• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: حسیب پنجشیری د میلیونونو «اسیرو انسانانو» د ملي ارمانونو لپاره وجنګېد

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۶:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د حسیب پنجشیري د وژل کېدو په غبرګون کې نوموړی د میلیونونو هغو افغانانو د ملي ارمانونو لپاره مبارز بللی چې د ده په وینا، اوس مهال «په اسارت» کې دي. صالح نوموړی یو زړور کس یاد کړی.

امرالله صالح نن جمعه، د زمري پر ۳مه په اېکس کې لیکلي، چې حسیب پنجشیري په زړورتیا جګړه وکړه او په یوې نه هېرېدونکې اسطورې او افسانې بدل شو.

د هغه په وینا، حسیب د خپلې مبارزې سفر د یوه عادي سرتېري په توګه پیل کړ، خو خلکو ورته د «زړور او باایمانه قوماندان» لقب ورکړ.

هغه زیاته کړې چې حسیب پنجشیري «د ملت له منځه او د خاورې له زړه راټوکېدلی» شخصیت و او د ده په باور، دا تعبیر پر نوموړي بشپړ صدق کوي.

امرالله صالح ویلي، چې حسیب پنجشیري ته تاریخي عزت او وقار ور په برخه شو او نوموړي له خپلې انساني وړتیا څخه پورته، د خپل ولس او خاورې پر وړاندې خپله دنده ترسره کړې ده.

صالح د حسیب پنجشیري کورنۍ ته د هغه د وژل کېدو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د نوموړي یاد به تل په درنښت ساتي.

ډېر لیدل شوي

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود
۱

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۲
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: په ننګرهار کې طالبانو یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو راټولولو په تور شکنجه کړی

۴

مقاومت جبهې د خپل یوه قوماندان وژل کېدل تایید کړل

۵

د طالبانو رسنیو د مقاومت جبهې د غړي حسیب قوای مرکز د وژل کېدو خبر ورکړی

•
•
•

نور خبرونه

په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د مخالفو جبهو څه باندې ۱۰ قوماندانان وژل شوي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۲۹ GMT+۱
100%

د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د کابل له سقوط نه د ۱۴۰۵ کال تر زمري پورې د طالبانو د مخالفو جبهو څه باندې لس قوماندانان وژل شوي. په دې ډله کې د پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو جنرالان، د ځانګړو ځواکونو او کومانډو افسران او د وسله‌والو مخالفو ډلو سیمه‌ییز قوماندانان شامل دي.

د کابل له سقوط وروسته، یو شمېر یاد قوماندانان له هېواده د وتلو پر ځای د افغانستان غرنیو سیمو ته ولاړل او د طالبانو پر وړاندې یې د غلچکۍ جګړې جوړښتونه رامنځته کړل.

پنجشېر، اندراب، سالنګ، بدخشان او د پروان ځینې سیمې د طالبانو د مخالفانو په مهمو مرکزونو بدلې شوې.

د وژل شویو قوماندانانو په ډله کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې یو شمېر مهم کسان هم شامل دي. حسیب پنجشیری، بهلول بهیج، جنرال عبدالودود زره، فهیم دشتي، حاجي ملک خان، خیرمحمد خیرخواه اندرابي، قیوم کهگدای، عبدالصمد کوهگدای، اکمل امیري، عبدالبصیر اندرابي او شاه ولي خان هغه کسان دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره په مختلفو سیمو کې د نښتو او یا هم د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.

حسیب پنجشیری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د ملي مقاومت جبهې وروستی قوماندان دی، چې وژل کیږي.

د دې جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د هغه وژل کېدل تایید کړي دي.

د طالبانو اړوندو رسنیو ادعا کړې چې نوموړی په شمالي سالنګ کې د پېچلو عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه خپلواک معلومات محدود دي.

بهلول بهیج، د پنجشېر پخوانی والي او د دغه ولایت له پېژندل شویو قوماندانانو څخه یوتن و، چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د پنجشېر د جګړو پر مهال ووژل شو.

جنرال عبدالودود زره، چې د احمدشاه مسعود له نږدې خپلوانو څخه و، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې د پنجشېر د جګړو پر مهال له فهیم دشتي سره یو ځای ووژل شو.

فهیم دشتي له دوو لسیزو ډېر د افغانستان په رسنیو کې فعال و. هغه د «کابل» اونیزې مسوول و او د احمدشاه مسعود له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېده. د جمهوریت له سقوط وروسته یې د ملي مقاومت جبهې د ویاند او رسنیز مسوول په توګه دنده ترسره کړه او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په پنځمه د پنجشېر په جګړه کې ووژل شو.

حاجي ملک خان هم په پنجشېر کې د مقاومت له سیمه ییزو قوماندانانو څخه و. نوموړی مخکې د طالبانو په سیمه ییزو جوړښتونو کې شامل و، خو وروسته له دې ډلې جلا او د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای شو. په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د بښنې نړیوال سازمان د هغه د مرګ د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او ویلي یې وو چې روښانه نه ده هغه په جګړه کې وژل شوی او که له نیول کېدو وروسته اعدام شوی دی.

خیرمحمد خیرخواه اندرابي، چې تر سقوط مخکې د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ د امنیت امر و، له سقوط وروسته اندراب ته ستون شو او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو یوه برخه یې رهبري کړه.

نوموړی د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په پنځمه له شاوخوا ۲۰ کسانو سره، له طالبانو سره تر ۳۰ ساعتونو سختې جګړې وروسته ووژل شو.

په بغلان کې د ملي مقاومت جبهې قوماندان قیوم کهگدای هم د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د نهرین ولسوالۍ په سختو نښتو کې ووژل شو. د ملي مقاومت جبهې مشرتابه د هغه مرګ تایید کړ او د هغه له مبارزې یې ستاینه کړې وه.

عبدالصمد کوهگدای، چې په بغلان کې د مقاومت له قوماندانانو څخه و، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۸مه د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو. د هغه د مرګ په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له موقعیت څخه خپرې شوې ویډیو د هغه د ځای په پېژندلو کې مرسته کړې وه.

د پخوانیو امنیتي ځواکونو له وژل شویو کسانو څخه عبدالقدیر هم یاد شوی، چې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر او د بلخ د لویې لارې د پولیسو د قوماندانۍ پخوانی مرستیال و. هغه د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۳ کسانو په ډله کې ووژل شو.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په لیکو کې هم اکمل امیر او عبدالبصیر اندرابي له مهمو وژل شویو قوماندانانو څخه دي. اکمل امیر یا امیري د پخواني افغان پوځ له مشهورو کومانډو افسرانو څخه و او د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سالنګ په جنوبي برخه کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. عبدالبصیر اندرابي، چې د پخواني حکومت له کومانډو ځواکونو څخه و، هم په همدې جګړه کې له هغه سره یو ځای ووژل شو.

شاه ولي خان، د افغانستان د ازادۍ جبهې یو بل سیمه ییز قوماندان د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په نهمه د بغلان د اندراب په قاصان دره کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.

د دې ترڅنګ شکرالله اندرابي، اسدالله اندرابي، شیرمحمد اندرابي، نورالله نورخیل، میرزا جان، سید بحرالدین اغا، حمیدالله مجاهد، یارمحمد، قمرالدین اندرابي، جمال الدین اندرابي، خیرالله، احمدعلي او حکیم الله هم د هغو قوماندانانو او جنګیالیو په ډله کې یاد شوي چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۴ کلونو ترمنځ په جګړو کې وژل شوي دي.

د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د ۱۴۰۵ کال په زمري کې ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې جبهې له زرو ډېر کسان له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي. دا شمېره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د راپور له مخې، د کابل له سقوط وروسته د جګړو د ماهیت، جګړه ییزو سیمو ته د رسنیو د محدود لاسرسي او د خپلواکو او بشپړو معلوماتو د نشتوالي له امله د وژل شویو قوماندانانو بشپړ او وروستی لېست نه شي وړاندې کېدای. ګڼ سیمه ییز او منځني قوماندانان داسې مهال وژل شوي چې د مړینې خبرونه یې په پراخه کچه په رسنیو کې نه دي خپاره شوي.

سره له دې چې د مقاومت جبهو یو شمېر مهم قوماندانان وژل شوي، د افغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال فعالیتونه لا هم دوام لري.

سراج الدین حقاني پر بهر میشتو افغان سیاسي مشرانو غږ وکړ چې افغانستان ته ستانه شي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۰۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له بهر مېشتو افغان سیاسي مشرانو وغوښتل چې افغانستان ته بېرته ستانه شي او ویې ویل چې هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی. حقاني ویلي، چې د دوحې هوکړې له مخې ټولبښنه شوې او له هیچا سره حساب نه کېږي، خو د نظام او امنیت ګواښونکي به تعقیبېږي.

حقاني دا څرګندونې بامیان ته د خپل سفر پر مهال د قومي مخورو، سیمه‌ییزو مسوولانو او خلکو یوې غونډې ته وکړې.

نوموړي وویل چې د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد له مهمو لاسته راوړنو څخه دی او باید د داخلي اختلافونو له امله له منځه ولاړ نه شي.

هغه وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دوحې د هوکړې له مخې ټولبښنه اعلان شوې او د ده په وینا، له پخوانیو مخالفانو سره د محاسبې اراده نه لري. خو د حقاني په وینا، هغه کسان به تعقیب شي چې د طالبانو د نظام یا امنیت پر وړاندې اقدام کوي او یا په هېواد کې د ګډوډۍ هڅه کوي.

نوموړي وویل، چې دوی د افغانستان له ذات او اسلامي ګټو سره د مخالفت کوونکو مخالف دي او دا مخالفت ټول ملت ورسره کوي.

هغه وویل، « کوښښ کوو چې د جزئي اختلافونو له امله دغه ارامي بېرته له لاسه ونه وځي. افغانستان د ټولو شریک کور دی، د بل د ګتې لپاره یې نه کاروو، افغانستان مو په اولویتونو کې دی».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د قوم، ژبې او سیمې پر بنسټ وېشونه د تېرو کلونو د بهرنیو لاسوهنو له پایلو وبلل او ویې ویل چې افغانان باید د یوه نظام تر چتر لاندې د یووالي او ګډ ژوند د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

حقاني د افغانستان د اوسني امنیت ساتل یوازې د طالبانو د ادارې دنده نه بولي او وايي، ولس هم پکې ونډه لري.

نوموړي زیاته کړه چې د ده په باور، د هېواد د بېلابېلو ټولنیزو پاړکو ترمنځ اړیکې او ګډ ژوند د امنیت د ټینګښت لپاره مهم دي.

هغه د هزاره ولسونو مننه وکړه او ویې ویل چې ددوی مشران ورسره ګوري او د طالبانو د ادارې ملاتړ کوي.

حقاني په بامیان کې د هزاره ټولنې له مشرانو سره د ناستو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د دوی د مشروع غوښتنو د حل لپاره هڅې کېږي.

حقاني وویل چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د افغانانو د یووالي غوښتونکی دی او ټینګار یې وکړ چې د داخلي اختلافونو د پراخېدو مخنیوی باید د حکومت او ولس ګډ هدف وي.

نوموړي له بهر مېشتو افغانانو، په ځانګړي ډول سیاسي څېرو، وغوښتل چې ځانونه د افغانستان له ټولنې جلا ونه ګڼي او که د هېواد دننه د هغوی د ستونزو او غوښتنو د حل امکان وي، د حل لپاره به یې هڅې کېږي.

حقاني د افغانستان اوسنی امنیت او ثبات د هېواد ستره پانګه وبلله.

هغه زیاته کړه، چې بهرني وګړي په افغانستان کې ځان خوندي احساسوي او د ده په وینا، دا د ولایتونو او نظام ترمنځ د یووالي نښه ده.

نوموړي وویل، « زموږ ستره لاسته راوړنه دا ده، چې نن یو بل برداشت کولای شي او په غم او ښادۍ ګډېدلی شي».

هغه چا ته له اشارې پرته وویل، چې څوک باید ځان بیګانه ونه بولي او روا غوښتنې او کړنې چې د یوه هېواد د وګړي اړتیا وي او حل یې ممکن وي، په حل کې به یې دوی خپلې هڅې نه سپموي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر اجتماعي تعامل د ټول هېواد او نظام لپاره مهم وباله.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون وسله‌والو ډلو په شمالي ولایتونو، په ځانګړي ډول بدخشان کې د طالبانو پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او ددې ډلې سیاسي مخالفانو طالبان د خبرو اترو جوګه نه دي بللي.

یو شمېر پښتنو سیاستوالو او فعالانو د مقاومت جبهې د قوماندان پر وژلو غبرګون ښودلی

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۲۷ GMT+۱
100%

د پښتنو یو شمېر سیاسي څېرو او فعالانو د مقاومت جبهې د قوماندان حسیب پنجشیري پر وژل کېدو غبرګونونه ښودلي. دوی وايي، نوموړی د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې پاتې شوی و او وسله‌وال فعالیت کاوه. هغوی دغه راز د نوموړي له جسد سره د طالبانو د سرتېرو پر چلند هم نیوکې کړې دي.

د طالبانو د مخالفې ډلې ملي مقاومت جبهې د یوه قوماندان حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته یو شمېر پخوانیو پښتنو چارواکو او سیاسي څېرو د هغه د فعالیتونو، په افغانستان کې د حضور او د جسد د خپرو شویو انځورونو په اړه څرګندونې کړې دي.

د ملي ټلوېزیون پخواني رییس اسماعیل میاخېل ویلي، پنجشیری د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له افغانستان نه ونه وت او د طالبانو پر وړاندې یې وسله‌وال فعالیت ته دوام ورکړ.

میاخېل د یاد قوماندان ستاینه کړې او وايي، چې «حسیب له سقوط وروسته د تېښتې، چوپتیا او تسلیمۍ لاره غوره نه کړه، په وطن کې پاتې شو، د طالبانو پر وړاندې ودرېد او په پای کې یې د وطن د ازادۍ په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ».

سیاسي فعال مجید قرار هم ویلي چې پنجشیري د طالبانو د واکمنۍ په موده کې په افغانستان کې حضور درلود او په همدغه هېواد کې وژل شوی دی.

دوی خپلو څرګندونو ته د کورنیو چارو وزارت د پخواني مرستیال خوشحال سادات له پخوانیو ادعاوو سره هم تړاو ور کړی دی.

سادات تر دې وړاندې ادعا کړې وه چې د مقاومت جبهې ځینې قوماندانان، لکه حسیب پنجشیری او خالد امیري په پنجشېر کې حضور نه لري.

پنجشیري په تېرو کلونو کې څو ویډیوګانې خپرې کړې وې چې په غرنیو سیمو کې یې د هغه حضور ښوده.

د طالبانو چارواکو له دې وړاندې ویلي، چې د کولاب غرونه هم د افغانستان په څېر دي او د مقاومت جبهې غړي د هغه ځای په غرونو کې ویډیوګانې کوي.

د حسیب پنجشیري له وژل کېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې د هغه د جسد په اړه ځینې انځورونه او ویډیوګانې خپرې شوې.

د دغو موادو له خپرېدو وروسته یو شمېر پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو د طالبانو پر چلند نیوکې کړې دي.

د میدان وردګو پخواني والي حلیم فدایي ویلي چې په ویډیوګانو کې له جسد سره د طالبانو د سرتېرو چلند د جګړې له اصولو سره په ټکر کې دی. هغه همداراز د پنجشیري د وژل کېدو او د طالبانو پر وړاندې د هغه د فعالیت په اړه خپل نظر څرګند کړی دی.

هغه د قومیت پر بنسټ د طالبانو پر ملاتړ هم نیوکه کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند رحمت‌الله اندړ هم د پنجشیري له جسد سره د خپرو شویو انځورونو په اړه نیوکه کړې ده. هغه ویلي چې له وژل شوي کس سره باید انساني او د جګړې له اصولو سره سم چلند وشي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح شوې چې د حسیب پنجشیري د وژل کېدو او له جسد سره د سپکاوي په اړه ځینې انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

کرزی: طالبان او مخالفان یې ټول افغانان دي، باید په ګډه دا شخړه پای ته ورسوو

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۷ GMT+۱
100%

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د طالبانو له مشرانو سره لا هم خبرې کوي او باور لري چې د روانو ستونزو د حل لپاره باید د طالبانو په ګډون ټول افغانان د خبرو او ګډ تفاهم له لارې یوې حل‌لارې ته ورسېږي. کرزی وايي، طالبان او مخالفان یې ټول افغانان دي، باید په ګډه دا شخړه پای ته ورسوي.

کرزي دا څرګندونې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې کړې دي. هغه وویل چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، چې طالبان کابل ته نږدې کېدل، له افغانستان نه د وتلو وړاندیزونه ورته شوي وو، خو ده رد کړل.

هغه په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا له برید وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې د امریکا حضور دوه اړخونه لرل. د ده په وینا، له یوه اړخه نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو ژوند بدل کړ، خو له بل اړخه د امریکايي او ناټو ځواکونو پوځي عملیات، پر کلیو بمبارۍ او د خلکو کورونو ته ننوتل د ده له سخت مخالفت سره مخ وو.

کرزي وویل چې د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو نه شاملول یوه تېروتنه وه. د هغه په وینا، طالبان باید په هغه بهیر کې شامل شوي وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې جوړ شوی وای.

د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه پخواني ولسمشر وویل چې طالبان په افغانستان کې عملا واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د افغانانو د بشري مرستو د رسولو لپاره له هغوی سره تعامل وکړي. خو نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو نړیوال مشروعیت باید د نجونو ښوونځیو ته د بېرته ستنېدو او د ښځو د کار کولو له حق سره تړلی وي.

کرزي وویل چې له ځینو طالب مشرانو سره د زده‌کړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کوي.

د ده په وینا، ځینې طالب مشران د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار له حق سره موافق دي، خو دا چې هغوی کافي واک لري که نه، دی پرې نه پوهېږي.

د خپلې مشرې لور د زده‌کړې د بندېدو په اړه کرزي وویل چې د یوه پلار په توګه غواړي خپلو ماشومانو ته تر ټولو ښه زده‌کړه برابره کړي، خو د افغانستان د یوه وګړي په توګه هم مسوولیت لري چې هېواد داسې حالت ته ورسوي چې نجونې په خپل هېواد کې زده‌کړه وکړای شي.

هغه وویل چې که خپله لور بهر ته ولېږي، دا به د افغانستان دننه د نجونو د زده‌کړې له حق څخه د ده د لاس اخیستلو په معنا وي. کرزي وویل، «زه به هېڅکله له دې حقه لاس وانخلم».

کرزي همداراز څرګنده کړه چې په کابل کې له خپل کوره د وتلو لپاره باید د طالبانو چارواکو ته خبر ورکړي او که اجازه ورکړي، امنیتي ساتونکي او بدرګه ورته برابروي. هغه خپل اوسنی وضعیت د مرکې پر مهال د شکایت وړ ونه باله او ویې ویل چې شخصي محدودیتونه ورته دومره مهم نه دي؛ د افغانستان راتلونکی یې اصلي اندېښنه ده.

نوموړي وویل چې نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې کوم رسمي مقام واخلي. د ده په وینا، خپله دوره یې تېره کړې او د هېواد لپاره یې هغه څه کړي چې کولی یې شول.

کرزي د خپل حکومت تر ټولو ستره لاسته راوړنه د افغان هلکانو او نجونو لپاره د زده‌کړې پراختیا، د هېواد بیارغونه او د یووالي د احساس رامنځته کېدل وبلل.

خو هغه د خپلې دورې تر ټولو ستره نیمګړتیا د سولې په راوستلو کې پاتې راتلل وبلل. کرزي وویل چې دا یوازې د شرایطو پایله نه وه، بلکې شخصي ناکامي هم وه، ځکه سوله د ده خپله هیله وه خو پوره یې نه شوای کړای.

سره له دې، کرزي وویل چې د افغانستان راتلونکي ته ډېر هیله‌مند دی او باور لري چې افغانستان به یو لوی هېواد شي، ځکه د ده په وینا، افغانستان اوږد تاریخ، بډایه کلتور او ژورې ریښې لري.

کرزی وايي، د سقوط په ورځو کې یې هیله درلوده، چې له طالبانو سره یو داسې حکومت جوړ شي، چې ټول افغانان پکې شامل وي، خو دغسې ونه شول.

د هغه په وینا، هېوادونو او دوستانو له کابل نه د وتلو په اړه اړیکه ورسره ونیوله، خو ده رد کړه او ویې ویل، چې له هېواده نه وځي.

کرزی زیاتوي، « زه ډېر خوشحاله یم چې دا کار مې ونه کړ. دا زموږ کور دی، دا مو هېواد دی. کله چې حالات ستونزمن شي، انسان خپل کور نه پرېږدي؛ باید پاتې شي او د وضعیت د سمولو هڅه وکړي. طالبان هم افغانان دي، دوی د دې هېواد دي. موږ هم افغانان یو؛ موږ د دې هېواد یو. څوک چې د طالبانو په مخالفت کې دي، افغانان دي. موږ ټول باید لاسونه سره ورکړو، دا تلپاتې جګړه پای ته ورسوو او په ګډه یې حل کړو».

کرزی وايي، د هر بل هېواد په څیر، د افغانستان لپاره یوازینۍ لاره چې په خپلو پښو ودرېږي، د یو لوستي نفوس له لارې ده. هغه زیاتوي، « د همدې دلیل لپاره، زه د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې غوښتنه کوم».

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې، چې کله تاسې دا خبره له طالبانو سره په خپلو خبرو کې کوئ، ځواب یې څه وي؟ وویل، « هغه کسان چې راځي او له ما سره ویني، په همدې نظر دي». په دې اړه چې ایا دوی کافي واک نه لري؟، کرزي زیاته کړه، « په دې زه نه پوهېږم او په دې به تبصره ونه کړم».

هغه د خپلو ماشومانو د زده کړو په اړه زیاته کړه، « د پلار په توګه، دا زما مسوولیت دی چې دوی ته تر ټولو غوره زده کړې برابرې کړم. خو د افغانستان د تبعه په توګه، دا هم زما مسوولیت دی چې خپل هېواد په خپل چاپیریال، کلتور، تاریخي لید [او] ژبو کې د نجونو د روزنې لپاره چمتو کړم. که زه خپله لور بهر ته بوځم، د دې معنا به دا وي چې موږ له دې حقه لاس په سر شوي یو. زه به هېڅکله له دې حقه لاس په سر نه شم».

د خاص روزګان اوسېدونکي: وچکالۍ باغونه وچ کړي او د ناروغیو کچه یې لوړه کړې

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۲ GMT+۱
100%

د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څو کلنه پرله‌پسې وچکالي، د څښاک اوبو نشتوالي او د کرنیزو حاصلاتو کمښت د دوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې او که یې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به ټوله وچه شي.

د روزګان اوسېدونکي شکایت کوي، چې د اقلیمي بدلون اغېزو نه یوازې د دوی اقتصاد زیانمن کړی؛ بلکې د بېلابېلو ناروغیو، بې‌وزلۍ او احتمالي بې‌ځایه کېدو لامل هم ګرځېدلې دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د وچکالۍ له امله د ځمکې لاندې د اوبو کچه په بې‌ساري ډول ټیټه شوې او اوس ډېری پخوانۍ څاه‌ګانې وچې شوې دي. د خاص روزګان ولسوالۍ یو اوسېدونکی نظرجان وایي: «پخوا به مو له برمو پر ۵۰ یا ۶۰ مترو اوبه ترلاسه کولې؛ خو اوس د اوبو کچه تر ۲۰۰ مترو هم ښکته شوې ده، ډېری خلک د ژورو څاه‌ګانو د کېندلو وس نه‌لري او هره ورځ د څښاک اوبو پیدا کولو لپاره اوږد واټن وهي».

ځايي خلک وایي، وچکالۍ د دوی کرنه او مالداري سخته زیانمنه کړې ده او که چېرې ستونزې همداسې دوام وکړي دغه سیمه به یو مخ وچه شي. یو بزګر ملا عبدالسلام وویل: «پخوا به مو ښه غنم، جوار، سبزي او مېوې ترلاسه کولې؛ خو اوس اکثره ځمکې شاړې پرتې دي، بارانونه کم شوي او طبیعي افتونو پاتې محصولات هم له‌منځه وړي دي».

د خاص روزګان اوسېدونکي وایي، وچکالۍ یوازې د اوبو ستونزه نه‌ده رامنځته کړې؛ بلکې د خلکو اقتصادي وضعیت یې هم سخت خراب کړی دی. د سیمې اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو نشتوالی د ګڼو ناروغیو اصلي لامل بولي او وايي، روغتیايي اسانتیاوې هم نه‌شته.

د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالستار وايي: «موږ مجبوره یو له هغه اوبو استفاده وکړو چې خیرنې دي، په وروستیو کلونو کې د پښتورګو ناروغۍ، د معدې ستونزې او حتی د سرطان پېښې زیاتې شوې دي، اوبه خو نه‌شته روغتیايي خدمات هم صفر دي».

د دغه سیمې اوسېدونکي له طالبانو، مرستندویه بنسټونو او نړۍوالو ادارو غواړي، چې د اوبو او اقلیمي بدلون ستونزو ته جدي پام وکړي. د دوی په وینا، د چک‌ډیمونو او کوچنیو بندونو جوړول، د څښاک اوبو شبکو او ژورو څاه‌ګانو جوړول، د باراني اوبو د زېرمه کولو پروژې پلي کول، بزګرانو ته د وچکالۍ پر وړاندې مقاوم تخمونه او کرنیزې اسانتیاوې برابرول، د مالدارانو ملاتړ، د څارویو لپاره د خوراکي توکو برابرول او د اقلیمي بدلون په د اړه عامه پوهاوي زیاتول هغه څه دي چې کولای شي د ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولوبوي.

د چاپېریال ساتنې د روزنیزې پرمختیايي موسسې رییس عبدالهادي اڅګزی وايي، د اقلیمي بدلون اغېزې په خاص روزګان ولسوالۍ کې تر بل هر وخت ډېرې محسوسې شوې دي. هغه زیاته کړه، چې موسسه یې د اقلیمي بدلون په اړه د خلکو د پوهاوي لوړولو، د چاپېریال ساتنې د فرهنګ پیاوړتیا او د اوبو مدیریت اړوند روزنیزو پروګرامونو د عملي کولو لپاره کار کوي؛ خو ټینګار یې وکړ چې د ستونزې د پراخوالي له امله د حکومت او نړۍوالو مرستندویه ادارو همکاري اړینه ده.

خاص روزګان ولسوالۍ نن د اقلیمي بدلون له هغو سیمو څخه ده، چې د وچکالۍ اغېزې په‌کې د خلکو پر ژوند، اقتصاد او روغتیا ژور سیوری غوړولی دی. د اوبو کمښت، د کرنیزو حاصلاتو له‌منځه تلل، د باغونو وچېدل، د بې‌وزلۍ زیاتوالی او د ناروغیو پراخېدل هغه ستونزې دي چې د سیمې خلک یې هره ورځ تجربه کوي.