• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

ملګري ملتونه: میلیونونه نجونې لا هم د زده‌کړو او د خپل راتلونکي د ټاکلو له حقه بې‌برخې دي

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ( یو این ویمین) ویلي چې په افغانستان کې میلیونونه نجونې لا هم د زده‌کړو، کار او د خپل راتلونکي د ټاکلو له فرصتونو بې‌برخې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د یکشنبې په ورځ، د وږي په اتمه، پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې «تشې چوکۍ او تش مېزونه» په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د اوسني وضعیت انځور څرګندوي.

دې ادارې زیاته کړې چې افغان نجونې لا هم زده‌کړیزو فرصتونو ته له لاسرسي محرومې دي او دې وضعیت د هغوی راتلونکی له جدي محدودیتونو سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار لګېدلي محدودیتونه د نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو له مهمو اندېښنو څخه دي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې بندې کړې او پر زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو پر حضور یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

ډېر لیدل شوي

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي
۱

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي

۲

پخوانی امریکايي چارواکی: د افغان همکارانو لپاره دې د ځانګړو ویزو بهیر بېرته پیل شي

۳

راپور: د طالبانو تر لومړۍ واکمنۍ ۳۰ کاله وروسته هم افغانستان له ناڅرګند راتلونکي سره مخ دی

۴

نېکسټ سېنچري: د طالبانو نوی د واده قانون د افغان ښځو پر حقونو محدودیتونه زیاتوي

۵

په تېره یوه میاشت کې د طالبانو مخالفو ډلو شاوخوا ۶۰ بریدونه کړي

•
•
•

نور خبرونه

د افغان ملت ګوند مشر او لیکوال محمد امین واکمن ومړ

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۲۰:۰۷ GMT+۱
100%

د افغان ملت ګوند مشر، لیکوال او سیاسي شخصیت محمد امین واکمن ومړ. نوموړی د افغان ملت ګوند له پخوانیو مخورو مشرانو او هغو سیاسي څېرو څخه و چې د افغانستان په سیاسي، فرهنګي او ادبي ډګرونو کې یې اوږدمهاله فعالیت کړی و.

محمد امین واکمن د افغان ملت ګوند د داخلي وېشونو وروسته د دغه ګوند د یوې جلا شوې ډلې مشري هم کړې وه. د ګوند د تاریخ په اړه د خپرو شویو معلوماتو له مخې، نوموړي له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۵ کال پورې د افغان ملت د یوې څانګې مشري کوله.

واکمن وروسته د «افغان ټولنپال ولسواک ګوند» په نوم د هغه سیاسي جریان مشر هم پاتې شوی و چې ځان یې د افغان ملت له سیاسي جریان سره تړلی باله. نوموړي په وروستیو کلونو کې هم د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه خپل دریځونه وړاندې کول او په ۲۰۱۹ کال کې یې د دغه جریان د مشر په توګه سیاسي فعالیتونه درلودل.

نوموړی د سیاست ترڅنګ په لیکوالۍ، ژورنالیزم او فرهنګي چارو کې هم فعال و. د هغه نوم د پښتو ژبې، تاریخ، ادب او ټولنیزو موضوعاتو له لیکنو سره تړل شوی او د سوشل ډېموکراسۍ په اړه یې د کتاب ترڅنګ ګڼې مقالې هم لیکلې وې.

د کابل پوهنتون پخواني استاد محبوب شاه محبوب د واکمن پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نوموړی «یو ملتپال سیاستوال و» او د سوشل ډېموکراسۍ په اړه یې د کتاب سربېره ګڼې مقالې لیکلې وې.

د افغان ملت ګوند په لومړني تاریخ کې هم د واکمن نوم د غلام محمد فرهاد، قیام‌الدین خادم، فدا محمد فدایي او نورو مخورو ترڅنګ د دغه ګوند له فعالو غړو سره یوځای یاد شوی دی. افغان ملت ګوند په ۱۹۶۶ کال کې د غلام محمد فرهاد په مشرۍ جوړ شو او وروسته د مشرتابه او سیاسي تګلارې پر سر د اختلافونو له امله په بېلابېلو ډلو ووېشل شو.

د واکمن سیاسي ژوند یوه مهمه برخه هم د همدې وېشونو او د ګوند د هویت او مشرتابه پر سر له اختلافاتو سره تړلې وه.

د جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزیر علي احمد جلالي د واکمن پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي: «یو عمر سره ملګری و او ښې خاطرې یې راسره پاتې دي.» جلالي د واکمن کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت ترڅنګ د هغه لپاره د لوی خدای له درباره د رحمت غوښتنه کړې ده.

د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل هم ویلي چې له واکمن سره یې «د څو لسیزو راهیسې» پېژندګلوي لرله او په امریکا غږ کې یې ورسره د همکارۍ تجربه لرله. میاخېل ویلي: «تل مو به په ملي مسایلو بحث کاوه» او د نوموړي مړینه یې «نه ډکېدونکې تشه» بللې ده.

د واکمن د کورنۍ له لوري تر اوسه د هغه د جنازې او فاتحې د مراسمو د وخت او څرنګوالي په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

محمودخان اڅکزی: د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزی وايي، چې د پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان د خلکو ستونزې له یو بل سره تړاو لري او د دغه ستونزو د حل لپاره ګډ سیاسي او ولسي بحث ته اړتیا ده.

اڅکزي کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له‌خوا رابلل شوې جرګې ته د وینا پرمهال وویل، کله چې په یوه سیمه کې امنیتي وضعیت خراب شي، د خلکو ژوند او مال له ګواښ سره مخ شي او ستونزې زیاتې شي پښتانه د خپلو ستونزو د حل لپاره جرګې جوړوي.
هغه وویل، د یادې جرګې موخه د سیاسي ګوندونو غونډه نه بلکې د پښتنو او په پښتونخوا کې د مېشتو ولسونو د ستونزو په اړه د خلکو ترمنځ ګډ بحث او د حل لارې موندل دي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې سیاسي ګوندونه خپل ځانګړی اهمیت لري خو د سیمې ولسونه له کلونو راهیسې د ناامنۍ، وژنو، بې‌ځایه کېدو او نورو ستونزو سره مخ دي او د هغوی د ستونزو د بیان لپاره د ولسونو ګډه جرګه اړینه ده.
هغه وویل، افغانستان په تېرو لسیزو کې د نړۍوالو او سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالیو په ډګر بدل شوی او د روسیې، امریکا او نورو هېوادونو د جګړو له امله د افغانانو ژوند او هېواد ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر زیاته کړه، چې د افغانستان د راتلونکي په اړه باید د افغانانو ارادې ته درناوی وشي. هغه وویل، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید د سیمې هېوادونه او نړۍواله ټولنه د جګړې پرځای د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړي.
محمودخان اڅکزي وویل، د پښتنو په اړه د ترهګرۍ تصور ناسم دی او پښتانه د مېلمه پالنې او د خپل وطن د دفاع اوږد تاریخ لري. هغه وویل، په پښتني ټولنه کې مساپر ته د مېلمه په توګه درناوی کېږي او د پښتنو د ټولنې دغه ځانګړنې باید د ترهګرۍ له مفکورې سره ونه تړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې جګړې او تاوتریخوالی د بې‌انصافۍ، محرومیت او د خلکو پر وړاندې د ناسم چلند له امله رامنځته کېږي او د ستونزو د حل لپاره باید د زور پر ځای عدالت او سیاسي لارې غوره شي.
اڅکزي وویل، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د جرګې له لارې هڅه کوي چې د پښتنو ترمنځ د ګډو ستونزو په اړه یو ګډ دریځ رامنځته شي. هغه وړاندیز وکړ، چې د پښتنو د ستونزو د بحث لپاره دې درې ډوله جرګې جوړې شي؛ د پښتنو یوه ګډه جرګه، د پښتنو او افغانستان ګډه جرګه او د نړۍ د پښتنو او افغانانو په کچه پراخه جرګه.
اڅکزي همداراز وویل، چې پاکستان باید د ټولو قومونو د حقونو درناوی وکړي او د هېواد د راتلونکي لپاره باید د پښتنو، بلوڅانو، سندیانو او نورو قومونو د سیاسي او ولسي حقونو په اړه عادلانه تګلاره غوره شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ بندښت د چرګانو د روزنې صنعت سخت اغېزمن کړی

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۶:۴۱ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د پاکستان او افغانستان ترمنځ له اوږدې مودې راهیسې د سوداګریزو لارو بندښت د دواړه خواوو سوداګریز فعالیتونه سخت اغېزمن کړي، چې له امله یې د پاکستان د چرګانو له صنعت سره تړلي سوداګر، فارم لرونکي او د چرګانو پلورونکي له درنو مالي زیانونو سره مخ شوي دي.

د شمېرو له مخې، پاکستان هرکال افغانستان ته د شاوخوا ۳۲ مېلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو اړوند محصولات صادروي. په دغه محصولاتو کې یو ورځني چرګوړي، د چرګانو درمل او خپله چرګان شامل دي؛ خو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بندښت له امله د دغه توکو صادرات نږدې په ټپه درېدلي او د پاکستان د چرګانو پر ټول صنعت یې مستقیم اغېز کړی دی.

د پېښور یوه سوداګر عظیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې افغانستان ته د چرګانو د درملو او نورو محصولاتو د لېږد بندېدو د هغه کاروبار سخت اغېزمن کړی دی. هغه له افغان سوداګرو سره یې له څو کلونو راهیسې سوداګریزې اړیکې لرلې؛ خو د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله د پاکستاني سوداګرو مېلیونونه کلدارې په افغانستان کې بندې پاتې دي.

عظیم وویل، د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته په پاکستان کې د چرګانو تولید د کورني بازار له اړتیا څخه زیات شوی چې له امله یې د چرګانو بیې په پرله‌پسې ډول راټیټېږي. د هغه په وینا، په پاکستان کې اوس‌مهال د چرګوړو شمېر ډېر زیات دی؛ خو افغانستان ته د صادراتو بندښت له امله د چرګانو غوښتنه یا تقاضا کمه شوې او بیې یې هم راټیټې شوې دي.

عظیم د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دې د تورخم دروازه ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د دواړو هېوادونو د سوداګرو کاروبارونه بېرته پیل او د زرګونو کسانو روزګارونه خوندي شي.

د هوا له لارې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد ناکامه هڅه

ځینو سوداګرو د ځمکنۍ لارې تر تړل کېدو وروسته هڅه وکړه، چې چرګوړي د هوا له لارې افغانستان ته ولېږدوي؛ خو په هوايي ډګر کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي او د چرګوړو یوه لویه برخه په لاره کې له‌منځه تللې ده.

سوداګر عظیم وویل، د لارې تر تړل کېدو مخکې به یې هره میاشت شاوخوا ۸۰زره چرګوړي افغانستان ته صادرول؛ خو د ځمکنۍ لارې له بندښت وروسته دغه کاروبار نږدې په بشپړه توګه په ټپه درېدلی دی، د لارې تر بندښت وروسته شاوخوا ۸۰زره چرګوړي له‌منځه تللي چې له امله یې سوداګرو ته دروند مالي زیان واوښت.

د چرګانو فارم لرونکي هم له ستونزو سره مخ دي

که څه هم د ډیورنډ کرښې د تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو غوښه اوس د پخوا پرتله په ټیټه بیه پلورل کېږي؛ خو د چرګانو فارم لرونکي او د دغه صنعت نور کارکوونکي له اوسني وضعیت ناخوښه دي.

د پېښور د چرګانو د یوه فارم مالک محمد سلیم افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې افغانستان ته د چرګوړو د لېږد بندېدو د چرګانو د تولید ټوله لړۍ اغېزمنه کړې ده. د چرګوړو د غوښتنې کمېدو له امله ګڼ کاروباریان اړ شوي چې خپل تولید کم یا په ځینو مواردو کې په بشپړه توګه ودروي.

د نوموړي په وینا، مخکې به د دوی تولید د پاکستان او افغانستان په دوو بېلابېلو بازارونو کې وېشل کېده؛ خو اوس چې چرګوړي افغانستان ته نه ځي د تولید ډېره برخه یوازې په پاکستاني بازار کې پاتې کېږي او کورنی بازار دومره تقاضا نه‌لري.

محمد سلیم وویل، د دغه صنعت له ستونزو یوازې سوداګر نه‌دي اغېزمن شوي؛ بلکې فارم لرونکي، د دوی کارکوونکي، موټر چلوونکي، هټۍوال او زرګونه نور کسان هم له دغه کاروبار سره تړلي دي.

هغه له حکومته وغوښتل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریزې لارې بېرته پرانیستل شي؛ څو د چرګانو په ګډون د نورو توکو سوداګري هم عادي حالت ته وګرځي.

د چرګانو ټېټې بیې

د پېښور د چرګانو یو پلورونکي احسان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په پاکستان کې د چرګانو عرضه زیاته شوې او په پایله کې یې بیې د پام وړ ټیټې شوې دي.

هغه وویل، اوس‌مهال په پېښور کې د یو کیلو چرګ بیه شاوخوا ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارې ده؛ په داسې حال کې چې پخوا یې بیه شاوخوا ۴۵۰ تر ۵۰۰ کلدارو ته رسېدله.

د دغه صنعت فعالان وايي، که څه هم د چرګانو د بیو له کمښت څخه عامه خلکو ته ګټه رسېږي؛ خو د اوږدې مودې لپاره ټیټې بیې د فارم لرونکو او سوداګرو لپاره د زیان لامل ګرځي، ځکه چې د چرګانو د خوراک، درملو، برېښنا، کارګرو او نورو تولیدي لګښتونو کچه لا هم لوړه ده.

دوی ټینګار کوي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو پرانیستل به نه یوازې د دغه صنعت ستونزې راکمې کړي؛ بلکې له دغه صنعت سره د تړلو زرګونه کسانو کاروبارونه او روزګارونه به هم بېرته فعال کړي.

بلوچستان کې د افغانانو د وژنو لړۍ؛ روان کال کې د پخوانیو نظامیانو په ګډون ۱۳کسان وژل شوي

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۵:۴۲ GMT+۱
100%

د افغانستان انټرنشنل پښتو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال له پیل راهیسې د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې لږترلږه ۱۳ افغانان د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي؛ خو د دغه پېښو عاملان لاتراوسه نه‌دي نیول شوي او د پلټنو پایلې هم نه‌دي اعلان شوې.

تازه پېښه (د اګسټ ۲۸مه) د کوټې ښار اړوند د کچلاغ سیمې د ډي اېچ اې په شاوخوا کې شوې ده. پولیس وايي، یو افغان وګړی د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژل شوی دی. پولیسو د پېښې پخلی کړی؛ خو د وژل شوي کس هویت یې نه‌دی څرګند کړی او یوازې یې ویلي چې نوموړی د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکی و.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۲۳مه) د کوټې ـ مستونګ پر لویه لار د شیخ زاید روغتون ته څېرمه دوه پخواني افغان نظامیان احمد چې په «لومړي بریدمن» مشهور و او ادیبار د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي.
په همدې سیمه کې د سونا خان څلورلارې ته څېرمه هم (د اګست ۱۸مه) پر افغان وګړو د ناپېژاندو وسله‌والو د ډزو په یوه بله پېښه کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پېښې ټپي شوي کس پولیسو ته ویلي و، چې دوی د مزدورۍ لپاره د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان سیمې ته روان وو.
تر دې وړاندې (د اګسټ ۱۵مه) حضرت الله چې په «ورور اڅکزي» مشهور و، په کوټه کې په ډزو وژل شوی و. نوموړی د افغانستان د پخواني حکومت د پولیسو غړی و او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کوټه کې اوسېده.
همداراز (د اګسټ ۱۴مه) د کوټې په هزارګنجي سیمه کې په یوه وسله‌وال برید کې یو افغان وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي وو. د سرچینو په وینا، دغه پېښه د پخوانیو افغان نظامیانو ترمنځ د شخړې له امله رامنځته شوې وه.
د روان کال په فبرورۍ کې د پنجګور ولسوالۍ د پروم په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه افغانې ښځې وژل شوې او درې نور افغانان ټپیان شوي وو. پولیسو هغه مهال ویلي وو، چې یاد کسان په ناقانونه ډول ایران ته روان وو.
په یوه جلا پېښه کې د عبدالله کلا ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې (د اپرل ۲۶مه) دوه افغان وګړي هم په ډزو وژل شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه کسان د مزدورۍ لپاره سیمې ته تللي وو.
(د جون پر ۲۰مه) د کیچ ولسوالۍ په هوت‌اباد سیمه کې امنیتي ځواکونو پر یوه موټر ډزې کړې وې. د راپورونو له مخې، په موټر کې سپاره کسان ایران ته روان وو. په دغه پېښه کې یو افغان وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.
همداراز د جون پر ۳۰مه د پښین ولسوالۍ په یوه سیمه کې د طالبانو له‌خوا د ادعا شوي ډرون برید له امله درې افغانان ټپیان شوي وو.
د ګڼو پېښو عاملان لا نه‌دي نیول شوي
په بلوچستان کې د افغانانو د وژنې او ټپي کېدو په ډېرو پېښو کې تراوسه د بریدونو عاملان نه‌دي نیول شوي او نه هم د پلټنو پایلې له خلکو سره شریکې شوې دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو د دغه پېښو په اړه د بلوچستان حکومت د کورنیو چارو له سلاکار بابر یوسفزي څخه هم د نظر غوښتنه کړې او د واټس‌اپ له لارې یې ورته پوښتنې استولې دي؛ خو د راپور تر خپرېدو پورې د بلوچستان حکومت رسمي ځواب نه‌دی ترلاسه شوی.
په پاکستان کې مېشت یو پخواني افغان پوځي او «په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو عالي شورا» د رهبرۍ غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې اوس‌مهال یوشمېر پخواني افغان نظامیان په پاکستان کې هم مېشت دي.
د نوموړي په وینا، له یادې شورا سره تر ۲۰۲۲کال وروسته شاوخوا ۱۵۰۰ پخواني افغان نظامیان ثبت شوي چې نږدې ۵۰ یې ښځې دي. نوموړي د ۲۰۲۵کال د بلوچستان یوه پېښه هم یاده کړه، چې شپږ پخواني افغان نظامیان په‌کې د ناپېژاندو وسله‌والو له‌خوا وژل شوي وو.
د سرچینو په وینا، په بلوچستان کې د افغان وګړو پر وړاندې د ورته پېښو دوام په ځانګړي ډول د پخوانیو افغان نظامیانو په اړه د هغوی د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ویزې د محدودیتونو له امله د بشري حقونو فعاله په اکسفورډ پوهنتون کې له زده‌کړو پاتې شوه

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۳۰ اګست ۲۰۲۶، ۰۴:۳۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو فعاله عایشه خرم چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته جلاوطنه شوې، د برېتانیا د ویزې د محدودیتونو له امله ونه توانېده چې په اکسفورډ پوهنتون کې د ماسټرۍ زده‌کړې پیل کړي.

۲۷ کلنه عایشه خرم د کابل اوسېدونکې ده. هغې سږکال په مئ میاشت کې د اکسفورډ پوهنتون د ډیپلوماټیکو مطالعاتو د ماسټرۍ په پروګرام کې د زده‌کړو لپاره د داخلې وړاندیز ترلاسه کړ؛ خو دوه میاشتې مخکې د برېتانیا حکومت د افغانستان، میانمار، کامرون او د سوډان وګړو لپاره پر ویزو محدودیت لګولی و.

د انډیپنډنټ د راپور له مخې، اکسفورډ پوهنتون په روان ښوونیز کال کې ۱۵ افغان زده‌کړیالانو ته د داخلې وړاندیز کړی؛ خو د ویزې د محدودیتونو له امله ښايي یوشمېر دغه زده‌کوونکي ونه شي کړای خپلې زده‌کړې پیل کړي.

عایشه خرم وايي، د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له افغانستان نه جلاوطنه شوه، بې‌ځایه کېدل یې تجربه کړل او د خپلې زده‌کړې د بیا پیلولو لپاره یې ډېرې ستونزې وګاللې. نوموړې وايي، بالاخره یې د نړۍ له مشهورو پوهنتونونو څخه په یوه کې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کړ؛ خو یوازې د افغانستان پاسپورټ لرلو له امله له دغه فرصت څخه د ګټې اخیستنې اجازه نه ورکول کېږي.

خرم د ۲۰۲۱کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان نه وتلې وه. هغه مهال نوموړې د کابل پوهنتون د خپلې لېسانس دورې په وروستي سمسټر کې وه. نوموړې په ۲۰۱۹کال کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د لومړۍ ښځینه ځوانې استازې په توګه هم دنده ترسره کړې وه او له همدې امله یې د خپل امنیت په اړه د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه لرله.

عایشه د ایران له لارې جرمني ته ورسېده او هلته یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې. وروسته یې له ملګرو ملتونو سره د کار پرمهال له افغان نجونو سره مرسته وکړه، چې له بدیلو لارو خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د زده‌کړو د محدودیتونو له امله مېلیونونه نجونې له زده‌کړو او د لوړو زده‌کړو له فرصتونو بې‌برخې دي.

د یونیورسټیز اف سېنکچوري شبکې د برېتانیا د ویزې پر محدودیتونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه ډول اقدامات کولی شي د جګړو او بحرانونو له امله اغېزمنو هېوادونو د وړتیا لرونکو زده‌کوونکو لپاره په برېتانیا کې د زده‌کړو فرصتونه محدود کړي.

اکسفورډ پوهنتون ویلي، چې دغه پوهنتون له بحراني شرایطو څخه د راغلو زده‌کوونکو د ملاتړ او د هغوی د دغه وړتیا برابرولو لپاره چې خپلې څوکۍ ترلاسه کړي پر خپلې ژمنې ولاړ دی. بلخوا د برېتانیا حکومت وايي، چې د ویزې محدودیتونه د سرحدونو د امنیت پیاوړتیا او د هېواد د پناه غوښتنې پر نظام د فشار کمولو لپاره اړین دي.