د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کانونو د سروې ریاست دوه مسلکي ټیمونه یې د هېواد سویلي او لوېدیځو سیمو ته استولي، څو د جیولوجیکي نقشو د جوړولو چارې پیل کړي او د افغانستان د معدني زیرمو د ظرفیتونو د کره پېژندنې او غوره مدیریت لپاره لازم علمي معلومات راټول کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ټیمونه تېره ورځ(د وږي۵مه) یادو سیمو ته سفر کړی او د ۱:۱۰۰ زره مقیاس په کچه به د افغانستان د جیولوجیکي نقشو د جوړولو ساحوي چارې پیل کړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د یاد پروګرام پیل په هېواد کې د جیولوجیکي معلوماتو د راټولولو او د کانونو د راتلونکو مطالعاتو لپاره د یوه علمي او تخنیکي ډیټابېس د جوړولو په برخه کې مهم ګام دی.
د معلوماتو له مخې، افغانستان د دغه پلان پر بنسټ په اوو جیولوجیکي زونونو وېشل شوی، چې له ډلې یې درې زونونه د روان کال په ترڅ کې د جیولوجیکي نقشې جوړولو تر پوښښ لاندې نیول کېږي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جنوب او لوېدیځو سیمو د سروې له پیل سره به د هېواد د جیولوجیکي معلوماتو پوښښ پراخ او د کورنیو متخصصینو تخنیکي او علمي ظرفیتونه به هم پیاوړي شي.
د دغو دوو پخوانیو زندانیانو په وینا، له بهر څخه زندان ته د هر ډول بوټونو او چپلکو وړل منع یا له سختو محدودیتونو سره مل دي؛ ځکه چې په مخکیني حکومت او هم د طالبانو په دوره کې په ځلونو له دغو بوټونو څخه د مخدره توکو د قاچاق لپاره استفاده شوې ده.
هغه وویل، بندیان اړ وو، چې د زندان ځانګړې چپلکې هغه هم د محبس دننه له کانټین څخه هره جوړه په ۸۰ افغانیو وپېري، په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د هماغه چپلکو بیه په بازار کې شاوخوا له دېرشو تر پنځوسو افغانیو ده.
طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.
د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.
دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».
دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.
دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».
امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بېدلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.
موبي ګروپ په خپل وېبپاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.
لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبيګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.