د دغه پروګرام د خبرتیاوو له مخې، د ثناءالله غفاري چې په «شهاب المهاجر» هم پېژندل کېږي، د داعش خراسان د مشر د پېژندلو یا نیولو په اړه معلوماتو ته تر ۸ میلیونه امریکایي ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې ده.
همداراز، د عبیدالله په اړه چې د داعش خراسان د مالي چارو مسؤول او د دې ډلې له لوړپوړو قوماندانانو څخه بلل کېږي، د معلوماتو په بدل کې تر لس میلیونه امریکایي ډالرو پورې جایزه ټاکل شوې ده.
ثناءالله غفاري؛ د داعش خراسان مشر
ثناءالله غفاري په ۱۹۹۴ کال کې په افغانستان کې زېږېدلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د داعش مرکزي مشرتابه د ۲۰۲۰ کال په جون میاشت کې نوموړی د خراسان څانګې د مشر په توګه وټاکه.
د داعش په خپرو شویو اعلامیو کې غفاري د پوځي تجربې لرونکي کس او په کابل کې د دې ډلې له هغو کسانو څخه بلل شوی چې د «ښاري زمریانو» په نوم یادېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، غفاري د پېچلو ځانمرګو بریدونو او چریکي عملیاتو په طرحه کولو کې رول درلود او په افغانستان کې د داعش خراسان د ټولو عملیاتو د تایید او د دې ډلې د مالي چارو مسؤول هم بلل شوی دی.
عبیدالله؛ د مالي او عملیاتي چارو مسؤول
د «د عدالت لپاره انعام» پروګرام د داعش خراسان د یوه بل لوړپوړي مشر عبیدالله معلومات هم خپاره کړي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، عبیدالله د داعش خراسان مالي فعالیتونه اداره کوي، د عملیاتو په طرحه کولو کې ونډه لري او د دې ډلې عملیاتي ډلې رهبري کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه د اوسني ځای په اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
داعش خراسان؛ له پولو هاخوا ګواښ
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپورونو کې ویل شوي چې داعش خراسان لا هم په افغانستان او د پاکستان په ځینو برخو کې فعال دی او د نویو کسانو د جذب او د خپلې شبکې د پراخولو هڅې کوي.
ملګرو ملتونو په وار وار خبرداری ورکړی چې داعش خراسان د بریدونو د ترسره کولو وړتیا ډېروي او د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ځانګړي ډول د ځینو اتباعو په ګډون، بهرني جنګیالي هم د خپلو لیکو د پیاوړتیا لپاره جذبوي.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د داعش خراسان ګواښ یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دی او دغه ډله لا هم د پولې هاخوا د بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا داعش خراسان په سیمه کې د تر ټولو جدي ترهګریزو ګواښونو له ډلې ګڼي او وايي چې دغه ډله له افغانستان څخه بهر هم د خونړیو بریدونو د ترسره کولو وړتیا لري.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داعش خراسان خپل اصلي دښمن بللی او په وار وار یې د دې ډلې پر ضد د عملیاتو د ترسره کولو خبر ورکړی دی.
خو نړیوالو راپورونو ښودلې چې داعش خراسان لا هم خپله شبکه ساتلې او د نویو کسانو د جذب او د مالي سرچینو د برابرولو هڅو ته دوام ورکوي.
د امریکا له خوا د دې ډلې د مشرانو په اړه د معلوماتو لپاره د څو میلیونو ډالرو جایزو ټاکل هم ښيي چې داعش خراسان لا هم د واشنګټن له نظره یوه مهمه امنیتي اندېښنه ده.