ذبیحالله مجاهد: له سیمې سره مو اړیکې ښې او د پراختیا په حال کې دي

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، طالبانو تل هڅه کړې چې له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې عادي او پر باور ولاړې وساتي. د هغه په وینا، دوی په ډیپلوماتیکو او سوداګریزو برخو کې له ټولو هېوادونو سره اړیکو ته اړتیا لري او له افغانستان سره د اړیکو پراختیا د ټولو خواوو په ګټه تمامېږي.
د طالبانو ویاند د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) له اېسبياېس نیوز سره په خبرو کې د دغه پوښتنې په ځواب کې چې ولې له روسیې پرته بل هېواد په رسمیت نهدي پېژندلي ویلي، چې ځینې هېوادونه له افغانستان سره د خپلو اړیکو د رسمي اعلان په برخه کې د ځینو سیاسي او نورو حساسیتونو له امله احتیاط کوي؛ خو له ډېرو هېوادونو سره د کابل اړیکې په عملي کچه عادي او د رسمي چوکاټ له مخې روانې دي.
د مجاهد په وینا، په یوشمېر هېوادونو کې د دوی سفارتونه شته او د سیاسي، سوداګریزو او نورو موضوعاتو په اړه تعاملات په رسمي ډول ترسره کېږي. هغه ټینګار کړی، چې د اړیکو یوازې رسمي اعلان مهم نهدی؛ بلکې عملي اړیکې باید پیاوړې، باوري او دوامداره وي.
مجاهد وویل، د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د ادارې اړیکې ښې دي او کابل هڅه کوي چې له ټولو اړخونو سره د متقابل احترام پربنسټ مثبتې اړیکې وساتي او لا یې پیاوړې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وړاندې ویلي و، چې د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندل د ملي حاکمیت پرېکړه ده او کله چې د ایران ګټې دا وغواړي، هغه مهال به په دې اړه پرېکړه وشي.
د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي و، چې د ځینو ستونزو د حل لپاره له طالبانو سره تعامل او اړیکې روانې دي.
