• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنځه کاله وروسته؛ د طالبانو ترسیوري لاندې د پخوانيو افغان سرتېرو وضعیت

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د «پي‌بي‌اېس نيوز اور» په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د درېیو کسانو او د هغوی د کورنیو کیسې روایت شوې دي، چې پنځه کاله وروسته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې لاهم له ناروښانه برخلیک او وېرې سره مخ دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته زرګونه پخواني امنیتي ځواکونه او هغه افغانان چې له امریکا او لوېدیځو ادارو سره یې کار کړی و، له جدي ستونزو سره مخ شول.
راپور د رسول په نوم د افغان ملي اردو د یوه پخواني سرتېري کیسه بیانوي، چې د طالبانو پر ضد یې د هلمند په جګړو کې برخه اخیستې وه. رسول ویلي، د جمهوري نظام تر سقوط وړاندې یې هېڅکله فکر نه کاوه چې طالبان به دومره ژر کابل ونیسي او پوځ به د جګړې له دوام پرته منحل شي.
هغه وايي: «که حکومت تسلیمېدل غوښتل، باید له پیله یې دا کار کړی وای؛ څو دغه ټولې قربانۍ او مرګ ژوبله نه وای رامنځته شوې». د راپور له مخې، رسول اوس هم په پټه ژوند کوي او ادعا کوي، چې د طالبانو له عمومي عفوې سره، سره وخت ناوخت د پخوانیو سرتېرو د وژل کېدو او ورکېدو خبرونه اوري.
راپور د زهرا په نوم د یوې افغانې ښځې کیسه هم رااخلي، چې د امریکا له حکومت سره یې کار کاوه. هغې د کابل د سقوط پر مهال د هوايي تخلیې په عملیاتو کې برخه اخیستې وه؛ خو دوه ماشومان یې په افغانستان کې پاتې شول.
د راپور له مخې، زهرا اوس په امریکا کې ژوند کوي خو لور او زوی یې لاهم په افغانستان کې دي.
د زهرا لور چې اوس ۱۴ کلنه ده ویلي، د طالبانو له وېرې سره ژوند کوي او د خپلې مور د لیدلو لپاره هره ورځ انتظار باسي.
هغې ویلي: «دلته ښوونځي تړلي دي او زه هېڅ ځای نه‌شم تلای. غواړم امریکا ته ولاړه شم او خپل ژوند جوړ کړم». راپور وايي، زهرا په امریکا کې له نورو ستونزو سره هم مخ شوې او د هغې کوچنی زوی د مغزي سرطان له ناروغۍ سره مخ شوی و.
نوموړې ویلي، څو ځله ورته ویل شوي چې د کورنۍ د انتقال اسناد یې بشپړ شوي خو هر ځل یې د کورنۍ سفر ځنډېدلی دی. هغې زیاته کړې: «ما د امریکا لپاره کار وکړ، خپل ژوند او د خپلې کورنۍ ژوند مې له ګواښ سره مخ کړ؛ خو اوس پر هغه باور پښېمانه یم».
په راپور کې د محمد په نوم د یو بل افغان کیسه هم راغلې، چې پخوا یې د امریکا د نړۍوالې پراختیایي ادارې (USAID) لپاره کار کاوه. محمد ویلي، په ۲۰۱۵کال کې طالبانو د هغه ۱۳ کلن زوی وتښتاوه او یوه میاشت یې شکنجه کړ.
د هغه په وینا، طالبانو د هغه د زوی د خوشې کولو په بدل کې ترې د ۵۰زره ډالرو غوښتنه کړې وه او هغه اړ شو د پیسو برابرولو لپاره خپله شتمني وپلوري. راپور زیاتوي، هغه کسان چې د محمد د زوی په تښتولو او شکنجه کولو محکوم شوي وو؛ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته خوشې شول او یو له هغوی څخه اوس د طالبانو په لیکو کې د امنیتي پوستې د ساتونکي په توګه دنده کوي.
محمد ویلي، د ویزو له تصویب وروسته یې امریکا ته د تګ هیله پیدا شوې وه؛ خو د امریکا د کډوالو د پروګرام له ځنډېدو سره یې دغه هیله هم له ستونزو سره مخ شوه. هغه ویلي: «اوس یوازې نهیلي راسره پاتې ده. کله کله له ځانه پوښتم، چې ولې مو کلونه د امریکایانو ترڅنګ کار وکړ».
د راپور له مخې، که څه هم طالبان د افغانستان پر ډېرو سیمو بشپړ کنټرول لري او د امنیت د ښه کېدو ادعا کوي؛ خو یوشمېر پخواني حکومتي کارکوونکي، سرتېري او د لوېدیځو هېوادونو همکاران لاهم د غچ اخیستنې او ناروښانه برخلیک له وېرې په پټه ژوند کوي.

ډېر لیدل شوي

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي
۱

پخواني ولسمشر ته پرانیستی‌لیک؛ د پوهنتون یوه استاد له اشرف غني غوښتي بېرته کابل ته ستون شي

۲

د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه؛ افغان سندرغاړی وایي له بنسټیزو حقونو محروم ملت رښتینی خپلواک نه دی

۳

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۴
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۵

افغانستان له بهرني ځواکه خپلواک، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانان څومره ازاد دي؟

•
•
•

نور خبرونه

د کړکېچ نړیواله ډله: د طالبانو سخت دریځونه افغانستان له ناڅرګند راتلونکي سره مخ کوي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
100%

د کړکېچ نړیواله ډله (کرایسز ګروپ) وايي، د طالبانو له واک ته رسېدو پنځه کاله وروسته افغانستان کې د جګړې او تاوتریخوالي کچه د پام وړ راټیټه شوې، خو په بېلابېلو برخو کې له یوه «ژور نامعلوم او بې‌ثباته راتلونکي» سره مخ دی.

د نړیوالو کړکېچونو ډلې په یوه نوي تحلیل کې راغلي چې طالبان تر اوسه د خپل واک د ټینګښت په برخه کې له جدي ګواښ سره نه دي مخ شوي، خو د افغانستان د اساسي ستونزو د حل لپاره د دوی د تګلارې د بدلون نښې هم نه لیدل کېږي.

دغه ډله وايي، د طالبانو له واکمنۍ سره په هېواد کې امنیت ښه شوی، د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو هڅې تر ډېره بریالۍ شوې او په دولتي ادارو کې پراخ فساد د پخوا په پرتله کم شوی دی. د راپور له مخې، سوداګري او واردات په کلکه تنظیم شوي، د ګمرکي محصولاتو له لارې د دولت عواید زیات شوي او په لویو ښارونو کې د سړکونو او نورو ساختماني پروژو فعالیت هم پراخ شوی دی.

خو د دغه ګروپ په وینا، د ښځو او نجونو د حقونو محدودول د طالبانو د حکومت تر ټولو جدي ستونزه ده چې نه یوازې د دې ډلې پر حکومت «دروند داغ» دی، بلکې د افغانستان د دایمي زیانمنېدو او نړیوالې انزوا خطر هم زیاتوي. دغه ډله وايي، افغانستان اوس په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته له لومړني ښوونځي پورته د رسمي زده‌کړو اجازه نه ورکوي.

په راپور کې ویل شوي چې طالبان ښځې له کار، سفر، خپلواکې پرېکړې او حتا له ځینو ټولنیزو او تفریحي فعالیتونو هم محدودوي او ښځې یې تر ډېره له عامه ژوند څخه حذف کړې دي. د راپور له مخې، د طالبانو مشرتابه په دې سیاستونو کې د نرمښت کومه نښه نه ده ښودلې، بلکې ځینې محدودیتونه یې لا پیاوړي کړي دي.

دغه ګروپ وايي، د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د سیاستونو بدلون کولی شي له ډېرو هېوادونو سره د دوی اړیکې ښې کړي. د دې ډلې په وینا، که طالبان د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د حقونو په برخه کې له خپل اوسني دریځ څخه شاتګ وکړي، د ډېرو حکومتونو اړیکې به له کابل سره له شک پرته ښه شي.

د راپور له مخې، طالبان د یوه پراخ سیاسي مشارکت لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې هم نه مني او د حکومت ډېری مهمې څوکۍ یې د خپلې ډلې له غړو ډکې کړې دي. کرایسز ګروپ وايي، د طالبانو دغه سخت دریځ د کنګل شویو میلیاردونو ډالرو د خوشې کېدو په اړه خبرې هم له خنډ سره مخ کړې او افغانستان لا هم تر ډېره له نړیوال اقتصاد څخه جلا پاتې دی.

د دغه ډلې په باور، د افغانستان لپاره تر ټولو جدي او سمدستي بهرنی ګواښ له پاکستان سره مخ په زیاتېدونکی کړکېچ دی. د راپور له مخې، اسلام‌اباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌والو ته یې په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې او له همدې امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې په پرله‌پسې ډول ترینګلې شوې دي.

دغه ډله وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې تړل کېدو او د سوداګرۍ نږدې بشپړ درېدو د افغانستان اقتصاد ته دروند زیان رسولی دی. د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې دښمنۍ له امله د افغانستان هغه پلانونه هم زیانمن شوي چې غوښتل یې دغه هېواد د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ پر مهم مرکز بدل کړي.

د نړیوالو کړکېچونو دغه ډله خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان اندېښنو ته د حل لاره پیدا نه کړي او د تاوتریخوالي له زیاتېدونکي دور څخه ونه وځي، وضعیت لا خرابېدای شي. د راپور په وینا، د دواړو لورو ترمنځ د لا پراخې نیابتي شخړې احتمال هم شته چې پایلې به یې د افغانستان له پولو هاخوا ټولې سیمې ته وغځېږي.

راپور همداراز وايي چې اقتصادي ستونزې د پاکستان له کړکېچ، د منځني ختیځ له جګړې، د نړیوالې بشري مرستې له کمېدو او د افغانستان د نړیوال مالي نظام څخه له انزوا سره لا پسې ژورې شوې دي. د کرایسز ګروپ د شمېرو له مخې، له دې مخکې هم شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وو او په ۲۰۲۶ کال کې ۱۰.۷ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو ته اړتیا لرله.

د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت په اړه هم اندېښنې ښودل شوې دي. کرایسز ګروپ وايي، په بدخشان کې د طالبانو پر ضد وسله‌وال فعالیتونه زیات شوي او د جولای په ۱۷مه یوه لږ پېژندل شوې وسله‌واله ډله د دغه ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر مرکز ناڅاپي برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې کنټرول په لاس کې واخیست. د راپور له مخې، دا له ۲۰۲۱ کال وروسته لومړی ځل و چې طالبانو په افغانستان کې د یوه اداري مرکز کنټرول له یوه سیال لوري څخه وبایله.

سره له دې، کرایسز ګروپ وايي، دغه وسله‌وال فعالیتونه تر اوسه د طالبانو د واکمنۍ لپاره جدي ګواښ نه جوړوي او طالبان د هېواد پر ډېرو برخو خپل کنټرول ساتلی شي. خو دغه ډله ټینګار کوي چې که د شمالي سیمو پراخې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ناخوښۍ حل نه شي، ورته ستونزې به دوام وکړي.

د نړیوالو کړکېچونو ډلې په پای کې ویلي، که څه هم په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې احتمال اوس کم ښکاري، خو د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند، نړیواله انزوا، اقتصادي فشارونه، د حکومت انحصاري جوړښت او له پاکستان سره پرله‌پسې شخړې افغانان له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ کوي. دغه ډله وايي، طالبان د واک د شپږم کال په پیل کې اړتیا لري چې د هېواد د کورنیو ستونزو او له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ترینګلو اړیکو د حل لپاره «لا عملي او واقعبینانه لاره» غوره کړي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر: د طالبانو له جوړېدو پښېمانه نه یم

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د استخباراتي ادارې (اې ایس اې) پخواني مشر اسد دراني له طالبانو څخه د اسلام اباد د ملاتړ له پخوانۍ تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دغه ډلې له جوړېدو پښېمانه نه دی.

هغه له «ایراف» په نوم رسنۍ سره په یوه ویډیویي مرکه کې ویلي، هغه مهال د طالبانو د جوړېدو «اړتیا» موجوده وه. نوموړي زیاته کړې چې که بېرته تېر وخت ته ستون شي، هماغه «لوبه» به بیا ترسره کړي، خو دا ځل به یې «لا ښه» ترسره کړي.

دراني ادعا کړې چې طالبانو له ۲۰۰۱ کال وروسته د جوړجاړي هڅې وکړې، خو جدي ونه نیول شول او له همدې امله یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ. هغه ویلي چې د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه خلک له طالبانو سره همدلي لري.

دراني د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه هم ویلي چې په جګړو کې خلک «په خپله خوښه یا ناخوښه» وژل کېږي او دا یې د جګړې له «طبیعت» سره تړلې موضوع بللې ده.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، د ښوونځیو او نورو ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه پراخ راپورونه خپاره شوي دي.

«تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو نیمګړی ماشوم دی»

د مرکې په یوه برخه کې هغه د ټي‌ټي‌پي د رامنځته کېدو په تړاو ویلي چې دا ډله د افغان طالبانو «نیمګړی ماشوم» دی او د دې ډلې له فعالیتونو څخه رامنځته کېدونکي تلفات یې د «لوبې بیه» بللې ده.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د خپلې مهمې امنیتي اندېښنې په توګه یاد کړي او پر طالبانو یې تور لګولی چې د دې ډلې غړو ته په افغانستان کې زمینه برابروي. طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

دراني د پاکستان او امریکا اړیکې «دوه‌ګونې» بللې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد نه د واشنګټن متحد و او نه به وي، خو له امریکايي پیسو یې استفاده کړې ده.

هغه دغه سیاست د «حکومتولۍ هنر» بللی دی خو د دراني تازه څرګندونې د پاکستان د پخوانۍ افغان پالیسۍ، د طالبانو د رامنځته کېدو او د سیمې پر امنیت د دغې پالیسۍ د اغېزو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپاروي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۱۹۹۰مو کلونو له نیمایي راهیسې پراخې شوې او اسلام‌اباد په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت له رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو اړیکې په پراخه کچه ترینګلې شوې دي. په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو، د ډیورنډ کرښې د نښتو، د تورخم او سپین‌بولدک دروازو د تړل کېدو او د افغان کډوالو د ایستلو موضوعاتو د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.

انس حقاني: سیاسي اختلافات دې د عقلانیت، اعتدال او متقابل احترام له لارې وڅېړل شي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۱
100%

د حقاني شبکې فعال غړی انس حقاني وايي، په افغانستان کې د سیاسي بحثونو یوه لویه برخه د احساساتي غبرګونونو بڼه لري او اړتیا ده چې د سیاسي اختلافاتو ترڅنګ د «ګډو ارزښتونو، متقابل احترام او عقلاني بحث فرهنګ» هم پیاوړی شي.

حقاني په یوه لیکنه کې ټینګار کړی چې سیاست باید د احساساتو پر ځای پر «حکمت، تدبیر او هوښیارۍ» ولاړ وي او د یوه اړخیز او ناعادلانه تحلیل له امله باید څوک خپل توازن له لاسه ور نه کړي.

د انس حقاني دغه لیکنه طلوع نیوز خپره کړې، چې حقاني پکې د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیاسي بحثونو د څرنګوالي او د اختلافاتو پر مهال د اعتدال او متقابل احترام پر اړتیا خبرې کړې دي.

هغه لیکلي: «موږ باید د یوه چا د جذباتي دریځ یا د یو اړخیز، غیر واقعي او ناعادلانه تحلیل له امله دومره له خپل توازنه و نه ځو چې خپله هم د هماغه دریځ تکرار ته ورسېږو.»

د حقاني په باور، د افغانستان د سیاستوالو، شنونکو او عامو خلکو په بحثونو کې د متقابل احترام، د مخالف نظر د اورېدو زغم او عادلانه قضاوت کچه ټیټه ده. هغه وايي، لوستې او باخبره طبقه کولای شي د سیاسي بحث لپاره د یوه نوي مسیر په جوړولو کې رول ولوبوي.

نوموړي ویلي، هر څوک د خپل نظر او فکر د لرلو حق لري، خو مهمه دا ده چې د بل لوري نظر هم واورېدل شي او د اختلاف پر مهال له انصافه کار واخیستل شي.

حقاني د افغانستان وروستیو سیاسي تحولاتو ته په اشاره، د پخواني حکومت د یوه چارواکي وحید عمر ځینې وروستۍ لیکنې او ویناوې هم د پام وړ بللې دي. هغه ویلي چې د عمر په وروستیو څرګندونو کې یې هڅه لیدلې چې موضوعاتو ته له احساساتي غبرګون څخه په واټن او «نسبتا عقلاني، متوازن او معتدل» نظر وګوري.

هغه د افغانستان د سیاسي اختلافاتو په اړه لیکلي چې «افغانستان زموږ ټولو ګډ کور دی» او زیاته کړې یې ده چې د دې هېواد د عزت ساتنه د ټولو ګډ مسولیت دی.

حقاني په خپله لیکنه کې همداراز ویلي چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د افغانستان د سیاسي تحولاتو او تجربو په اړه یې له شاوخوا یو نیم کال راهیسې پر خپلو خاطراتو کار کړی او د دې دورې ډېره برخه یې په یوه کتاب کې راټوله کړې ده.

هغه ویلي، هڅه کوي دغه سیاسي خاطرات ژر چاپ ته چمتو او له خلکو سره یې شریک کړي. د حقاني په وینا، دغه کتاب به د تاریخ «حرف اخر» نه وي، بلکې د یوه افغان له لیدلوري د یوه مهم سیاسي پړاو د وضعیت، تجربو او تحولاتو روایت به وي.

نوموړي په پای کې ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات به دوام ولري، خو که «عقلانیت، اعتدال، انصاف او متقابل احترام» له بحثونو ونه ایستل شي، نو دغه اختلافات د فکري ودې لپاره پر یوه وسیله بدلېدای شي.

د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو له لوري د جنسیتي ځورونې قضیه په جلا توګه څېړي

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
100%

د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې د ادعاوو څېړنه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جرمونو له پراخې قضیې جلا کړې ده. د افغان بشري حقونو فعالان وايي، د څېړنو دا بېلول ښايي د افغانستان د ټولو ادعا شویو جرمونو په اړه د هراړخیز عدالت بهیر کمزوری کړي.

د یورونیوز د راپور له مخې، د محکمې د لومړنیو قضیو د دویمې خونې قاضیانو څارنوالانو ته لارښوونه کړې چې د طالبانو له لوري د ښځو او سیاسي مخالفانو د ځپنې په اړه جلا څېړنه پیل کړي. د راپور له مخې، قاضیانو دې پایلې ته رسېدلي چې له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو کړنې له هغو کړنو سره «په بنسټیز ډول توپیر» لري چې د افغانستان د لومړنۍ قضیې د څېړلو په اجازه کې شاملې وې.

د جرمونو نړیوالې محکمې د څارنوالۍ دفتر یوه ویاند ویلي: «څېړنه د طالبانو پر مشرانو او د ښځو او سیاسي مخالفانو د ځپنې پر ادعا شویو جرمونو، چې د بنسټیزو حقونو محرومول، سیستماتیکې نیونې او شکنجه پکې شامل دي، متمرکزه ده.»

د افغانستان د خپلواکو بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره او د اکسفورډ پوهنتون څېړونکې شهرزاد اکبر د څېړنو له جلا کېدو اندېښنه ښودلې ده.

اکبر یورونیوز ته ویلي: «هر ډول انتخابي عدالت ژور اندېښمنوونکی دی.» هغې زیاته کړې چې دا هم د اندېښنې وړ ده چې د امریکا «زورول، ګواښونه او پر محکمې بریدونه» ښايي د جرمونو نړیوالې محکمې پر څېړنو اغېز وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په اړه رسمي څېړنه په ۲۰۲۰ کال کې تصویب کړې وه. په دې څېړنه کې د طالبانو او حقاني شبکې، د داعش خراسان څانګې، د افغان حکومت د ځواکونو او د امریکا د پوځ او مرکزي استخباراتو ادارې د کارکوونکو د احتمالي جرمونو موضوعات شامل وو.

خو په ۲۰۲۱ کال کې د محکمې هغه مهال څارنوال کریم خان د امریکا د ځواکونو د احتمالي جرمونو اړوند برخه له لومړیتوبه وغورځوله او د محکمې سرچینې یې د طالبانو او داعش خراسان پر قضیو متمرکزې کړې.

د راپور له مخې، د افغانستان د پراخې قضیې رسمي پرانیستې پاتې کېدل د امریکا لپاره دا زمینه برابره کړې وه چې پر ټول بهیر فشار ته دوام ورکړي. په تېرو میاشتو کې واشنګټن د جرمونو نړیوالې محکمې پر چارواکو بندیزونه هم زیات کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د جرمونو نړیوالې محکمې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د قضایه قوې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړل. پر دغو دواړو د ښځو او هغو کسانو د ځپنې په تړاو د بشریت ضد جرم، یعنې تعقیب، تور لګېدلی دی چې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي.

اکبر وايي، افغان مدني ټولنو له محکمې غوښتي چې د افغانستان د قضیې ټول اړخونه په هراړخیز ډول وڅېړي، په شمول د امریکايي ځواکونو د احتمالي جرمونو.

هغې ویلي: «د افغانستان مدني ټولنو په پرله‌پسې ډول له جرمونو نړیوالې محکمې غوښتي چې د خپلې قضایي واکمنۍ په محدوده کې د ټولو ادعاوو هراړخیزې څېړنې وکړي.»

اکبر د امریکا پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن فشارونه د طالبانو په څېر ډلو ته د بې‌سزا پاتې کېدو زمینه برابروي.

هغې ویلي: «دا د طالبانو په څېر رژیمونو ته یوه ډالۍ ده، ځکه دوی کولای شي د نړیوال نظم او د قانون د حاکمیت د کمزورېدو په شرایطو کې له مجازاتو پرته خپلو کړنو ته دوام ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د ارزونې له مخې، افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو ځپونکی هېواد بلل شوی دی. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر شوي چې د ښځو حضور یې په عامه ژوند کې محدود کړی دی.

نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع دي، ښځې په ډېرو دندو، په ځانګړي ډول په غیر دولتي او د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کار کولو منع شوې دي او پر پارکونو، ورزشي مرکزونو او ګڼو عامه ځایونو هم محدودیتونه پرې لګېدلي دي.

اکبر وايي، د ښځو د حقونو ډلې، د بشري حقونو څېړونکي او د طالبانو د اقداماتو قربانیان د جرمونو نړیوالې محکمې له څېړنې سره له پیل څخه همکاري کړې او غوښتنه یې کړې چې د محکمې د څېړنې ساحه پراخه شي.

د نوموړې په وینا، د طالبانو د مشرانو پر ضد د نیولو حکمونه د عدالت او حساب ورکونې له پلوه مهم وو، خو عملي اغېز یې محدود پاتې شوی دی.

اکبر ویلي: «موږ د نیولو د حکمونو هرکلی وکړ، ځکه دا په افغانستان کې د لسیزو بې‌سزا پاتې کېدو وروسته د عدالت او حساب ورکونې یوه شېبه وه.»

هغې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره د سیمې او لوېدیځ هېوادونو لا پیاوړې سیاسي ارادې ته اړتیا ده، څو له طالبانو سره په ګډو شرایطو تعامل وکړي او د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو لګېدلي بندیزونه د بېرته لرې کولو غوښتنه ترې وکړي.

هیله نجیب: د طالبانو د «خپلواکۍ» روایت د بهرنیو لاسوهنو واقعیت نه شي پټولای

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۲۰ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱
100%

د سولې او پخلاینې څېړونکې هیله نجیب‌الله وايي، د طالبانو د واکمنۍ پنځه کاله وروسته په لوېدیځو رسنیو کې د افغانستان په اړه د «امنیت» او له طالبانو سره د تعامل روایتونه پیاوړي شوي، خو د نوموړې په باور افغانستان لا هم له واقعي سولې، عدالت او انساني امنیت څخه لرې دی.

هیلې په یوه مقاله کې چې د «افغان ډایاسپورا» شبکې له خوا خپره شوې ویلي، د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت د لوېدیځو رسنیو په ګڼو راپورونو کې درې موضوعات تر ډېره تکرار شوي: «افغانستان امن دی، ښځې ځپل شوې دي او ولې طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه پرانیزي، او لوېدیځ ولې باید له طالبانو سره تعامل وکړي.»

نوموړې استدلال کوي چې د افغانستان د امنیت ارزونه باید یوازې د جګړې د کمېدو پر بنسټ ونه شي. هغې پوښتنه کړې چې «ایا له عدالت پرته او د معافیت د فرهنګ په ترویج سره سوله راتلای شي؟» او زیاته کړې یې ده چې فقر، نابرابري، ځپنه، ناچاوده مهمات او د ښځو محدودول هغه عوامل دي چې افغانستان د واقعي سولې له حالت څخه لرې ساتي.

د هغې په وینا، «افغانستان له سولې څخه ډېر لرې دی» او هغه ټولنه چې د بې‌عدالتۍ، ځپنې او د ټوپک د واک له امله تعریفېږي، «خوندي هېواد» نه شي بلل کېدای.

هیله نجیب د طالبانو هغه ادعا هم رد کړې چې ګواکې دوی امریکا له افغانستانه «شړلې» او د هېواد «خپلواکي» یې ترلاسه کړې ده. هغې ویلي، دا ادعا د افغانستان په تاریخ کې د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو له اوږده بهیر څخه جلا نه شي ارزول کېدای.

نوموړې لیکلي: «طالبانو ته دا پوښتنه مطرح کېږي: څنګه مو اشغالګر وایستل، په داسې حال کې چې خپله د هغوی له خوا بېرته راوستل شوئ او تمویل شوئ؟»

د سولې څېړونکې وايي، د افغانستان جغرافیایي موقعیت تل دغه هېواد د نړیوالو قدرتونو د سیالیو په مرکز کې ساتلی او د افغانستان د خپلواکۍ مسله باید یوازې د داخلي ارادې له زاویې ونه کتل شي.

هغې، ویلي چې طالبان په تېرو پنځو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو سره د نسبتا باثباته سیاسي اړیکو په جوړولو کې بریالي شوي دي. د هغې په باور، له طالبانو سره د لوېدیځ د تعامل یوه موخه دا ده چې افغانستان په بشپړه توګه د روسیې او چین په څېر ختیځو قدرتونو ته ونه سپارل شي.

اغلې نجیب د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه هم لیکلي چې له سیمې سره د اقتصادي اړیکو زیاتول او افغانستان د اسیا په زړه کې پر یوه اقتصادي پل بدلول د هېواد راتلونکی بدلولای شي؛ خو په وینا یې، دا هغه وخت ممکن دي چې طالبان د حکومتولۍ په طریقو کې بدلون راولي.

د ښځو د حقونو په اړه اغلې نجیب‌ وايي، طالبان باید د ښځو د زده‌کړې او ټولنیز مشارکت په برخه کې خپلې پالیسۍ بدلې کړي. هغې د طالبانو د ښځو په اړه احکام او محدودیتونه غندلي او ویلي یې دي چې دا محدودیتونه ښځې له خپلو «اسلامي حقونو» هم محروموي.

هغې ټینګار کړی چې د ښځو د حقونو موضوع باید د افغانستان د سیاسي سیالیو لپاره د یوې وسیلې په توګه ونه کارول شي. نوموړې لیکلي: «نه غواړم یوازې د دې لپاره چې ښځه یم یا د ښځو پر برابر حقونو باور لرم، د افغانستان د شطرنج پر تخته په یوه مهره بدله شم.»

هیلې د امریکا د شل کلنې جګړې او له طالبانو سره د پخوانیو مذاکراتو پر سیاست هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ښځو د حقونو ساتنه د زلمي خلیلزاد د پخلاینې د څلورو اساسي موخو برخه نه وه.

هغې د طالبانو له مشرتابه غوښتي چې د شعارونو پر ځای د نجونو او ښځو د زده‌کړې او نورو حقونو په منلو سره خپل دریځ په عمل کې ثابت کړي.

نوموړې لیکلي: «طالبان کولای شي، د بې‌معنا خبرو او تشو ادعاوو پر ځای، افغانیت خپل د نجونو او ښځو لپاره د خپلو اسلامي حقونو د عملي کولو له لارې ثابت کړي او دا کار دې له “اقرأ” څخه پیل کړي.»

هغې په پای کې له افغان ځوانانو غوښتي چې د افغانستان جغرافیایي اهمیت درک کړي او د طالبانو له ختیځو، لوېدیځو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره اړیکې په «انتقادي نظر» وڅېړي. نوموړې ټینګار کړی چې د پوښتنو مطرح کول او انتقادي فکر کول د افغانستان د راتلونکي لپاره مهم دي.