• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: له ایران مرسته کوونکي هېوادونه به له سختو اقتصادي پایلو سره مخ شي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه هېوادونه به له اقتصادي پایلو سره مخ شي چې ایران ته « د ژغورنې لاره» برابروي. ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې ایران به له خورا سختو اقتصادي بندیزونو او انزوا سره مخ کړي، خو د دې پلان جزئیات یې نه دي روښانه کړي.

ټرمپ لیکي، « هر هغه هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو، هوايي ډګرونو یا حکومتي ادارو ته اجازه ورکړي چې ایران ته د ژغورنې لاره برابره کړي، خپله به هم له سترو اقتصادي پایلو سره مخ شي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ څرګندونې د امریکا د خلکو د پام اړولو هڅه بللې ده.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۳

هند: له طالبانو سره مو اړیکې چټکې شوې دي

۴

ملګري ملتونه: حقاني شبکه لا هم شته او د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامله ده

۵

افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانان څومره ازاد دي؟

•
•
•

نور خبرونه

اسراییل په سوریه کې یوه «هوایي اډه» بمبار کړه

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۸:۳۰ GMT+۱
100%

وای‌ نېټ وېب پاڼې راپور ورکړی، چې د موساد د مشر او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر تر ټېلیفوني خبرو څلور ورځې وروسته اسراییل د سوریې د ابوظهور هوايي اډه په هوايي بریدونو کې په نښه کړې.

​​د راپور له مخې، دغه برید د ترکیې د پوځي پلاوي له‌خوا د اډې تر لیدنې وروسته ترسره شو او موخه یې په سوریه کې د انقرې د پوځي حضور د پراختیا مخنیوی و. د وای‌ نېټ په خپور شوي مطلب کې راغلي، چې د موساد مشر رومان ګافمن (د زمري په ۲۳مه) د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر اسعد الشیباني سره په ټېلیفوني خبرو کې په سوریه کې د ترکیې د مخ پر زیاتېدونکي پوځي حضور په اړه خبرې کړې وې.

وای‌ نېټ دغه اړیکه د ۲۰۲۴کال په ډسمبر کې د بشار الااسد د حکومت تر سقوط وروسته د اسراییلي او سوریایي چارواکو ترمنځ له تر ټولو لوړو کچو مستقیمو اړیکو څخه یوه بللې ده. د راپور له مخې، د دمشق او اسراییل ترمنځ د تاریخي اختلافاتو سره، سره د ترکیې د نفوذ د پراختیا په اړه ګډې اندېښنې د داسې اړیکې لپاره لاره هواره کړې ده.

دغه رسنۍ ټینګار کوي، چې یاد تماس د دواړه خواوو ترمنځ د یوه پټ اېتلاف نښه نه‌ده؛ بلکې د سوریې دننه د انقرې د مخ پر زیاتېدونکي نفوذ پر وړاندې د اسراییل او سوریې د ګټو یو محدوده او لنډمهاله همغږي ده.

وروستي راپورونه هم ښيي، چې اسراییل د اګست په ۱۸مه د ابوظهور هوايي اډه وېشتلې وه؛ خو سوریې او ترکیې د اسراییل هغه ادعا رد کړې، چې ګواکې په اډه کې د ترکي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو پلان موجود و.

اسراییل د ابوظهور هوايي اډه په نښه کړه

د وای نېټ د راپور له مخې، اسراییل د زمري په ۲۷مه د موساد د مشر رومان ګافمن او د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني ترمنځ له ټېلیفوني تماس څلور ورځې وروسته د سوریې په شمال لوېدیځ کې د ابوظهور پر پوځي هوايي اډه اته هوايي بریدونه وکړل.

د راپورونو له مخې، په دغه بریدونو کې د هوايي اډې اصلي ځغاست لیکه او د پوځي تجهیزاتو د زېرمه کولو تاسیسات په نښه شوي دي. برید څو ساعته وروسته له هغه وشو، چې یوه ترکي پوځي پلاوي له اډې لیدنه کړې وه او د هغې د بیارغونې، امکاناتو او عملیاتي ظرفیت ارزونه یې کړې وه.

اسراییل ادعا کړې، چې د سوریې له‌خوا په اډه کې د ترکي ځواکونو د احتمالي ځای پرځای کېدو مخنیوی یې موخه وه؛ خو سوریې او ترکیې دغه ادعا رد کړې ده. د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې ترکي پوځي چارواکي یوازې د روزنې او پوځي همکاریو په تړاو له اډې لیدنه کړې وه او هلته د دایمي ترکي پوځي حضور کوم پلان نه و. په بریدونو کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د اوکراین ګوښه شوي دفاع وزیر د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۰۶ GMT+۱
100%

په اوکراین کې له دندې ګوښه شوي دفاع وزیر میخایلو فېدوروف د جګړې پرمهال د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. فېدوروف په یوه ویډیو کې چې په یوټیوب کې یې خپره کړې ویلي: «دیموکراسي باید د روسیې له‌خوا یرغمل نه‌شي. موږ د همدې لپاره جګړه کوو، چې غواړو یو ازاد اروپايي هېواد پاتې شو».

د روسیې د پراخ یرغل له پیل راهیسې اوکراین د پوځي حکومت له‌خوا اداره کېږي. د دغه وضعیت له مخې، د اوکراین د قوانینو پر بنسټ د ټاکنو ترسره کول ځنډول شوي دي.

فېدوروف د جولای په وروستیو کې تر شپږ میاشتنۍ دندې وروسته له دفاع وزارت څخه په ناڅاپي ډول ګوښه شو. د هغه ګوښه کېدو په اوکراین کې پراخ لاریونونه او اعتراضونه راوپارول. زېلېنسکي تراوسه د فېدوروف د دغه ویډیو په اړه کومه څرګندونه نه‌ده کړې. د فېدوروف د ګوښه کېدو لامل په پراخه کچه د اوکراین د پوځ د قوماندان اولکساندر سیرسکي سره اختلافات او ترینګلتیا بلل شوې ده. خو سیرسکي هم د لاریونونو او سیاسي فشارونو تر زیاتېدو څو اونۍ وروسته له خپلې دندې ګوښه شو.

فېدوروف په دغه ویډیو کې د خپلو شخصي سیاسي پلانونو په اړه جزییات نه‌دي وړاندې کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې باید «یو داسې قانوني، خوندي او عملي مېکانیزم رامنځته شي، چې اوکراین ته اجازه ورکړي، حتی د اوږدې جګړې پرمهال هم خپل بشپړ دیموکراتیک بهیر رامنځته کړي».

هغه همداراز په حکومتولۍ کې د «سیسټماټیک ناورین» او له بدلونونو څخه د وېرې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي مالي فساد هم له هغه عواملو بللی چې د اوکراین د جګړې هڅو ته زیان رسوي.

فېدوروف د دفاع وزارت د مشر په توګه د خپلې دندې پرمهال د فساد پر وړاندې د مبارزې، ډیجیټلي کولو او د معلوماتو د کارولو له لارې د جګړه‌ییزو جبهو د فعالیت د ښه‌والي له امله مشهور شوی و.

هغه چې تر دې مخکې د ډیجیټلي بدلون وزیر هم پاتې شوی، د جګړې په لومړیو ورځو کې یې د «اوکراین د معلوماتي ټکنالوژۍ پوځ» جوړ کړ. د «ډرونونو پوځ» بریالی کمپاین یې رهبري کړ او په دې وروستیو کې یې له اېلان ماسک وغوښتل، چې روسیه د اوکراین پر وړاندې د ډرون بریدونو لپاره د سټارلنک سپوږمکۍ له کارولو منع کړي؛ د هغه په وینا دغه اقدام د روسیې د پوځي عملیاتو په پرمختتګ د پام وړ اغېز کړی و.

د فېدوروف له ګوښه کېدو وروسته زېلېنسکي یوګني خمارا چې د استخباراتي ادارو له لوړپوړو چارواکو څخه دی، د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکه. که څه هم فېدوروف ته د پوځي نوښتونو په برخه کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه د نورو دندو وړاندیزونه هم شوي؛ خو هغه ټینګار کړی چې یوازې د دفاع وزیر په توګه بېرته دندې ته ستنېدو ته چمتو دی.

په امریکا کې د ټرمپ د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۰۲ GMT+۱
100%

د رویټرز او ایپسوس د یوې نوې نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د کړنو د تایید کچه ۳۳ سلنې ته راټیټه شوې چې د هغه د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.

په څلور ورځنۍ نظرپوښتنه کې ۶۴ سلنه امریکایانو ویلي چې د ټرمپ له کړنو ناخوښ دي، په داسې حال کې چې یوازې ۳۳ سلنه خلکو د هغه کړنې تایید کړې دي. د ټرمپ د تایید کچه د همدې میاشتې په لومړیو کې ۳۵ سلنه وه.

د رویټرز/ایپسوس د نظرپوښتنې له مخې، د ټرمپ د تایید کچه اوس د هغه د لومړۍ ولسمشرۍ د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له تر ټولو ټیټې کچې سره هم برابره شوې ده.

د ټرمپ د محبوبیت د کمېدو یو مهم لامل له ایران سره روانه جګړه او د هغې اقتصادي اغېزې بلل شوې دي.

د جګړې له امله د نړۍ د تېلو د سوداګرۍ شاوخوا پنځمه برخه اغېزمنه شوې او په امریکا کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.

ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې د انفلاسیون مخه به نیسي او امریکا به په اوږدمهاله جګړو کې نه ښکېلوي. هغه د ایران جګړه هم په لومړیو کې داسې ښودلې وه چې ښايي یوازې څو اونۍ دوام وکړي.

خو د نظرپوښتنې ۸۰ سلنه ګډونوال، چې ۸۷ سلنه پکې ډیموکراتان او ۷۱ سلنه جمهوري‌پال شامل دي، باور لري چې په ایران کې به د امریکا ښکېلتیا اوږده شي. یوازې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې جګړه ښايي په څو اونیو کې پای ته ورسېږي.

امریکایان د جګړې په اړه اندېښمن دي

د نظرپوښتنې له مخې، یوازې له هرو پنځو امریکایانو یو یې باور لري چې له ایران سره جګړه د ارزښت وړ وه. د جمهوري‌پالو په منځ کې هم یوازې نیمایي ګډونوال دغه جګړه د ارزښت وړ بولي.

د جګړې او د تېلو د بیو په اړه اندېښنې د جمهوري‌پالو لپاره د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د اندېښنې وړ دي. جمهوري‌پال هڅه کوي په ولسي جرګه کې خپل کم اکثریت وساتي، خو ډیموکراتان د مشرانو جرګې د اکثریت د بېرته ترلاسه کولو هیله هم لري.

د رویټرز/ایپسوس د دې میاشتې نظرپوښتنې ښيي چې امریکایي رایه‌ورکوونکي د اقتصادي مسایلو د مدیریت لپاره د جمهوري‌پالو پر ځای ډیموکراتانو ته ډېر لېواله دي. په وروستۍ نظرپوښتنه کې ۳۸ سلنه ګډونوالو ویلي چې ډیموکراتان به اقتصاد ښه مدیریت کړي، په داسې حال کې چې ۳۵ سلنه خلکو د جمهوري‌پالو تګلاره غوره بللې ده.

د کډوالۍ په برخه کې د جمهوري‌پالو برلاسی کم شوی

د کډوالۍ په برخه کې د جمهوري‌پالو تګلاره لا هم د ډیموکراتانو په پرتله ډېره مشهوره ده، خو د دواړو ګوندونو ترمنځ واټن کم شوی دی.

د نظرپوښتنې له مخې، ۴۰ سلنه ثبت شویو رایه‌ورکوونکو ویلي چې جمهوري‌پال د کډوالۍ د پالیسۍ د مدیریت لپاره غوره تګلاره لري، په داسې حال کې چې ۳۸ سلنه ډیموکراتانو ته ترجیح ورکوي.

دا یوازې دوه سلنه توپیر د ټرمپ د اوسنۍ ولسمشرۍ تر ټولو کم واټن دی. د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې جمهوري‌پال په دې برخه کې ۲۶ سلنه مخکښ وو.

د رویټرز/ایپسوس دغه نظرپوښتنه په انلاین ډول د امریکا له ۱۱۶۶ بالغانو سره ترسره شوې او د پایلو د خطا کچه یې شاوخوا درې سلنه ده.

طبي بورډ عمران خان ته د ورځې یو ساعت مزل او له کورنۍ سره د ملاقات سپارښتنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۵ - ۱۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۹ GMT+۱
100%

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې، په اډیاله زندان کې د عمران خان د طبي معاینې لپاره جوړ شوي بورډ سپارښتنه کړې چې نوموړي ته دې هره ورځ د یو ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي، څو ذهني فشار یې راکم شي.

طبي بورډ سپارښتنه کړې، چې عمران خان ته دې ورځپاڼې، مجلې، ټلوېزیون او د مطالعې مواد هم ورکړل شي. همداراز یې له مېرمنې او کورنۍ سره د اوسني مهال‌وېش پرتله د ډېرو او منظمو لیدنو سپارښتنه کړې ده.

د طبي بورډ سپارښتنې د هغه راپور برخه دي، چې سترې محکمې ته وړاندې شوې دي. ستره محکمه به نن د عمران خان د ملاقات او په اډیاله زندان کې د هغه د شته اسانتیاوو په اړه د غوښتنلیکونو اورېدنه وکړي.

د راپور له مخې، څلور کسیز طبي بورډ د اګست په ۱۰مه په اډیاله زندان کې د عمران خان طبي معاینه کړې وه. د معاینې پرمهال د هغه د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ ثبت شوی و. عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د تېزې درزا شکایت هم کړی و.

د طبي معاینې پرمهال د سینې درد یا د ساه لنډۍ نښې نه وې موندل شوې؛ خو طبي بورډ د هغه د سختې بې‌قرارۍ یادونه کړې ده. د راپور له مخې، عمران خان د اګست په لومړۍ نېټه هم د پاکستان انسټیټیوټ اف مېډیکل ساینسز یا پمز د زړه ناروغیو د متخصص له‌خوا معاینه شوی و. هغه مهال د وینې د فشار بدلون، د زړه د تېزې درزا، سر درد او بې‌قرارۍ شکایتونه لرل.

طبي متخصص ویلي، چې عمران خان د خپلې ذهني اندېښنې مهم لامل له مېرمنې، کورنۍ او ملګرو سره نه لیدنه او د ورځپاڼو او ټلوېزیون نشتوالی بللی و. متخصص سپارښتنه کړې، چې د ذهني فشار د کمولو لپاره دې له کورنۍ سره د هغه ملاقاتونه زیات او منظم شي او د مطالعې لپاره دې ورته مواد برابر شي.

طبي بورډ ویلي، چې د عمران خان د اوسني ذهني حالت له امله د روغتیايي ستونزو د رامنځته کېدو ګواښ شته؛ نو باید په زندان کې ورته هره ورځ د یوه ساعت مزل او استراحت زمینه برابره شي.

د اډیاله زندان د ادارې دریځ

د اډیاله زندان ادارې په ستره محکمه کې په وړاندې شوي راپور کې ویلي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي ته مناسبې روغتیايي اسانتیاوې برابرېږي او د هغوی روغتیا د زندان د ادارې لومړیتوب دی.

د راپور له مخې، د زندان طبي کارکوونکي هره ورځ درې ځله د عمران خان معاینه کوي، د هغه خواړه څاري او د وینې فشار، د زړه درزا او په وینه کې د اکسیجن کچه هم ثبتوي. د زندان ادارې ویلي، چې د بېلابېلو دولتي روغتونونو متخصصو ډاکټرانو هم د عمران خان معاینه کړې او د هغه د طبي معاینې، درملنې او درملو ریکارډ ساتل شوی دی.

د عمران خان د سترګو ناروغۍ په اړه د زندان ادارې ویلي، له تشخیص وروسته یې سملاسي درملنه شوې ده، چې اوس یې د لید کچه د پام وړ ښه شوې او نږدې عادي حالت ته راګرځېدلې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې عمران خان او بشرا بي‌بي هره سې‌شنبه د زندان د قوانینو له مخې ملاقات کوي او تراوسه ۸۴ ملاقاتونه شوي دي.

تحریک انصاف: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي

بل لور ته د پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان د وینې فشار د راپور په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هغه دې ژر تر ژره روغتون ته ولېږدول شي او مناسبې روغتیايي اسانتیاوې دې ورته برابرې شي.

د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي په یوې خبري ناسته کې د عمران خان د روغتیا راپور د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې دې موضوع ټول هېواد اندېښمن کړی دی. هغه ادعا کړې، چې د عمران خان د شخصي ډاکټرانو په پخوانیو معایناتو کې د هغه د وینې فشار عادي و خو په وروستي راپور کې یې د وینې فشار لوړ ثبت شوی دی.

هغه ویلي، چې د عمران خان کورنۍ، وکیلانو او شخصي ډاکټرانو د ډسمبر له دویمې نېټې وروسته له هغه سره نه‌دي لیدلي.

د امریکا پخوانۍ استخباراتي شنونکې: افغان متحدانو سره د واشنګټن ژمنې لا هم نیمګړې پاتې دي

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ملکي استخباراتي پخوانۍ شنونکې بېټ بیلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه یې کار کړی، وايي واشنګټن باید له افغان متحدانو سره د کړې ژمنې د پوره کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.

نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»

بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.

د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.

بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بې‌شمېره امریکایان، افغان متحدان او زیان‌من کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»

نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.

بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.

بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.

نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.

خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.

بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زده‌کړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.

هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زده‌کړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»

بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.

هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»