د روسیې د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله په کییف کې کورونه او ګودامونه زیانمن شوي

روسیې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره د اوکراین پر پلازمېنه کییف او یو شمېر نورو سیمو د بې پیلوټه الوتکو پراخ بریدونه کړي دي. اوکرایني چارواکي وایي، چې د دې بریدونو موخه د خلکو د ورځني ژوند ګډوډول او د پلازمېنې فلج کول دي.
د کیېف والي تیمور تکاچینکو تایید کړې چې د پلازمېنې په څنډو کې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې د توکو ۱۴ ګودامونه، ۱۶ کورونه او درې بلاکونه سخت زیانمن شوي دي.
د جمعې په سهار په ټول ښار کې د هوایي بریدونو د خطر زنګونه په پرله پسې ډول وغږول شول.
د اوکراین تر ټولو لوی خصوصي ټرانسپورټي شرکت «نووا پوشتا» اعلان کړی چې د روسيې په بریدونو کې د کیېف او شمالي ښار سومي په سیمو کې د دوی د کڅوړو د وېش او بسته بندۍ مرکزونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د اوکراین د بیړنیو پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ ځله پر کیېف بریدونه کړي دي.
د اوکراین د ملي امنیت شورا د ناوړه وضعیت د مخنیوي مرکز مشر اندري کووالینکو ویلي چې دښمن په څپو کې د کوچنیو ډرون الوتکو په کارولو سره هڅه کوي د کییف ښار ژوند فلج کړي.
بل خوا، د اوکراین په سویل ختیځ ښار زاپوریژیا کې هم د روسیې یوې ډرون الوتکې د کورجوړونې د وسایلو پر یوه لوی پلورنځي برید کړی، چې د چارواکو په وینا، لږ تر لږه څلور تنه پکې ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې، کرملین د ایران اوسنۍ جګړې ته په اشارې سره د واشنګټن پوځي ځواک کمزوری بولي او له همدې امله یې پر اوکراین او د امریکا پر اروپایي متحدانو خپل بریدونه او فشارونه زیات کړي دي.
