• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسه کې پر پلي کسانو د موټر د قصدي برید له امله دوه افغانان وژل شوي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۳۴ GMT+۱

د فرانسې په کان ښار کې د یوه موټرچلوونکي د قصدي برید له امله دوه افغان وګړي وژل شوي او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېښه د چهارشنبې په ماښام، د وږي په څلورمه، د فرانسې د نورماندي سیمې په کان ښار کې د اورګاډي تمځای مخې ته شوې وه، خو د قربانیانو هویت په دې وروستیو کې خپور شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې موټرچلوونکي تر یوې شخړې وروسته له سیمې ووت، خو وروسته بېرته په موټر کې ورستون شو. نوموړي د بسونو ځانګړې لارې ته ننوت او هغه کسان یې لاندې کړل چې د یوه بس تمځای ته څېرمه ولاړ وو.

په دې برید کې یو ۳۵ کلن افغان سړی ځای پر ځای ووژل شو. دویم قرباني، چې ۲۸ کلن و، تر روغتون ته له لېږدولو وروسته ساه ورکړه. د کان څارنوالۍ ویلي چې هغه هم د افغانستان وګړی و.

په پېښه کې نهه نور نارینه هم ټپیان شوي چې عمرونه یې د ۱۷ او ۳۶ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي. د ځینو ټپیانو پښې ماتې شوې دي.

د راپور له مخې، د ټپیانو په ډله کې د فرانسې، مصر، بنګله‌دېش او سوډان اتباع هم شامل دي.

پولیسو د پېښې په تړاو یو ۲۶ کلن روسی او د چیچنیا توکمه سړی نیولی دی. ویل کېږي چې نوموړي له برید وروسته له سیمې تښتېدلی و، خو امنیتي ځواکونو هغه د کان ښار شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې په بندري ښار اویسترهام کې ونیو.

د کان څارنوالۍ ویلي چې د پېښې د ځای څېړنې او د شاهدانو څرګندونې ښيي چې موټرچلوونکي د خپل موټر د درولو هڅه نه ده کړې. د څارنوالۍ په وینا، هغه خپله لاره بدله کړې او په قصدي ډول یې د سړک پر غاړه ولاړو کسانو ته موټر ور اړولی دی.

مظنون په لومړنیو پوښتنو کې ادعا کړې چې تر برید مخکې څو کسانو د اورګاډي تمځای مخې ته وهلی او ټکولی و. پولیسو تر اوسه نه دي ویلي چې نوموړي یو مشخص کس هدف ګرځولی و او که یې غوښتل ټول حاضر کسان لاندې کړي.

د کان څارنوالۍ د دې برید ترهګریز اړخ رد کړی او ویلي یې دي چې د مظنون په څرګندونو کې د افراط‌پالنې، سیاسي یا ایډیولوژیکې انګېزې هېڅ نښه نه ده موندل شوې. د چارواکو په وینا، نوموړی د پېښې پر مهال نشه نه و او پخوانۍ جنايي محکومیت هم نه لري.

د برید انګېزه لا هم روښانه نه ده. څارنوالۍ ویلي چې د دې پېښې او د چیچنیانو او افغانانو ترمنځ د احتمالي شخړې اړیکه هم تر څېړنې لاندې ده.

د کان ښار ښاروال د یوې ښځې پر سر د احتمالي شخړې احتمال هم یاد کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

ملګري ملتونه: د وسله‌والو فعالیت او په بدخشان کې نښتو د بې‌ځایه کېدو اندېښنې زیاتې کړې

۳
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

۴
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۵
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

•
•
•

نور خبرونه

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

څلورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو غړی او درې نورې یې د بدخشان د واخان ولسوالۍ اسماعیلي اوسېدونکي دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د اسماعیلي مذهب پیروان په زور اړ کوي چې د دوو پوځي کنډکونو لپاره د سون توکي برابر کړي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه کنډکونه په بروغېل او قلعه‌پنجه کې مېشت دي او هر یو یې له څلورو تر پنځو ټولیو پورې لري. سرچینې وايي چې ځايي خلک، په ځانګړي ډول اسماعیلیان، اړ دي چې د طالب ځواکونو د بخاریو لپاره د اړتیا وړ سون توکي برابر کړي.

واخان د افغانستان له تر ټولو سړو مېشتو سیمو څخه دی. د قلعه‌پنجه سیمه د سمندر له سطحې شاوخوا ۲۸۰۰ متره او د بروغېل سرحدي سیمه شاوخوا ۳۲۵۰ متره لوړه ده. د ژمي پر مهال د واخان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۰ سانتي‌ګراد پورې ټیټېږي او درنې واورې د اوږدې مودې لپاره لارې بندوي.

د سرچینو په خبره، که د طالبانو د دغو پوځي واحدونو لپاره د سون لرګي پر وخت ونه رسېږي یا ذخیره یې پای ته ورسېږي، طالب ځواکونه پر اسماعیلي اوسېدونکو د لرګیو د برابرولو لپاره فشار راوړي او کله ناکله ورته ګواښونه کوي او له زور څخه کار اخلي.

سرچینې وايي، هغه کورنۍ چې لرګي نه لري، اړ کېږي له نورو خلکو څخه یې واخلي.

د دوی په وینا، د واخان په ځینو کلیو کې ځنګلونه او ونې نشته او اوسېدونکي اړ کېږي هغه حیواني فضله مواد هم پوځي کنډکونو ته ورکړي چې د ژمي لپاره یې د سون توکو په توګه زېرمه کړي وي.

سرچینو همداراز ادعا کړې چې طالبان د ځايي خلکو آسونه هم په زور د خپلو چارو لپاره کاروي. د هغوی په خبره، ځینې آسونه د کار پر مهال مړه شوي، خو طالبانو یې مالکانو ته تاوان نه دی ورکړی.

د اسماعیلي ټولنې درې سرچینې وايي چې خلک د طالبانو د ځواکونو پر دې کړنو د اعتراض توان نه لري. د دوی په وینا، په واخان کې پر اسماعیلیانو فشارونه له کلونو راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري.

طالبان تر دې وړاندې هم د اسماعیلي مذهب پر پیروانو د ناوړه چلند او فشارونو له تورونو سره مخ شوي دي.

پر طالبانو د اسماعیلیانو د مذهب د بدلولو، د سني حنفي مذهب د تحمیلولو، عقیدوي پوښتنو او پلټنو، ګواښونو او وهلو ټکولو، د ماشومانو د سني دیني مدرسو ته د لېږلو او د هغوی د مذهبي عبادتونو د محدودولو له امله هم نیوکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۴۰۴ کال د غويي په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د خپل مذهب پرېښودو ته اړ کړي دي. د یوناما په وینا، هغه کسان چې له دې کار سره یې مخالفت کړی، له وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.

یوناما د روان کال په زمري کې هم ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیانو ۳۳ جماعت‌خونې تړلې دي. د دې ادارې په وینا، ۱۷ یې په زیباک، ۱۴ په اشکاشم او دوه په واخان کې دي.

طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.

د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.

امسو د طالبانو له لوري کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د لاپېس مرکز پر بندولو ژوره اندېښنه ښودلې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د «لاپېس» رسنیز مرکز د فعالیتونو د بندولو پر پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د هغه د بېرته فعالېدو زمینه برابره کړي.

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د موبي‌ګروپ اړوند لاپیس رسنیز دفتر تړلی او د دغه دفتر وسایل او کمپيوټرونه یې له ځانه سره وړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د موبي ګروپ لاپیس دفتر ځینې مسوولان هم نیولي دي.

د طالبانو اړوند یوې رسنۍ ادعا کړې، چې د لاپیس تړل شوې څانګې د باربُد، فضا او دریا رسنیو او د یو شمیر هنرمندانو سندرې، لنډې نیمه بربنډې فلمي صحنې، کنسټرونه او هغه نور تصویري مطالب خپرول چې د لوېدیځ سبک او افکار یې ترویجول.

له دې سره سم، د افغانستان رسنیو ملاتړسازمان (امسو) د پنجشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد مرکز د تړل کېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».

دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».

امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بې‌دلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.

موبي ګروپ په خپل وېب‌پاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.

لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبي‌ګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې پراخه شوې او د تېر کال همدې مودې په پرتله ۲.۵ برابره لوړه شوې ده. د قزاقستان د دولتي عوایدو کمېټې د معلوماتو پر بنسټ، د سوداګرۍ ټولیز ارزښت په ۶ میاشتو کې ۵۰۸.۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی.

قزاقستان په دې موده کې افغانستان ته شاوخوا ۱.۶ میلیونه ټنه توکي صادر کړي چې ارزښت یې ۵۰۱.۵ میلیونه ډالر ښودل شوی.

د تېر کال د لومړۍ نیمایي په پرتله د صادراتو حجم ۲.۲ برابره او ارزښت یې ۲.۶ برابره زیات شوی دی. د سوداګرۍ په دې پراخېدو کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو صادرات تر ټولو مهمه برخه لري، چې د افغانستان د بازار لپاره د قزاقستان د غلو او اوړو د مهم عرضه کوونکي په توګه د دغه هېواد رول لا پیاوړی کوي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۳.۷ برابره زیات شوي او ۵۱۱.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د نخود، چڼې او عدس صادرات هم ۴.۲ برابره لوړ شوي او ۵۴.۹ زره ټنو ته رسېدلي دي. د بورې صادرات نږدې پنځه برابره زیات شوي او ۴.۸ زره ټنو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د جوارو صادرات په بې‌ساري ډول ۴۸ برابره لوړ شوي او ۳۵.۴ زره ټنو ته رسېدلي دي.

د غوړیو صادرات هم د پام وړ زیات شوي دي. قزاقستان افغانستان ته د لمرګل او پنبه‌دانې غوړي ټولټال ۴۹.۵ زره ټنه صادر کړي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی ښيي. د اوړو صادرات ۱.۵ برابره لوړ شوي او ۶۸۷.۳ زره ټنو ته رسېدلي دي. دغه شمېره ښيي چې د افغانستان په بازار کې د قزاقستان د خوراکي توکو حضور په چټکۍ پراخېږي.

سوداګري یوازې پر کرنیزو محصولاتو محدوده نه ده پاتې شوې. د قزاقستان له لوري افغانستان ته د موټرو پټرولو صادرات ۴.۶ برابره زیات شوي او ۱۶.۶ زره ټنو ته رسېدلي دي. همداراز ۱۲۰.۹ زره ټنه فلیټ فولادي محصولات افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله ۲.۸ برابره زیاتوالی لري. قزاقستان په دې موده کې ۷۴.۳ میلیونه المونیمي قوطي او ۱۵۲ باروړونکي موټر هم افغانستان ته صادر کړي دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په جوړښت کې تر ټولو څرګند توپیر دا دی چې قزاقستان ته د افغانستان صادرات د قزاقستان د صادراتو په پرتله ډېر کم دي. د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې له افغانستان نه قزاقستان ته د وارداتو حجم دوه برابره کم شوی او ۱۸ زره ټنو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د دغو توکو ارزښت ۶.۷ میلیونه ډالر و. په دې توګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لویه برخه د قزاقستان له صادراتو جوړیږي.

افغانستان قزاقستان ته په دې موده کې ۸.۹ میلیونه لیټره خواږه مشروبات صادر کړي، ورپسې ۱.۳ زره ټنه مېوې او توتان، چې انګور، خټکي، هندواڼې، مڼې او زردالو پکې شامل دي او ۴۲.۵ ټنه د غلو له موادو جوړ خوراکي بارونه شامل دي.

افغانستان قزاقستان ته د چودن لوښو ترڅنګ ۳۱۲.۴ ټنه المونیمي لوښي، ۱.۵ زره متره مربع اوبدل شوي غالۍ، ۴۶ ټنه نفرایت، ۳.۳ زره ټنه تالک، ۷۳.۳ زره ونې او بوټي او ۲.۸ زره ټنه کروم ډبرې او کنسنټرېټ هم صادر کړي دي.

د سوداګرۍ د پراختیا چټکتیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو د ژورېدو له پراخ بهیر سره هممهاله ده. د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال په جون کې په کابل کې د سوداګرۍ په یوه ګډ فورم کې د ۲۳۵ میلیونو ډالرو په ارزښت قراردادونه هم لاسلیک شوي وو، چې د خوراکي توکو په برخه کې یې هم تړونونه درلودل.

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراخولو لپاره د لوژستیکي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا هم تمرکز کوي. د قزاقستان چارواکو تر دې وړاندې ویلي وو چې افغانستان د دغه هېواد لپاره یو مهم سیمه‌ییز سوداګریز شریک دی او قزاقستان غواړي افغانستان ته د غلو او اوړو ترڅنګ د نورو کرنیزو او صنعتي محصولاتو صادرات هم پراخ کړي. په هرات کې د قزاقستان سوداګریز مرکز هم فعال شوی او د کابل لپاره د ورته مرکز د جوړولو پلان هم مطرح شوی دی.

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۱۰:۰۳ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی چې ښيي د وزارت اړوندې ادارې افغان ټیلیکام او یو شمېر خصوصي مخابراتي شرکتونو ته په یوه رسمي مکتوب کې امر کړی چې د نوري فایبر ترمیم او له زیربنا سره تړلې ټولې چارې تر بلې لارښوونې پورې ودروي.

دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د چټک انټرنېټ د پراختیا بهیر لا له وړاندې له محدودیتونو سره مخ دی.

د مکتوب له مخې، چې د «نوري فایبر د پراختیا ریاست» صادر کړی او تر ۵۰۳ شمېرې لاندې ثبت دی، د نوري فایبر شبکې غځول، پراخول، انتقال، د مسیر بدلول، د نویو مسیرونو جوړول، نښلول، ځای پرځای کول، ساتنه او ترمیم او نور اړوند فعالیتونه «د بلې لارښوونې او امر ثاني تر صدور» پورې ځنډول شوي دي.

100%

په مکتوب کې له مخابراتي شرکتونو غوښتل شوي چې له هر ډول فعالیت څخه ډډه وکړي.

همداراز ویل شوي چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) او د ولایتونو مخابراتي ریاستونه دې د دې امر د عملي کېدو څارنه وکړي او له سرغړوونکو شرکتونو سره دې «اصولي چلند» وشي.

د مکتوب یوه کاپي ګڼو مخابراتي شرکتونو ته استول شوې، چې افغان بې سیم، روشن، اتصالات، افغان ټیلیکام او د نوري فایبر په برخه کې نور فعال شرکتونه پکې شامل دي.

د فایبر پر پراختیا د محدودیتونو پراخېدل

دا نوی مکتوب د نوري فایبر د محدودولو په لړ کې د طالبانو د وروستیو اقداماتو برخه ګڼل کیږي.

افغانستان انټرنشنل د روان کال په مې میاشت کې د اترا له یوه بل مکتوب څخه راپور ورکړی و چې له مخې یې په کابل کې نویو کورونو ته د نوري فایبر د لاینونو غځول او د نویو فایبر کیبلونو نښلول ځنډول شوي وو.

د دغه مکتوب له مخې، پرېکړه د ۱۴۰۵ کال د وري په ۲۳مه شوې وه.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د افغان ټیلیکام او انټرنېټي شرکتونو د سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې په کابل کې د نوري فایبر د پراختیا او کیبل‌غځولو چارې تر بل امر پورې درول شوې دي. د افغان ټیلیکام په یوه ایمیل کې شرکتونو ته ویل شوي وو چې تر نوې رسمي لارښوونې پورې دې کیندنې او نور اړوند فعالیتونه، نه کېږي.

د نوري فایبر شبکه د افغانستان د مخابراتي شبکې د انتقال له مهمو بنسټونو ګڼل کیږي، چې د جمهوري حکومت پر وخت پیل شوې وه.

د افغانستان د نړیوال انټرنېټ د ظرفیت یوه مهمه برخه د نوري فایبر او مایکرووېو له لارې له ایران، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه هېواد ته راځي. د موبایل شبکې هم په نهایت کې د نړیوال اتصال لپاره د همدې پراخ‌ بانډ بنسټونو پر ظرفیت تکیه کوي.

د انټرنېټ پر بازار احتمالي اغېزې

د مخابراتو د برخې د شنونکو په باور، د طالبانو نوې پرېکړه د انټرنېټي شبکو پر ظرفیت، سرعت او د مخابراتي شرکتونو د راتلونکو پانګونو پر بهیر هم اغېز کولی شي.

په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د فایبر تر کوره خدمتونو (FTTH) لومړني جوازونه ورکړل شول او له هغې وروسته نوري فایبر په تدریجي ډول د عامو کورونو تر دروازو ورسېد.

خو د ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په بلخ کې د فایبر انټرنېټ کارول بند کړل او وروسته دا محدودیت څو نورو ولایتونو ته هم وغځېد. په ځینو مواردو کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې اقدام دلیل «د منکراتو مخنیوی» بللی و.

د ۲۰۲۵ کال د تلې پر اوومه طالبانو په ټول افغانستان کې نوري فایبر او مخابراتي شبکې هم پرې کړې. د دغه بندیز له امله بانکونه، ګمرکونه او د کابل د شهزاده سرای فعالیتونه ودرېدل او ځینې الوتنې هم لغوه شوې. خدمتونه شاوخوا ۴۸ ساعته وروسته بېرته فعال شول.

سره له دې، چې د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ نوی مکتوب، د ټول انټرنېټ د سملاسي پرې کولو امر نه کوي، خو د نوري فایبر د زیربنا د پراختیا، جوړولو، انتقال، ساتنې او ترمیم چارې تر نامعلومې مودې پورې دروي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت تر اوسه د دې نوي مکتوب د دلایلو په اړه عامه توضیح نه ده ورکړې.

د دې پرېکړې موده هم په مکتوب کې نه ده مشخصه شوې او یوازې «تر بل امر» پورې یې دوام ټاکل شوی دی.

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې ده. هغه ویلي، دغه «ویجاړونکی» اقدام د دې لامل شو چې طالبان له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر او مجرمین» خوشې کړي.

ټرمپ دغه څرګندونې د ۲۰۲۱کال د کابل پر هوایي ډګر برید کې د ۱۳ وژل شویو سرتېرو د پنځم تلین په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې کړې دي. هغه دغه پېښه د جوبایډن او دیموکراتانو د «مطلقې بې‌کفایتۍ» پایله بللې ده.

د هغه په وینا، د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر ناسم مدیریت د امریکا پوځیان بې‌دفاع کړل او طالبانو ته یې فرصت ورکړ چې له بګرام زندانه خطرناک بندیان خوشې کړي. ټرمپ ادعا کړې، چې طالبانو د بګرام له نیولو وروسته له زندانونو زرګونه کسان خوشې کړي.

100%

د امریکا ولسمشر همداراز د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپلو لیدنو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د دیموکرات ګوند دغه کورنیو ته پاملرنه نه‌ده کړې خو سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د ده حکومت پر خپلې ژمنې عمل کړی او د دغه «ترهګریز» برید اصلي طراح یې نیولی دی.

ډونالډ ټرمپ دغه پېښه د امریکا د تاریخ له تر ټولو سترو ناورینونو بللې او ټینګار یې کړی، چې واشنګټن ژمن دی داسې ماتې او ناکامۍ بیا تکرار نه‌شي.

د ۲۰۲۱کال د اګست په ۲۶مه د کابل په هوايي ډګر کې ځانمرګی برید له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بهیر کې تر ټولو خونړیو ورځو څخه یوه وه. هغه مهال زرګونه افغان او بهرنيو وګړو هڅه کوله، چې د طالبانو له‌خوا د کابل له بیا نیولو وروسته د بېړنۍ تخلیې له لارې له افغانستان نه ووځي. د داعش څانګې د دغه خونړي برید مسوولیت ومانه. په دغه برید کې د ۱۳ امریکايي سرتېرو ترڅنګ تر ۱۶۰ ډېر افغانان هم ووژل شول.

د بګرام هوايي اډه چې د کلونو لپاره په افغانستان کې د امریکا د پوځي او استخباراتي عملیاتو اصلي مرکز و د کابل تر سقوط څو اوونۍ مخکې د امریکايي ځواکونو له‌خوا په ناڅاپي ډول تخلیه شوه. کله چې طالبان پر یادې اډې واکمن شول د بګرام زندان دروازې پرانیستل شوې او زرګونه بندیان چې د طالبانو، القاعده او داعش لوړپوړي غړي هم په‌کې شامل وو له دغه زندانه وتښتېدل. دغه پېښه وروسته له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر په اړه د جمهوري‌پالو له اصلي نیوکو وه.

له افغانستان نه د وتلو څرنګوالي په اړه د ډونالډ ټرمپ بیاځلي نیوکې داسې مهال دي، چې د ۲۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه د جوبایډن حکومت کړنې تل له سختو کورنیو او نړۍوالو نیوکو سره مخ وې. مخالفان دغه په بېړه وتل له امنیتي پلان‌جوړونې پرته بولي؛ ورته مهال د دغه اقدام پلویان ټینګار کوي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام لا درانه انساني او مالي لګښتونه لرل.