د اسلامي همکاریو سازمان د فقهي اکاډمۍ غړی: طالبان له دین سره لوبې کوي

د اسلامي همکاریو سازمان د فقهي اکاډمۍ غړي عبدالرزاق لقمان، وایي چې د عقل او شریعت د بېلوالي په اړه د طالبانو استدلال له دې امله دی چې دوی له دین سره لوبې کوي. هغه زیاته کړې، څرګنده نهده چې د طالبانو استادان څوک دي او څه ډول کتابونه یې لوستلي.
لقمان له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، طالبان د دین په اړه د دقیقې او ژورې مطالعې له نشتوالي سره مخ دي او څرګنده نه ده چې د دوی استادان څوک دي او کوم دیني کتابونه یې لوستي دي.
نوموړي د طالبانو د دیني لیدلوري او د شریعت د تفسیر په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دیني مسایلو په اړه د هر ډول دریځ لپاره ژوره مطالعه او علمي بنسټ ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، د عقل او شریعت ترمنځ د اړیکې په اړه د طالبانو دریځ د دوی د دیني زدهکړو او مطالعې د کچې پوښتنې هم راپورته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت وزیر خالد حنفي ویلي وو چې عقل د شریعت د پوهېدو وسیله ده، نه پر شریعت حاکم. هغه په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې په الهي شریعت کې «عقل، مطالعه او څېړنه ځای نه لري» او انسان باید د شریعت احکام د خپلې خوښې او شخصي برداشت له مخې ونه څېړي.
د طالب وزیر دغه څرګندونې له پراخو نیوکو سره مخ شوې وې چې تېره ورځ د یاد وزارت ویاند په یوه بیان کې وویل چې د نموړي (خالد حنفي) څرګندونې ناسمې تعبیر شوي او زیاته یې کړه چې عقل د شرعي متونو د پوهېدو، تدبر او د احکامو د حکمت د درک لپاره کارول کېږي، خو که «قطعي الهي حکم» موجود وي، د انسان عقل یې د منلو یا ردولو معیار نه شي کېدای.
هغه د حنفي د څرګندونو پر منتقدانو هم نیوکه وکړې او ویلي یې وو چې هغه کسان چې د شریعت له اصولو او دیني علومو سره بلدتیا نه لري، باید د قرآن او شریعت د تخصصي موضوعاتو په اړه یوازې د شخصي برداشتونو او ټولنیزو رسنیو د څرګندونو پر بنسټ قضاوت ونه کړي.
