• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: طالبان خبرو ته مه بولئ او د خبرو ګټې مه ورته تشریح کوئ ځکه زیان درته کوي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان بحران یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو مساله نه ده، بلکې د طالبانو د واک په جوړښت پورې اړه لري. هغه وايي، طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي.

د تیر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امر الله صالح پر خپل ایکس لیکلي چې امریکا ته د ترهګرۍ ضد مبارزې مشورې مه ورکوئ ځکه دده په وینا، امریکا دواړه لوري پېژني او کله ناکله یې د دواړو ملاتړ کړی دی.

هغه پر متردد (دوه زړه) کسانو د حساب نه کولو او د طالبانو پر ملاتړو د وخت نه ضایع کولو سپارښتنه کړې ده.

نوموړی لیکلي، چې طالبان دې خبرو ته نه بلل کېږي او د خبرو ګټې دې ورته نه تشریح کېږي، ځکه دا کار به د مخالفانو په زیان تمام شي. هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې هغه ځواک چې ترې یادونه کوي، په عمل کې یې هم وښيي.

صالح وايي، د جمهوري نظام غړي دې ځانونه د جمهوریت د سقوط کارپوهان نه معرفي کوي، بلکې پر خپل رول دې تمرکز وکړي. هغه د جمهوریت د چارواکو له خوا د جمهوري نظام پر ضد مرکې «سپک کار» بللی دی.

د صالح په وینا، په جمهوریت کې دوه ډوله کسان موجود وو؛ یوه ډله هغه کسان وو چې د طالبانو له سقوط او د سپټمبر له ۱۱مې مخکې په صحنه کې وو او بله ډله هغه کسان وو چې له خیریه بنسټونو او د لوېدیزوالو له پېژندګلوۍ سره د دولت په جوړښت کې شامل شوي وو. هغه وايي، له دویمې ډلې باید د انقلابي دریځ تمه ونه شي.

صالح د ټولنې یوې برخې ته د «خړ قشر» نوم ورکوي او وايي، دا کسان د هر هغه چا لپاره چې د دوی کوڅه ونیسي، د چای، ډوډۍ او منتو زمینه برابروي او باید د هغوی له غبرګون څخه ډېره اندېښنه ونه شي.

صالح طالبان واک ته د رسېدو لپاره د بهرنیانو سره پر جوړجاړي او توطیه جوړونې، په داخل کې پر جنایت او د بېلابېلو وسایلو پر کارولو تورنوي. هغه د قتل عام، د ښځې تر څادر لاندې د پټېدو او په جنازه او زېږنتون کې د بم اچونې یادونه کوي او وايي، طالبان «په سپینولو نه سپینېږي».

هغه له خپلو پلویانو غوښتي چې پر خپلې مبارزې باور ولري او ونه وېرېږي.

د نوموړي په وینا، د مخالفانو مبارزې د طالبانو پر اعصابو فشار راوستی او د هغوی لویو او وړو کسانو ښکنځلو او کوڅه يي ادبیاتو ته مخه کړې ده. صالح وايي، هر لوری چې له منطق څخه تش شي، ښکنځلو ته مخه کوي.

صالح وايي، طالبان ډېرې کمزورۍ لري، خو ډېری خلک یې یوازې پر قوتونو تمرکز کوي. هغه له خپلو پلویانو غواړي چې د طالبانو پر کمزوریو تمرکز وکړي، ځکه د هغه په باور، په دې صورت کې به د طالبانو نسکورول اسانه ښکاره شي او خلک به د مبارزې لپاره لا ډېر وهڅول شي.

هغه د بېلګې په توګه وايي، د طالبانو کورنۍ په کابل کې له خپلو کوڅه والو سره له اړیکو ډډه کوي، ځکه وېره لري چې دغه کوڅې به یوه ورځ ورته په دام بدلې شي.

صالح ټینګار کوي چې د افغانستان ملي کړکیچ باید یوازې د ښځو د زده کړو او حقونو له مسالې سره محدود نه شي. هغه وايي، د ښځو پر زده کړو او کار محدودیت یوازې یوه ستونزه ده، نه ټوله ستونزه.

د هغه په وینا، باید د طالبانو د واک جوړښت په نښه شي ځکه دده په وینا، که همدا جوړښت د پوهنتون دروازه هم پرانیزي، بیا هم د افغانستان ستونزه نه حل کېږي.

ډېر لیدل شوي

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي
۱

هېر شوي سرتېري؛ پخواني افغان نظامیان د بې‌کارۍ له ستونزې او امنیتي ګواښونو سره مخ دي

۲
ځانګړی

نورستان کې د طالبانو درې استخباراتي مسوولین یو ځل بیا د جنسي تېري د هڅې په تور نیول شوي

۳

‏د هواپوهنې اداره: په ۶ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

هغه د کابل د سقوط په ورځ له یوه کوچني لاسي بکس سره ووتله

۵

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

•
•
•

نور کیسې

د هند استازي په ډيلي کې د طالبانو د «بري» په مراسمو کې ګډون وکړ

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
100%

د هند او طالبانو ترمنځ د اړیکو نږدې‌والي لړۍ پر دوام، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال انند پراکاش په نوي ډیلي کې د طالبانو د بیا واکمنۍ پنځمې کلیزې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

طالبانو په اسلام‌اباد او نوي ډیلي کې د افغانستان په سفارتونو کې د خپلې واکمنۍ پنځمه کلیزه دوه ورځې وروسته ونمانځله. د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او د پاکستان، افغانستان او ایران د برخې مشر انند پرکاش په نوي ډیلي کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې په دغه مراسمو کې د هند استازیتوب وکړ.
د دغې څانګې مشرې سنیها دوبې هم په یادو مراسمو کې ګډون کړی و.

خو په اسلام‌اباد کې د طالبانو له‌خوا په جوړو شویو مراسمو کې د پاکستان د حکومت هېڅ لوړپوړي چارواکي ګډون نه‌و کړی. طالبانو د دوشنبې په ورځ د اسلام‌اباد په سرینا هوټل کې دغه مراسم ترسره کړل.

په هند کې د طالبانو شارژدافیر نور احمد نور په خپله وینا کې وویل، چې د سیاسي باور زیاتوالی، د اقتصادي همکارۍ پراختیا او د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو دوام د دواړو هېوادونو په ګټه دي او کولای شي د سیمه‌ییز ثبات، پراخې اړیکې او ګډې سوکالۍ کې مرسته وکړي.

هغه همداراز د هند د بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر له هغه څه امله مننه وکړه، چې نوموړي د افغانستان د نړۍوالو حقونو ملاتړ لپاره ترسره کړي او له هند څخه یې د افغانستان د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالبانو لوړپوړو چارواکو څو ځله هند ته سفرونه کړي دي. د دغه لیدنو څخه تر ټولو مهم د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې نوي ډیلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر او د ۲۰۲۵کال په نومبر کې هند ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفر و.

هند تراوسه د طالبانو اداره په رسمیت نه‌ده پېژندلې؛ خو تېر کال یې طالب ډیپلوماتانو ته اجازه ورکړه چې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې په خپل لاس کې واخلي. هم‌مهاله یې په کابل کې د خپل ډیپلوماتیک حضور کچه هم لوړه کړه.

سره له دې چې هند طالبان په رسمي توګه په رسمیت نه‌دي پېژندلي، د افغانستان ملي بېرغ لاهم په نوي ډیلي کې د افغانستان پر سفارت رپېږي؛ خو طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې په دغه سفارت کې خپلې غونډې او مراسم د خپل بېرغ لاندې ترسره کړي.

د طالبانو او هند د اړیکو پیاوړتیا داسې مهال ده، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. نوراحمد نور په وروستیو کلونو کې هند ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو په یادولو سره وویل، چې د دواړو هېوادونو اړیکو د پام وړ پرمختګ کړی او د «متقابل درناوي، سیاسي تعامل او ګډو ګټو» پر بنسټ مخته تللې دي.

د افغان کډوالو تر وتلو وروسته؛ د پاکستان کرنیز سکتور د کاري ځواک له کمښت سره مخ شوی

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال په کلیوالو سیمو کې په کرنیزو چارو بوخت پاتې شوي او د کرنې سکتور لپاره یې د کار مهم ځواک برابر کړی دی. خو په تېرو څو کلونو کې د افغان کډوالو تر وتلو وروسته د نورو برخو ترڅنګ پر کرنیز سکتور د اغېزو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

د خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب په بېلابېلو کرنیزو سیمو کې افغان کارګر د ځمکو په چمتو کولو، کروندو کې د تخمونو په کرلو، د حاصلاتو راټولولو، د بڼونو په ساتنه، د سبزیو او مېوو په تولید، مالدارۍ او د شاتو په تولید کې مهمه ونډه اخیستې ده.

افغان کروندګر دانیال احمد افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې شاوخوا ۴۳ کاله مخکې پاکستان ته راغلی او د خپل ژوند ډېره برخه یې په کرنیزو فعالیتونو کې تېره کړې ده. کله چې پاکستان ته راغی په هغو ځمکو کې چې ده کار پرې پیل کړ، ډېره برخه شاړه وه او د کرنې لپاره مناسبه نه وه؛ خو د کلونو پرله‌پسې هڅو او مالي لګښتونو دغه ځمکې د کرنې لپاره برابرې کړې.

د دانیال احمد په وینا، هغه به بېلابېل موسمي سبزیجات کرل چې وروسته به راولپنډۍ، ګوجرانواله، پېښور او د پنجاب نورو لویو بازارونو ته رسول کېدل. له دې کار څخه یوازې د افغان کورنیو روزګار نه‌و تړلی؛ بلکې په سیمه کې مزدورانو، سوداګرو، ټرانسپورټي کارکوونکو او نورو کسانو ته هم د عاید او اقتصادي فعالیت زمینه برابرېده.

دانیال احمد وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره به یوازې هغه کورنۍ اغېزمنې نه‌شي چې په مستقیم ډول له کرنې سره تړلې دي؛ بلکې په هغه سیمو کې د کرنیزو فعالیتونو دوام هم له ستونزو سره مخ شو.

د هغه په وینا، که د کرنې لپاره کافي کاري ځواک نه وي نو د کر، ساتنې او د حاصلاتو پر وخت راټولولو په برخه کې ستونزې رامنځته کېدای شي. هغه ځمکې او کرنیز نظام چې افغان کروندګرو د کلونو په اوږدو کې په ډېر زحمت جوړ کړي که په ناڅاپي ډول اغېزمن شي، نو پایلې به یې تر ځايي بازارونو هم ورسېږي.

دانیال احمد ادعا کوي، چې د سبزیو او نورو کرنیزو محصولاتو د تولید کمښت د بیو لوړېدو لامل شوی دی. پخوا د یوې ځمکې کلنۍ اجاره شاوخوا ۷۰زره پاکستانۍ روپۍ وه؛ خو اوس ۱۵زره څخه تر ۳۰زره روپیو پورې راټیټه شوې ده.

دانیال احمد له حکومته غوښتنه وکړه، چې افغان کډوالو ته دې د بېرته ستنېدو لپاره کافي وخت ورکړل شي؛ د اوړي په موسم کې شرایط ډېر سخت وي او د هغه چا لپاره چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په یوه هېواد کې تېره کړې وي، ناڅاپه بېرته ستنېدل له رواني او اقتصادي پلوه اسانه نه‌دي.

بل لور ته د ځمکې مالک حارث خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کرنیز سکتور له وړاندې هم له بېلابېلو ستونزو سره مخ و؛ خو د افغان کارګرو او کروندګرو له ستنېدو وروسته وضعیت لاپېچلی شوی دی، په سیمه کې ګڼې کرنیزې ځمکې له وړاندې په اجاره یا قرارداد ورکړل شوې دي او په ځینو مواردو کې د یوه یا دوو کلونو اجارې پیسې هم مخکې ترلاسه شوې دي؛ په دغه ځمکو کې د فصلونو د چمتو کولو لپاره د تخمونو، سرې، کرنیزو درملو، اوبو لګولو او نورو اړینو چارو په برخه کې د پام وړ پانګونه هم شوې ده.

حارث خان وايي، که د فصلونو ساتنه او راټولول پر وخت ترسره نه‌شي، نو کروندګر به له مستقیم مالي زیان سره مخ شي او د ځمکو مالکان هم له دغه وضعیت څخه خوندي نه پاتې کېږي.

د هغه په وینا؛ د فصلونو چمتو کولو لپاره د لګېدلو پیسو بېرته ترلاسه کول به ستونزمن شي او په ځینو مواردو کې ښايي د راتلونکو فصلونو لپاره کرنه هم اغېزمنه شي. هغه په ځانګړي ډول د سبزیو او نورو ژر خوسا کېدونکو کرنیزو محصولاتو په اړه وايي، چې د حاصلاتو پر وخت راټولول او بازارونو ته یې رسول ډېر مهم دي، کنه د کروندو دننه یې د خوسا کېدو وېره شته.

ځايي مشر محمد اختر نعیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چي افغان کډوالو په تېرو څو لسیزو کې د سخت کار، کورني ګډ کار او کرنیزې تجربې له لارې د سیمې د کرنې په وده کې مهم رول لوبولی دی. د افغان کورنیو څو غړو به په یوه ځمکه یا کرنیز فعالیت کې په ګډه کار کاوه، چې له امله یې دوی پر بهرنیو مزدورانو لږه تکیه کوله او له محدودو امکاناتو سره، سره یې پر ډېرو ځمکو د کرنې توان درلود.

محمد اختر نعیم وايي، افغان کروندګرو د دودیزو لارو ترڅنګ ځینې نوې کرنیزې تګلارې هم کارولې؛ په دې کې د فصلونو ښه ساتنه، د موسمي سبزیو کرنه او د حاصلاتو د زیاتولو بېلابېلې لارې شاملې وې؛ د افغان کروندګرو پرله‌پسې هڅو نه یوازې ګڼې شاړې یا کم حاصل لرونکې ځمکې په کرنیزو فعالیتونو کې شاملې کړې، بلکې ځايي بازارونو ته یې د کرنیزو محصولاتو په رسولو کې هم مرسته کړې ده.

هغه وویل، په پاکستان کې له اوږدې مودې اوسېدو له امله ګڼې افغان کورنۍ د ټولنې برخه ګرځېدلې وې. دوی د سیمې ژبه زده کړې، له ځايي دودونو او ټولنیزو ارزښتونو سره بلد شوي او د روزګار ترڅنګ یې په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونو کې هم برخه اخیستې ده.

محمد اختر نعیم وايي، د افغان کډوالو له ستنېدو سره ښايي په ځايي کچه بې‌روزګاره خلکو ته د کار ځینې نوي فرصتونه برابر شي؛ خو له بلې خوا به په کرنیز سکتور کې په لنډ وخت کې د کاري ځواک څرګند کمښت رامنځته شي، په دې برخه کې د تجربه لرونکو کارګرو کمښت په ناڅاپي ډول پوره کول اسانه نه‌دي په ځانګړي ډول په هغه سیمو کې چې د ځانګړو فصلونو او بڼونو د ساتنې لپاره تجربه لرونکو کارګرو ته اړتیا وي.

د هغه فلمي لوبغاړې د فلم پر صحنې چوپتیا خوره شوه چې غوښتل یې د ښځو کیسې روایت کړي

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۰ GMT+۱
•
نویده خوشبو
100%

فلمي اداکاره فرشته سلیماني هغه مهال د هنر ډګر ته راغله، چې طالبان لا په غرونو کې وو او افغانستان هڅه کوله پر پرده د هیلو، ازادۍ او د ښځو انځور وړاندې کړي.

فرشته سلیماني په کم عمر کې د هنر نړۍ ته راغله. په لنډه موده کې یې په څو ټلوېزیوني سریالونو کې رول ولوباوه او د لیدونکو ترمنځ وپېژندل شوه. په «و ان بالا خدا هست» سریال کې د «راضیه» رول له هغو رولونو څخه و، چې نوموړې یې د لیدونکو ترمنځ لا ډېره مشهوره کړه.

100%

هغې په همدې وخت کې خپلې هنري زده‌کړې په بېلابېلو هغه روزنیزو مرکزونو کې مخ ته وړلې، چې هغه مهال فعال وو او په خیریه فعالیتونو کې یې هم ونډه اخیسته. فرشتې د خپل راتلونکي لپاره ستر پلانونه لرل او باور یې درلود، چې د افغانستان سینما او ټلوېزیون کولی شي د ښځو او نوي نسل لپاره بېلابېلې او نوې کیسې روایت کړي.

د ښځې له مظلومیت څخه هاخوا یو انځور

فرشته له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وايي، غوښتل یې چې په سینما کې ښځې او نارینه برابر حقونه ولري. د هغې په باور، مرکزي رولونه باید یوازې د څېرې او غږ پر بنسټ لوبغاړو ته ونه سپارل شي؛ بلکې مهارت او وړتیا باید اصلي معیار وي.

هغه وايي، نه یې غوښتل چې سینما تل ښځه «مظلومه او نورو پورې تړلې» وښيي. هغې غوښتل، چې ښځې په مرکزي رولونو کې بېلابېل شخصیتونه او اداکارۍ ولري مثلا: شوخه او هوښیاره نجلۍ، لوبغاړې، سوک‌وهونکې، وزیره، پیلوټه، قوماندانه او یا قاضي.

دا د هغې لپاره مهمه وه، چې په کیسه کې ښځه پرېکړې وکړي، اقدام وکړي او کیسه مخ په وړاندې یوسي.

د نوي نسل لپاره الګو

د فرشتې د هنر په لیدلوري کې ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وو. هغې غوښتل، چې داسې کرکټرونه رامنځته کړي چې دوی ته الهام بښونکي اوسي. د هغې په وینا، په نورو هېوادونو کې ماشومان له داسې کرکټرونو سره لویېږي، چې د هغوی لپاره الګو یا بېلګې ګرځي.
د فرشتې هیله دا وه، چې افغان ماشومان هم داسې بېلګې ولري او د هېواد ټلوېزیوني تولیدات د نورو هېوادونو مسلکي کچې ته نږدې شي.

100%

له نقاب سره لوبې؛ د پایښت هڅې

د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له بیا ستنېدو سره، د ښځو لپاره وضعیت بدل شو. نور یوازې دا پوښتنه نه وه، چې ښځې په ټلوېزیون کې څه رول لوبولی شي؛ بلکې د ټلوېزیون په صحنه کې د ښځو اصلي حضور محدود و.

100%

تور کالي او ماسک د کامرې مخې ته د فرشتې د حضور یوه برخه وګرځېده. هغې په همدې شرایطو کې خپل کار ته دوام ورکړ او ان داسې کرکټرونه یې ولوبول، چې د هغې له خپلو باورونو او هنري معیارونو سره یې سمون نه درلود.

د فرشتې لپاره دا مهمه وه، چې ښځینه لوبغاړې له داستانونو لرې نه‌شي. هغه وايي، ان دې ته هم چمتو وه چې په چادرۍ کې کار وکړي.

100%

په محرومو سیمو کې فعالیت

په هغو کلونو کې د فرشتې ژوند یوازې د ټلوېزیون تر پردې محدود نه‌و. هغې له نورو کسانو سره په ګډه د میدان وردګو لرو پرتو سیمو ته سفر کاوه او هغه ماشومانو ته یې درسي توکي رسول چې ښوونیزو امکاناتو ته یې اسانه لاسرسی نه درلود.

100%

د بهسود په شنیه سیمه کې یې د یوه ښوونځي په جوړولو کې مرسته وکړه. د هغې په وینا، دغه ښوونځی بشپړ شوی او د سیمې ماشومان لا هم په‌کې زده کړې کوي.

100%

هغې له هماغې سیمې له ښځو سره د یوه کلینیک په جوړولو کې هم همکاري کړې وه. د فرشتې په وینا، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده.

هغې د سیمې له ښځو سره د کلینیک د جوړولو لپاره هم کار وکړ. فرشته وايي، د کلینیک ودانۍ اوس بشپړه شوې ده. د هغه وخت عکسونه د یادې پروژې د کار په برخه کې د هغې سفرونه مستندوي، کوم چې د هنري کار ترڅنګ د هغې د ټولنیز ژوند برخه وو.

100%

فرشتې هوډ نه درلود چې د شرایطو له لا سختېدو سره افغانستان پرېږدي. هغې غوښتل خپل هنري او ټولنیز فعالیتونه په افغانستان کې روان وساتي. لا یې هم غوښتل په هماغه ځای کې پاتې شي، چې په‌کې یې کار کړی و او په هماغه ټولنه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

ورو، ورو فشارونه او محدودیتونه زیات شول او هغه تر ۲۰۲۴کال پورې په افغانستان کې پاتې شوه، خو بالاخره یې هېواد پرېښود. فرشتې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي: «ما هېڅکله فکر نه کاوه، چې یوه ورځ به جلاوطنه شم، ځکه ما رښتیا هم غوښتل چې هلته کار وکړم او هلته پاتې شم».

د هنر پر ځای د تاوتریخوالي ننداره

اوس د طالبانو د بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د زمري د ۲۴مې مراسمو انځورونه د هغې لپاره د هغه واټن یادونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې د لرلید او د نن ورځې د صحنې ترمنځ رامنځته شوی دی.

طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په پکتیا کې پر امریکايي ځواکونو د چاودېدونکو بریدونو صحنې د یوې تمثیلي نندارې په بڼه بیا جوړې کړې. په کندهار کې طالبانو او د دوی ملاتړو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجسمه هم پر سړکونو نندارې ته وړاندې کړه او هغه یې ووهله.

دغه انځورونه فرشتې ته ډېر دردوونکي دي. هغې هنر د شخصیت جوړولو، الګو او ټولنې ته د پیغام رسونې فضا ګڼله. د هغې لپاره سټیج یو داسې ځای و، چې ښځې د دوی لپاره د جوړ شوي انځور څخه په جلا بڼه وښیي؛ یوه ښځه چې پرېکړه کوي، حرکت کوي او کیسه مخ په وړاندې وړي.

خو اوس ښځې له تلویزیوني صحنې لرې شوې دي او د طالبانو په مراسمو کې چاودنې او وهل ټکول د تمثیلي نندارو په بڼه وړاندې کېږي. د فرشتې لپاره دغه انځور د هغه واټن څرګندونه کوي، چې د افغانستان د هنر لپاره د هغې هیله وه.

کډوالي او د هغې نیمګړی پاتې رول

په کډوالۍ کې فرشته وايي، چې نور د تېر په څېر انګېزه نه‌لري. له هغه لیدونکو لرې ده، چې د هغوی لپاره یې رولونه لوبول، هغه موضوعات یې چې د افغانستان له ټولنې او د خلکو له ژوند څخه اخیستل، نور ورسره نه‌شته او د هغې هنري ارمانونه نیمګړي پاتې دي.

ښايي له همدې امله هغه د افغانستان، خپلو هېوادوالو او هغه څه په اړه خبرې کوي چې تر شا یې پرېښي.

هغه نجلۍ چې د ټلویزیوني صحنې د بدلون په فکر د هنر نړۍ ته داخله شوې وه، د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې یې هڅه وکړه، چې په هماغه صحنه کې د ښځو حضور وساتي. غوښتل یې پاتې شي، کار وکړي او د افغان ښځو نورې کیسې روایت کړي؛ خو په پای کې خپله هم له هماغې صحنې لرې شوه.

100%

او د فرشتې وروستی رول پاتې کېدل وو؛ هغه رول چې تر پایه یې ونه شوای لوبولی.

د طالبانو سره همکار پخوانیو ځواکونو ته د سمیع سادات خبرداری: تاسو ۱۵ ورځې وخت لرئ

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات له هغه پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي غوښتي، چې په ۱۵ ورځو کې د یادې ډلې له لیکو ووځي. هغه خبرداری ورکړی، چې تر یادې مودې وروسته له طالبانو سره همکار کسان به د «پوځي اهدافو» په نوملړ کې شامل شي.

سمیع سادات دغه څرګندونې د افغان او امریکايي سرتېرو په درېیمه غونډه کې وکړې. هغه وویل، متحدې جبهې د هغه پخوانیو امنیتي ځواکونو په اړه معلومات راټول کړي چې اوس له طالبانو سره همکاري کوي او د دوی د اوسېدو ځای، د کار ځای او د فعالیت له څرنګوالي څخه خبر دي.

افغانستان انټرنشنل نه‌شي کولای چې د سادات هغه ادعا تایید کړي، چې ګواکې نوموړې جبهه د دغه کسانو معلومات لري.

د متحدې جبهې مشر پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب وویل: «زه تاسو ته ۱۵ ورځې وخت درکوم، چې له دغه فاسد او مستبد طالب رژیم څخه ووځئ». هغه زیاته کړه، تر یادې مودې وروسته هغه کسان چې له طالبانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي؛ د دغه جبهې د عملیاتو مشروع هدف به وګرځي.

سادات په ځانګړې توګه د پخوانیو پیلوټانو، مسلکي انجنیرانو، بریدملانو او تخنیکي پرسونل نومونه واخیستل او ویې ویل، چې دغه کسان اوس د طالبانو سیستمونه او تجهیزات اداره کوي.

سادات په خپلو خبرو کې د دغه کسانو پر وړاندې لا سخت دریځ خپل کړ او ویې ویل، چې ښايي یوه ورځ د طالبانو ځینې جنګیالي وبښل شي؛ خو هغه پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د جمهوري نظام تر پرځېدو وروسته د طالبانو له ډلې سره یوځای شوي او له یادې ډلې سره یې همکاري کړې، د بښنې وړ نه‌دي.

هغه وویل، هغه کسان چې پخوا یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی او اوس طالبانو ته پوځي یا تخنیکي خدمتونه وړاندې کوي د خپلو انتخابونو د پایلو مسوول به خپله وي.

په شپږو ولایتونو کې ۱۸ عملیاتونه

د متحدې جبهې مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل، چې په تېرو دوو اوونیو کې د طالبانو پر ضد د یادې جبهې پوځي عملیات پراخ شوي دي. هغه ادعا وکړه، چې د دغه عملیاتو له پیل څخه تر خپلې وینا پورې د متحدې جبهې ځواکونو د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ۱۸ «بریالي» عملیات ترسره کړي دي.

سادات وویل، د وخت په تېرېدو سره به د یادې جبهې د عملیاتو کچه او د هدفونو لمن نوره هم پراخه شي. هغه زیاته کړه، دغه ډله به هغه کسان په نښه کړي چې د افغانانو په ځورولو او زیانمنولو کې یې ونډه لرلې ده.

سادات له هغه عملیاتي ځواکونو، قوماندانانو، افسرانو او وسله‌والو څخه چې د متحدې جبهې په چوکاټ کې د افغانستان دننه فعالیت کوي مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په باور، دغه عملیاتو د پام وړ اغېز کړی او د یادې جبهې پلویانو ته یې ښودلې چې د طالبانو پر ضد وسله‌واله مبارزه شونې ده.

د امر بالمعروف غړي «پوځي هدف» اعلان شول

د سادات د خبرو یوه بله برخه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت غړو ته ځانګړې شوې وه. هغه ادعا وکړه، چې تېره اوونۍ د کندهار په عینو مېنه کې د امر بالمعروف یوه مامور یو ځوان نیولی او په یوه کانټینر کې یې بندي کړی و، چې دغه ځوان د سختې ګرمۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سادات وویل، کله چې د یادې پېښې راپور متحدې جبهې ته ورسېد د طالبانو د امر بالمعروف غړي د یادې جبهې له‌خوا د پوځي اهدافو په توګه په نښه شول. هغه همداراز ادعا وکړه، چې ورته پېښې په غزني، هلمند، زابل، کابل، بدخشان او ننګرهار کې هم راپور شوې دي.
په دغو پېښو کې د هغه په وینا، ځوانان د خپلې ظاهري بڼې، د جامو د ډول یا د ښځو اړوندو مسایلو له امله نیول شوي او په زندانونو کې شکنجه شوي دي. د دغه ادعاوو خپلواکه تایید تراوسه نه‌دی شوی.

سادات د طالبانو غړو ته په خطاب وویل، چې د افغانستان هېڅ سیمه به د هغوی لپاره خوندي نه وي او له هغوی یې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي او خپلو کورونو ته ستانه شي.

له طالبانو وروسته د متحدې جبهې طرحه

سادات په خپله وینا کې وویل، د متحدې جبهې مبارزه به په لومړي پړاو کې پوځي بڼه ولري او ښايي دغه پړاو څو مرحلې په بر کې ونیسي. د هغه په وینا، د پوځي پړاو له پای ته رسېدو وروسته به یوه انتقالي دوره رامنځته شي او په دې دوره کې به د افغانستان د مشرانو او استازو په ګډون لویه جرګه جوړه شي.

هغه وویل، لویه جرګه باید د راتلونکي حکومت د جوړښت او د نوي نظام د لومړیتوبونو په اړه پرېکړه وکړي. سادات زیاته کړه، چې اساسي قانون، درې رنګه ملي بېرغ او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هغو ارزښتونو دي چې جبهه یې د دفاع هوډ لري.

هغه همداراز وویل، وروستی هدف یې د داسې نظام رامنځته کول دي چې په هغه کې ښاریان امنیت، عدالت، کار او فردي ازادیو ته لاسرسی ولري. سادات په پای کې وویل، متحدې جبهې «د افغانستان ازادۍ» لپاره خپله مبارزه پیل کړې ده. هغه ټینګار وکړ، چې دغه مبارزه به اوږدمهاله وي او قربانۍ ته اړتیا لري.

په شخړو کې د غنیمت رول او د ایډیالوژیکو ډلو زوال

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۵۶ GMT+۱
•
محمد محق
100%

بدخشان کې وروستۍ پېښه باید د طالب قوماندانانو ترمنځ سیمه‌ییز اختلاف یا د سرو زرو د کانونو پر سر محدوده شخړه ونه ګڼل شي. دغه ولایت کې روان وضعیت ښايي د طالبانو د حکومت د یوه مهم جوړښتي تناقض نښه وي؛ داسې تناقض چې ریښې یې د وسله‌والو ډلو په اقتصادي منطق او د «غنیمت» په مفهوم کې دي.

محمد عابد الجابري په خپل کتاب «عربي سیاسي عقل» کې، د عربو د تاریخ په سیاسي جوړښتونو کې د اغېز لرونکو عواملو د تحلیل پر مهال، له درېیو عناصرو؛ «عقیدې، قبیلې او غنیمت» څخه خبرې کوي. په دغه تحلیل کې غنیمت یوازې هغه مال نه دی چې له جګړې وروسته ترلاسه کېږي؛ بلکې هغه مادي ګټه هم ده چې د ایتلافونو، شخړو او د واک د اړیکو په رامنځته کېدو کې مهم رول لوبوي.

د عربو په لرغوني تاریخ کې غنیمت د جګړو له مهمو انګېزو څخه و او دغه دود د اسلام په لومړیو پړاوونو کې هم دوام وموند. د اسلام د لومړنیو فتوحاتو پر مهال هم، له دیني انګېزو سره یوځای، د غنیمتونو ترلاسه کول یو مهم عامل و. همدا عامل وروسته د اختلاف، سیالۍ او داخلي وېش پر سرچینې بدل شو او د اسلام د لومړني پړاو د ځینو سیاسي شخړو، چې وروسته یې مذهبي او فرقه‌یي بڼه خپله کړه، تر شا د واک او ګټو پر سر سیالۍ هم موجودې وې.

دا منطق یوازې تر لرغونې نړۍ پورې محدود نه دی پاتې شوی. په ډېرو معاصرو جګړو کې، حتا په هغو جګړو کې چې د ایډیالوژیکو یا دیني شعارونو او د «جهاد» په نوم ترسره شوې دي، اقتصادي عامل مهم رول لري.

د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان په جهاد کې هم نه شو ویلی چې ټولو هغو کسانو چې د جګړې لیکو ته ورغلل، یوه شان انګېزه لرله. بې‌شکه داسې کسان وو چې د دیني انګېزو له مخې یې جګړه کوله او باور یې درلود چې د خدای په لار کې او د اخروي اجر لپاره مبارزه کوي. خو له دې سره هم، د ګڼو کسانو لپاره جګړه د ژوند د اړتیاوو د برابرولو او سرچینو ته د لاسرسي په وسیله بدله شوې وه. د جبهې جوړول، بهرنیو مرستو ته لاسرسی او د اکمالاتي لارو کنټرول، له پوځي ځواک سربېره، اقتصادي امکانات هم رامنځته کول.

همدا منطق، که څه هم په بېلابېلو بڼو، د افغانستان د پخواني حکومت پر وړاندې د طالبانو په جګړه کې هم په پراخه کچه موجود و. جګړه یوازې د دوو سیاسي یا دیني روایتونو ترمنځ د تقابل ډګر نه و؛ د لارو، غیررسمي ګمرکونو، کانونو او د نشه‌يي توکو د سوداګرۍ کنټرول، باج اخیستنې او د نفوذ په سیمو کې د مالیاتو راټولولو، وسله‌والو ډلو ته اقتصادي سرچینې برابرولې او د جګړې دوام یې له مالي پلوه ممکن کاوه.

عبدالحکیم حقاني په خپل کتاب «د اسلامي امارت نظام» کې غنیمتونه او غنیمتي مالونه د حکومت د عوایدو له مهمو سرچینو څخه ګڼي.

ولې بدخشان؟

له دې لیدلوري، حتا د جمهوریت پر مهال د بدخشان اوږدمهاله ناامني هم ځانګړې مانا پیدا کوي. دغه ولایت د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت ترڅنګ د سرو زرو، لاجوردو او نورو طبیعي سرچینو پراخې زیرمې لري. په داسې سیمو کې د طالبانو او نورو وسله‌والو ډلو حضور او فعالیت یوازې پوځي اهمیت نه درلود؛ د یوې جغرافیې د یوې برخې کنټرول کولای شول هغوی ته هغو سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي چې وسله‌واله ډله یې له بهرني تمویل او حتا د یوه مشخص سیاسي مرکز له مرستې څخه بې‌نیازه کولای شي. هغه ډله چې له کان، سوداګریزې لارې یا طبیعي سرچینو څخه عاید ترلاسه کړای شي، دا وړتیا پیدا کوي چې خپله جګړه په نسبي ډول په خپلواکه توګه روانه وساتي.

دا ټکی د ننني افغانستان د وضعیت د درک لپاره هم مهم دی. د هېواد په نورو سیمو کې هم د طالبانو پر وړاندې د نارضایتۍ او حتا د مقاومت روحیه شته، خو د نارضایتۍ په یوه دوامداره وسله‌واله جبهه بدلول مالي سرچینو ته اړتیا لري. په اوسنیو شرایطو کې چې بهرني هېوادونه د طالبانو د وسله‌والو مخالفانو د تمویل لپاره چندان لېوالتیا نه لري، داخلي سرچینو ته لاسرسی د داسې جبهاتو په رامنځته کېدو او دوام کې ټاکونکی رول لرلای شي.

له همدې امله، د افغانستان مرکزي حکومتونو تل هڅه کړې چې پر طبیعي سرچینو او د عاید پر مهمو لارو کنټرول ولري. د افغانستان دولت په معاصر تاریخ کې په ډېرو پړاوونو کې د خپل بقا لپاره پر بهرنیو مرستو متکي پاتې شوی دی. طبیعي ده چې داخلي عایداتي سرچینو ته لاسرسی کولای شي د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو پر وړاندې د دولت ځواک زیات کړي. خو ستونزه دا ده چې افغانستان لا هم له داسې حکومتولۍ څخه ډېر واټن لري چې ملي سرچینې پکې په شفاف، قانوني او د عامه ګټو په موخه مدیریت شي.

له ملي سرچینو تر سیاسي غنیمت پورې

په ډېرو مواردو کې طبیعي سرچینې یا د مافیايي کړیو لاس ته لوېدلې دي، یا یې اړوند قراردادونه د سیاسي ملاحظاتو تر اغېز لاندې شوي دي. کله ناکله بهرنیو شرکتونو ته د امتیازونو ورکول تر دې چې د یوې روڼې اقتصادي پالیسۍ برخه وي، د سیاسي اړیکو د جوړولو او د یوه بهرني دولت د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په وسیله بدل شوي دي. د دې ډول چلند نښې د طالبانو او د یو شمېر بهرنیو شرکتونو، په ځانګړي ډول چینایي شرکتونو، په اړیکو کې هم لیدل کېدای شي؛ داسې معاملې چې د ډېرو جزیاتو په اړه یې کافي معلومات له عامه افکارو سره نه شریکېږي.

د جمهوریت پر مهال هم فساد، مافیايي شبکې او د سرچینو د سیاسي او شخصي ګټې لپاره د کارولو هڅې موجودې وې او په دې اړه ګڼ شکایتونه مطرح کېدل. خو مهم توپیر دا و چې پارلمان، ازادې رسنۍ، مدني ټولنه او نورې څارونکې ادارې موجودې وې؛ دغو بنسټونو لږ تر لږه دا زمینه برابروله چې له حکومت څخه پوښتنې وشي او هغه ځواب ویلو ته اړ کړل شي. که څه هم دغه میکانیزمونه تل بریالي نه وو، خو کولای یې شول چې د پټو معاملو لګښت لوړ کړي.

په اوسني جوړښت کې دغه خنډونه یا په جدي ډول کمزوري شوي او یا له منځه تللي دي. له همدې امله، د سرچینو پر سر سیالي په اسانۍ سره د طالبانو دننه د واک د بېلابېلو شبکو ترمنځ پر سیالۍ بدلېدای شي.

هغه څه چې اوس په بدخشان کې لیدل کېږي، ښايي د همدې ستونزې له لومړنیو جدي نښو څخه وي. سیالې ډلې او قوماندانان د کانونو او طبیعي سرچینو پر سر شخړې ته داخل شوي او په دې منځ کې سیمه‌ییز او ژبني عوامل هم موضوع لا پېچلې کوي. د یوې سیمې د اصلي اوسېدونکو لپاره دا د منلو وړ نه ده چې د دوی د سیمې سرچینې د نورو ولایتونو شبکې تر خپل واک لاندې راولي، په داسې حال کې چې خپله سیمه‌ییز خلک ترې بې‌برخې پاتې شي.

دا احساس یوازې تر عامو خلکو محدود نه دی؛ ځايي طالبان هم ښايي ځانونه له هغو شبکو سره مخامخ وویني چې له مرکز یا نورو سیمو څخه راغلي او د سیمې اقتصادي سرچینې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

دولت د غنیمت په توګه

د طالبانو اصلي ستونزه همدلته راڅرګندېږي. هغه ډله چې کلونه یې د جګړې په جوړښت کې وده کړې او د خپلو داخلي اړیکو یوه مهمه برخه یې د جګړې له لارې ترلاسه شوو امکاناتو پر وېش ولاړه وه، د واک له نیولو وروسته له یوې سترې ستونزې سره مخ کېږي: څنګه کولای شي د «غنیمت وېش» منطق د «عامه سرچینو د مدیریت» پر منطق بدل کړي؟

عصري دولت، لږ تر لږه په نظري تعریف کې، د فاتحانو شخصي ملکیت نه دی. د دولت سرچینې هم د جګړې د بریالیو لوریو هغه شتمني نه ده چې د قوماندانانو او وفادارو شبکو ترمنځ ووېشل شي. دولت د عامه ګټو د مدیریت لپاره یو اداري جوړښت دی او ملي سرچینې باید د قانون له مخې او د وګړو د ګټو لپاره ولګول شي. خو کله چې خپله دولت د جګړې د غنیمت په توګه وکتل شي، وزارت، ولایت، بندر، کان، ښاروالۍ او نورې عایداتي سرچینې هم د همدې غنیمت په برخو بدلېږي.

د دې ستونزې نښې یوازې د بدخشان په کانونو کې نه لیدل کېږي. سوداګریزو بندرونو، ښاروالیو او نورو عایداتي سرچینو ته د لاسرسي نابرابري هم کولای شي د واک په جوړښت کې د برخمنو او محرومو شبکو د رامنځته کېدو لامل شي. هغه کسان چې له دې سرچینو څخه ډېره برخه ترلاسه کوي، د موجود وضعیت دفاع کوي؛ خو هغه کسان چې ځانونه له دغو سرچینو محروم ویني، ورو ورو له قهر او نارضایتۍ سره مخ کېږي. دا وضعیت، د فساد ترڅنګ، د سیمه‌ییز او ژبني تبعیض لپاره هم زمینه برابروي او د عامه خدمتونو د وړاندې کولو او د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو په برخه کې د حکومت وړتیا کموي.

بدخشان د کیسې پیل دی، پای نه

طالبان به ښايي هڅه وکړي چې په بدخشان کې راپورته شوي اختلافات محدود، شخصي او د کنټرول وړ وښيي. لکه څنګه چې دوی وتوانېدل د مهدي بلخابي قضیه په چټکۍ او پوځي زور پای ته ورسوي، داسې ښکاري چې د جمعه‌خان فاتح قضیه هم ښايي په همدې برخلیک اخته شي. همداراز امکان لري چې نور ناراضي قوماندانان هم د خبرو، امتیاز ورکولو او ځپلو له ګډې لارې چوپ کړي. ښايي دا تګلاره په لنډ مهال کې نتیجه هم ورکړي؛ خو هغه ستونزه چې په بدخشان کې سر راپورته کوي، تر یوه قوماندان ډېره پراخه او جوړښتي بڼه لري.

هغه ډله چې د جګړو پر مهال یې د انساني ځواک یوه مهمه برخه د فتحې، امتیاز او غنیمت له منطق سره عادت کړې، یوازې د حکومت په بدلولو سره له دغه منطق څخه نه شي راوتلای. کله چې اقتصادي فرصتونه محدود او عایداتي سرچینې ارزښتناکې وي، پر هغو د وېش او واک سیالي حتمي کېږي؛ په ځانګړي ډول هغه مهال چې د سرچینو د وېش لپاره روڼ او د ټولو لپاره د منلو وړ میکانیزم موجود نه وي. له همدې امله، بدخشان باید د یوه اختلاف د پای په توګه ونه کتل شي؛ بلکې ښايي د هغې داسې زخم د راڅرګندېدو پیل وي چې په نورو سیمو کې هم سر راپورته کړي. پوځي ځپل کېدای شي د درد د لنډمهاله کمولو لپاره د مسکن په څېر عمل وکړي، خو د ناروغۍ اصلي لامل نه شي له منځه وړلای. که د دولتدارۍ منطق له «غنیمت» څخه «عامه ګټې» ته بدل نه شي، د کانونو، بندرونو، ځمکو، عوایدو او نورو سرچینو پر سر شخړې به دوام ومومي او هر ځل به ښايي په نوې جغرافیه او د نوو لوبغاړو له لوري سر راپورته کړي.

له دې لیدلوري، نن چې په بدخشان کې څه روان دي، یوازې د څو کانونو پر سر شخړه نه ده؛ بلکې د دوو منطقونو د ټکر نښه ده: د غنیمت منطق او د دولت منطق. تر هغه چې لومړی منطق پر دویم غالب وي، د یوه قوماندان ځپل یا د یوه پاڅون خاموشول به ستونزه حل نه کړي؛ یوازې به د شخړې بڼه او ځای بدل شي. په داسې ټولنه کې چې لا هم د تېرو جګړو زخمونه نه دي رغېدلي، د دغه منطق دوام کولای شي یو ځل بیا هماغه پخوانۍ کړۍ فعاله کړي: د غنیمت پر سر سیالي، د ګټې پر سر شخړه، او په پای کې د غنیمت او ګټې لپاره وینه تویول.

افغانستان د اوسني بحران د پای ته رسولو لپاره عصري دولتدارۍ ته اړتیا لري؛ داسې دولتدارۍ ته چې طالبان یې د رامنځته کولو ظرفیت نه لري، او یوازې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو ترمنځ د یوه ملي اجماع له لارې رامنځته کېدای شي.