فریډم نېټورک: افغانستان ته د افغان خبریالانو جبري ستنول د هغوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي

په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب بنسټ (فریډم نېټورک) د دوو افغان خبریالانو محمد ابراهیم امیري او عابد مومند د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغه اقدام د افغان خبریالانو د ځورونې د لړۍ یوه برخه ده.
فریډم نېټورک په یوه بیان کې ویلي، چې په پېښور کې د شمشاد ټلویزیون پخواني خبریالان محمد ابراهیم امیري او عابد مومند نیول شوي او د دې وېره شته چې افغانستان ته واېستل شي.
د یاد بنسټ په وینا، که دغه خبریالان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړل شي؛ نو ښايي ژوند یې له ګواښ سره مخ شي او د خپلو پخوانیو رسنیزو فعالیتونو له امله د غچ اخیستنې او ځورونې له ګواښ سره مخامخ شي.
فریډم نېټورک غوښتنه کړې، چې د دغه خبریالانو د نیولو او ځورولو لړۍ باید ژر تر ژره ودرول شي او هغوی ته د نړۍوالو بشري حقونو له معیارونو سره سم خوندیتوب ورکړل شي. دغه بنسټ ټینګار کړی، چې خبریالان باید د خپل مسلک او رسنیزو فعالیتونو له امله د نیولو، اېستلو یا څار له ګواښ سره مخ نهشي.
د پاکستاني چارواکو له لوري تراوسه د دغه دوو افغان خبریالانو د نیولو په اړه رسمي څرګندونې نهدي شوې.
وړاندې (د زمري ۳۰مه) سرچینو افغانستان انټرنشنل–پښتو ته ویلي و، د شمشاد ټلویزیون دوه پخواني خبریالان عابد مومند او ابراهیم امیري د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې لادرکه شوي دي. سرچینو ویلي و، دغه دوه خبریالان په پښتونخوا کې د فرانسې سفارت له لوري د پناهغوښتنې اړوند قضیو لپاره مېشت وو.
