د نیپال او تبت پولې ته نږدې د سېلابونو او ځمک ښویېدنې په پېښه کې نږدې ۱۵۰۰ کسان تري تم شوي

د نیپال او د چین تر واک لاندې د تبت په سرحدي سیمه کې د ځمکښویېدنې او ناڅاپي سېلابونو له امله نږدې ۱۵۰۰ کسان تري تم شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، پېښه هغه مهال شوې چې یوه ستره غونډۍ د همالیا پر یوه سیند راپرېوته او ورپسې سخت سېلابونه راووتل.
د نیپال پولیس وايي، په دغه هېواد کې ۸۲۶ کسان تري تم دي چې نږدې ۵۰۰ بهرني وګړي هم پهکې شامل دي. په لادرکه شویو کسانو کې ۱۷۷ هنديان، ۶۳ امریکایان، ۳۴ اسټرالیایان، ۳۳ برتانویان او ۲۵ کاناډایان شامل دي.
بلخوا د چین دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې د تبت د ګیرونګ ولسوالۍ په سیمه کې ۵۵۸ کسان تري تم شوي چې ۲۶۰ بهرني وګړي هم پهکې شامل دي. چیني چارواکو د مړو شمېر درې تنه ښودلي دي.
د ژغورنې ډلې د چورلکو په مرسته د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي او هغه کلیو او درو ته بېړنۍ مرستې رسوي، چې له نورو سیمو سره یې د تګراتګ لارې پرې شوې دي. د نیپال پوځ ویلي، تر ۵زره ډېر د پوځ او پولیسو سرتېرو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه لري او تراوسه یې ۱۲۵ کسان ژغورلي دي چې ۲۰ پهکې بهرنیان دي.
د نیپال چارواکي اټکل کوي، چې ښایي دغه ناورین د یخچال د یوې برخې د نړېدو له امله رامنځته شوی وي. راپور وايي، د ناورین ډېری قربانیان هغه زیارت کوونکي او ګرځندویان دي چې د هندوانو او بودایانو د زیارت کېلاش مانسروور پر لور روان وو.
ملګرو ملتونو ویلي، چې خپلې مرستندویه ډلې او امکانات یې اغېزمنو سیمو ته استولي او د امریکا حکومت هم د نیم مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړی دی. ځايي چارواکي خبرداری ورکوي، چې د بارانونو دوام او د ناورین له سیمې پورته د اوبو بند پاتې شوی جهیل ښايي د ژغورنې عملیات نور هم ستونزمن کړي.
