د دې مانیفیست لیکوالان وايي چې د دوی په جریان کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو، حزبونو، فکري جریانونو او ګوندونو کسان شامل دي او په منځ کې یې هم پر اسلام باور لرونکي او هم غیرمذهبي کسان شته. دوی ادعا کوي چې د دغه جریان شمېر له میلیونونو اوړي، خو په منشور کې یې د غړو مشخص نوملړ نه دی خپور شوی.
د افغان سیکولرانو په وینا، د دوی د مانیفیست اساسي موخه دا ده چې دین له سیاسي واک او دولتي نظام څخه جلا شي.
دوی سیکولریزم د دین ضد یا د خدای د نه منلو په معنا نه، بلکې د سیاست، ټولنې او اقتصاد د غیر دیني کولو په معنا تعریفوي او وايي چې دین باید د انسان د شخصي عقیدې او روحانیت په حوزه کې پاتې شي.
د مانیفیست په لومړۍ ماده کې ویل شوي چې دیني افراط او پر نورو د ځانګړو دیني تعبیرونو تپل د افغانستان د جګړې او بدمرغۍ له مهمو لاملونو څخه دي او باید په سیاسي او دولتي کچه د دین په نوم سیاست پای ته ورسېږي.
د سند په دویمه ماده کې د افغانستان د ټولو قوانینو د «غیر دیني او عقلي» کېدو غوښتنه شوې ده.
د مانیفیست لیکوالان وايي چې قاضیان باید د فقهي زده کړو پر ځای معاصرې حقوقي زدکړې ولري او د شرعیت ځینې اصول، لکه حدود او قصاص، چې دوی یې د انسان له کرامت سره په ټکر کې بولي، باید لغوه شي. دوی غواړي چې قوانین د بشري حقونو له معیارونو سره همغږي شي.
د افغان سیکولارانو د مانیفیست په اوومه ماده کې بیا غوښتنه شوې چې دولت باید په دیني او عقیدوي مسایلو کې بېطرفه وي او د هېڅ دیني نظر، حتی د اکثریت د نظر، پر بنسټ دولتي پالیسۍ جوړې نه کړي.
د مانیفیست په درېیمه ماده کې د مذهبي ازادۍ غوښتنه شوې او ویل شوي چې په دې ازادۍ کې «له مذهبه ازادي» هم شامله ده.
د څلورمې مادې له مخې، د دین پرېښودل او د دین بدلول باید جرم ونه ګڼل شي او د سیکولر ژوند حق باید د اساسي بشري حق په توګه په قانون کې ثبت شي. د شپږمې مادې له مخې، ټول دینونه او مذهبونه باید حقوقي برابر وبلل شي او د بېدینۍ موقف هم باید په رسمیت وپېژندل شي.
د افغان سیکولرانو د مانیفیست د پینځمې مادې له مخې، د افغانستان تعلیمي نظام باید غیر دیني شي. مانیفیست وړاندیز کوي چې په ښوونځیو کې دې د مذهبي زدکړو پر ځای معاصر علمي مضامین تدریس شي او دین دې د ټولنپوهنې، بشرپوهنې او دینپوهنې له زاویې وڅېړل شي.
په دې ماده کې د شرعیاتو پوهنځیو پر ځای د قانونپوهنې پوهنځیو د جوړولو وړاندیز هم شوی دی.
د مانیفیست په اتمه ماده کې د افغانستان د اقتصاد د غیر دیني کېدو غوښتنه شوې او ویل شوي سود، چې د لیکوالانو په باور د معاصر اقتصاد مهمه برخه ده، باید په هېواد کې قانوني شي.
همدارنګه د ښځو په اړه د مانیفیست په نهمه ماده کې پر حجاب او پردې د اجباري مقرراتو د پای ته رسېدو غوښتنه شوې، خو ویل شوي چې ښځې باید د حجاب د اغوستلو د انتخاب حق ولري.
په یولسمه ماده کې د ښځو او نارینهوو د مساوي میراث غوښتنه شوې ده.
همداراز په دولسمه ماده کې د نکاح او طلاق په برخه کې د ښځو او نارینهوو د مساوي واک غوښتنه شوې او د مهر د لغوه کېدو او د مدني واده د قانوني پېژندلو وړاندیز شوی دی.
د دیارلسمې مادې له مخې، له یوې څخه د ډېرو ښځو کول باید منع شي او د ماشومانو واده باید جرم وبلل شي، په دې ماده کې د ۱۸ کلنۍ عمر د واده لپاره د معیار په توګه د منلو غوښتنه هم شوې ده.
د مانیفیست په څوارلسمه ماده کې د بیان د بشپړې ازادۍ غوښتنه شوې ده.
همدارنګه د لسمې مادې له مخې، دولت باید جوماتونه، مندرونه او کلیساوې جوړې نه کړي او د مانیفیست لیکوالان د حج او اوقافو وزارت د لغوه کېدو غوښتنه کوي.
دوی وايي دیني شخصیتونه باید د نورو وګړو په څېر د کار او ژوند حق ولري، خو دولت باید هغوی ته له دولتي بودجې معاش ور نه کړي.
په اولسمه ماده کې مدرسې د افراطیت له مهمو مرکزونو څخه بلل شوې او د افغانستان د مدرسو د تړلو غوښتنه شوې ده.
د مانیفیست لیکوالان وايي چې د دوی هدف د اسلام یا بل دین مخالفت نه دی.
د نولسمې مادې له مخې، دوی سیکولریزم خپل فکري باور او ابتکار بولي، د افغانستان د «غربي کېدو» مخالفت کوي او وايي چې پر افغان کلتور او هویت ویاړي او د دیني شعایرو درناوی کوي.
د مانیفیست په شلمه ماده کې هم سیکولریزم د مذهب پر خلاف جریان نه، بلکې د دین د احترام او خوندیتوب لپاره یوه زمینه بلل شوې ده.
دوی اسلام د افغانستان د تمدني هویت او تاریخ مهمه برخه ګڼي او د اسلامي کلتوري میراث ساتنه مهمه دنده بولي.
د «افغان سیکولرانو» دا مانیفیست په داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه د بېلابېلو سیاسي او فکري جریانونو ترمنځ بحثونه روان دي.
د دغه جریان طرحه یوازې د حکومت د بدلون غوښتنه نه کوي، بلکې د دین او دولت د اړیکو، قانون، تعلیم، اقتصاد، ښځو، مذهبي ازادیو او ټولنیزو چارو د بنسټیز بدلون غوښتنه کوي.
خو دا چې دغه طرحه به په افغانستان کې، چې دین او دودونه د خلکو د ټولنیز ژوند مهمې برخې دي، څومره ملاتړ ترلاسه کړي او «افغان سیکولران» به وکولای شي له دغه مانیفیست څخه یو پراخ سیاسي حرکت جوړ کړي، لا روښانه نه ده.