روسیه: که اوکراین بریتانیايي توغندي وکاروي مسکو به د بریتانیا پوځي تاسیسات وولي

روسیې د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که اوکراین د روسیې دننه پر اهدافو د بریدونو لپاره د بریتانیا اوږدواټنه کروز توغندي وکاروي، مسکو ښايي په اوکراین کې دننه او له اوکراین څخه بهر د بریتانیا پوځي تاسیسات او تجهیزات په نښه کړي.
دغه خبرداری د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال ورکړی.
زاخارووا وویل، چې لندن د روسيې د ملکي وګړو خلاف په هغه څه کې چې دې «ترهګري» وبلله، له قانوني پلوه شریک کېدو ته «یو ګام» واټن لري.
نوموړې خبرداری ورکړ چې که بریتانیا خپله تګلاره بدله نه کړي، دا وضعیت «ناورین زیږوونکې پایلې» لرلی شي.
هغې وویل: «موږ څو ځله خبرداری ورکړی چې که اوکراین د بریتانیا له وسلو څخه په استفادې د روسیې پر خاوره بریدونه وکړي، په اوکراین کې او د اوکراین له پولو بهر د بریتانیا هر ډول پوځي تاسیسات او تجهیزات کېدای شي د ځوابي اقدام په توګه په نښه شي».
د رویټرز د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د بریتانیا له مشرتابه وغوښتل چې وضعیت یو ځل بیا په دقت وارزوي او هغه څه چې نوموړې یې «دښمنانه او تېری کوونکې تګلاره» بولي، سملاسي پرېږدي.
د هغې په وینا، د لندن اوسنی مسیر د جګړې د لا پراخېدو او «په بشپړه توګه نوې کچې» ته د رسېدو ګواښ پېښوي.
روسیې یوه ورځ وړاندې پر اوکراین تور ولګاوه چې د بریتانیا کروز توغندي یې په دونیڅک ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز د برید لپاره کارولي دي.
کرملین د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې بریتانیا په منظم ډول پر «اور تېل پاشي».
