د پروژې اصلي موخه د هغو کلیوالو خلکو د ژوند د وضعیت او اقتصادي مقاومت پیاوړتیا ده چې پخوا یې د کوکنارو له کښت څخه عاید ترلاسه کاوه. د پروژې له لارې به دغو خلکو ته د کوکنارو پر ځای د دوامدارو او بدیلو معیشتي سرچینو د رامنځته کولو زمینه برابره شي.
د جاپان او د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو چارو دفتر (UNODC ) په وینا، دغه پروژه به د نشهیي توکو د استعمال د مخنیوي او درملنې خدمتونه هم پراخ کړي او له هغو کسانو سره به مرسته وکړي چې د نشهیي توکو د استعمال له ستونزو سره مخ دي یا له دغه خطر سره مخامخ دي.
تمه ده چې د بدیلو معیشتي پروګرامونو له لارې شاوخوا ۸۰۰۰ هغه کورنۍ، چې پخوا یې کوکنار کرل، ګټه ترلاسه کړي. د دغو کورنیو د غړو شمېر نږدې ۵۶ زره کسانو ته رسېږي. همدارنګه اټکل شوی چې شاوخوا ۴۵ زره کسان چې د نشهیي توکو د استعمال له خطر سره مخ دي یا د نشهیي توکو د استعمال له امله اغیزمن دي، د درملنې، بیارغونې او ټولنیز ادغام له خدمتونو برخمن شي.
په کابل کې د جاپان د حکومت سفیر کینیچي ماساموتو وویل چې له نشهیي توکو سره مبارزه هغه برخه ده چې افغانستان او نړیواله ټولنه پکې ګډې ګټې او مسوولیتونه لري. نوموړي ټینګار وکړ چې دوامدار پرمختګ د افغانانو د مالکیت او د نړیوالې ټولنې د رغنده همکارۍ له لارې ترلاسه کېدای شي.
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) د افغانستان مشر سوتا توسا کا وویل چې د دې ادارې د اوږدې همکارۍ پر بنسټ به د زیانمنو خلکو لپاره د دوامدار معیشت فرصتونه پراخ شي او د هغوی د اقتصادي مقاومت، عزت او پر ځان د بسیا کېدو ملاتړ به وشي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې پروګرامد افغانستان استازي پولیاک اوک سري هم وویل چې د جاپان دوامدار ملاتړ د افغانستان د نشهیي توکو له اقتصاد او د نشهیي توکو له استعمال سره د تړلو پېچلو ستونزو په حل کې مهم دی.
د ښځو پر کار تر بندیز وروسته په کندهار کې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې له سختو اقتصادي او رواني ستونزو سره مخ دي او د محدودیتونو له امله ان خپل غږ هم نهشي پورته کولای. وړاندې په کندهار کې تر ۵۰ زیاتې ښځینه خبریالانې پر کار بوختې وې؛ خو اوس یې غږ خاموش شوی.
هغه نجونو چې د راډیوګانو او ټلوېزیونونو له لارې د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو ستونزو او غوښتنو ته انعکاس ورکاوه، اوس په کور ناستې دي او ډېری یې له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او رواني فشارونو سره مخ دي.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې په راډیوګانو او ټلوېزیونونو کې ۵۵ ښځینه خبریالانو کار کاوه چې له دې ډلې درې یې په اداري برخو کې او نورې د راپورونو، خپرونو او پروګرامونو په جوړولو بوختې وې.
یوه پخوانۍ خبریاله چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په کور ناسته ده د نوم نه ښودلو په شرط وايي، مخکې نه یوازې دا چې د خلکو غږ یې پورته کولای شو بلکې د کار له لارې یې اقتصادي وضعیت هم ښه و.
هغه وایي: «پنځه کاله کېږي چې پر کور ناسته یم هیڅ کار نهشته او نه د کار اجازه شته، یو څه وخت مې معلمي وکړه. له هغه ځایه یې هم ځواب کړم، اوس مو په کور کې نارینه هم بېکاره دي، حیرانه یم چې څه وکړم. دې ته مجبوره یم، چې د خلکو د کورونو کار وکړم خو هغه هم نه پيدا کېږي».
یوه بله ښځینه خبریاله چې پخوا یې په سمهییزو راډیوګانو او ټلوېزیون کې کار کړی دی وایي، بېکارۍ یې اقتصادي ستونزې ډېرې کړې او ان د خپل وضعیت په اړه د شکایت کولو جرات هم نهلري.
ځدراڼ په وینا، په خوب کې د بایسکل لرلو به دومره خوشاله کاوه چې ټول غمونه به یې هېرول. خو دا خوښي به له خوبه د راویښېدو سره پای ته رسېده.
هغه لیکلي: «خو افسوس، کله به چې له خوبه راویښ شوم، بایسکل به نه و. بیا به مې ټوله ورځ په همدې غم تېره کړه او له ځان سره به مې فکر کاوه چې کاشکې هغه بایسکل رښتیا هم زما وای».
ځدراڼ په ماشومتوب کې د ښوونځي له پنځم ټولګي وروسته ښوونځی پرېښود او له طالبانو سره یوځای شو. نوموړي په پیل کې په خوست کې د پخواني افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د طالبانو پاڼې او تبلیغاتي لیکنې وېشلې.
د هغه کورنۍ په یوه خټین کور کې اوسېده چې برېښنا او روانې اوبه یې نه لرلې. پلار یې دیني ښوونکی و او د خپل وخت ډېره برخه یې په جومات کې تېروله. ضعیف لیکلي چې د شپې به هغه او خور یې د لېوانو له غږونو وېرېدل او یو د بل تر څنګ به کښېناستل، څو پلار یې بېرته راشي.
کله ناکله به یو ګاونډی ورغی، د هغوی پر سر به یې لاس راکاږه او د پاچاهانو، شهزادګانو او ماڼیو کیسې به یې ورته کولې. له کیسو بهر، د دې کورنۍ ژوند له وچکالۍ، د خوړو له کمښت، د ژمي له نامناسبو جامو او د کافي سونتوکو له نشتوالي سره تېرېده.
هغه هلک چې د خپل پلار هویت یې پټولو
د ملا محمد یعقوب د طالبانو د بنسټګر ملا عمر زوی او د دغه ډلې د اوسني دفاع وزیر ماشومتوب هم ځانګړې کیسه لري. د هغه په روایت کې د ژوند تر ټولو مهمه مسئله د داسې پلار په نوم ژوند کول وو چې هویت یې باید پټ پاتې شوی وای.
د طالبانو اوسنی مشر تر اوسه ان د طالبانو په منځنیو کچو کې هم ډېرو کسانو نه دی لیدلی. د هغه د ژوند په اړه یوه روایت وايي چې نوموړی له ماشومتوبه ګوښه او له خلکو لرې و. د شته معلوماتو له مخې، هغه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سپین روان کلي کې لوی شوی دی. پلار یې د جومات امام و او کورنۍ یې له اقتصادي پلوه ساده ژوند درلود.
د سیمې اوسېدونکو ویلي چې د هغه کورنۍ په قومي غونډو او سیاسي فعالیتونو کې څرګند رول نه درلود. د اخوندزاده د ماشومتوب او ځوانۍ ډېره برخه په جومات او دیني مدرسه کې تېره شوې ده.
هغه هېڅکله پوهنتون او ان ان د عصري ښوونځیو لوړو ټولګیو ته هم نه دی تللی.
د طالبانو د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په اړه هم ورته روایت شته. د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د هغه پلار د جومات ملا و او کورنۍ یې نه ډېرې ځمکې لرلې او نه یې هم بڼونه وو.
محمد حسن له ماشومتوبه له خپل پلار سره جومات ته تللو او د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د خپلو ډېرو همعمره ماشومانو خلاف یې د کلي په لوبو او د ماشومانو په سیالیو کې لږه ونډه اخیسته. د هغه د ورځني ژوند ډېره برخه د کور، جومات او دیني مدرسې تر منځ تېره شوه.
د کډوالۍ د کمپونو او نیمګړو ښوونځیو نسل
کډوالي او نیمګړې زدهکړې د طالبانو د یو شمېر نورو چارواکو په ژوند کې هم تکرار شوې دي.
د طالبانو له لوړپوړو مشرانو څخه خیرالله خیرخواه هم په ماشومتوب کې له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته ولاړ او خپلې دیني زدهکړې یې کوټې ته نږدې د سرانانو د کډوالو په کمپ کې پیل کړې.
د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد په رسمي ژوندلیک کې راغلي چې پلار یې خیاط و او نوموړي له دیني مدرسو کې تر زدهکړو وروسته، شاوخوا ۱۶ کلنۍ کې له طالبانو سره یوځای شو.
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور هم د خپل رسمي ژوندلیک له مخې، د ځوانۍ په منځنیو کلونو کې خپلې زدهکړې پرېښودې او د شوروي اتحاد پر ضد جګړې ته داخل شو.
هغه ماشومان چې جګړې ترې کورنۍ جوړه کړه
پاکستانی لیکوال او څېړونکی احمد رشید په خپل کتاب «طالبان» کې د دې ډلې لومړی نسل «د جګړې یتیمان» بللي دي.
د هغه په روایت، ډېری دغه کسان یوازې په واقعي مانا یتیمان نه وو، بلکې د عادي کورني ژوند، ګاونډ، قومي مشرانو او باثباته ټولنې له تجربې پرته لوی شوي وو. د هغوی یوه برخه د ماشومتوب ډېره موده د کډوالو په کمپونو یا له ټولنې جلا مدرسو کې تېره کړې او په سوله کې د ژوند روښانه انځور یې نه درلود.
د جمهوري نظام پر مهال د پوهنې وزارت د سواد زدهکړې مرستیال سردار محمد رحیمي وایي، د طالبانو له خوا د خصوصي پوهنتونونو له نصاب څخه د حقوقو، سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو د څانګو حذفول به هېواد له سخت فکري، کلتوري او سیاسي بحران سره مخ کړي.
هغه له ایراني رسنۍ «ایراف» سره په مرکه کې زیاته کړې، چې دا پرېکړه یوازې د محصلانو د کمښت یا د تدریس د ټیټ کیفیت له امله نه ده، بلکې د پوهنتون، عصري علومو او د هېواد د سیاسي جوړښت په اړه د طالبانو د ایډیالوژیک لیدلوري له مخې شوې ده.
هغه وویل، چې په علومو کې د حکومت د جوړېدو د نظریو، د دولت د دندو، د دولت او وګړو د اړیکو او د ملي حاکمیت د ارزښتونو په اړه بحث کېږي، خو طالبان له دغو مبانیو سره جدي ستونزه لري او هغه د خپل نظام سره برابر نه بولي. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو په لیدلوري کې د «ښاریتوب» او «حقوقو» مفهوم ځای نه لري او دوی د خلکو لپاره د «رعیت» اصطلاح کاروي، ځکه نو د داسې علومو تدریس چې محصلان له خپلو حقونو او د معاصرو سیاسي نظامونو له کارکړنو سره اشنا کوي، د خپل نظام لپاره یو ګواښ ګڼي.
د دغه پخواني چارواکي او د پوهنتون استاد په وینا، پوهنتون د یوه عصري بنسټ په توګه د تفکر، نقد او څېړنې پر اساس ولاړ دی چې دا چاره د طالبانو له فکري نظام سره په ټکر کې ده. رحیمي وویل، چې د طالبانو د تېرو پنځو کلونو تګلارې، په ځانګړې توګه د نجونو پر زده کړو بندیز، د استادانو اخراج، د جامو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې په پوهنتونونو کې د هلکانو انګېزه هم په بېساري ډول کمه شي.
هغه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې وویل چې په هېواد کې د فعالو خصوصي پوهنتونونو شمېر له ۱۲۰ څخه تر ۳۰ پورې راکم شوی دی.
دغه پخواني چارواکي ټینګار وکړ چې د حقوقو او سیاسي علومو په څېر د بشري علومو حذفول به په افغانستان کې سیاسي او ټولنیزه بېثباتي نوره هم زیاته کړي. هغه زیاته کړه چې د نړیوالو اړیکو د څانګې له منځه وړل د نړۍ د پېژندنې او ډیپلوماټیک ظرفیت د کمزورتیا په مانا ده چې افغانستان به نور هم منزوي کړي. رحیمي پر کډوالو او نړیوالو کلتوري بنسټونو غږ وکړ چې په هېواد کې د انلاین زده کړو ملاتړ وکړي، خو خبرداری یې ورکړ چې تر څو اوسنی سیاسي او ایډیالوژیک جوړښت بدلون ونه کړي، د زده کړو د بحران اساسي حل ستونزمن دی.
په افغانستان کې د پوهنتونونو د نصاب د بدلولو او د بشري علومو د محدودولو هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د طالبانو حکومت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دیني مدرسو پر پراخولو او د عصري علومو پر ځای د دیني ثقافت پر تدریس تمرکز زیات کړی دی. دغه وضعیت نه یوازې په کور دننه د بشري حقونو او ښځو د زده کړو د محدودیتونو له امله د نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی، بلکې د هېواد د راتلونکي علمي او کلتوري هویت په اړه یې اندېښنې راپارولې دي.
فضل محمود فضلي د افغانستان د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر او د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوړپوړو سلاکارانو څخه و. نوموړی د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه له اشرف غني سره یوځای له کابل څخه ووت او اوس په سوېډن کې ژوند کوي.
د افغانستان اکثریت ګوند په خپل منشور کې د طالبانو حکومت «استبدادي» بللی او د افغانستان لپاره یې د متمرکز نیمهریاستي نظام د جوړېدو ملاتړ کړی دی.
د منشور په درېیم محور، «د خپلواک او مترقي دولت جوړونه» کې راغلې: ««موږ د افغانستان د تاریخي تجربو، ټولنیز ـ اقتصادي جوړښت، سیاسي ثبات او امنیتي واقعیتونو ته په کتو د متمرکز نیمهریاستي نظام پلویان یوو».
د دې ګوند په منشور کې راغلي چې راتلونکی حکومت باید د خلکو په ازادو رایو جوړ او واکونه یې د اجرائیه، مقننه او قضائیه قوو ترمنځ ووېشل شي.
اکثریت ګوند وړاندیز کړی چې په دغه نظام کې دې ولسمشر د خلکو په مستقیمو رایو وټاکل شي او لومړی وزیر دې د ولسمشر له خوا معرفي او له کابینې سره یوځای د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړي.
په سند کې راغلي: «حاکمیت د خلکو مسلم حق دی او هېڅ ډله یا فرد نه شي کولای ملي حاکمیت په خپل انحصار کې وساتي».
دغه ګوند ځان یو ولسواک، ملتپال او پرمختګپال سیاسي جریان بولي. د ګوند په منشور کې د شاه امانالله خان د دولت جوړونې او عصري کولو سیاستونه او د خان عبدالغفار خان د ټولنیزې مبارزې لارې د الهام سرچینې یادې شوې دي.
اکثریت ګوند همدارنګه د ښځو او ځوانانو پر سیاسي او اقتصادي ګډون، د مسلکي او غیرسیاسي وسلهوالو ځواکونو پر جوړېدو او سیمهییزو ادارو ته د بودجوي او اداري واکونو پر سپارلو ټینګار کړی دی.
دغه جریان په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د هر ډول پوځي اډو له جوړېدو سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د هېواد بهرنی سیاست باید د متقابل درناوي، توازن او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي.
طالبانو د سیاسي ګوندونو د فعالیت جوازونه لغوه کړي او په افغانستان کې یې د سیاسي جریانونو فعالیت منع کړی دی. له دې سره هممهاله، یو شمېر افغان سیاسي او مدني فعالانو په بهر کې بېلابېل سیاسي او پوځي جریانونه جوړ کړي دي.
یو شمېر سیاسي څارونکي وایي، د طالبانو مخالف جریانونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې تر یوه چتر لاندې راټول او ګډه سیاسي برنامه وړاندې کړي. د دوی په باور، پراکندګي او خپلمنځي اختلافونه لا هم د طالبانو د مخالفانو له مهمو ننګونو څخه دي.