له مېټا سره هوکړې د ماشومانو د انټرنېټ کارونې د محدودېدو غوښتنې زیاتې کړې

مېټا د تنکیو ځوانانو د ټولنیزو رسنیو د کارونې د محدودولو لپاره د امریکا له نږدې ټولو ایالتونو سره تر ۱۸ میلیارد ډالرو هوکړه کړې، خو اوس اروپايي کمیسیون غواړي ورته اقدامات د نړۍ نورو برخو ته هم وغځول شي.
تنکیو ځوانانو ته د ټولنیزو رسنیو د زیانونو په تړاو د امریکا له نږدې ټولو ایالتونو سره د مېټا تر ۱۸ میلیاردو ډالرو پورې هوکړې د ماشومانو د خوندیتوب او د فېسبوک او انسټاګرام په څېر په پلیټفارمونو د روږدي کېدو د مخنیوي لپاره د حکومتونو په نړیواله مبارزه کې نوی فصل پرانیستی دی.
د دې هوکړې پر بنسټ مېټا منلې ده چې تر ۱۸ میلیاردو ډالرو پورې مالي مرسته وکړي او له ۱۸ کلونو کم عمره کسانو لپاره په فیسبوک او انسټا ګرام کې له دوو ساعتونو د ډېر وخت پر تېرولو په اتومات ډول محدودیت ولګوي.
که څه هم مېټا پر خپلو پلټفارمونو قانوني ادعاوې رد کړې، خو دغه اقدام د ماشومانو د انلاین روږدې کېدو د مخنیوي لپاره تر ټولو لوی پرمختګ ګڼل کېږي.
په ورته مهال اروپايي کمیسیون ویلي چې له مېټا څخه په ټوله نړۍ کې د ویډیوکانو اوتومات پلې کېدو د مهارولو غوښتنه کوي. همدارنګه د مالیزیا او سوېلي کوریا تنظیموونکو ادارو هم ټینګار کړې چې د ټکنالوژۍ دا ستر شرکتونه باید پر یو شمېر محدودو بازارونو تمرکز ونه کړي او د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې، مالي درغلیو او نا امنه منځپانګو مسوولیت په نړۍ کې پر غاړه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا له لوري له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومانو پر انټرنیټې حسابونو د تاریخي بندیز له لګېدو میاشتې وروسته، لا هم ۸۰ سلنه ماشومان د عمر تصدیق کولو د ضعیف سیستم له امله دغو ټولنیزو شبکو ته لاسرسی لري، چې له امله یې اسټرالیا او ځینې اسیايي هېوادونه اړ کړي چې پر خپروونکو شبکو قانوني جریمې زیاتې کړي.
