په لوګر کې د جلا، جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، په دغه ولایت کې د جلا، جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وایي، په دغه ولایت کې د جلا، جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا، لومړۍ پېښه تېر ماښام د پلعلم ښار اړوند التمور سیمه کې د دوو موټرونو د ټکر له امله شوې چې یو کس پهکې مړ او ۸ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، چې د محمداغې، برهکي برک او څرخ ولسوالیو کې هم د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۲ ښځې ټپیانې شوې دي. د معلوماتو له مخې، ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د سوداګریزو لارو بندښت د دواړه خواوو سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي، چې له امله یې د پاکستان د چرګانو له صنعت سره تړلي سوداګر، فارم لرونکي او د چرګانو پلورونکي له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
د شمېرو له مخې، پاکستان هرکال افغانستان ته د شاوخوا ۳۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو اړوند محصولات صادروي. په دغه محصولاتو کې یو ورځني چرګوړي، د چرګانو درمل او خپله چرګان شامل دي؛ خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت له امله د دغه توکو صادرات نږدې په ټپه درېدلي او د پاکستان د چرګانو پر ټول صنعت یې مستقیم اغېز کړی دی.
د پېښور یوه سوداګر عظیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته د چرګانو د درملو او نورو محصولاتو د لېږد بندېدو د هغه کاروبار سخت اغېزمن کړی دی. هغه له افغان سوداګرو سره یې له څو کلونو راهیسې سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د پاکستاني سوداګرو مېلیونونه کلدارې په افغانستان کې بندې پاتې دي.
عظیم وویل، د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته په پاکستان کې د چرګانو تولید د کورني بازار له اړتیا څخه زیات شوی چې له امله یې د چرګانو بیې په پرلهپسې ډول راټیټېږي. د هغه په وینا، په پاکستان کې اوسمهال د چرګوړو شمېر ډېر زیات دی؛ خو افغانستان ته د صادراتو بندښت له امله د چرګانو غوښتنه یا تقاضا کمه شوې او بیې یې هم راټیټې شوې دي.
عظیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د تورخم دروازه ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو کاروبارونه بېرته پیل او د زرګونو کسانو روزګارونه خوندي شي.
د هوا له لارې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد ناکامه هڅه
ځینو سوداګرو د ځمکنۍ لارې تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه، چې چرګوړي د هوا له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو په هوايي ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او د چرګوړو یوه لویه برخه په لاره کې لهمنځه تللې ده.
سوداګر عظیم وویل، د لارې تر تړل کېدو مخکې به یې هره میاشت شاوخوا ۸۰زره چرګوړي افغانستان ته صادرول؛ خو د ځمکنۍ لارې له بندښت وروسته دغه کاروبار نږدې په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی، د لارې تر بندښت وروسته شاوخوا ۸۰زره چرګوړي لهمنځه تللي چې له امله یې سوداګرو ته دروند مالي زیان واوښت.
د چرګانو فارم لرونکي هم له ستونزو سره مخ دي
که څه هم د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو غوښه اوس د پخوا پرتله په ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د چرګانو فارم لرونکي او د دغه صنعت نور کارکوونکي له اوسني وضعیت ناخوښه دي.
د پېښور د چرګانو د یوه فارم مالک محمد سلیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد بندېدو د چرګانو د تولید ټوله لړۍ اغېزمنه کړې ده. د چرګوړو د غوښتنې کمېدو له امله ګڼ کاروباریان اړ شوي چې خپل تولید کم یا په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودروي.
د نوموړي په وینا، مخکې به د دوی تولید د پاکستان او افغانستان په دوو بېلابېلو بازارونو کې وېشل کېده؛ خو اوس چې چرګوړي افغانستان ته نه ځي د تولید ډېره برخه یوازې په پاکستاني بازار کې پاتې کېږي او کورنی بازار دومره تقاضا نهلري.
محمد سلیم وویل، د دغه صنعت له ستونزو یوازې سوداګر نهدي اغېزمن شوي؛ بلکې فارم لرونکي، د دوی کارکوونکي، موټر چلوونکي، هټۍوال او زرګونه نور کسان هم له دغه کاروبار سره تړلي دي.
هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي؛ څو د چرګانو په ګډون د نورو توکو سوداګري هم عادي حالت ته وګرځي.
د چرګانو ټېټې بیې
د پېښور د چرګانو یو پلورونکي احسان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو عرضه زیاته شوې او په پایله کې یې بیې د پام وړ ټیټې شوې دي.
هغه وویل، اوسمهال په پېښور کې د یو کیلو چرګ بیه شاوخوا ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده؛ په داسې حال کې چې پخوا یې بیه شاوخوا ۴۵۰ تر ۵۰۰ کلدارو ته رسېدله.
د دغه صنعت فعالان وايي، که څه هم د چرګانو د بیو له کمښت څخه عامه خلکو ته ګټه رسېږي؛ خو د اوږدې مودې لپاره ټیټې بیې د فارم لرونکو او سوداګرو لپاره د زیان لامل ګرځي، ځکه چې د چرګانو د خوراک، درملو، برېښنا، کارګرو او نورو تولیدي لګښتونو کچه لا هم لوړه ده.
دوی ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستل به نه یوازې د دغه صنعت ستونزې راکمې کړي؛ بلکې له دغه صنعت سره د تړلو زرګونه کسانو کاروبارونه او روزګارونه به هم بېرته فعال کړي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ افغانان د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي؛ خو د دغه پېښو عاملان لاتراوسه نهدي نیول شوي او د پلټنو پایلې هم نهدي اعلان شوې.
تازه پېښه (د اګسټ ۲۸مه) د کوټې ښار اړوند د کچلاغ سیمې د ډي اېچ اې په شاوخوا کې شوې ده. پولیس وايي، یو افغان وګړی د ناپېژاندو وسلهوالو په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پېښې پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت یې نهدی څرګند کړی او یوازې یې ویلي چې نوموړی د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکی و.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۲۳مه) د کوټې ـ مستونګ پر لویه لار د شیخ زاید روغتون ته څېرمه دوه پخواني افغان نظامیان احمد چې په «لومړي بریدمن» مشهور و او ادیبار د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي دي.
په همدې سیمه کې د سونا خان څلورلارې ته څېرمه هم (د اګست ۱۸مه) پر افغان وګړو د ناپېژاندو وسلهوالو د ډزو په یوه بله پېښه کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پېښې ټپي شوي کس پولیسو ته ویلي و، چې دوی د مزدورۍ لپاره د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان سیمې ته روان وو.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۱۵مه) حضرت الله چې په «ورور اڅکزي» مشهور و، په کوټه کې په ډزو وژل شوی و. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د پولیسو غړی و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کوټه کې اوسېده.
همداراز (د اګسټ ۱۴مه) د کوټې په هزارګنجي سیمه کې په یوه وسلهوال برید کې یو افغان وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه د پخوانیو افغان نظامیانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه.
د روان کال په فبرورۍ کې د پنجګور ولسوالۍ د پروم په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه افغانې ښځې وژل شوې او درې نور افغانان ټپیان شوي وو. پولیسو هغه مهال ویلي وو، چې یاد کسان په ناقانونه ډول ایران ته روان وو.
په یوه جلا پېښه کې د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې (د اپرل ۲۶مه) دوه افغان وګړي هم په ډزو وژل شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه کسان د مزدورۍ لپاره سیمې ته تللي وو.
(د جون پر ۲۰مه) د کیچ ولسوالۍ په هوتاباد سیمه کې امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د راپورونو له مخې، په موټر کې سپاره کسان ایران ته روان وو. په دغه پېښه کې یو افغان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
همداراز د جون پر ۳۰مه د پښین ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو لهخوا د ادعا شوي ډرون برید له امله درې افغانان ټپیان شوي وو.
د ګڼو پېښو عاملان لا نهدي نیول شوي
په بلوچستان کې د افغانانو د وژنې او ټپي کېدو په ډېرو پېښو کې تراوسه د بریدونو عاملان نهدي نیول شوي او نه هم د پلټنو پایلې له خلکو سره شریکې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو د دغه پېښو په اړه د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو له سلاکار بابر یوسفزي څخه هم د نظر غوښتنه کړې او د واټساپ له لارې یې ورته پوښتنې استولې دي؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې د بلوچستان حکومت رسمي ځواب نهدی ترلاسه شوی.
په پاکستان کې مېشت یو پخواني افغان پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې اوسمهال یوشمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.
د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان نظامیان ثبت شوي چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. نوموړي د ۲۰۲۵کال د بلوچستان یوه پېښه هم یاده کړه، چې شپږ پخواني افغان نظامیان پهکې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوي وو.
د سرچینو په وینا، په بلوچستان کې د افغان وګړو پر وړاندې د ورته پېښو دوام په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان نظامیانو په اړه د هغوی د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.
د بشري حقونو فعاله عایشه خرم چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جلاوطنه شوې، د برېتانیا د ویزې د محدودیتونو له امله ونه توانېده چې په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ زدهکړې پیل کړي.
۲۷ کلنه عایشه خرم د کابل اوسېدونکې ده. هغې سږکال په مئ میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ په پروګرام کې د زدهکړو لپاره د داخلې وړاندیز ترلاسه کړ؛ خو دوه میاشتې مخکې د برېتانیا حکومت د افغانستان، میانمار، کامرون او د سوډان وګړو لپاره پر ویزو محدودیت لګولی و.
د انډیپنډنټ د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون په روان ښوونیز کال کې ۱۵ افغان زدهکړیالانو ته د داخلې وړاندیز کړی؛ خو د ویزې د محدودیتونو له امله ښايي یوشمېر دغه زدهکوونکي ونه شي کړای خپلې زدهکړې پیل کړي.
عایشه خرم وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له افغانستان نه جلاوطنه شوه، بېځایه کېدل یې تجربه کړل او د خپلې زدهکړې د بیا پیلولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. نوموړې وايي، بالاخره یې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه په یوه کې د زدهکړې فرصت ترلاسه کړ؛ خو یوازې د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي.
خرم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان نه وتلې وه. هغه مهال نوموړې د کابل پوهنتون د خپلې لېسانس دورې په وروستي سمسټر کې وه. نوموړې په ۲۰۱۹کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د لومړۍ ښځینه ځوانې استازې په توګه هم دنده ترسره کړې وه او له همدې امله یې د خپل امنیت په اړه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه لرله.
عایشه د ایران له لارې جرمني ته ورسېده او هلته یې خپلې زدهکړې بشپړې کړې. وروسته یې له ملګرو ملتونو سره د کار پرمهال له افغان نجونو سره مرسته وکړه، چې له بدیلو لارو خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو د زدهکړو د محدودیتونو له امله مېلیونونه نجونې له زدهکړو او د لوړو زدهکړو له فرصتونو بېبرخې دي.
د یونیورسټیز اف سېنکچوري شبکې د برېتانیا د ویزې پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول اقدامات کولی شي د جګړو او بحرانونو له امله اغېزمنو هېوادونو د وړتیا لرونکو زدهکوونکو لپاره په برېتانیا کې د زدهکړو فرصتونه محدود کړي.
اکسفورډ پوهنتون ویلي، چې دغه پوهنتون له بحراني شرایطو څخه د راغلو زدهکوونکو د ملاتړ او د هغوی د دغه وړتیا برابرولو لپاره چې خپلې څوکۍ ترلاسه کړي پر خپلې ژمنې ولاړ دی. بلخوا د برېتانیا حکومت وايي، چې د ویزې محدودیتونه د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د هېواد د پناه غوښتنې پر نظام د فشار کمولو لپاره اړین دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له رشیا ټوډې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې کابل له واشنګټن سره د عادي ډیپلوماتیکو اړیکو غوښتنه کوي او غواړي په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي او په واشنګټن کې د افغانستان دیپلوماتیک ماموریت هم بیا فعال شي.
هغه له امریکا سره د اړیکو د راتلونکي په اړه وویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس باید د جګړې د دورې سیاسي او رسنیزې تګلارې هم بدلې شي.
نوموړي وویل، چې د طالبانو په اړه د لوېدیځ برداشت لا هم د تېرو دوو لسیزو جګړې تر اغېز لاندې دی او نړیوالې رسنۍ طالبان د جګړې، بېثباتۍ او نړۍ ته د ګواښ په توګه انځوروي.
مجاهد وویل: «خو اوس جګړه پای ته رسېدلې او زه باور لرم چې د هغه وخت سیاستونه، که سیاسي وي او که رسنیز، باید بدل شي.»
هغه له بهرنیو حکومتونو او خبریالانو وغوښتل چې له طالبانو سره مستقیم تعامل وکړي او د دوی موخې درک کړي.
د طالبانو ویاند د نړیوالو بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د بېرته سپارلو غوښتنه هم وکړه. د مجاهد په وینا، د بندیزونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو بېرته خوشې کول کولی شي له واشنګټن سره د اړیکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې طالبان خپل قوانین لري او نه شي کولای د نورو هېوادونو پالیسۍ په افغانستان کې پلې کړي. مجاهد وویل، چې افغانستان د خپل دین، شرایطو او قوانینو له مخې مخته ځي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان دغو ځانګړنو ته درناوی وکړي.
افغانستان له امریکا پرته «بې له شکه ښه شوی»
مجاهد د امریکايي ځواکونو له وتلو پنځه کاله وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې هېواد «بې له شکه ښه شوی دی».
د هغه په وینا، د بهرنیو ځواکونو وتلو افغانستان ته خپلواکي بېرته ورکړې او افغانان یې د خپل هېواد د بیا رغونې مسوول کړي دي. نوموړي ادعا وکړه چې طالبان د هېواد پر ټولو برخو کنټرول لري او د امنیت له پلوه یې وضعیت ښه شوی دی.
مجاهد د طالبانو د اوسنیو بهرنیو اړیکو په اړه وویل چې دوی له ګڼو ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره ښې اړیکې لري. هغه چین او روسیه د طالبانو مهم متحدین وبلل او ویې ویل چې دواړو هېوادونو په افغانستان کې په مهمو پروژو کې پانګونه کړې ده.
د روسیې په اړه مجاهد وویل چې د طالبانو ډېر پوځي تجهیزات روسي دي او د دغو تجهیزاتو د بیارغونې لپاره د مسکو ملاتړ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه چې روسیه د بیارغونې په برخه کې پراخه تجربه لري او طالبان غواړي له دغو تجربو ګټه واخلي.
مجاهد همداراز ترکمنستان د ټاپي پروژې له مهمو شریکانو وباله او ویې ویل چې دغه پروژه د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. نوموړي ټرانسپورټي پروژې هم د افغانستان لپاره مهمې وبللې.
له هند سره سوداګریزې اړیکې
مجاهد له هند سره د طالبانو اړیکې هم مثبتې وبللې.
هغه وویل: «موږ له هند سره ډېرې ښې سوداګریزې اړیکې لرو. زموږ محصلان هلته درس وایي او زموږ ډېر هېوادوال د درملنې لپاره هلته ځي.»
نوموړي وویل چې د طالبانو استازي په ګڼو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې منل شوي او له ډېرو هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې اړیکې پراخې شوې دي.
د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نیوکو په ځواب کې مجاهد وویل چې طالبان خپل قوانین لري او نه غواړي د نړیوالو غوښتنې د افغانستان پر کورنیو سیاستونو حاکمې شي.
هغه ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت باید د نړیوالو له لوري په رسمیت وپېژندل شي، خو د رسمیت پېژندنې لپاره د کورنیو سیاستونو د بدلون غوښتنه یې رد کړه.
له پاکستان سره جګړه نه غواړو
مجاهد د پاکستان او افغانستان د اړیکو په اړه وویل چې طالبان له هېڅ هېواد سره جګړه نه غواړي.
هغه وویل: «موږ له هېچا سره جګړه نه غواړو او نه بل هېواد ته اجازه ورکوو چې زموږ خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي. جګړه د هېچا په ګټه نه ده.»
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو میاشتو کې امنیتي او سیاسي اختلافات زیات شوي دي.
مجاهد د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د کم عامه حضور په اړه وویل چې هغه مذهبي مشر دی، «د افغانانو امیرالمومنین» دی او ګڼ مسوولیتونه لري.
نوموړي وویل چې هبتالله ساده ژوند خوښوي او نه شي کولای په هر مناسبت کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شي، خو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت یې د خلکو په یوه لویه غونډه کې حضور درلود.
د مجاهد څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان هڅه کوي له روسیې، چین، هند او د سیمې له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي، خو په ورته وخت کې د امریکا او ډېرو لوېدیزو هېوادونو له خوا د طالبانو حکومت لا هم په رسميت نه دی پېژندل شوی او دغه ډله د نړیوالو قوانینو، میثاقونو منلو او د ښځو او نجونو د حقونو رعایت کولو ته رابولي.
د طالبانو د مخالفو وسله والو ډلو د خپرو شویو خبرپاڼو له مخې، د جولای له ۲۳مې نه د اګست تر پایه د طالبانو پر ضد شاوخوا ۶۰ بریدونه او وسلهوالې نښتې شوې دي. طالبانو ددغو بریدونو ډېره برخه نه دي تایید کړي.
د افغانستان ازادۍ جبهې پر خپله رسمي پاڼه د جولای له ۲۳مې څخه د اګست تر ۲۲مې پورې په اتو ولایتونو کې د لږ تر لږه ۲۱بریدونو خبر ور کړی دی.
د دغو بریدونو ډېره برخه په بدخشان، په ځانګړي ډول زیباک ولسوالۍ کې شوي دي.
د جبهې د اعلامیو له مخې، پر بدخشان سربېره په بغلان، کابل، غزني، ننګرهار، فاریاب، نورستان او پنجشېر کې هم بریدونه شوي دي.
د اګست له ۲۲مې وروسته هم د دغې جبهې د عملیاتو ادعاوې خپرې شوې دي. د اګست په ۲۵مه په زیباک کې د نښتو او د اګست په ۲۶مه په کونړ او کابل کې د بریدونو خبرونه ورکړل شوي دي.
په ورته وخت کې د افغانستان متحدې جبهې خپل بریدونه د اګست له لومړۍ نېټې پیل کړي دي. د دې جبهې لومړنی اعلان شوی برید په کندهار کې و.
د اګست تر شلمې نېټې پورې دغې جبهې د ۳۳ بریدونو ادعا کړې چې ډېری یې په هلمند او کندهار کې ښودل شوي دي.
ددوی د بریدونو نورې سیمې پکتیکا، بادغیس، غور، فاریاب او ځینې نور ولایتونه ښودل شوي.
د اګست په ۲۱مه، ۲۲مه او ۲۵مه په کندهار کې د دې جبهې د نورو عملیاتو ادعاوې هم شوې دي.
په ورته وخت کې ملي مقاومت جبهې د اګست لپاره د خپلو عملیاتو کوم رسمي شمېر نه دی خپور کړی، خو د دې ډلې د بریدونو او عملیاتو ګڼې ادعاوې په همدې میاشت کې رسنیزې شوې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په اګست کې د دې جبهې د ادعا شویو عملیاتو جغرافیا هرات، کندز، بغلان او بدخشان ته غځېدلې ده.
په بدخشان کې د اګست پر ۱۳مه دې ډلې د طالبانو د فیضاباد ښاروال وواژه. دغه راز د اګست په ۲۵مه یې په فیضاباد کې د طالبانو یو رنجر موټر هم په بم الوزولی و، خو دې جبهې خپل یو جګپوړی قوماندان هم له لاسه ورکړ او طالبانو ادعا کړې، چې د یادې جبهې دوه نور قوماندانان یې هم وژلي دي.
ملي مقاومت جبهې مخکې ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې له دوه زرو څخه ډېر عملیات کړي دي.
د چنګاښ په ۲۶مه محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د سپاهي میهن په نامه د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې د کوز یفتل ولسوالۍ مرکز د څو ساعتونو لپاره په خپل واک کې اخېستی و.
د سرچینو په وینا، مخالفو وسلهوالو د ولسوالۍ له مرکز څخه وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات له ځان سره یووړل.
په ورته وخت کې د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر هم په اګست میاشت کې په لغمان، کندز او سالنګ کې د بریدونو خبر ورکړی دی.
د دغو بریدونو ډېره برخه لا هم په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې او د بریدونو د شمېر او مرګژوبلې په اړه طالبانو غبرګون نه دی ښودلی. طالبانو یوازې په بدخشان کې نښتې تایید کړې دي، خو پر نورو بریدونو یې له تبصرې کولو ډډه کړې ده.