خالد شیخ محمد به د سپټمبر ۱۱م د بریدونو په تړاو په ۲۰۲۸ کال کې محاکمه شي

یو امریکايي پوځي قاضي حکم کړی چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګریزو بریدونو د اصلي طراح په توګه تورن خالد شیخ محمد محاکمه به د ۲۰۲۸ کال په جون کې پیل شي.
خالد شیخ محمد به له هغو نورو کسانو سره یوځای محاکمه شي چې د بریدونو په طرحه کې د همکارۍ تور پرې لګېدلی؛ وليد بن عطاش، علي عبدالعزیز علي او مصطفی احمد الحوساوي.
خالد شیخ تورن دی چې د هغه پلان مشري یې کړې وه چې له تښتول شویو الوتکو څخه په استفادې د نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز او د امریکا پر پنټاګون بریدونه وشي. د سپټمبر د ۱۱مې په بریدونو کې یوه درېیمه الوتکه د پنسلوانیا ایالت په یوه ډګر کې نسکوره شوه.
خالد شیخ محمد له ۲۰۰۶ کال راهیسې د کیوبا په ګوانتانامو خلیج کې د امریکا په سمندري اډه کې بندي دی.
د امریکا د هوايي ځواک ډګروال مایکل شراما، چې د پوځي محاکمو قاضي دی، د چهارشنبې په ورځ د څارنوالانو هغه وړاندیز رد کړ چې غوښتل یې محاکمه د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې پیل شي. نوموړي د دې پر ځای د محاکمې لپاره د ۲۰۲۸ کال جون وټاکه.
د محاکمې د نېټې له ټاکلو مخکې د امریکا د استیناف فدرالي محکمې یوې وېشل شوې پرېکړې د تېر دوبي هغه احتمالي هوکړه لغوه کړې وه چې له مخې یې خالد شیخ محمد او نورو تورنو کولای شول د اعدام له خطره د ژغورل کېدو په بدل کې پر خپلو جرمونو اعتراف وکړي.
خالد شیخ د سپټمبر۱۱ په بریدونو کې د نږدې درې زره کسانو د وژل کېدو په تړاو تورن دی.
د هغه او نورو تورنو د محاکمې بهیر له کلونو راهیسې ځنډېدلی دی. د دفاع وکیلان وايي، د محاکمې د ځنډ یوه مهمه وجه دا ده چې حکومت هڅه کوي د سيایاې په پټو زندانونو کې د بندیانو د شکنجې جزئیات پټ وساتي.
خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو او درې کاله وروسته ګوانتانامو ته انتقال شو.
د امریکا سنا مجلس په ۲۰۱۴ کال کې په یوه راپور کې موندلې وه چې سيایاې د خالد شیخ محمد او نورو تورنو پر وړاندې د «پرمختللو تحقیقاتي تخنیکونو» په نوم سختې طریقې کارولې وې.
په راپور کې راغلي چې خالد شیخ محمد ۱۸۳ځله د اوبو په وسیله د ډوبولو له تخنیک سره مخ شوی و؛ داسې کړنه چې په راپور کې د «نږدې ډوبېدو د پرلهپسې پېښو» په توګه توصیف شوې ده.
