازادۍ او د ښځو انځور وړاندې کړي.

فلمي اداکاره فرشته سلیماني هغه مهال د هنر ډګر ته راغله، چې طالبان لا په غرونو کې وو او افغانستان هڅه کوله پر پرده د هیلو، ازادۍ او د ښځو انځور وړاندې کړي.
فرشته سلیماني په کم عمر کې د هنر نړۍ ته راغله. په لنډه موده کې یې په څو ټلوېزیوني سریالونو کې رول ولوباوه او د لیدونکو ترمنځ وپېژندل شوه. په «و ان بالا خدا هست» سریال کې د «راضیه» رول له هغو رولونو څخه و، چې نوموړې یې د لیدونکو ترمنځ لا ډېره مشهوره کړه.
هغې په همدې وخت کې خپلې هنري زدهکړې په بېلابېلو هغه روزنیزو مرکزونو کې مخ ته وړلې، چې هغه مهال فعال وو او په خیریه فعالیتونو کې یې هم ونډه اخیسته. فرشتې د خپل راتلونکي لپاره ستر پلانونه لرل او باور یې درلود، چې د افغانستان سینما او ټلوېزیون کولی شي د ښځو او نوي نسل لپاره بېلابېلې او نوې کیسې روایت کړي.
د ښځې له مظلومیت څخه هاخوا یو انځور
فرشته له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، غوښتل یې چې په سینما کې ښځې او نارینه برابر حقونه ولري. د هغې په باور، مرکزي رولونه باید یوازې د څېرې او غږ پر بنسټ لوبغاړو ته ونه سپارل شي؛ بلکې مهارت او وړتیا باید اصلي معیار وي.
هغه وايي، نه یې غوښتل چې سینما تل ښځه «مظلومه او نورو پورې تړلې» وښيي. هغې غوښتل، چې ښځې په مرکزي رولونو کې بېلابېل شخصیتونه او اداکارۍ ولري مثلا: شوخه او هوښیاره نجلۍ، لوبغاړې، سوکوهونکې، وزیره، پیلوټه، قوماندانه او یا قاضي.
دا د هغې لپاره مهمه وه، چې په کیسه کې ښځه پرېکړې وکړي، اقدام وکړي او کیسه مخ په وړاندې یوسي.
د نوي نسل لپاره الګو
د فرشتې د هنر په لیدلوري کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وو. هغې غوښتل، چې داسې کرکټرونه رامنځته کړي چې دوی ته الهام بښونکي اوسي. د هغې په وینا، په نورو هېوادونو کې ماشومان له داسې کرکټرونو سره لویېږي، چې د هغوی لپاره الګو یا بېلګې ګرځي.
د فرشتې هیله دا وه، چې افغان ماشومان هم داسې بېلګې ولري او د هېواد ټلوېزیوني تولیدات د نورو هېوادونو مسلکي کچې ته نږدې شي.
له نقاب سره لوبې؛ د پایښت هڅې
د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا ستنېدو سره، د ښځو لپاره وضعیت بدل شو. نور یوازې دا پوښتنه نه وه، چې ښځې په ټلوېزیون کې څه رول لوبولی شي؛ بلکې د ټلوېزیون په صحنه کې د ښځو اصلي حضور محدود و.
تور کالي او ماسک د کامرې مخې ته د فرشتې د حضور یوه برخه وګرځېده. هغې په همدې شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړ او ان داسې کرکټرونه یې ولوبول، چې د هغې له خپلو باورونو او هنري معیارونو سره یې سمون نه درلود.
د فرشتې لپاره دا مهمه وه، چې ښځینه لوبغاړې له داستانونو لرې نهشي. هغه وايي، ان دې ته هم چمتو وه چې په چادرۍ کې کار وکړي.
په محرومو سیمو کې فعالیت
په هغو کلونو کې د فرشتې ژوند یوازې د ټلوېزیون تر پردې محدود نهو. هغې له نورو کسانو سره په ګډه د میدان وردګو لرو پرتو سیمو ته سفر کاوه او هغه ماشومانو ته یې درسي توکي رسول چې ښوونیزو امکاناتو ته یې اسانه لاسرسی نه درلود.
د بهسود په شنیه سیمه کې یې د یوه ښوونځي په جوړولو کې مرسته وکړه. د هغې په وینا، دغه ښوونځی بشپړ شوی او د سیمې ماشومان لا هم پهکې زده کړې کوي.
هغې له هماغې سیمې له ښځو سره د یوه کلینیک په جوړولو کې هم همکاري کړې وه. د فرشتې په وینا، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده.
هغې د سیمې له ښځو سره د کلینیک د جوړولو لپاره هم کار وکړ. فرشته وايي، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده. د هغه وخت عکسونه د یادې پروژې د کار په برخه کې د هغې سفرونه مستندوي، کوم چې د هنري کار ترڅنګ د هغې د ټولنیز ژوند برخه وو.
فرشتې هوډ نه درلود چې د شرایطو له لا سختېدو سره افغانستان پرېږدي. هغې غوښتل خپل هنري او ټولنیز فعالیتونه په افغانستان کې روان وساتي. لا یې هم غوښتل په هماغه ځای کې پاتې شي، چې پهکې یې کار کړی و او په هماغه ټولنه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
ورو، ورو فشارونه او محدودیتونه زیات شول او هغه تر ۲۰۲۴کال پورې په افغانستان کې پاتې شوه، خو بالاخره یې هېواد پرېښود. فرشتې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به جلاوطنه شم، ځکه ما رښتیا هم غوښتل چې هلته کار وکړم او هلته پاتې شم».
د هنر پر ځای د تاوتریخوالي ننداره
اوس د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د زمري د ۲۴مې مراسمو انځورونه د هغې لپاره د هغه واټن یادونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې د لرلید او د نن ورځې د صحنې ترمنځ رامنځته شوی دی.
طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په پکتیا کې پر امریکايي ځواکونو د چاودېدونکو بریدونو صحنې د یوې تمثیلي نندارې په بڼه بیا جوړې کړې. په کندهار کې طالبانو او د دوی ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجسمه هم پر سړکونو نندارې ته وړاندې کړه او هغه یې ووهله.
دغه انځورونه فرشتې ته ډېر دردوونکي دي. هغې هنر د شخصیت جوړولو، الګو او ټولنې ته د پیغام رسونې فضا ګڼله. د هغې لپاره سټیج یو داسې ځای و، چې ښځې د دوی لپاره د جوړ شوي انځور څخه په جلا بڼه وښیي؛ یوه ښځه چې پرېکړه کوي، حرکت کوي او کیسه مخ په وړاندې وړي.
خو اوس ښځې له تلویزیوني صحنې لرې شوې دي او د طالبانو په مراسمو کې چاودنې او وهل ټکول د تمثیلي نندارو په بڼه وړاندې کېږي. د فرشتې لپاره دغه انځور د هغه واټن څرګندونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې هیله وه.
کډوالي او د هغې نیمګړی پاتې رول
په کډوالۍ کې فرشته وايي، چې نور د تېر په څېر انګېزه نهلري. له هغه لیدونکو لرې ده، چې د هغوی لپاره یې رولونه لوبول، هغه موضوعات یې چې د افغانستان له ټولنې او د خلکو له ژوند څخه اخیستل، نور ورسره نهشته او د هغې هنري ارمانونه نیمګړي پاتې دي.
ښايي له همدې امله هغه د افغانستان، خپلو هېوادوالو او هغه څه په اړه خبرې کوي چې تر شا یې پرېښي.
هغه نجلۍ چې د ټلویزیوني صحنې د بدلون په فکر د هنر نړۍ ته داخله شوې وه، د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې یې هڅه وکړه، چې په هماغه صحنه کې د ښځو حضور وساتي. غوښتل یې پاتې شي، کار وکړي او د افغان ښځو نورې کیسې روایت کړي؛ خو په پای کې خپله هم له هماغې صحنې لرې شوه.
او د فرشتې وروستی رول پاتې کېدل وو؛ هغه رول چې تر پایه یې ونه شوای لوبولی.