د وچکالۍ سیوری؛ په کندهار کې د خټکیو حاصلات د تېرکال پرتله کم شوي

په کندهار کې د خټکیو د حاصلاتو د راټولېدو لړۍ پیل شوې؛ خو د اوبو کمښت او وچکالۍ د کروندګرو اندېښنې زیاتې کړې دي. په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنيف حقمل وايي، سږکال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۷۵۰ هکټاره ځمکه خټکي کرل شوي.
د اټکل له مخې، له دغه ځمکو به نږدې ۵۷۰۰ ټنه خټکي راټول شي. د حقمل په وینا، د تېر کال پرتله د خټکیو په حاصلاتو کې د پام وړ بدلون نه ښکاري؛ خو په ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله حاصلات کم شوي دي.
کروندګر وايي، د کندهار خټکي د خپل ځانګړي خوند او کیفیت له امله په هېواد کې ښه نوم لري؛ خو د اوبو کمښت د خټکیو د کرکېلې پر وړاندې تر ټولو لویې ستونزې بلل کېږي. دوی وايي، د اوبو د کمښت له امله یې د حاصلاتو کچه اغېزمنه شوې او له طالبانو غواړي چې د دوی د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې، پلور او لېږد لپاره ورته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د کندهار د اوبو د سپما او د وچکالۍ د اغېزو د کمښت لپاره د جوړو شویو کمېټو مسوولین وايي، هڅه کوي د ناقانونه ژورو څاهګانو د جوړولو مخه ونیسي؛ څو د ځمکې لاندې اوبو کچه نوره ټیټه نهشي.
دوی وايي، په هغه سیمو کې چې د ښاري اوبو رسولو شبکه موجوده وي؛ د نورو ناقانونه برمو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي.
طالب مسوولین زیاتوي، په کندهار کې د اوبو د زېرمه کولو لپاره یوشمېر بندونه او د اوبو زېرمتونونه هم جوړ شوي چې د وچکالۍ د اغېزو په کمولو کې مهم رول لري. د خټکیو ترڅنګ په کندهار کې د هندواڼو کرنه هم پراخه ده.
د معلوماتو له مخې، سږکال په کندهار کې پر شاوخوا ۵۵۰ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې او اټکل کېږي چې له دغه کروندو به د نږدې ۵۵۰۰ ټنه هندواڼو حاصل راټول شي.
