• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټیک‌ټاکرې ګیله‌منې وژنه؛ د راولپېنډۍ پولیسو ادعا کړې چې پلار او ورور یې وژنه کې لاس لري

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱

د پاکستان د راولپېنډۍ پوليسو ادعا کړې، چې مشهوره ټيک‌ټاکره عايشه ګیله‌منه پلار او ورور یې د نورو ملګرو په مرسته وژلې او د لومړنیو څېړنو له مخې، «دا وژنه د ناموس په نوم شوې ده». دغه مشهوره ټيک‌ټاکره وړمه جمعه په ټېکسلا کې په خپل موټر کې په ډزو وژل شوې ده.

د پاکستان د راولپېنډۍ پولیسو د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، نوموتې ټيک‌ټاکرې شمسو بي‌بي چې په عایشه ګیله‌منه مشهوره وه، د وژنې په قضیه کې د هغې د پلار او ورور په ګډون ۵ تورن کسان نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې: «پلار یې فضل، ورور یې بشیر، د اکا زوی یې احسان، د پلار اکا یې روزی خان او د اکا لمسی یاسین د پولیسو په توقیف کې دي او شمسو بي‌بي چې په عایشه ګیله‌منه مشهوره وه، د خپل پلار او ورور له‌خوا د نورو ملګرو په مرسته وژل شوې ده».

د پوليسو په وينا: «تورنو کسانو منلې چې د خپلو شریکانو په مرسته یې ګيله‌منه وژلې او هڅه یې کوله چې قانون ته د دوکې ورکولو لپاره ډرامه جوړه کړي».

د خبرپاڼې له مخې: «د لومړنیو څېړنو له‌مخې، دا وژنه د ناموس په نوم شوې ده، خو په نورو پلټنو کې ښايي نور مهم حقایق هم څرګند شي. پولیسو د شواهدو او پلټنو په رڼا کې پنځه واړه تورن کسان نیولي دي».

نوموتې ټيک‌ټاکره ګيله‌منه چې په ټيک‌ټاک کې یې شاوخوا ۱،۳ میلیونه پلویان (فالورز) لرل، د وړمې جمعې په ورځ (د زمري ۲۳مه) د راولپېنډۍ په ټېکسلا سيمه کې په ډزو وژل شوې او کشره خور یې سخته ټپي شوې وه.

د ګیله‌منې پلار فضل هغه وخت پوليسو ته ويلي وو، چې لور یې له کوثر او جاوېد نومي کسانو سره مالي راکړه ورکړه لرله، هغو ورته ګواښونه کړي او ادعا کړې وه، چې باوري دی، لور یې دغو کسانو په خپله، يا د چا په لاس وژلې ده.

فضل ويلي وو، چې اصلي د خيبرپښتونخوا د کوز دير اوسېدونکي او اوس له اسلام‌اباد سره نږدې په «فېصل‌هېلز» سيمه کې ژوند کوي.

ډېر لیدل شوي

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟
۱
د محبوب شاه محبوب لیکنه

کرزی، حکمتیار او حقاني؛ ایا د طالبانو دننه او بهر د سیاسي بدلون نښې راڅرګندېږي؟

۲

طالبانو یو وار بیا په هرات کې یوشمېر ښځې او نجونې نیولې دي

۳

د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز دویم پړاو؛ د تورخم پرانیستې پاتې کېدل د طرحې مهمه ازموینه

۴

له افغانستان سره د سوداګرۍ بندښټ؛ د خیبر پښتونخوا صنعت او سوداګري له جدي ګواښ سره مخ ده

۵

په بامیان کې د طالبانو پخوانی والي: د بودا مجسمې مې په خپلو لاسونو ویجاړې کړې

•
•
•

نور خبرونه

په اورکزیو ولسوالۍ کې د وسله والو ډلو د نفوذ له امله سلګونه کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې دي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۱۳:۴۳ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ ولسوالۍ په مرکزي او پاس اورکزۍ سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان او داعـ.ـش ډلې ترمنځ نښتو سلګونه کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې کړې دي. ځایي خلک وایي چې په ځینو سیمو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او وسله‌وال په ښکاره ګرځي.

د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ قبایلي ولسوالۍ چارواکي وايي چې د منع شویو ډلو ترمنځ د نښتو او په سیمه کې د دوی د مخ پر ودې نفوذ له امله، د ولسوالۍ د دوو تحصیلونو خلک په لویه کچه کډوال شوي او خوندي ځایونو ته یې پناه وړې ده.

په اورکزۍ کې څو رسمي او سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې وروستیو کې د سیمې په دوو تحصیلونو، مرکزي او پاس اورکزۍ کې د منع شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او اسلامي دولت (داعش) جنګیالیو ترمنځ په څو ځایونو کې نښتې شوې دي، چې له امله یې عام خلک له سیمې نه وتلو ته اړ شوي دي.

یوه قومي مشر د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د اپر یا پاس اورکزۍ په ډیری سیمو کې حکومتي واکمني نشته او ځینې داسې ځایونه هم شته چې د وسله والو په کنټرول کې دي او حتا امنیتي پرسونل هلته له تګ څخه ډډه کوي.

هغه وویل چې په دې وروستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان او داعش جنګیالیو د ماموندزۍ، اخیل او ملاخیل قبیلو په سیمو کې یو بل په نښه کړي دي، چې د دواړو خواوو شاوخوا اته جنګیالي پکې وژل شوي دي.

تر دې مخکې دواړو ډلو د مرکزي اورکزۍ په سیمه کې د یو بل په پټنځایونو بریدونه کړي وو، چې شاوخوا پنځه جنګیالي پکې وژل شوي وو، په داسې حال کې چې دواړو ډلو د یو بل د جنګیالیو د یرغمل نیولو ادعا هم کړې وه.

سربیره پردې، په سیمه کې له نامعلومو ځایونو څخه د هاوان ګولیو او ډرون څرخکو بریدونه هم عام شوي دي، چې ملکي وګړي پکې په نښه کیږي، خو دا معلومه نه ده چې دا بریدونه څوک کوي ځکه ډرون ټیکنالوژي اوس له وسله والو ډلو سره هم ده.

د حکومتي چارواکو په وینا، د مرکزي اورکزۍ له ځینو سیمو څخه خلک بې ځایه شوي دي، مګر په ځینو سیمو کې امنیتي وضعیت یو څه ښه دی، نو خلک هلته په خپلو سیمو کې دي.

د سیمې یوه خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې له هنګو سره نږدې له شاهوخیل سیمې څخه د اپر اورکزۍ د اخیل قبیلې سیمې پورې، هیڅ دولتي واکمني نشته، بلکې د وسله والو ډلو غړي په ښکاره ډول په دې سیمو کې په موټرسایکلونو ګرځي.

هغه وویل چې د منع شویو ډلو غړي هم په ښکاره ډول په دې سیمو کې ګزمې کوي.

څو میاشتې وړاندې د اورکزۍ ولسوالۍ ادارې په سیمه کې د وسله والو د زیاتیدونکي نفوذ له امله د اپر یا پاس اورکزۍ په ځینو ځایونو کې د حکومتي چارواکو د کار کولو او لیدنو بندیز لګولی و او په دې اړه رسمي اعلامیه هم خپره شوې وه.

یو قبایلي مشر وویل، « په اورکزۍ کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او که چیرې یو کس د مجبوریت له امله په سیمه کې ودرول شي، نو هره ورځ د مختلفو سازمانونو له خوا د باج اخیستنې سلېپونه لیږل کیږي او که څوک باج نه ورکوي، نو هلته یې بندول له خطر څخه خالي نه دي، له همدې امله خلک په ډلو ډلو سیمه پریږدي».

یوه حکومتي چارواکي وویل چې ظاهرا په اورکزۍ کې جګړه د ټي ټي پي او داعش جنګیالیو ترمنځ ده، خو له دې پرته، نورې ډلې هم شته او هره ډله هڅه کوي چې د امکان تر حده په ډیره سیمه کنټرول ترلاسه کړي.

هغه وویل چې پر ټي ټي پي او داعش سربیره، د جماعت الاحرار، لشکر اسلام او حافظ ګل بهادر ګروپ جنګیالي هم د مرکزي او پاس اورکزۍ په سیمو کې فعال دي.

د هغه په وینا، د اورکزۍ او کورمې ولسوالۍ ترمنځ اصلي سړک هم له څه مودې راهیسې ناامنه شوی دی ځکه چې دلته هم وسله وال په ښکاره ډول ګرځي.

د خیبر پښتونخوا اورکزۍ ولسوالۍ له څلورو تحصیلونو څخه جوړه ده او په ۲۰۰۷ کال کې چې تحریک طالبان پاکستان جوړشو، طالبان لومړی دلته د ماموزي قبیلې په سیمه کې راڅرګند شول.

ځایي خلک وايي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په اورکزۍ کې درې پوځي عملیات شوي او هر ځل ادعا کیږي چې سیمه پاکه شوې ده، خو له څه مودې وروسته وسله والې ډلې بیا دلته راڅرګندېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې د پوځي عملیاتو په پایله کې زرګونه خلک له ماموزي سیمې څخه بې ځایه شوي وو، خو د دې کورنیو ډیری یې لاهم د اتلس کلونو اوږدې مودې تېرېدو سره سره بې برخلیکه دي.

ناامني او سانسور؛ بلوچستان کې د خبریالانو د کار ساحه ورځ تر بلې تنګېږي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۱۲ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د بلوچستان خراب امنیتي وضعیت د خبریالانو پر کار هم دروند اغېز کړی. د دغه ایالت د ژورنالیستانو اتحادیه وايي، تر اوسه ۴۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د خپلو دندو پر مهال یا د خپلو راپورونو له امله وژل شوي او یا هم د بریدونو او ګواښونو هدف ګرځېدلي دي.

د بلوچستان د ژورنالیستانو اتحادیې مشر منظور احمد بلوڅ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په بلوچستان کې پر رسنیو سانسور زیات شوی او خبریالان نه شي کولی په ازاد ډول د امنیتي پېښو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه راپورونه جوړ کړي.

نوموړي وویل، په ولسوالیو کې د پېښو د معلوماتو د تایید ستونزه هم د خبریالانو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د هغه په وینا، ډېر ځله د ولسوالۍ مرستیال کمېشنر، د پولیسو لوړپوړي چارواکي او نور مسوولین له خبریالانو سره خبرې نه کوي او یا د هغوی ټیلیفونونو ته ځواب نه ورکوي.

د منظور احمد بلوڅ په وینا، ځینې چارواکي د خپل هویت د نه افشا کېدو په شرط معلومات ورکوي، خو دغه ډول معلومات پر ټلوېزیوني رسنیو نه شي خپرېدای، ځکه د تلویزیوني خبرونو لپاره د سرچینې څرګندول اړین دي.

هغه وویل، په بلوچستان کې د جګړه‌ییزو او امنیتي موضوعاتو د پوښښ لپاره مسلکي روزنې هم کمې دي او د دې برخې خبریالان له ځانګړو ستونزو سره مخ دي.

منظور احمد بلوڅ د معلوماتو نه لاسرسي د عواملو په اړه وویل چې کمزورې حکومتولي او اداري فساد هم د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه دي. د هغه په وینا، په ۲۰۲۱ کال کې د معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصویب شوی، خو د دغه قانون د عملي کولو په برخه کې لا هم جدي ستونزې شته.

نوموړي وویل، د معلوماتو د کمېسیون د بشپړ جوړېدو ستونزه لا نه ده حل شوې او د معلوماتو د افسرانو د دوو دندو ترسره کول هم د معلوماتو د غوښتنو د بهیر د ټکني کېدو لامل شوي دي.

په بلوچستان کې خبریالان خوندي نه دي

منظور احمد بلوڅ وايي، په اوسنیو شرایطو کې نه شي ویل کېدای چې خبریالان په بلوچستان کې خوندي دي.

د هغه په وینا، خبریالانو د ځان ساتنې لپاره خپلې سرې کرښې ټاکلي او په ډېرو مواردو کې ځان‌سانسوري کوي.

هغه وویل، د بلوچستان د ژورنالیستانو اتحادیه د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د ژورنالیستانو د ساتنې پر قانون هم کار کوي او غواړي دغه طرحه د ایالتي حکومت او اسمبلۍ له لارې تصویب کړي.


ځان‌سانسوري د بلوچستان د خبریالۍ تر ټولو لویه ستونزه ده
هزار خان بلوڅ، چې له شاوخوا ۲۳ کلونو راهیسې په بلوچستان کې خبریالي کوي، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اوس داسې وضعیت دی چې خبریالان ډېری پېښې ویني، اوري او احساسوي، خو د امنیتي ګواښونو له امله یې د راپور ورکولو جرئت نه کوي.

د هغه په وینا، خبریالان له جبر، د نیول کېدو او د خپل ژوند د له لاسه ورکولو له وېرې پر ځان سانسور لګوي.

هزار خان بلوڅ وویل، په بلوچستان کې د نړیوالو رسنیو د خبریالانو او دایمي استازو شمېر هم ډېر کم شوی او د دې وضعیت له امله د سیمې ډېرې مهمې پېښې نړیوالو رسنیو ته نه رسېږي.

هغه د ناسم او قصدي ناسم معلوماتو د پراخ خپرېدو ستونزه هم یاده کړه او ویې ویل چې د معلوماتو د دومره ګډوډ چاپېریال له امله د اصلي او کره خبر موندل د خبریالانو لپاره ډېر ستونزمن شوي دي.

نوموړي وویل، خبریالان له اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي، د کار او عاید سرچینې یې کمې شوې او په ډیجیټل رسنیو کې هم د بلوچستان د خبریالانو حضور محدود دی.

خلک وژل کېږي او نیول کېږي، خو چوپتیا حاکمه ده

هزار خان بلوڅ ادعا وکړه چې په بلوچستان کې خلک وژل کېږي، نیول کېږي او لادرکه کېږي، خو د وېرې او فشار له امله پر دغو پېښو پراخ راپورونه نه خپرېږي.

هغه وویل، خبریالان د اوسني وضعیت تر ټولو کمزوری قشر دی او هر وخت د نیول کېدو او لادرکه کېدو له خطر سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د خبریالانو د ملاتړ ډېری ادارې یوازې په اعلامیو او غندنو بسنه کوي او خبریالانو ته د قانوني مرستې لپاره کافي امکانات نه شته.

هزار خان بلوڅ وویل، که یو خبریال په رښتینې توګه د مهمو امنیتي پېښو راپور ورکړي، خپله د ناامنۍ له خطر سره مخ کېږي.

هغه زیاته کړه چې په بلوچستان کې ان د یوه عادي پولیس افسر واک هم دومره دی چې یو خبریال ونیسي، په هغه قضیه جوړه کړي او یا یې لادرکه کړي.

نوموړي وویل، د همدې وضعیت له امله «هم خبریالي او هم خبریال» د بلوچستان له اوسني رسنیز چاپېریال څخه تر ډېره حده ورک شوي دي.

هزار خان بلوڅ وايي، فریلانس خبریالان هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه رسنۍ یوازې د ځانګړي راپور لپاره حق‌الزحمه ورکوي، خو هغوی د خپلو دایمي استازو په توګه نه پېژني.

د هغه په وینا، ځینې نړیوالې رسنۍ په بلوچستان کې یوازې عمومي او ټولنیزې موضوعګانې پوښي، خو د جرمونو، امنیتي پېښو او روانو چارو راپورونه یا نه خپرېږي او یا یوازې په دوو کرښو کې محدود پاتې کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د حکومتي سانسور، ځان‌سانسورۍ، امنیتي ګواښونو، اقتصادي ستونزو او معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله د بلوچستان د خلکو ډېرې مهمې ستونزې له رسنیو پټې پاتې کېږي.

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.

ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.

خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.

د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.

د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.

راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.

محمود خان اڅکزي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دښمنۍ د ثبوت غوښتنه کړې ده

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د حکومت پر سیاستونو په نیوکو سره ویلي، «له افغانستان سره کومه دښمني ده؟ دا دې ثابته کړل شي چې افغانستان له پاکستان سره د دښمنۍ پر لاره روان دی».

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) د تحریک انصاف ګوند له پارلماني غړو سره یو ځای د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې هم وکړې.

اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دې هم د نړۍ د نورو ادارو په څېر چلند وکړي. هغه وویل، حکومت په خپل سر اقدامات کوي، اپوزیسیون ته پام نه‌کوي او پارلمان کمزوری کوي.

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې چې دا مهال څه روان دي، په داسې وضعیت کې هېواد نه‌شي چلول کېدای، خو موږ به د پاکستان د بربادۍ اجازه ورنه‌کړو او که موږ اړ شو، نړیوال عدالت ته به لاړ شو».

اڅکزي همداراز د پارلمان د سرلوړۍ، پر اساسي قانون د توافق او د طبیعي زېرمو له عوایدو څخه سیمه‌ییزو خلکو ته د حق ورکولو غوښتنه وکړه.

له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په تړاو اڅکزي وویل، په اسلام‌اباد کې د طالبانو په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ګډون کړي وو او په وینا یې، سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمي توګه په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.

هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړه: «له افغانستان سره کومه دښمني ده»؟ او په وینا یې، پاکستان دې دا ثبوت وړاندې کړي او بیا به دوی هم ورسره ودرېږي.

مولانا فضل الرحمان هم په دې خبري غونډه کې وویل، دوی موافقه کړې چې په پارلمان کې به په ګډه اپوزیسیون کوي.

هغه وویل، پاکستان له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په ځانګړي ډول په دوو ایالتونو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړییز وضعیت دی. د نوموړي په وینا، له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو او د امنیت د ټینګښت په نوم یوازې باورونه ورکول کېږي.

فضل الرحمان زیاته کړه، چې ناامنۍ د پاکستان اقتصاد سخت اغېزمن کړی، سوداګر او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه وویل، پاکستان له افغانستان سره، او ختیځې پولې سره د تګ راتګ او سوداګرۍ د بندښت له امله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

هغه وویل: «ناسمو سیاستونو پاکستان محاصره کړی او په سیمه کې پاکستان د یوه ناامنه او محاصره شوي هېواد بڼه خپله کړې ده».

له افغان طالبانو سره د پاکستان د دښمنۍ مسئله شاوخوا یو کال مخکې وروسته له هغې جدي شوه، چې د یو بل پر پلازمینو یې هوايي بریدونه وکړل. د دغو دوو خواوو تر منځ د منځګړو په ګډون د ډېریو هېوادونو هڅو هم د پام وړ لاسته راوړنه نه‌ده درلودلې، خو یوازې له څو میاشتو راهیسې پر یو بل د بریدونو بهیر درول شوی دی.

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر: د طالبانو له جوړېدو پښېمانه نه یم

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۰۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د استخباراتي ادارې (اې ایس اې) پخواني مشر اسد دراني له طالبانو څخه د اسلام اباد د ملاتړ له پخوانۍ تګلارې دفاع کړې او ویلي یې دي چې د دغه ډلې له جوړېدو پښېمانه نه دی.

هغه له «ایراف» په نوم رسنۍ سره په یوه ویډیویي مرکه کې ویلي، هغه مهال د طالبانو د جوړېدو «اړتیا» موجوده وه. نوموړي زیاته کړې چې که بېرته تېر وخت ته ستون شي، هماغه «لوبه» به بیا ترسره کړي، خو دا ځل به یې «لا ښه» ترسره کړي.

دراني ادعا کړې چې طالبانو له ۲۰۰۱ کال وروسته د جوړجاړي هڅې وکړې، خو جدي ونه نیول شول او له همدې امله یې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ. هغه ویلي چې د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه خلک له طالبانو سره همدلي لري.

دراني د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه هم ویلي چې په جګړو کې خلک «په خپله خوښه یا ناخوښه» وژل کېږي او دا یې د جګړې له «طبیعت» سره تړلې موضوع بللې ده.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان د جګړو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، د ښوونځیو او نورو ملکي مرکزونو د بریدونو په اړه پراخ راپورونه خپاره شوي دي.

«تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو نیمګړی ماشوم دی»

د مرکې په یوه برخه کې هغه د ټي‌ټي‌پي د رامنځته کېدو په تړاو ویلي چې دا ډله د افغان طالبانو «نیمګړی ماشوم» دی او د دې ډلې له فعالیتونو څخه رامنځته کېدونکي تلفات یې د «لوبې بیه» بللې ده.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه د خپلې مهمې امنیتي اندېښنې په توګه یاد کړي او پر طالبانو یې تور لګولی چې د دې ډلې غړو ته په افغانستان کې زمینه برابروي. طالبان بیا دغه تورونه ردوي.

دراني د پاکستان او امریکا اړیکې «دوه‌ګونې» بللې او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد نه د واشنګټن متحد و او نه به وي، خو له امریکايي پیسو یې استفاده کړې ده.

هغه دغه سیاست د «حکومتولۍ هنر» بللی دی خو د دراني تازه څرګندونې د پاکستان د پخوانۍ افغان پالیسۍ، د طالبانو د رامنځته کېدو او د سیمې پر امنیت د دغې پالیسۍ د اغېزو په اړه یو ځل بیا بحثونه راپاروي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان او طالبانو اړیکې د ۱۹۹۰مو کلونو له نیمایي راهیسې پراخې شوې او اسلام‌اباد په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت له رسمي پېژندونکو هېوادونو څخه و.

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو لورو اړیکې په پراخه کچه ترینګلې شوې دي. په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي فعالیتونو، د ډیورنډ کرښې د نښتو، د تورخم او سپین‌بولدک دروازو د تړل کېدو او د افغان کډوالو د ایستلو موضوعاتو د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ اختلافات زیات کړي دي.