د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د اصلي طراح د محاکمې نېټه وټاکل شوه

د امریکا یوه پوځي قاضي حکم کړی، چې د سپتمبر ۱۱مې بریدونو اصلي طراح خالد شیخ محمد او د هغه درې ملګري به د ۲۰۲۸کال په جون میاشت کې محاکمه شي.
د امریکا د هوايي ځواک د پوځي کمېسیون قاضي مایکل اسشراما د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خالد شیخ محمد او د هغه د درېیو ملګرو ولید بن عطاش، علي عبدالعزیز علي او مصطفی احمد الهوساوي محاکمه به د ۲۰۲۸کال (د جون په ۵مه) نېټه پیل شي.
قاضي د ۲۰۲۷کال په جنورۍ کې د محاکمې د پیل لپاره د څارنوالانو وړاندیز رد کړ او زیاته یې کړه، چې د ۲۰۲۸کال ټاکل به د قانوني مسلو د حل او د هغه شواهدو د چمتووالي لپاره مناسب وخت وي چې په محکمه کې وړاندې کېږي.
خالد شیخ محمد چې په امریکا کې یې د انجنیرۍ په برخه کې زدهکړې کړې، په دې تورن دی چې پر ودانیو د مساپر وړونکو الوتکو د نسکورولو په برخه کې یې د پیلوټانو د روزنې طرحه جوړه کړې وه او هغه یې د القاعدې د هغه مهال مشر اسامه بن لادن ته وړاندې کړې وه.
هغه د ۲۰۰۳کال په مارچ میاشت کې په پاکستان کې د الهوساوی سره یوځای ونیول شو او له ۲۰۰۶کال راهیسې د کیوبا په ګوانتانامو کې د امریکا د سمندري ځواکونو په اډه کې ساتل کېږي.
شیخ محمد په لومړي ځل په ۲۰۰۸کال کې د جنګي جرمونو او د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د نږدې ۳زره قربانیانو پر وژنې تورن شو؛ خو د هغه محاکمه په پرلهپسې توګه له قانوني ننګونو سره مخ شوه او کلونه یې دوام وکړ.
د تورنو کسانو وکیلانو او مدافعینو د دغه اوږد ځنډ اصلي لامل د امریکا حکومت هغه هڅې یادې کړې، چې غواړي په زندانونو کې د سيایاې لهخوا د شکنجې او «سختو پوښتنو ګروېږنو تګلارو» جزییات پټ کړي.
د امریکا د سنا د ۲۰۱۴کال د راپور له مخې، خالد شیخ محمد د توقیف پرمهال لږترلږه ۱۸۳ ځله د مصنوعي ډوبېدو له شکنجې سره مخ شوی و.
