• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبانو په بغلان کې ۴ سیمه‌ییز مخالف قومندانان وژلي

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۴۸ GMT+۱

سرچینو ویلي، طالبانو د عملیاتو پر مهال د «شمس خرابات او بابه» په ګډون ۴ سیمه ییز مخالف قومندانان وژلي دي. دغه عملیات د پنجشنبې په شپه د بغلان په نهرین او خوست ولسوالیو کې تر سره شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، طالبانو دغه عملیات د بغلان د نهرین ولسوالۍ په چهار سايي او خوست ولسوالۍ د فرغامبول درې په سیمه کې تر سره کړي دي.

طالب پلویانو پر اېکس پاڼه هم د یادو عملیاتو او دغه مخالف قومندانونو د انځورونو سره هغوی ته د «باغیانو، شر او فساد» کلیمې لیکلي او زیاته کړې: «څلور باغیان د جمعې په شپه په عملیاتو کې ووژل شول».

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، شمسي خراباد د سیمې له مهمو وسله‌والو قومندانانو څخه و او له قومندان بابه سره یو ځای یې په چهارسايي کلي کې فعالیت درلود.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دې عملیاتو او د یادو قومندانانو د ډلې په اړه څه نه دي‌ ویلي. خو د طالبانو پلویانو د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې وژل شویو کسانو په سیمه کې تخریبي فعالیتونه کول.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وسله‌والو مخالفینو، پخوانیو امنیتي ځواکونو او د طالب مخالفینو د نیولو، شکنجې او وژلو په اړه په بېلابېلو مواردو کې راپورونه خپاره شوي دي. د بشري حقونو بنسټونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو په وار وار اندېښنه څرګنده کړې چې ډېری مهال نیول شوي کسان له قضايي بهیر او محکمې پرته وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د ایران پارلمان غړی: د امریکا د اقتصادي فشارونو په لړ کې له افغانستان سره سوداګري ګټوره ده

۳
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه

۴
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۵

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

•
•
•

نور خبرونه

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۳:۳۲ GMT+۱
100%

د امریکا د ډیموکراسۍ ملي بنسټ مشر ډېمن مک‌وېلسن وايي چې واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته هم د افغانانو د ازادۍ او ډیموکراسۍ لپاره هڅې دوام لري او طالبان له قدرت سره، نه شي کولای د افغانانو افکار، هیلې او د هغوی د هېواد لپاره تصور شوی راتلونکی کنټرول کړي.

وېلسن دغه څرګندونې د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۵مه د «له طالبانو ورهاخوا: د افغانستان پنځه کلنه تابیا او مقاومت» تر عنوان لاندې په یوه غونډه کې وکړې.

هغه وویل، په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ټولنې ډېره پاملرنه پر طالبانو، د هغوی پر سیاستونو او د استبدادي نظام د پیاوړتیا پر هڅو متمرکزه وه؛ خو د ویلسون په وینا، دا د افغانستان د واقعیت یوازې یوه برخه ده.

د امریکا د ډیموکراسۍ ملي بنسټ مشر ټینګار وکړ چې د طالبانو د واک ترڅنګ، یو شمېر افغانان لا هم د خبریالۍ، زده‌کړو، مدني فعالیتونو، څېړنو، بشري حقونو او اساسي ازادیو د دفاع په برخو کې فعالیت کوي.

هغه همداراز هغو ښځو ته اشاره وکړه چې، د ده په وینا، هڅه کوي په عامه ژوند کې خپل حضور وساتي، او له هغو خپلواکو خبریالانو یې هم یادونه وکړه چې د افغانستان دننه خلکو ته کره معلومات رسوي.

وېلسن د افغانستان په برخه کې د امریکا د ډیموکراسۍ د ملي بنسټ د فعالیتونو په اړه وویل چې دغه بنسټ له ۱۹۸۴ کال راهیسې شاوخوا ۸۲ میلیونه ډالر د نږدې ۶۰۰ پروژو له لارې د څه باندې ۱۰۰ افغان سازمانونو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.

د هغه په وینا، دغه مرستو په تېرو کلونو کې د خپلواکو رسنیو، مدني ټولنې، څېړنې، زده‌کړې، د ښځو او ځوانانو د رهبرۍ او مدني فعالیتونو د شبکو په جوړولو کې مرسته کړې ده.

ویلسن وویل، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وروسته د یادې موسسې تګلاره هم بدله شوې ده. د هغه په وینا، دغه بنسټ اوس تر ډېره پر دې تمرکز کوي چې د ډیموکراسۍ ملاتړي فعالان، شبکې او خپلواک غږونه وساتل شي او د استبدادي نظام د له منځه وړلو برخه کې د هغوی له هڅو ملاتړ وشي.

هغه زیاته کړه چې د امریکا د ډیموکراسۍ ملي بنسټ اوس شاوخوا ۲،۵ میلیونه ډالر د ۲۴ فعالو مرستو له لارې د همدې موخو لپاره ځانګړي کړي دي.

وېلسن په ورته وخت کې وویل چې د افغانستان سیاسي او ډیموکراتیک ځواکونه باید د لا ډېر اغېز لپاره پر تېرو اختلافاتو بریالي شي او د یوه ګډ، ملي او ټول‌شموله لیدلوري پر محور سره راټول شي.

وېلسن په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو وضعیت هم د نړۍ له تر ټولو جدي بحرانونو څخه وباله او ویې ویل چې د نړیوالې ټولنې پام افغانستان ته کم شوی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د تېرو دوو لسیزو له تجربې وروسته، امریکا باید د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه له خورا زیات احتیاط څخه کار واخلي؛ خو په وینا یې، دا احتیاط باید په بې‌تفاوتۍ بدله نه شي.

وېلسن وویل: «د دې ترمنځ بنسټیز توپیر شته چې بهرنیان وغواړي د افغانستان راتلونکی وټاکي، او دا چې د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږو چې خپله هوډ لري د خپل هېواد راتلونکی جوړ کړي.»

هغه په پای کې ټینګار وکړ چې د امریکا د ډیموکراسۍ ملي بنسټ له نظره، د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پای ته نه ده رسېدلې او د دې کیسې راتلونکی فصل به پخپله افغانان ولیکي.

د هغه په وینا، د یادې موسسې موخه دا دی چې هغه، شبکې، خپلواک غږونه او ډیموکراتیک نظریات چې په افغانستان کې د لسیزو په اوږدو کې رامنځته شوي، له منځه ولاړ نه شي، څو که په راتلونکي کې د سیاسي بدلون فرصت رامنځته شي، افغانان د دغه فرصت د کارولو لپاره لازم توان او ظرفیت ولري.

د هرات په زندان کې د زندانیانو د سختو شرایطو په تړاو د تازه ازاد شویو بندیانو روایت

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
100%

د هرات له مرکزي زندان څخه دوو ازاد شویو زندانیانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ډېره ګڼه‌ګوڼه، د خوړو په وېش کې ځنډ، اوبو او نورو اړینو وسایلو ته د لاسرسي سختۍ د دې زندان له مهمو ستونزو څخه دي.

دوی همداراز وویل، له داسې زندانیانو سره مخ شوي چې ادعا یې کوله مرکزي زندان ته له لېږدول کېدو مخکې، د اعتراف اخیستلو لپاره د طالبانو په توقیف ځایونو کې شکنجه شوي دي.

د دغو دوو سرچینو روایت د حبس پر مهال د دوی په مستقیمو مشاهداتو ولاړ دی.

د زندان په خونو کې بیروبار

ازاد شوي بندیان وايي، چې د هرات مرکزي زندان د نږدې درې زره زندانیانو د ځایولو ظرفیت نه‌لري او همدا لامل دی، چې سخت بیروبار رامنځته شوی دی. د دغه زندان په ځینو خونو کې له ۶۰ تر سلو بندیان ساتل کېږي.

یوه ازاد شوي زنداني وویل، د زندان جومات یوازینۍ برخه ده، چې پرانیستې فضا لري. دوی وویل، چې ناروغان، سپین ږیري، معلولین او هغه کسان چې تازه د جراحۍ عملیات یې کړي، هم په همدې ګڼې ګوڼې چاپیریال کې ساتل کېږي.

طالبانو د تېر کال په وږي میاشت کې اعلان وکړ، چې د هرات په زندان کې د ۳۵۰ ښځو او سلو ماشومانو په ګډون څه باندې ۲۷۰۰ کسان ساتل کېږي.

د دغې ډلې په وینا، بندیان د نړیوالو بنسټونو تر ملاتړ لاندې ښوونیزو پروګرامونو او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی لري.

د خوړو په وېش کې ځنډ او اوبو ته د لاسرسي ستونزه

یوه ازاد شوي بندي وویل، چې د غرمې ډوډۍ معمولاً له غرمې وروسته په دوو یا درېیو بجو وېشل کېده او د شپې ډوډۍ هم کله نا کله په ځنډ سره بندیانو ته رسېده.

د هغه په وینا، ډېری زندانیان د ډوډۍ د وختونو ترمنځ د ډېر واټن له امله دې ته اړ کېدل چې د زندان دننه له کانټین څخه کیک، کلچې او نور خوراکي توکي وپېري. هغه څرګنده کړه، چې دا وضعیت د ناروغ بندیانو، سپین ږیرو او هغو کسانو لپاره چې پیسې یې نه‌درلودې ډېر سخت وو.

100%
د هرات په زندان کې د بلاکونو مسوولین د بندیانو د ډوډۍ ترلاسه کولو په تمه.

دغې سرچینې همدا راز وویل، چې په هره خونه کې د «خونې مشر» په نوم یو کس د ډوډۍ د وېش مسوول وو او کله نا کله بندیانو ته ټوله ټاکل شوې ډوډۍ نه وېشل کېده. د هغه په وینا، د خونې د مشر له لوري بیا د وچې ډوډۍ یوه برخه پر بندیانو پلورل کېده.

له دغو پخوانیو زندانیانو یوه وویل، چې اوبو ته لاسرسی هم د بندیانو لپاره ستونزمن وو. د هغه په وینا، د اوبو تش بوتلونه ټولېدل او بندیانو نه شوای کولای په هغو کې اوبه وساتي. په داسې وضعیت کې هغه بندیان چې مالي توان یې درلود، د ناچارۍ له‌مخې یې په وار وار د بوتلو اوبه پېرلې.

100%
د هرات زندان له پلچرخي او بګرام وروسته درېیم لوی زندان دی

د زندان د ځانګړو چپلکو پېرلو ته د بندیانو اړ اېستل

د دغو دوو پخوانیو زندانیانو په وینا، له بهر څخه زندان ته د هر ډول بوټونو او چپلکو وړل منع یا له سختو محدودیتونو سره مل دي؛ ځکه چې په مخکیني حکومت او هم د طالبانو په دوره کې په ځلونو له دغو بوټونو څخه د مخدره توکو د قاچاق لپاره استفاده شوې ده.

هغه وویل، بندیان اړ وو، چې د زندان ځانګړې چپلکې هغه هم د محبس دننه له کانټین څخه هره جوړه په ۸۰ افغانیو وپېري، په داسې حال کې چې د دوی په وینا، د هماغه چپلکو بیه په بازار کې شاوخوا له دېرشو تر پنځوسو افغانیو ده.

د اعتراف اخیستلو لپاره د شکنجو روایتونه

یوه ازاد شوي زنداني وویل، له داسې زندانیانو سره مخ شوی چې مرکزي زندان ته له لېږدول کېدو وړاندې د طالبانو په امنيتي حوزو کې شکنجه شوي وو. د هغه په وینا، یو شمېر دغو کسانو ادعا کوله چې په کوهي کې له پښو ځوړند شوي وو.

دغې سرچینې وویل، د طالبانو د مامورینو له بد چلند څخه شکایت د هغو کسانو ترمنځ ډېر اورېدل کېده، چې پر غلا تورن وو. هغه زیاته کړه، چې په غلا یوه تورن زنداني ورته ویلي وو، چې طالب مامورینو د تحقیق پر مهال د هغه سر څو ځلي تر اوبو لاندې کړی وو.

د «رواداري» په نوم د بشري حقونو یوه بنسټ د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د ۷ ښځو په ګډون له ۳۴ ازاد شویو بندیانو سره د خبرو پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي وو، ټولو دغو بندیانو د بدني یا رواني شکنجې خبره کوله او ۳۲ کسانو د بدني شکنجې یادونه هم کړې وه. له درملنې محرومیت، وکیل ته نه لاسرسی او ناکافي خواړه هم د دوی د شکایتونو یوه برخه وه.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې هم ویلي، چې د بشري حقونو بنسټونه د افغانستان توقیف ځایونو ته لاسرسی نه‌لري. دغې ادارې هم په بندخونو کې ډېره ګڼه ګوڼه، له محاکمې وړاندې اوږد مهاله توقیف او زیان‌منونکو زندانیانو ته د حقوقي مرستو نه‌لاسرسي ته اشاره کړې ده.

ازادو شویو زندانیانو د مطرح شویو ادعاوو د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه. دوی وویل، اوبو، خوړو، درملنې، انساني کرامت او عادلانه بهیر ته لاسرسی باید د ټولو بندیانو لپاره خوندي شي.

یوه له دغو دوو ازاد شویو بندیانو وویل، چې بندیانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زمینې برابرول د هرات د مرکزي زندان یوه له ځانګړنو څخه ده، چې بندیان له حرفوي فعالیتونو سره اشنا کوي. د هغه په وینا، که بندي کس وغواړي د هرات په زندان کې ډېرې حرفې زده کولای شي. د هغه په اند، په یاد زندان کې یو بندي کولای شي تر ۱۲ حرفو زده‌کړي.

په هېواد کې د هرات زندان له پلچرخي او بګرام وروسته درېیم لوی زندان دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د روان کال د زمري په ۱۹مه د هرات له زندان څخه لیدنه وکړه. په همدې تړاو د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي وو، چې هغه د خوړو د وېش څرنګوالی، روغتیايي خدمات، د ساتنې شرایط او د بندیانو ستونزو ته د رسېدنې بهیر وارزاوه او له ځايي مسوولینو یې وغوښتل، چې د بندیانو حقوق رعایت کړي. د یادې بندخونې مسوولینو هم ژمنه کړې وه، چې د خدماتو د ښه کولو لپاره به هڅې وکړي.

یو چینایی بندي

له دغو ازاد شویو زندانیانو یوه یې وویل، چې یو چینایی سړی هم د هرات په زندان کې ساتل کېږي چې بندیان د هغه په اصلي نوم نه‌پوهېږي، خو هغه ته «جانسون» وایي. د دغې سرچینې په وینا، د دغه چینايي سړي دوسیه حقوقي ده او یو افغان ادعا کوي چې پوروړی یې دی.

پنګ جن‌وي د چین تبعه او د ګران بیه ډبرو سوداګر دی، چې د افغانستان د کانونو په برخه کې فعال وو. هغه تېر کال په هرات کې د خپل سوداګریز شریک د شکایت پر بنسټ محاکمه او بندي شو.

100%
پنګ جن‌وي

د هغه مېرمنې د ۱۴۰۴ په تلې میاشت کې ویلي وو، چې مېړه یې لا هم بندي دی.

له دغو دوو ازاد شویو بندیانو یوه یې وویل، چې د چین دغه تبعه له لازمو امکاناتو برخمن نه‌وو او یوازې له چینايي څخه دري ته یو ژباړل شوی کتاب ورسره وو.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

۶ وږی ۱۴۰۵ - ۲۸ اګست ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
100%

د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي طلعت‌بیک مصدقوف د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره به د وسلو او تجهیزاتو لومړنۍ جوپې د روان کال په مني کې دوشنبې ته وسپارل شي.

مصدقوف ویلي چې روسیه د دغو وسلو او تجهیزاتو په برابرولو کې اصلي رول لري.

هغه د روسیې خبري اژانس «تاس» ته ویلي: «که خدای مه کړه هلته کومه پېښه رامنځته شي، دا به یوازې د تاجکستان ستونزه نه وي، بلکې د سازمان د ټولو غړو هېوادونو او د خپلواکو دولتونو د ګډې ټولنې د نورو غړو هېوادونو ستونزه به هم وي».

د ټولیز امنیت تړون سازمان عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان غړو هېوادونو د تاجکستان د اړتیا وړ وژونکو او غیر وژونکو وسلو او تجهیزاتو پر نوملړ هوکړه کړې ده. د هغه په وینا، دغه تجهیزات به د تاجکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د «هدفمن بین‌الدولتي پروګرام» په چوکاټ کې ولېږدول شي.

مصدقوف ویلي چې روسیه د تاجکستان لپاره د وسلو او تجهیزاتو د برابرولو اصلي مسوولیت پر غاړه لري او د خپلو ستونزمنو شرایطو سربېره یې له تاجکستان او د سازمان له نورو غړو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان او تاجکستان د پولې پیاوړتیا باید ژر تر ژره ترسره شي، ځکه د دې سیمې هر ډول امنیتي ستونزه کولای شي د سازمان پر نورو غړو هېوادونو هم اغېز وکړي.

مصدقوف همداراز ویلي چې سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې د تاجکستان د ولسمشر امام‌علي رحمان په بلنه، د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له قوماندان سره یوځای د افغانستان او تاجکستان د شاوخوا ۱۳۰۰ کیلومتره پولې له ۷۰۰ کیلومترو ډېره برخه لیدلې ده.

د هغه په وینا، د تاجکستان سرحدي ځواکونه د سیمې د امنیت د ساتنې لپاره هڅې کوي، خو کافي امکانات نه لري.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت شورا د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د افغانستان او تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پنځه کلن پروګرام د تصویب پړاو ته ورساوه او د دې پروګرام عملي کېدل له تېر کال راهیسې پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۴ کال له لړم میاشتې راهیسې د افغانستان له خاورې پر تاجکستان څو بریدونه شوي دي. په دغو پېښو کې یو شمېر ملکي وګړي، د چین اتباع او د تاجکستان سرحدي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

تاجکستاني چارواکو ویلي چې له بریدګرو څخه وسلې او نشه‌يي توکي هم ترلاسه شوي او یو شمېر بریدګر وژل شوي دي.

د افغانستان بدخشان ولایت، چې له تاجکستان سره اوږده پوله لري، په وروستیو میاشتو کې د وسله‌والو نښتو د زیاتېدو شاهد هم و. په دې ولایت کې د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ په ځینو سیمو کې نښتې شوې دي.

په وروستیو اوونیو کې د طالبانو ځواکونو او د افغانستان د ازادۍ جبهې څو ځله د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې جګړه کړې ده. په یفتل ولسوالۍ کې هم د سپاه میهن جبهې ځواکونو د لنډ وخت لپاره د ولسوالۍ مرکز تر خپل کنټرول لاندې راوستی و، خو تر شاتګ وروسته طالبانو سیمې ته نور ځواکونه واستول.

خو طلعت‌بیک مصدقوف له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې تاجکستان ته د وسلو او تجهیزاتو لېږل په مستقیم ډول د بدخشان له وروستیو نښتو سره نه دي تړلي.

طالبان په واخان کې اسماعیلي وګړي په زور اړ باسي چې د دوی ځواکونو ته د سون‌توکي برابر کړي

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

څلورو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو غړی او درې نورې یې د بدخشان د واخان ولسوالۍ اسماعیلي اوسېدونکي دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د اسماعیلي مذهب پیروان په زور اړ کوي چې د دوو پوځي کنډکونو لپاره د سون توکي برابر کړي.

د سرچینو په وینا، دغه دوه کنډکونه په بروغېل او قلعه‌پنجه کې مېشت دي او هر یو یې له څلورو تر پنځو ټولیو پورې لري. سرچینې وايي چې ځايي خلک، په ځانګړي ډول اسماعیلیان، اړ دي چې د طالب ځواکونو د بخاریو لپاره د اړتیا وړ سون توکي برابر کړي.

واخان د افغانستان له تر ټولو سړو مېشتو سیمو څخه دی. د قلعه‌پنجه سیمه د سمندر له سطحې شاوخوا ۲۸۰۰ متره او د بروغېل سرحدي سیمه شاوخوا ۳۲۵۰ متره لوړه ده. د ژمي پر مهال د واخان په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه تر منفي ۳۰ سانتي‌ګراد پورې ټیټېږي او درنې واورې د اوږدې مودې لپاره لارې بندوي.

د سرچینو په خبره، که د طالبانو د دغو پوځي واحدونو لپاره د سون لرګي پر وخت ونه رسېږي یا ذخیره یې پای ته ورسېږي، طالب ځواکونه پر اسماعیلي اوسېدونکو د لرګیو د برابرولو لپاره فشار راوړي او کله ناکله ورته ګواښونه کوي او له زور څخه کار اخلي.

سرچینې وايي، هغه کورنۍ چې لرګي نه لري، اړ کېږي له نورو خلکو څخه یې واخلي.

د دوی په وینا، د واخان په ځینو کلیو کې ځنګلونه او ونې نشته او اوسېدونکي اړ کېږي هغه حیواني فضله مواد هم پوځي کنډکونو ته ورکړي چې د ژمي لپاره یې د سون توکو په توګه زېرمه کړي وي.

سرچینو همداراز ادعا کړې چې طالبان د ځايي خلکو آسونه هم په زور د خپلو چارو لپاره کاروي. د هغوی په خبره، ځینې آسونه د کار پر مهال مړه شوي، خو طالبانو یې مالکانو ته تاوان نه دی ورکړی.

د اسماعیلي ټولنې درې سرچینې وايي چې خلک د طالبانو د ځواکونو پر دې کړنو د اعتراض توان نه لري. د دوی په وینا، په واخان کې پر اسماعیلیانو فشارونه له کلونو راهیسې په بېلابېلو بڼو دوام لري.

طالبان تر دې وړاندې هم د اسماعیلي مذهب پر پیروانو د ناوړه چلند او فشارونو له تورونو سره مخ شوي دي.

پر طالبانو د اسماعیلیانو د مذهب د بدلولو، د سني حنفي مذهب د تحمیلولو، عقیدوي پوښتنو او پلټنو، ګواښونو او وهلو ټکولو، د ماشومانو د سني دیني مدرسو ته د لېږلو او د هغوی د مذهبي عبادتونو د محدودولو له امله هم نیوکې شوې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۱۴۰۴ کال د غويي په ۱۱مه په یوه راپور کې ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې لږ تر لږه ۵۰ اسماعیلي نارینه د خپل مذهب پرېښودو ته اړ کړي دي. د یوناما په وینا، هغه کسان چې له دې کار سره یې مخالفت کړی، له وهلو ټکولو او د مرګ له ګواښونو سره مخ شوي دي.

یوناما د روان کال په زمري کې هم ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې د اسماعیلیانو ۳۳ جماعت‌خونې تړلې دي. د دې ادارې په وینا، ۱۷ یې په زیباک، ۱۴ په اشکاشم او دوه په واخان کې دي.

طالبانو بیا ویلي چې د هرې ودانۍ په اړه یې جلا پرېکړه کړې او ځینې له دغو ودانیو مخکې جوماتونه یا د استوګنې ځایونه وو.

د بشري حقونو ادارې «رواداري» هم د اسماعیلیانو پر وړاندې د طالبانو کړنې «سیستماتیک مذهبي ځورونه» بللې او ویلي یې دي چې اسماعیلیان له اداري او ټولنیزې ونډې، د عبادت له حق، د کار له فرصتونو او په ځینو مواردو کې د خپل مذهب له ساتلو سره له فشارونو سره مخ دي.

امسو د طالبانو له لوري کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د لاپېس مرکز پر بندولو ژوره اندېښنه ښودلې

۵ وږی ۱۴۰۵ - ۲۷ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
100%

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې د موبي‌ګروپ اړوند د «لاپېس» رسنیز مرکز د فعالیتونو د بندولو پر پرېکړې ژوره اندېښنه څرګنده کړې. دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د هغه د بېرته فعالېدو زمینه برابره کړي.

په کابل کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د موبي‌ګروپ اړوند لاپیس رسنیز دفتر تړلی او د دغه دفتر وسایل او کمپيوټرونه یې له ځانه سره وړي دي. د سرچینو په وینا، طالبانو د موبي ګروپ لاپیس دفتر ځینې مسوولان هم نیولي دي.

د طالبانو اړوند یوې رسنۍ ادعا کړې، چې د لاپیس تړل شوې څانګې د باربُد، فضا او دریا رسنیو او د یو شمیر هنرمندانو سندرې، لنډې نیمه بربنډې فلمي صحنې، کنسټرونه او هغه نور تصویري مطالب خپرول چې د لوېدیځ سبک او افکار یې ترویجول.

له دې سره سم، د افغانستان رسنیو ملاتړسازمان (امسو) د پنجشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یاد مرکز د تړل کېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان ویلي: «یاد مرکز په افغانستان کې د مهمو او حیاتي موضوعاتو لکه تعليمي خپرونو، ټولنیز ثبات، اقتصادي پراختیا، مدني مشارکت، اقلیمي بدلونونو، عامې روغتیا او جنسیتي برابرۍ په برخو کې د عامه پوهاوي او باکیفیته محتواوو په تولید کې اغېزناک رول درلود. د داسې کاري سټیج بندول نه یوازې د بیان پر ازادۍ ګوزار دی، بلکې د ټولنې د فکري، اقتصادي او ټولنیزې پراختیا پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کوي».

دغه سازمان له طالبانو په کلکه غوښتي، چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او د لاپېس رسنیز مرکز د لاسته راوړنو او مسلکي خدماتو په پام کې نیولو سره، د هغه د بېرته فعالېدو او پرانېستل کېدو زمینه برابره کړي.

دغه سازمان څرګنده کړې: «د ټولنیزو، اقلیمي او اقتصادي ستونزو د حل لارې یوازې د ازادو، مسلکي او خپلواکو رسنیو د ملاتړ له لارې موندل کېدای شي؛ د پوهې او عامه پوهاوي د تولید د ادرسونو تړل د ستونزو حل نه دی».

امسو پر ټولو اړوندو خواوو غږ کړی، چې د رسنیزو بنسټونو او کارکوونکو امنیت، کاري خپلواکي او قانوني ساحه وپېژني او له هر ډول بې‌دلیله محدودیتونو څخه ډډه وکړي.

موبي ګروپ په خپل وېب‌پاڼه کې د لاپيس په تړاو لیکلي، چې تبلیغاتو او بازارموندنې، عامه اړیکو او ارتباطاتو، ټولنیزو او عامه پوهاوي کمپاینونو، څېړنې او مشورې، تعلیم، روغتیا او ټولنیزو پروژو په برخه فعالیتونه کوي.

لاپیس اداره په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې او د موبي‌ګروب تر چتر لاندې د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلویزیوني شبکو او همداراز ارمان او اراکوزیا راډيوګانو تر څنګ یې فعالیت درلود.