له پاکستان نه د افغان کډوالو اېستل؛ زرګونه افغانان له ناروښانه برخلیک سره مخ دي

په پاکستان کې مېشت زرګونه هغه افغانان چې په دغه هېواد کې زېږېدلي او لوی شوي، د کډوالو د اېستلو روانې لړۍ له امله له ناروښانه برخلیک او د جبري ستنېدو له ګواښ سره مخ دي.
د سياېناېن په راپور کې د شایان په نوم د یوه ۲۵ کلن افغان کیسه راغلې، چې ټول عمر یې په پاکستان کې تېر کړی؛ خو اوس د بېاسناده افغان کډوالو پرضد د پاکستان د اقداماتو له زیاتېدو وروسته د اېستلو له ګواښ سره مخ دی.
شایان ویلي: «موږ په افغانستان کې هېڅ نهلرو. دلته زېږېدلي او لوی شوي یو. که بېرته ولاړ شو، باید هر څه له سره پیل کړو». د راپور له مخې، نوموړی له خپلې پاکستانۍ مېرمنې او کوچني زوی سره د اسلاماباد په څنډو کې ژوند کوي او د نیول کېدو له وېرې یې کاروبار په ټپه درېدلی دی.
سياېناېن لیکلي، شایان د هغه زرګونه افغان او پاکستاني پښتنو ګډو کورنیو له ډلې دی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د کړکېچنېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳کال راهیسې د «بېاسناده بهرنیانو د بېرته ستنولو» پروګرام پلي کوي او په وروستیو میاشتو کې یې د بېاسناده افغانانو د نیولو او اېستلو لړۍ نوره هم چټکه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د جولای له پنځمې تر یوولسمې پورې تر ۶زره ډېر افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم وايي، چې د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې تر ۲.۵ مېلیونه ډېر افغانان له پاکستان نه وتلي دي.
راپور زیاتوي، چې د اخراج دغه بهیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ له امنیتي ترینګلتیاوو سره هم مهاله روان دی. اسلاماباد پر طالبانو تور لګوي، چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر ډلو ته په افغانستان کې پناه ورکوي؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.
سياېناېن د کارپوهانو له قوله لیکلي، چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو ډلهییز اخراج ښايي اوږدمهالې منفي پایلې ولري. د اسلاماباد د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټېټیوټ څېړونکې امینه خان ویلي، هغه افغانان چې بېرته افغانستان ته ستنېږي هلته هم له کاري فرصتونو او ټولنیز ملاتړ بېبرخې دي او د «پردیو» په سترګه ورته کتل کېږي.
