• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عطا محمد نور : زه د افغانستان په داخل او بهر کې هېڅ بانکي حساب نه لرم

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۵:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر عطا محمد نور وايي، چې په کور دننه او بهر کې هېڅ ډول بانکي حساب نه لري. عطا محمد نور په یوه یادښت کې پر خپلې جنګسالارۍ ویاړ کړی او وايي، ځانمرګي بریدګر معصوم او پاک ګڼل کیږي او دوی ته د بیګانه او کولابي نومونه کاریږي.

عطا محمد نور نن بنجشنبه، د وږي پر ۵مه په اېکس کې لیکلي، چې نه یوازې دا چې د دوی خبرو ته غوږ نه دی نیول شوی، بلکې په واک کې ناست کسان د ټوپک په زور او د قدرت په مستۍ کې د سولې د تحقق مخه نیسي.

هغه زیاته کړې، چې هېواد یې غصب شوی او خلک یې د سا اخیستو توان نه لري.

نور، چې ځان د جمعیت اسلامي مشر ګڼي، وايي، هغه کسان چې پرون یې په ځانمرګو بریدونو او موټربمونو سره په سلګونو بې‌ګناه هېوادوال په خاورو او وینو کې لت پت کول، نن په هېواد کې واکمن او پاک ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان کلتور، ارزښتونه او تاریخي سمبولونه تر ګواښ لاندې دي او دوی ته د پردیو او «کولابیانو» خطاب کېږي، په داسې حال کې چې د خپل ملت د حقونو دفاع کوونکي د «متعصب» په نوم یادېږي.

نور د هغو کسانو په ځواب کې چې دی یې د عامه شتمنیو په چور تورن کړی و، ویلي، چې د پيسو اصلي غله او د کڅوړو باروونکي غربیانو او تفتیش کوونکو ادارو ته ښه معلوم دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د جنګ‌سالار په لقب ویاړي او له دې امله هېڅ شرم نه کوي، ځکه د ده په وینا، دا نوم د مجاهدینو د دښمنانو، لوېدیزوالو او د طالبانو د لابي‌ګرانو له خوا ورکړل شوی چې پخپله یې د هېواد په ازادۍ او ابادۍ کې هېڅ رول نه درلود.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۳

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

۴

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۵
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

•
•
•

نور خبرونه

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې پراخه شوې او د تېر کال همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره لوړه شوې ده. د قزاقستان د دولتي عوایدو کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د سوداګرۍ ټولیز ارزښت په ۶ میاشتو کې ۵۰۸.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی.

قزاقستان په دې موده کې افغانستان ته شاوخوا ۱.۶ میلیونه ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې ۵۰۱.۵ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د تېر کال د لومړۍ نیمایي په پرتله د صادراتو حجم ۲.۲ برابره او ارزښت یې ۲.۶ برابره زیات شوی دی. د سوداګرۍ په دې پراخېدو کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات تر ټولو مهمه برخه لري، چې د افغانستان د بازار لپاره د قزاقستان د غلو او اوړو د مهم عرضه کوونکي په توګه د دغه هېواد رول لا پیاوړی کوي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۳.۷ برابره زیات شوي او ۵۱۱.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د نخود، چڼې او عدس صادرات هم ۴.۲ برابره لوړ شوي او ۵۴.۹ زره ټنو ته رسېدلي دي. د بورې صادرات نږدې پنځه برابره زیات شوي او ۴.۸ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د جوارو صادرات په بې‌ساري ډول ۴۸ برابره لوړ شوي او ۳۵.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د غوړیو صادرات هم د پام وړ زیات شوي دي. قزاقستان افغانستان ته د لمرګل او پنبه‌دانې غوړي ټولټال ۴۹.۵ زره ټنه صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی ښيي. د اوړو صادرات ۱.۵ برابره لوړ شوي او ۶۸۷.۳ زره ټنو ته رسېدلي دي. دغه شمېره ښيي چې د افغانستان په بازار کې د قزاقستان د خوراکي توکو حضور په چټکۍ پراخېږي.

سوداګري یوازې پر کرنیزو محصولاتو محدوده نه ده پاتې شوې. د قزاقستان له لوري افغانستان ته د موټرو پټرولو صادرات ۴.۶ برابره زیات شوي او ۱۶.۶ زره ټنو ته رسېدلي دي. همداراز ۱۲۰.۹ زره ټنه فلیټ فولادي محصولات افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی لري. قزاقستان په دې موده کې ۷۴.۳ میلیونه المونیمي قوطي او ۱۵۲ باروړونکي موټر هم افغانستان ته صادر کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په جوړښت کې تر ټولو څرګند توپیر دا دی چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات د قزاقستان د صادراتو په پرتله ډېر کم دي. د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له افغانستان نه قزاقستان ته د وارداتو حجم دوه برابره کم شوی او ۱۸ زره ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د دغو توکو ارزښت ۶.۷ میلیونه ډالر و. په دې توګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه د قزاقستان له صادراتو جوړیږي.

افغانستان قزاقستان ته په دې موده کې ۸.۹ میلیونه لیټره خواږه مشروبات صادر کړي، ورپسې ۱.۳ زره ټنه مېوې او توتان، چې انګور، خټکي، هندواڼې، مڼې او زردالو پکې شامل دي او ۴۲.۵ ټنه د غلو له موادو جوړ خوراکي بارونه شامل دي.

افغانستان قزاقستان ته د چودن لوښو ترڅنګ ۳۱۲.۴ ټنه المونیمي لوښي، ۱.۵ زره متره مربع اوبدل شوي غالۍ، ۴۶ ټنه نفرایت، ۳.۳ زره ټنه تالک، ۷۳.۳ زره ونې او بوټي او ۲.۸ زره ټنه کروم ډبرې او کنسنټرېټ هم صادر کړي دي.

د سوداګرۍ د پراختیا چټکتیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ژورېدو له پراخ بهیر سره هممهاله ده. د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په جون کې په کابل کې د سوداګرۍ په یوه ګډ فورم کې د ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شوي وو، چې د خوراکي توکو په برخه کې یې هم تړونونه درلودل.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د لوژستیکي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم تمرکز کوي. د قزاقستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان د دغه هېواد لپاره یو مهم سیمه‌ییز سوداګریز شریک دی او قزاقستان غواړي افغانستان ته د غلو او اوړو ترڅنګ د نورو کرنیزو او صنعتي محصولاتو صادرات هم پراخ کړي. په هرات کې د قزاقستان سوداګریز مرکز هم فعال شوی او د کابل لپاره د ورته مرکز د جوړولو پلان هم مطرح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی چې ښيي د وزارت اړوندې ادارې افغان ټیلیکام او یو شمېر خصوصي مخابراتي شرکتونو ته په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی چې د نوري فایبر ترمیم او له زیربنا سره تړلې ټولې چارې تر بلې لارښوونې پورې ودروي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د چټک انټرنېټ د پراختیا بهیر لا له وړاندې له محدودیتونو سره مخ دی.

د مکتوب له مخې، چې د «نوري فایبر د پراختیا ریاست» صادر کړی او تر ۵۰۳ شمېرې لاندې ثبت دی، د نوري فایبر شبکې غځول، پراخول، انتقال، د مسیر بدلول، د نویو مسیرونو جوړول، نښلول، ځای پرځای کول، ساتنه او ترمیم او نور اړوند فعالیتونه «د بلې لارښوونې او امر ثاني تر صدور» پورې ځنډول شوي دي.

100%

په مکتوب کې له مخابراتي شرکتونو غوښتل شوي چې له هر ډول فعالیت څخه ډډه وکړي.

همداراز ویل شوي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) او د ولایتونو مخابراتي ریاستونه دې د دې امر د عملي کېدو څارنه وکړي او له سرغړوونکو شرکتونو سره دې «اصولي چلند» وشي.

د مکتوب یوه کاپي ګڼو مخابراتي شرکتونو ته استول شوې، چې افغان بې سیم، روشن، اتصالات، افغان ټیلیکام او د نوري فایبر په برخه کې نور فعال شرکتونه پکې شامل دي.

د فایبر پر پراختیا د محدودیتونو پراخېدل

دا نوی مکتوب د نوري فایبر د محدودولو په لړ کې د طالبانو د وروستیو اقداماتو برخه ګڼل کیږي.

افغانستان انټرنشنل د روان کال په مې میاشت کې د اترا له یوه بل مکتوب څخه راپور ورکړی و چې له مخې یې په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر د لاینونو غځول او د نویو فایبر کیبلونو نښلول ځنډول شوي وو.

د دغه مکتوب له مخې، پرېکړه د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۳مه شوې وه.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د افغان ټیلیکام او انټرنېټي شرکتونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې په کابل کې د نوري فایبر د پراختیا او کیبل‌غځولو چارې تر بل امر پورې درول شوې دي. د افغان ټیلیکام په یوه ایمیل کې شرکتونو ته ویل شوي وو چې تر نوې رسمي لارښوونې پورې دې کیندنې او نور اړوند فعالیتونه، نه کېږي.

د نوري فایبر شبکه د افغانستان د مخابراتي شبکې د انتقال له مهمو بنسټونو ګڼل کیږي، چې د جمهوري حکومت پر وخت پیل شوې وه.

د افغانستان د نړیوال انټرنېټ د ظرفیت یوه مهمه برخه د نوري فایبر او مایکرووېو له لارې له ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه هېواد ته راځي. د موبایل شبکې هم په نهایت کې د نړیوال اتصال لپاره د همدې پراخ‌ بانډ بنسټونو پر ظرفیت تکیه کوي.

د انټرنېټ پر بازار احتمالي اغېزې

د مخابراتو د برخې د شنونکو په باور، د طالبانو نوې پرېکړه د انټرنېټي شبکو پر ظرفیت، سرعت او د مخابراتي شرکتونو د راتلونکو پانګونو پر بهیر هم اغېز کولی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د فایبر تر کوره خدمتونو (FTTH) لومړني جوازونه ورکړل شول او له هغې وروسته نوري فایبر په تدریجي ډول د عامو کورونو تر دروازو ورسېد.

خو د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په بلخ کې د فایبر انټرنېټ کارول بند کړل او وروسته دا محدودیت څو نورو ولایتونو ته هم وغځېد. په ځینو مواردو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې اقدام دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی و.

د ۲۰۲۵ کال د تلې پر اوومه طالبانو په ټول افغانستان کې نوري فایبر او مخابراتي شبکې هم پرې کړې. د دغه بندیز له امله بانکونه، ګمرکونه او د کابل د شهزاده سرای فعالیتونه ودرېدل او ځینې الوتنې هم لغوه شوې. خدمتونه شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته بېرته فعال شول.

سره له دې، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ نوی مکتوب، د ټول انټرنېټ د سملاسي پرې کولو امر نه کوي، خو د نوري فایبر د زیربنا د پراختیا، جوړولو، انتقال، ساتنې او ترمیم چارې تر نامعلومې مودې پورې دروي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت تر اوسه د دې نوي مکتوب د دلایلو په اړه عامه توضیح نه ده ورکړې.

د دې پرېکړې موده هم په مکتوب کې نه ده مشخصه شوې او یوازې «تر بل امر» پورې یې دوام ټاکل شوی دی.

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. هغه ویلي، دغه «ویجاړونکی» اقدام د دې لامل شو چې طالبان له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر او مجرمین» خوشې کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د ۲۰۲۱کال د کابل پر هوایي ډګر برید کې د ۱۳ وژل شویو سرتېرو د پنځم تلین په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې دي. هغه دغه پېښه د جوبایډن او دیموکراتانو د «مطلقې بې‌کفایتۍ» پایله بللې ده.

د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ناسم مدیریت د امریکا پوځیان بې‌دفاع کړل او طالبانو ته یې فرصت ورکړ چې له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کړي. ټرمپ ادعا کړې، چې طالبانو د بګرام له نیولو وروسته له زندانونو زرګونه کسان خوشې کړي.

100%

د امریکا ولسمشر همداراز د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د دیموکرات ګوند دغه کورنیو ته پاملرنه نه‌ده کړې خو سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د ده حکومت پر خپلې ژمنې عمل کړی او د دغه «ترهګریز» برید اصلي طراح یې نیولی دی.

ډونالډ ټرمپ دغه پېښه د امریکا د تاریخ له تر ټولو سترو ناورینونو بللې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن ژمن دی داسې ماتې او ناکامۍ بیا تکرار نه‌شي.

د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهیر کې تر ټولو خونړیو ورځو څخه یوه وه. هغه مهال زرګونه افغان او بهرنيو وګړو هڅه کوله، چې د طالبانو له‌خوا د کابل له بیا نیولو وروسته د بېړنۍ تخلیې له لارې له افغانستان نه ووځي. د داعش څانګې د دغه خونړي برید مسوولیت ومانه. په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو ترڅنګ تر ۱۶۰ ډېر افغانان هم ووژل شول.

د بګرام هوايي اډه چې د کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي او استخباراتي عملیاتو اصلي مرکز و د کابل تر سقوط څو اوونۍ مخکې د امریکايي ځواکونو له‌خوا په ناڅاپي ډول تخلیه شوه. کله چې طالبان پر یادې اډې واکمن شول د بګرام زندان دروازې پرانیستل شوې او زرګونه بندیان چې د طالبانو، القاعده او داعش لوړپوړي غړي هم په‌کې شامل وو له دغه زندانه وتښتېدل. دغه پېښه وروسته له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د جمهوري‌پالو له اصلي نیوکو وه.

له افغانستان نه د وتلو څرنګوالي په اړه د ډونالډ ټرمپ بیاځلي نیوکې داسې مهال دي، چې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د جوبایډن حکومت کړنې تل له سختو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ وې. مخالفان دغه په بېړه وتل له امنیتي پلان‌جوړونې پرته بولي؛ ورته مهال د دغه اقدام پلویان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام لا درانه انساني او مالي لګښتونه لرل.

پر میثم نظري نیوکې؛ په یوه چوکاټ کې د امان‌الله خان او طالبانو راوستل تاریخ ته سپکاوی دی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱
100%

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري پر یوشمېر افغان کړیو او خلکو نیوکه کړې، چې په یوه وخت هم د عصري واکمن امان الله خان ستاینه کوي او هم د یوې «افراطي او ترهګرې ډلې» ملاتړ کوي.

ځینو افغان سیاست‌والو بیا د دغه څرګندونو په غبرګون لیکلي: «دواړه د دوو سیاسي پروژو په توګه په یوه کرښه کې راوستل د افغانستان تاریخ ته سپکاوی دی».
علي میثم نظري د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) پر اېکس پاڼه کاږلي: «افغانستان د تضادونو هېواد دی». د هغه په خبره، یوه ډله خلک یوه ورځ د تجدد‌پال پاچا امان الله خان چې په ۱۹۲۰ کلونو کې یې هڅه کوله پر افغان ټولنه لوېدیځ پالنه پلي کړي ستاینه کوي او بله ورځ بیا طالبانو ته د مشروعیت ورکولو غوښتنه کوي؛ هغه ډله چې په ۲۰۲۰مو کلونو کې پر همدې ټولنه د اسلام‌پالنې، توکم‌پالنې او دین‌واکۍ افراطي بڼې تپي.
نوموړي پوښتلي: «هغه ګډ عامل څه دی، چې دوی دې ته هڅوي څو د دوو داسې سیاسي پروژو دفاع وکړي، چې د اېډیالوژۍ له پلوه له یو بل سره په بشپړ مخالف لوري کې دي؟»

د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمان‌خېل پر اېکس پاڼه د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: «دواړه د دوو سیاسي پروژو په توګه په یوه کرښه کې راوستل د افغانستان تاریخ ته سپکاوی دی».

اغلې سلیمان خېل کاږلي: «دا د احمد مسعود تر ټولو لویه کمزوري ده، چې قومي متعصبینو ته یې اجازه ورکړې څو د هغه د غورځنګ د غږ او استازي په توګه راڅرګند شي». د هغې په خبره، تر بل بېرغ لاندې د همدغه ذهنیت بیا تکرارول د طالبانو پر وړاندې مقاومت نه بلکې د همدې ناروغۍ بله بڼه ده.

مریم سیلمان خېل زیاتوي: «امان‌الله خان د دې لپاره مبارزه وکړه، چې افغانستان له بهرني کنټروله ازاد کړي او یو خپلواک، لوستی او پرمختللی هېواد جوړ کړي. طالبانو بیا د لسیزو لپاره د همدغه دولت، بنسټونو، ښوونځيو او ازادیو له‌منځه وړلو لپاره مبارزه وکړه».

لیکوال، ټولنیز فعال او د شاهي نظام ملاتړی نعمت سادات هم د علي میثم نظري د لیکنې په غبرګون کې لیکلي: « پاچا امان‌الله یوازې د دې هڅه نه کوله، چې افغانستان لوېدیځ‌پال کړي بلکې هغه هڅه کوله چې یو خپلواک هېواد عصري کړي، زده‌کړې پراخې کړي، په ټولنه کې د ښځو ونډه زیاته کړي، دولتي بنسټونه پیاوړي کړي، حقوقي اصلاحات راولي او د افغانستان اړیکې له نړۍ سره پراخې کړي».

د نوموړي په خبره، له طالبانو سره د بلې جګړې مخالفت په دې معنا نه‌دی چې څوک د طالبانو ملاتړ کوي. هغه زیاتوي: «موږ د طالبانو اېډیالوژي په بشپړه توګه ردوو؛ خو په دې باور یو چې افغانستان په پای کې د یوې بلې نسل‌وژونکې جګړې پرځای خبرو اترو، فشار، د واک شریکولو او د مدني ازادیو پراختیا ته اړتیا لري».

هغه ویلي، چې افغانستان د هېڅ یو قوم، ژبې یا مذهبي ډلې ځانګړی ملکیت نه‌دی. سادات لیکلي: «زه د داسې سېکولر، دیموکراتیک او مشروطه شاهي نظام ملاتړ کوم، چې په هغه کې پاچا سلطنت کوي؛ خو حکومت نه چلوي، منتخب حکومتونه هېواد اداره کوي، ښځې برابر او د خپلواکۍ حق ولري، اېل‌جي‌بي‌ټي افغانان له برابر قانوني خوندیتوب څخه برخمن وي او سیاست د ټوپک پر ځای د بنسټونو له لارې ترسره شي».

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر: د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان راتلونکی پېچلی دی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
100%

د اسټرالیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د کړکېچ نړۍوالې ډلې پخواني مشر ګېرېت ایوانز په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان راتلونکی لاهم له ابهام سره مخ دی او د ښځو او نجونو وضعیت د نړۍوالې اندېښنې وړ پاتې دی.

دغه مقاله چې د اسټرالیا پر «پرلز اېنډ اریټېشنز» وېب‌پاڼه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) خپره شوې راغلي، چې تر ۲۰۰۱کال وروسته د افغانستان د دولت جوړونې او سولې ټینګښت پروژه په ګڼو برخو کې ناکامه شوه او هماغه ناکامۍ په پای کې د طالبانو د بېرته واکمنېدو زمینه برابره کړه.
هغه ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز حضور محدودیتونه لاهم دوام لري او همدا مسله د دې لامل شوې چې ډېری هېوادونه د طالبانو د حکومت رسمي مشروعیت ونه مني.
ایوانز لیکي، که څه هم د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان اقتصاد په بشپړه توګه نه‌دی نړېدلی او یوشمېر هېوادونه له کابل سره ډیپلوماتیک او اقتصادي تعاملات زیاتوي؛ خو د ښځو د حقونو وضعیت د نړۍوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې لوی خنډ پاتې دی.
هغه په ځانګړي ډول د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز، د ښځو د کار محدودیتونه او د هغوی پر تګ‌راتګ لګېدلي بندیزونه د طالبانو د حکومت تر ټولو جنجالي سیاستونه بللي دي. د اسټرالیا دغه پخواني وزیر تر ۲۰۰۱کال وروسته د افغانستان د دولت جوړونې د ناکامۍ پنځه اساسي لاملونه هم یاد کړي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان د ټولنیز او سیاسي جوړښت ناسم درک، کمزورې همغږي، د قانون حاکمیت ته کمه پاملرنه، د فساد پراخې ستونزې او د نړۍوالو د وتلو ناسم مدیریت هغه لاملونه وو چې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شوي.
ایوانز لیکلي، چې د سولې او دولت جوړونې بهیر باید د افغانستان د قومي، کلتوري او سیاسي واقعیتونو له درک سره مل وای؛ خو نړۍوالو لوبغاړو په دې برخه کې لازمې تجربې او تګلارې ونه لرلې.
د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هغه د دوو تګلارو یادونه کړې؛ یوه د طالبانو پر وړاندې د فشار او انزوا تګلاره او بله له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو لاره. نوموړي ویلي، د فشار په تګلاره کې بندیزونه، نړۍوال فشار او د بشري حقونو د سرغړونو قضیو څار شامل دي، په داسې حال کې چې د تعامل پلویان باور لري چې د خبرو او اقتصادي همکاریو له لارې د وضعیت د ښه کېدو زمینه برابرېدای شي.
ایوانز ویلي، چې خپله د تعامل او فشار د ګډې تګلارې ملاتړ کوي. د هغه په وینا، له طالبانو سره اړیکې باید دوام ومومي؛ خو په ورته وخت کې باید د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو موضوع له پامه ونه غورځول شي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو د ډیپلوماتیکو استازو منل او له کابل سره اړیکې باید د بشري حقونو د وضعیت له ښه والي سره مشروط وي. ایوانز همداراز ویلي، چې اسټرالیا باید د افغانستان په اړه خپله پاملرنه وساتي او د افغان کډوالو، بشري حقونو او نړۍوالو مرستو په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.
د هغه په وینا، که څه هم اسټرالیا نه‌شي کولی په افغانستان کې مرکزي رول ولوبوي؛ خو باید د افغانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره له خپلو نړۍوالو مسوولیتونو سترګې پټې نه‌کړي.