• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې لارې؛ پاکستاني صادرونکو ته میلیاردونه ډالره زیان اوښتی

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو اوږدمهاله بندښت پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اړولی. د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، دې وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ سخت منفي اغېز کړی دی.

ددغه انسټيټيوټ د راپور له مخې، د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري په ۲۰۲۴ کال کې له ۲،۴۶ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې ۱،۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه شوې چې شاوخوا ۲۸ سلنه کموالی ښيي.

راپور وايي، د سوداکریزو له تړل کېدو وروسته پاکستاني صادراتو ته هره میاشت په اوسط ډول شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالره زیان اوښتی او د ۲۰۲۶ کال تر پیل پورې د صادراتو کچه نږدې ۵۶ سلنه کمه شوې ده.

خو د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ ټینګار کوي چې د ۴،۵ میلیارد ډالرو اټکل باید د وروستي او په بشپړ ډول تایید شوي زیان په توګه ونه ګڼل شي، ځکه د دغه رقم د محاسبې بشپړ جزیات په څېړنیز راپور کې نه دي وړاندې شوي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په جنوري او فبرورۍ کې د دواړو هېوادونو پر مهمو سوداګریزو لارو له ۱۰ زرو تر ۱۲ زرو پورې باروړونکي کانټینرونه بند پاتې وو. د دغې خونې د اټکل له مخې، د ډيورنډ کرښې د تړل کېدو له امله هره میاشت شاوخوا ۵۰ میلیارد پاکستانۍ کلدارې اقتصادي زیان اوړي، چې د ورځې نږدې ۱،۷ میلیارد کلدارو سره برابرېږي.

د سوداګریزو لارو بندښت له امله د سوداګرو لوژستیکي لګښتونه هم لوړ شوي دي. د راپور له مخې، د یخچالي کانټینرونو کرایه، د تېلو لګښت او د کانټینرونو د ځنډ فیسونه د سوداګرو پر اوږو اضافي بار اچوي او په ځینو مواردو کې یوازې د کانټینر د درولو ورځنی فیس له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ د کوریډور د فعالیتونو د څارنې د معلوماتو له مخې، تورخم او چمن لا هم د سیمې له هغو دروازو څخه دي چې د مالونو د لېږد او ګمرکي تصفیې بهیر پکې ډېر وخت نیسي. په راپور کې ویل شوي چې پېچلې تلاشي، د قاچاق ضد اقدامات او د اړینو زیربناوو کمښت ان په عادي شرایطو کې هم د سوداګرۍ لګښتونه لوړوي، خو د امنیتي کړکېچونو پر مهال دغه ستونزې لا پسې پراخېږي.

د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له اوږدې مودې راهیسې د مېوو، سبزیو او نورو ژر خرابېدونکو خوراکي توکو د لېږد لپاره مهمې دي. د ډيورنډ کرښې اوږدمهاله تړل کېدل د دغو توکو د خرابېدو، د سوداګرو د عوایدو د کمېدو او په دواړو هېوادونو کې د بازار د عرضې او تقاضا د ګډوډېدو لامل کېدای شي.

راپور خبرداری ورکوي چې د سوداکریزو لارو بندښت اقتصادي اغېزې یوازې لنډمهاله سوداګریز زیانونه نه دي، بلکې که دا وضعیت دوام وکړي، ښايي د دواړو هېوادونو پر تولیدي پرېکړو، سوداګریزو اړیکو او د خوراکي توکو پر خوندیتوب هم اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.

ډېر لیدل شوي

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود
۱

د اشرف غني پخوانی سلاکار: د جمهوریت یو شمېر بانفوذه مشرانو په حساسو شېبو کې هېواد پرېښود

۲
ځانګړی

طالبانو د افغانستان په ۸ ولایتونو کې د ټي ټي پي جنګیالي او د هغوی افغان ملاتړي نیولي

۳
ځانګړی

سرچینې: په ننګرهار کې طالبانو یو ۱۳ کلن ماشوم د لرګیو راټولولو په تور شکنجه کړی

۴

د پاکستان د استخباراتي ادارې پخوانی مشر: د طالبانو له جوړېدو پښېمانه نه یم

۵

د جرمونو نړیواله محکمه د طالبانو له لوري د جنسیتي ځورونې قضیه په جلا توګه څېړي

•
•
•

نور خبرونه

راپور: نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، خو ورسره تعامل کوي

۳۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۲ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۴ GMT+۱
100%

د پاکستان دي نېشن ورځپاڼې په یوه راپور کې لیکلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، دغه ډله لا هم د نړۍ د ډېری هېوادونو له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې، خو په عملي ډول د افغانستان د واکمن واقعیت په توګه ورسره تعامل روان دی.

راپور وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نړیوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې لپاره شرطونه ټاکلي وو، چې پکې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول، د ښځو ګډون او د نجونو د زده کړو حق تضمین شامل و، خو د راپور له مخې ، دغه شرطونه تر اوسه نه دي پوره شوي.

د راپور له مخې، سره له دې چې طالبان له رسمي نړیوال مشروعیت څخه برخمن نه دي، خو د وخت په تېرېدو د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو لوبغاړو تعامل ورسره زیات شوی دی.

راپور کې یاده شوې چې روسیې له طالبانو سره رسمي اړیکې پراخې کړې دي، او چین، هند او اروپايي ټولنه هم د سوداګرۍ، امنیت او کډوالو په برخو کې له طالبانو سره تعامل لري.

راپور وايي، امریکا لا هم له طالبانو سره د مستقیمو رسمي اړیکو له پراخولو ډډه کوي، خو د طالبانو د نړیوال مشروعیت مسله تر اوسه نه ده حل شوې.

د نېشن د راپور له مخې، د مالي بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل کېدو سربېره، طالبانو د عوایدو د راټولولو، مالیاتو او کانونو له لارې خپلې چارې پر مخ بیولې دي.

راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو حکومت د پخواني جمهوري نظام په پرتله د کورنیو عوایدو د راټولولو په برخه کې اغېزمن فعالیت کړی، خو د افغانستان اقتصاد لا هم د پراختیا او پانګونې له جدي ستونزو سره مخ دی.

راپور زیاتوي چې د افغانستان ټولنیز او بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی. د راپور له مخې، د بیکارۍ کچه ۲۶ سلنې ته رسېدلې او د ښځو د کار بازار ګډون شاوخوا پنځه سلنه ښودل شوی دی.

همداراز راپور وايي چې د افغانستان له نیمایي ډېر وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار محدودیتونه د نړیوالو انتقادونو مهمه برخه جوړوي.

د راپور په وینا، نړیواله ټولنه د طالبانو د ځینو سیاستونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او د وسله‌والو ډلو سره د اړیکو په اړه اندېښنې لري، خو ډېری هېوادونه د افغانستان د ثبات او خپلو ګټو له امله له طالبانو سره عملي تعامل ته دوام ورکوي.

راپور پوښتنه مطرح کوي چې مشروعیت په اوسني نړیوال سیاست کې څه معنا لري، کله چې ځینې هېوادونه له رسمي رسمیت پېژندنې پرته هم له طالبانو سره اړیکې ساتي.

راپور زیاتوي چې طالبان تر اوسه قانوني مشروعیت نه لري، خو د افغانستان د واکمن ځواک په توګه د نړۍ له خوا د «یو ناگزیر واقعیت» په توګه منل شوي دي.

راپور کې راغلي، لکه څنګه چې د نړۍ نورو سیاسي نظامونو او امپراتوریو بدلون موندلی، د طالبانو اوسنی نظام هم د بدلون څخه مستثنا نه دی، خو تر هغه وخته به نړیواله ټولنه د افغانستان له اوسني واقعیت سره مخامخ وي.

له ازادۍ جبهې سره د اړیکو په نوم؛ طالبانو جمعه خان فاتح ته منسوب غږیز فایل رسنیز کړ

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۳:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو استخباراتو اړوند رسنیزو پاڼو د جمعې په ورځ یو نوی غږیز فایل خپور کړی، چې ادعا کوي دا د بدخشان د طالبانو د مرور قوماندان جمعه‌خان فاتح غږ دی. دغو پاڼو ادعا کړې، چې په دغه غږیز فایل کې فاتح د «ازادۍ جبهې» له یوه غړي سره د وسلو او مالي مرستو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.

حجاز نیوز چې د طالبانو له استخباراتو سره تړلې تبلیغاتي پاڼه ده، دغه غږیز فایل له «ازادۍ جبهې سره د جمعه‌خان فاتح د اړیکو افشا کول» تر سرلیک لاندې خپور کړی دی.

دغې پاڼې ادعا کړې، چې په خبرو کې له فاتح سره غږېدونکی کس د ازادۍ جبهې له لوړپوړو غړو څخه دی او هغه ته د مالي او وسلو د مرستو ژمنه کوي.

خو د ازادۍ جبهې دغه ادعا رد کړې ده. د دې جبهې یوه مشر افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه خبرې له ازادۍ جبهې سره هېڅ تړاو نه‌لري.

نوموړي ادعا کړې، چې د خبرو د بل لوري غږ د طالبانو د استخباراتو د یوه کارکوونکي دی.

د ازادۍ جبهې په وینا، دغه کس د «شاهین اسمایي» په مستعار نوم فعالیت کاوه او دنده یې دا وه، چې د پخوانیو امنیتي ځواکونو غړي او له طالبانو سره د مخالفو ډلو اړوند کسان وپېژني او په نښه یې کړي.

دغې سرچینې د غږیز فایل خپرول «جعلي» بللي او دا یې د طالبانو د استخباراتو له خوا د مخالفینو پر وړاندې د «رواني جګړې» یوه برخه ګڼلې ده.

خو د غږیز فایل رښتینولي او د هغه کس هویت چې له فاتح سره خبرې کوي، په خپلواکه توګه نه‌شي تاییدېدای.

همداراز څرګنده نه‌ده، چې دغه خبرې څه وخت، چېرته او په کومو شرایطو کې ثبت شوې دي.

د روایت د بدلولو هڅه؟

د دغه غږیز فایل خپرېدل په داسې مهال دي، چې جمعه‌خان فاتح په درواز کې له طالبانو سره د وروستیو نښتو پر مهال ویلي وو، چې له «اسلامي امارت» سره مخالفت نه‌لري، بلکې اصلي ستونزه یې په سیمه کې د طالبانو د استخباراتو د ځانګړو ځواکونو له حضور سره ده.

حجازنیوز د نوي غږیز فایل په خپرولو سره هڅه کړې، چې دغه روایت تر پوښتنې لاندې راولي او دا موضوع د طالبانو له وسله‌والو مخالفینو سره د فاتح د اړیکو د نښې په توګه وړاندې کړي.

په تېرو څو ورځو کې د طالبانو له استخباراتو سره تړلو پاڼو د فاتح پر ضد بېلابېل تورونه هم لګولي دي.

په دغو تورونو کې د سرو زرو له کانونو څخه باج اخیستل، د نشه‌يي توکو قاچاق، د تکفیري کسانو لېږد، د طالبانو د سرتېرو وژل، له بهرنیو استخباراتي ادارو څخه د ملاتړ ترلاسه کول او د سیمې د بې‌ثباته کولو هڅې شامل دي.

خو دغه تورونه تر اوسه په خپلواکه توګه نه‌دي تایید شوي او څرګنده نه‌ده، چې د دغو ادعاوو پر بنسټ د فاتح پر وړاندې کومه رسمي قضايي دوسیه جوړه شوې که نه.

د فاتح برخلیک لا هم نامعلوم دی

جمعه‌خان فاتح د دوشنبې په ورځ (د زمري ۲۶مه) له طالبانو سره له شاوخوا یوې اونۍ نښتو وروسته، د بدخشان په نسی ولسوالۍ کې خپل مورچلونه پرېښودل.

هغه د طالبانو د پوځ له لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت سره له خبرو وروسته فیض‌اباد ته ولېږدول شو.

فاتح ته نږدې سرچینو تر دې وړاندې ویلي وو، چې نوموړي د خپل ځان او خپلو کسانو د امنیت په اړه د ورکړل شوي ضمانت پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرېکړه کړې وه، خو طالبانو د دغه بهیر په اړه ویلي، چې فاتح «تسلیم» شوی دی.

فیض‌اباد ته د فاتح له لېږد وروسته، د هغه د اوسني ځای او وضعیت په اړه تر اوسه خپلواک او کره معلومات نه‌دي خپاره شوي.

اوس د نوي غږیز فایل له خپرېدو او پر فاتح د یو لړ تورونو له مطرح کېدو سره دا احتمال مطرح شوی چې د هغه قضیه ښايي له یوې داخلي شخړې څخه یوې امنیتي او قضايي دوسیې ته واوړي.

خو تر هغه چې د غږیز فایل د رښتینولۍ، د هغه د ثبت د څرنګوالي او پر فاتح د لګېدلو تورونو په اړه خپلواک شواهد وړاندې نه‌شي، دغه ادعاوې تایید شوې نه‌شي ګڼل کېدای.

مقاومت جبهه: حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه‌وو وتلی

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۲ GMT+۱
100%

د مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مشر عبدالله خنجانی وايي، د دې جبهې قوماندان حسیب پنجشیری چې د طالبانو یوه کمین کې په شمالي سالنګ کې ووژل شو، په تېرو پنځو کلونو کې هېڅکله له افغانستان څخه نه‌وو وتلی.

عبدالله خنجاني د جمعې په ورځ (د زمري ۳۰مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، حسیب پنجشیری په دې موده کې د هندوکش د غرونو دواړو غاړو ته په بېلابېلو سیمو کې تګ راتګ کاوه. نوموړي کله نا کله د چټک تګ راتګ لپاره له غرنیو لارو او کله هم له عمومي سړکونو څخه کار اخیست.

د هغه په خبره، حسیب پنجشیری په پرله‌پسې توګه د هندوکش له غرنیو سیمو څخه انځورونه خپرول او د مقاومت جبهې د ویاند په وینا، دغو انځورونو په افغانستان کې د هغه د حضور ښکارندويي کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې حسیب پنجشیری چې به حسیب قوای مرکز مشهور وو، د شمالي سالنګ له لارې د تېرېدو پر مهال وژل شوی دی.

حسیب پنجشیری څوک وو؟

حسیب پنجشیری ۳۴ کلن او د محمد اصف نظامي زوی وو. هغه د پنجشیر د عنابې ولسوالۍ په اب‌درې کلي کې زېږېدلی وو او د اوږدې مودې لپاره یې د کابل د قوای مرکز په سیمه کې ژوند کړی وو.

د مقاومت جبهه وايي، حسیب پنجشیری په تېرو پنځو کلونو کې د اوسېدو لپاره ټاکلی ځای نه‌درلود او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې یې فعالیت کاوه.

د دغې جبهې په وینا، حسیب پنجشیري خپلې منځنۍ زده‌کړې بشپړې کړې وې او د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت ریاست د افسرۍ په روزنیزو کورسونو کې یې هم زده‌کړې کړې وې.

هغه د جمهوري نظام پر مهال په کابل کې د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون د یوې قطعې د قوماندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د هغه پلار هم د افغانستان د ملي امنیت په ریاست کې ډګروال پاتې شوی وو. حسیب پنجشیري یوه مېرمن او پنځه اولادونه لرل.

د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه د طالبانو له حکومت سره د وسله‌والو مخالفو ډلو له ډلې ده، چې تر ډېره د افغانستان په شمالي سیمو کې فعالیت کوي.

دغه جبهه ادعا کوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له طالبانو سره په جګړو کې له زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي دي.

د شمالي سالنګ د برید د څرنګوالي، د وژل شویو کسانو د کره شمېر او د نښتې د دقیقې پېښې په اړه تر اوسه خپلواک او کره معلومات نه‌دي خپاره شوي. طالبانو هم د دې پېښې او د مقاومت جبهې د ادعاوو په اړه د تایید وړ بشپړ جزییات نه‌دي وړاندې کړي.

هغه قوماندان چې خپل حضور یې په افغانستان کې په انځورونو او ویډیوګانو کې ښود

د ټولنیزې شبکې «اېکس» په حساب کې د حسیب پنجشیري د فعالیتونو له څېړنې ښکاري چې نوموړي په تېرو کلونو کې څو ځله د افغانستان له غرنیو سیمو څخه انځورونه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د هندوکش په لمنو کې حضور لري.

د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له ۱۹مې څخه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي تر ۱۶مې پورې، لږ تر لږه ۱۰ انځورونه او ویډیوګانې د هغه په حساب کې خپرې شوي، چې په څرګندونو کې یې د هندوکش په غرنیو سیمو کې حضور ته اشاره شوې ده.

هغه په ځینو ژوندیو رسنیزو خپرونو کې هم راڅرګند شوی وو. د بېلګې په توګه، د ایراني مستند جوړوونکي محمد حسین جعفریان په انسټاګرام ژوندۍ خپرونه کې یې ګډون کړی او ویلي یې وو، چې په افغانستان کې دننه دی.

نوموړي کله ناکله په «اېکس» شبکه کې په ژوندیو بحثونو کې هم ګډون کاوه.

په افغانستان کې د حسیب پنجشیري حضور تر دې وړاندې هم د بحث موضوع ګرځېدلې وه.

د ۱۴۰۱ کال د کب په لومړیو کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال خوشحال سادات په «اېکس» شبکه کې په یوه غږیزه خپرونه کې ادعا کړې وه، چې حسیب پنجشیری په افغانستان کې حضور نه‌لري.

حسیب پنجشیري په ځواب کې نوموړی ننګولی وو چې د خپل حضور له ځایه به ویډیو خپره کړي.

نوموړي د اخترونو په څېر مناسبتونو کې هم له غرنیو سیمو څخه ویډیويي پیغامونه خپرول او ویل یې چې د طالبانو پر وړاندې د خپلې مبارزې د دوام لپاره په افغانستان کې دننه حضور لري.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې او هم د هغه له وژل کېدو وروسته، په افغانستان کې د حسیب پنجشیري حضور تر پوښتنې لاندې راوستی دی. خو د هغه پلویان وايي، په شمالي سالنګ کې د دغه قوماندان وژل کېدل په افغانستان کې د هغه د دوامدار حضور ادعا پیاوړې کوي.

له نښتو تر سالنګ پورې

حسیب پنجشیری چې په حسیب قوای مرکز هم مشهور وو، د پنجشنبې په ورځ د زمري پر ۲۹مه، د شمالي سالنګ پر لاره د طالبانو په کمین کې ووژل شو. طالبانو او دې ډلې ته نږدې کسانو وروسته په ټولنیزو شبکو کې د هغه د جسد انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې.

په یوه خپره شوې ویډیو کې د هغه له جسد سره د سپکاوي ډک چلند لیدل کېږي.

تر دې وړاندې هم داسې ویډیو خپره شوې وه، چې په‌کې د طالبانو سرتېري د بدخشان په درواز کې د جمعه‌خان فاتح د وژل شویو کسانو له جسدونو سره له سپکاوي ډک چلند کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې تړاو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د دې ډلې سرتېري «احساساتي شوي وو» او هغه مهال «خپل چلند ته متوجه نه‌وو». د دغو انځورونو او ویډیوګانو خپرېدو په ټولنیزو شبکو کې غبرګونونه راپارولي او ځینو کاروونکو دغه چلند د حسیب پنجشیري له خوا له طالب بندیانو سره له شوي چلند سره پرتله کړی دی.

د ۱۴۰۱ کال د زمري په میاشت کې په خپره شوې یوه ویډیو کې حسیب پنجشیری د طالبانو د یو شمېر بندیانو په منځ کې لیدل کېږي. په دغې ویډیو کې نوموړی بندیانو ته د جېب خرڅ لپاره پیسې ورکوي او وروسته یې خوشې کوي.

د مقاومت جبهې هغه مهال ویلي وو، چې په پنجشیر کې یې ۴۵ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د دې پېښې په خپرو شویو انځورونو کې حسیب پنجشیری هم د هغو کسانو په منځ کې لیدل کېږي چې د بندیانو د خوشې کولو په بهیر کې یې ونډه لرله.

«زه د افغانستان د ازادۍ لپاره جګړه کوم»

حسیب پنجشیري په خپلو پیغامونو کې ویل، چې د افغانستان د ازادۍ لپاره مبارزه کوي او څو ځله یې ټینګار کړی وو، چې «ازادي قرباني غواړي».

هغه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بیا پرانېستل کېدو او د ښځو د حقونو ملاتړ هم کاوه او دا یې له هغو لاملونو څخه بلل چې له امله یې د طالبانو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

طالبانو تل دا رد کړې، چې په افغانستان کې دې د دوی پر حکومت پراخه وسله‌واله مبارزه روانه وي.

خو د مقاومت جبهه وايي، د دې ډلې ځواکونه په تېرو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له طالبانو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.

د مقاومت جبهه ادعا کوي، چې په تېرو پنځو کلونو کې یې له طالبانو سره په جګړو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي، خو دا شمېره په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې.

د خپرو شویو راپورونو له مخې، حسیب پنجشیری تر وژل کېدو وړاندې هم د طالبانو پر ضد په څو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

له دغو پېښو څخه یوه یې د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۲۷مه وه، چې په پنجشیر کې د مقاومت جبهې له خوا د طالبانو د یوې چورلکې د نسکورولو په اړه په خپرو شویو راپورونو کې د خالد امیري ترڅنګ د حسیب پنجشیري نوم هم یاد شوی وو.

په سالنګ کې د حسیب پنجشیري وژل کېدو یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې، چې د طالبانو وسله‌وال مخالفین تر کومې کچې په افغانستان کې دننه حضور او د تګ راتګ وړتیا لري.

طالبانو تل په هېواد کې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه کم ارزښته بللي او یا یې رد کړي دي، خو وسله‌وال مخالفین ټینګار لري، چې لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

محمود خان اڅکزي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د دښمنۍ د ثبوت غوښتنه کړې ده

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د حکومت پر سیاستونو په نیوکو سره ویلي، «له افغانستان سره کومه دښمني ده؟ دا دې ثابته کړل شي چې افغانستان له پاکستان سره د دښمنۍ پر لاره روان دی».

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د جمعې په ماښام (د زمري ۳۰مه) د تحریک انصاف ګوند له پارلماني غړو سره یو ځای د جمعیت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره تر کتنې وروسته په یوه ګډ خبري کنفرانس کې خبرې هم وکړې.

اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې دې هم د نړۍ د نورو ادارو په څېر چلند وکړي. هغه وویل، حکومت په خپل سر اقدامات کوي، اپوزیسیون ته پام نه‌کوي او پارلمان کمزوری کوي.

هغه زیاته کړه: «په پاکستان کې چې دا مهال څه روان دي، په داسې وضعیت کې هېواد نه‌شي چلول کېدای، خو موږ به د پاکستان د بربادۍ اجازه ورنه‌کړو او که موږ اړ شو، نړیوال عدالت ته به لاړ شو».

اڅکزي همداراز د پارلمان د سرلوړۍ، پر اساسي قانون د توافق او د طبیعي زېرمو له عوایدو څخه سیمه‌ییزو خلکو ته د حق ورکولو غوښتنه وکړه.

له افغانستان سره د پاکستان د دښمنۍ په تړاو اڅکزي وویل، په اسلام‌اباد کې د طالبانو په غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ګډون کړي وو او په وینا یې، سره له دې چې د طالبانو حکومت تر اوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد په رسمي توګه په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو.

هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړه: «له افغانستان سره کومه دښمني ده»؟ او په وینا یې، پاکستان دې دا ثبوت وړاندې کړي او بیا به دوی هم ورسره ودرېږي.

مولانا فضل الرحمان هم په دې خبري غونډه کې وویل، دوی موافقه کړې چې په پارلمان کې به په ګډه اپوزیسیون کوي.

هغه وویل، پاکستان له جدي امنیتي ستونزې سره مخ دی او په ځانګړي ډول په دوو ایالتونو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې جګړییز وضعیت دی. د نوموړي په وینا، له شاوخوا ۲۰ کلونو راهیسې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو او د امنیت د ټینګښت په نوم یوازې باورونه ورکول کېږي.

فضل الرحمان زیاته کړه، چې ناامنۍ د پاکستان اقتصاد سخت اغېزمن کړی، سوداګر او په ځانګړي ډول د قبایلي سیمو سوداګر له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

هغه وویل، پاکستان له افغانستان سره، او ختیځې پولې سره د تګ راتګ او سوداګرۍ د بندښت له امله له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

هغه وویل: «ناسمو سیاستونو پاکستان محاصره کړی او په سیمه کې پاکستان د یوه ناامنه او محاصره شوي هېواد بڼه خپله کړې ده».

له افغان طالبانو سره د پاکستان د دښمنۍ مسئله شاوخوا یو کال مخکې وروسته له هغې جدي شوه، چې د یو بل پر پلازمینو یې هوايي بریدونه وکړل. د دغو دوو خواوو تر منځ د منځګړو په ګډون د ډېریو هېوادونو هڅو هم د پام وړ لاسته راوړنه نه‌ده درلودلې، خو یوازې له څو میاشتو راهیسې پر یو بل د بریدونو بهیر درول شوی دی.

د منځني ختیځ کړکېچونو او له پاکستان سره تړلو لارو افغان سوداګر او کارګر زیانمن کړي

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۲۱ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران ترمنځ جګړې او له پاکستان سره سرحدي کړکېچونو د افغانستان پر سوداګرۍ او ډیورنډ کرښې ته د نږدې سیمو پر کارګرو منفي اغېز کړی دی. په اسلام کلا کې د توکو او خلکو تګ راتګ کم شوی او په سپین بولدک کې د لارې اوږدمهاله تړل کېدو ګڼ سوداګر او کارګر بېکاره کړي دي.

د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د هرات ښار شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره واټن کې د اسلام کلا بندر د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ مهمه دروازه ده چې هره ورځ زرګونه مسافر او د توکو بار موټرونه ترې تېرېږي.

نذیر احمد، چې له ۱۵ کلونو راهیسې په اسلام کلا کې د پیسو د تبادلې په برخه کې کار کوي، وايي، « د امریکا او ایران ترمنځ جګړې د توکو پر جریان او د خلکو پر تګ راتګ منفي اغېز کړی دی».

هغه شینهوا ته ویلي، د جګړې پر مهال د توکو جریان کمېږي، د خلکو تګ راتګ راټیټېږي او دا وضعیت د خلکو پر ژوند پام وړ اغېز کوي. د هغه په وینا، له جګړې وروسته د ایران له لارې افغانستان ته د واردېدونکو ځینو خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

یو بل تن احمد وايي، د ګاز، تېلو، وریژو او غوړیو بیې لوړې شوې دي.

هغه زیاتوي چې مخکې د ۱۶ لیټره غوړیو بیه ۱۲۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه جګړه ویجاړوونکې بولي او وايي چې اغېزې یې یوازې پر ښکېلو هېوادونو نه محدودېږي، بلکې ګاونډي هېوادونه هم له اقتصادي او ټولنیزو پایلو سره مخ کیږي.

موزان، چې په اسلام کلا کې د مسافرو د سامانونو د لېږدولو کار کوي، وايي د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدو په اسلام کلا کې د سوداګرۍ حجم زیات کړی، خو د امریکا او ایران جګړې بیا د ده او نورو سرحدي کارګرو پر عایداتو منفي اغېز کړی دی.

هغه د کاري فرصتونو د زیاتېدو او د تولیدي فابریکو د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي: «خلکو ته لا ډېر کار او کاري فرصتونه په کار دي.»

د اسلام کلا بندر مشر سید حضرت الله زعیم اغا وايي، هره ورځ شاوخوا ۱۲۰۰ باروړونکي موټر له دغه بندر څخه تېرېږي. د ده په وینا، دغه موټر د افغانستان صادرات د نړۍ بېلابېلو برخو ته وړي او له ایران څخه وارداتي توکي افغانستان ته راوړي.

زعیم اغا شینهوا ته ویلي چې د کډوالو او مسافرو تګ راتګ اوس مهال د قانوني اصولو له مخې ترسره کېږي.

بلخوا، د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بندر د دواړو هېوادونو د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله له څو میاشتو راهیسې تړلی دی.

د بندر تړل کېدو سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي او د سیمې هغه خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي چې عاید یې له سرحدي سوداګرۍ او تګ راتګ سره تړلی دی.

فضل محمد وطندوست، چې په سپین بولدک کې سوداګري کوي، وايي د هغه کاروبار نږدې ۱۰ میاشتې کېږي چې په بشپړ ډول درېدلی دی. د هغه په وینا، د بندر تړل کېدو ګڼ سوداګر، دوکانداران او کارګر بېکاره کړي او سیمه ییزې سوداګرۍ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

وطندوست وايي، په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبزیجاتو سوداګر له پام وړ زیانونو سره مخ شوي دي. هغه ادعا کوي چې د بندر تړل کېدل سوداګرو ته هره ورځ د میلیونونو ډالرو زیان اړوي.

نوموړي وویل: «تېر کال له ۵۰ تر ۶۰ کسانو پورې زما لپاره کار کاوه، خو اوس ټول بېکاره دي.»

وطندوست زیاته کړه چې په سیمه کې یو لوی بازار، چې مخکې یې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابروله، د بندر له تړل کېدو وروسته هم تړل شوی دی.

هغه د دواړو خواوو له چارواکو وغوښتل چې د سپین بولدک بندر د بیا پرانیستلو لپاره ژر اقدام وکړي او خبرداری یې ورکړ چې د بندر دوامدار تړل کېدل به سوداګرو، کاروبارونو، کاریګرو او د سیمې اوسېدونکو ته لا ډېر اقتصادي زیانونه واړوي.

وطندوست وویل: «زموږ غوښتنه دا ده چې لار بېرته پرانیستل شي.»