د کابل له سقوط وروسته، یو شمېر یاد قوماندانان له هېواده د وتلو پر ځای د افغانستان غرنیو سیمو ته ولاړل او د طالبانو پر وړاندې یې د غلچکۍ جګړې جوړښتونه رامنځته کړل.
پنجشېر، اندراب، سالنګ، بدخشان او د پروان ځینې سیمې د طالبانو د مخالفانو په مهمو مرکزونو بدلې شوې.
د وژل شویو قوماندانانو په ډله کې د ملي مقاومت جبهې او د افغانستان د ازادۍ جبهې یو شمېر مهم کسان هم شامل دي. حسیب پنجشیری، بهلول بهیج، جنرال عبدالودود زره، فهیم دشتي، حاجي ملک خان، خیرمحمد خیرخواه اندرابي، قیوم کهگدای، عبدالصمد کوهگدای، اکمل امیري، عبدالبصیر اندرابي او شاه ولي خان هغه کسان دي، چې په تېرو پنځو کلونو کې له طالبانو سره په مختلفو سیمو کې د نښتو او یا هم د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
حسیب پنجشیری، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د ملي مقاومت جبهې وروستی قوماندان دی، چې وژل کیږي.
د دې جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د هغه وژل کېدل تایید کړي دي.
د طالبانو اړوندو رسنیو ادعا کړې چې نوموړی په شمالي سالنګ کې د پېچلو عملیاتو پر مهال وژل شوی، خو د هغه د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه خپلواک معلومات محدود دي.
بهلول بهیج، د پنجشېر پخوانی والي او د دغه ولایت له پېژندل شویو قوماندانانو څخه یوتن و، چې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د پنجشېر د جګړو پر مهال ووژل شو.
جنرال عبدالودود زره، چې د احمدشاه مسعود له نږدې خپلوانو څخه و، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په لومړیو کې د پنجشېر د جګړو پر مهال له فهیم دشتي سره یو ځای ووژل شو.
فهیم دشتي له دوو لسیزو ډېر د افغانستان په رسنیو کې فعال و. هغه د «کابل» اونیزې مسوول و او د احمدشاه مسعود له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېده. د جمهوریت له سقوط وروسته یې د ملي مقاومت جبهې د ویاند او رسنیز مسوول په توګه دنده ترسره کړه او د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په پنځمه د پنجشېر په جګړه کې ووژل شو.
حاجي ملک خان هم په پنجشېر کې د مقاومت له سیمه ییزو قوماندانانو څخه و. نوموړی مخکې د طالبانو په سیمه ییزو جوړښتونو کې شامل و، خو وروسته له دې ډلې جلا او د ملي مقاومت له جبهې سره یوځای شو. په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو د عملیاتو پر مهال د هغه د وژل کېدو خبر ورکړل شو.
د بښنې نړیوال سازمان د هغه د مرګ د څرنګوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې وې او ویلي یې وو چې روښانه نه ده هغه په جګړه کې وژل شوی او که له نیول کېدو وروسته اعدام شوی دی.
خیرمحمد خیرخواه اندرابي، چې تر سقوط مخکې د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ د امنیت امر و، له سقوط وروسته اندراب ته ستون شو او د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو یوه برخه یې رهبري کړه.
نوموړی د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په پنځمه له شاوخوا ۲۰ کسانو سره، له طالبانو سره تر ۳۰ ساعتونو سختې جګړې وروسته ووژل شو.
په بغلان کې د ملي مقاومت جبهې قوماندان قیوم کهگدای هم د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د نهرین ولسوالۍ په سختو نښتو کې ووژل شو. د ملي مقاومت جبهې مشرتابه د هغه مرګ تایید کړ او د هغه له مبارزې یې ستاینه کړې وه.
عبدالصمد کوهگدای، چې په بغلان کې د مقاومت له قوماندانانو څخه و، د ۲۰۲۴ کال د جون په ۲۸مه د طالبانو په یوه کمین کې ووژل شو. د هغه د مرګ په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ټولنیزو رسنیو کې د هغه له موقعیت څخه خپرې شوې ویډیو د هغه د ځای په پېژندلو کې مرسته کړې وه.
د پخوانیو امنیتي ځواکونو له وژل شویو کسانو څخه عبدالقدیر هم یاد شوی، چې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو افسر او د بلخ د لویې لارې د پولیسو د قوماندانۍ پخوانی مرستیال و. هغه د ۱۴۰۰ کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۳ کسانو په ډله کې ووژل شو.
د افغانستان د ازادۍ جبهې په لیکو کې هم اکمل امیر او عبدالبصیر اندرابي له مهمو وژل شویو قوماندانانو څخه دي. اکمل امیر یا امیري د پخواني افغان پوځ له مشهورو کومانډو افسرانو څخه و او د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کې د سالنګ په جنوبي برخه کې له طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو. عبدالبصیر اندرابي، چې د پخواني حکومت له کومانډو ځواکونو څخه و، هم په همدې جګړه کې له هغه سره یو ځای ووژل شو.
شاه ولي خان، د افغانستان د ازادۍ جبهې یو بل سیمه ییز قوماندان د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په نهمه د بغلان د اندراب په قاصان دره کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو.
د دې ترڅنګ شکرالله اندرابي، اسدالله اندرابي، شیرمحمد اندرابي، نورالله نورخیل، میرزا جان، سید بحرالدین اغا، حمیدالله مجاهد، یارمحمد، قمرالدین اندرابي، جمال الدین اندرابي، خیرالله، احمدعلي او حکیم الله هم د هغو قوماندانانو او جنګیالیو په ډله کې یاد شوي چې د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۴ کلونو ترمنځ په جګړو کې وژل شوي دي.
د ملي مقاومت جبهې د سیاسي دفتر مسوول عبدالله خنجاني د ۱۴۰۵ کال په زمري کې ادعا کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د دې جبهې له زرو ډېر کسان له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي دي. دا شمېره په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.
د راپور له مخې، د کابل له سقوط وروسته د جګړو د ماهیت، جګړه ییزو سیمو ته د رسنیو د محدود لاسرسي او د خپلواکو او بشپړو معلوماتو د نشتوالي له امله د وژل شویو قوماندانانو بشپړ او وروستی لېست نه شي وړاندې کېدای. ګڼ سیمه ییز او منځني قوماندانان داسې مهال وژل شوي چې د مړینې خبرونه یې په پراخه کچه په رسنیو کې نه دي خپاره شوي.
سره له دې چې د مقاومت جبهو یو شمېر مهم قوماندانان وژل شوي، د افغانستان په ځینو غرنیو سیمو کې د طالبانو پر وړاندې وسله وال فعالیتونه لا هم دوام لري.