له ښوونځي تر انلاین کورسونو؛ افغان نجونې د خپل راتلونکي لپاره هڅې کوي

د کابل ۲۱ کلنه ناز رحیمي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو او کار فرصتونه په بېساري ډول محدود شوي؛ خو نوموړې لاهم د خپل راتلونکي لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
د یونسکو د اټکل له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ مېلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي. افغانستان لاهم د نړۍ یوازینی هېواد بلل کېږي، چې نجونې پهکې له شپږم ټولګي وروسته ښوونځي ته د تګ اجازه نهلري.
ناز رحیمي وايي، د زدهکړو او مسلکي پرمختګ د فرصتونو له محدودېدو وروسته د انلاین زدهکړو او یوټیوب له ویډیوګانو څخه په استفادې د ګرافیک ډیزاین زدهکړې پیل کړې. نوموړې وروسته خپله د اعلاناتو یوه اداره هم جوړه کړه او د هغه افغان ښځینه متشبثینو له ډلې شوه، چې د سختو محدودیتونو سربېره د کار او عاید لپاره لارې لټوي.
رحیمي وايي، افغان ښځې له ډېرو سختو شرایطو سره، سره هڅه کوي چې مخته ولاړې شي.
کله چې ترې وپوښتل شول، چې ایا په افغانستان کې د ښځې په توګه ژوند کول ستونزمن دي؛ هغې وویل: «هو، خو ښځې باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي».
نوموړې وايي، هیله لري چې په راتلونکي کې وضعیت بدل شي. هغې ټینګار وکړ، چې افغان ښځې باید له کار او هڅو لاس وانخلي او د ښه راتلونکي لپاره خپلې هیلې ژوندۍ وساتي. د هغې په وینا، مبارزه یوازې د اوسنیو محدودیتونو د زغملو لپاره نهده؛ بلکې موخه یې د راتلونکو نسلونو لپاره د هیلې ساتل هم دي.
د ناز رحیمي کیسه د هغه ګڼو افغان ښځو د مقاومت یوه بېلګه بلل کېږي، چې د زدهکړو، کار، مسلکي پرمختګ او خپلواکۍ لپاره د محدودیتونو سربېره هڅې کوي.
