مصدقوف ویلي چې روسیه د دغو وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري.
هغه د روسیې خبري اژانس «تاس» ته ویلي: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو هېوادونو او د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د نورو غړو هېوادونو ستونزه به هم وي».
د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د تاجکستان د اړتیا وړ وژونکو او غیر وژونکو وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هوکړه کړې ده. د هغه په وینا، دغه تجهیزات به د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د «هدفمن بینالدولتي پروګرام» په چوکاټ کې ولېږدول شي.
مصدقوف ویلي چې روسیه د تاجکستان لپاره د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او د خپلو ستونزمنو شرایطو سربېره یې له تاجکستان او د سازمان له نورو غړو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید ژر تر ژره ترسره شي، ځکه د دې سیمې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.
مصدقوف همداراز ویلي چې سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې د تاجکستان د ولسمشر امامعلي رحمان په بلنه، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان سره یوځای د افغانستان او تاجکستان د شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره پولې له ۷۰۰ کیلومترو ډېره برخه لیدلې ده.
د هغه په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونه د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره هڅې کوي، خو کافي امکانات نه لري.
د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت شورا د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پنځه کلن پروګرام د تصویب پړاو ته ورساوه او د دې پروګرام عملي کېدل له تېر کال راهیسې پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له لړم میاشتې راهیسې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان څو بریدونه شوي دي. په دغو پېښو کې یو شمېر ملکي وګړي، د چین اتباع او د تاجکستان سرحدي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
تاجکستاني چارواکو ویلي چې له بریدګرو څخه وسلې او نشهيي توکي هم ترلاسه شوي او یو شمېر بریدګر وژل شوي دي.
د افغانستان بدخشان ولایت، چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسلهوالو نښتو د زیاتېدو شاهد هم و. په دې ولایت کې د طالبانو او د هغوی د وسلهوالو مخالفانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.
په وروستیو اوونیو کې د طالبانو ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ځله د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې جګړه کړې ده. په یفتل ولسوالۍ کې هم د سپاه میهن جبهې ځواکونو د لنډ وخت لپاره د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوستی و، خو تر شاتګ وروسته طالبانو سیمې ته نور ځواکونه واستول.
خو طلعتبیک مصدقوف له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږل په مستقیم ډول د بدخشان له وروستیو نښتو سره نه دي تړلي.