د «کمبریج افغانستان د غونډو لړۍ» پنځمه دوره د جمعې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د بریتانیا په کمبریج ښار کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان دننه او بهر لسګونو سیاسي څېرو، د پوهنتون استادانو، مدني فعالانو او د ښځو د خوځښتونو استازو ګډون کړی وو.
د غونډې اصلي بحث د طالبانو د بېلابېلو مخالفو ډلو ترمنځ د ګډو او بېلابېلو دریځونو څېړل او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د ګډ کار د لارو چارو موندل وو.
د موزاییک بنسټ مشر او د دې غونډې سمبالونکی زلمي نشاط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کمبریج په تېرو څلورو غونډو کې د بېلابېلو ډلو له لوري د افغانستان د راتلونکي لپاره وړاندې شوي پلانونه او نقشې څېړل شوي او په ټولیز ډول پر ۲۱ نقشو او طرحو بحث شوی دی.
د هغه په وینا، د دغو اسنادو څېړنې ښودلې، که څه هم د بېلابېلو ډلو ترمنځ سیاسي او فکري توپیرونه شته، خو د دوی په دریځونو کې د پام وړ ګډ ټکي هم شته او یوازې شاوخوا لس سلنه موضوعات لا هم د جدي اختلاف وړ دي.
نشاط زیاته کړې، چې د کمبریج د پنځمې غونډې ډېره برخه همدغو اختلافونو ته ځانګړې شوې وه او ګډونوالو په پنځو بېلابېلو ناستو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د بنسټیزو موضوعاتو په تړاو بېلابېل نظرونه وڅېړل.
پنځه مهم اختلافونه
د زلمي نشاط په وینا، د بحث له لومړنیو مهمو موضوعاتو څخه یوه په افغانستان کې «جوړښتي ستونزې او جوړښتي عدالت» وو. دا موضوع د تاریخي نابرابرۍ، د واک د وېش او په راتلونکي کې د یوه عادلانه نظام د جوړولو له څرنګوالي سره تړاو لري.
د سیاسي بدلون لپاره لارې چارې هم د بېلابېلو مخالفو ډلو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه وې. ځینې ډلې باور لري، چې په اوسنیو شرایطو کې له طالبانو سره له وسلهوالې مبارزې پرته سیاسي بدلون ناشونی دی. خو ځینې نورې ډلې بیا پر خبرو، سیاسي فشار او له تاوتریخوالي پرته لارو چارو ټینګار لري.
د افغانستان په راتلونکي کې د نړیوالې ټولنې رول هم د غونډې له مهمو بحثونو څخه وو. د نشاط په وینا، د ګډونوالو یوه ډله باور لري، چې نړیواله ټولنه باید د ۲۰۰۱ کال په څېر د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې یو مهم رول ولوبوي. خو بله ډله بیا وايي، چې د افغانستان او نړۍ اوسني شرایط له هغه وخت سره توپیر لري او افغانان باید د خپل برخلیک په ټاکلو او د خپل هېواد د سیاسي راتلونکي په جوړولو کې اساسي رول ولري.
د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام جوړښت هم د ګډونوالو ترمنځ د بېلابېلو نظرونو موضوع وه. ځینو ګډونوالو له فدرالي نظام څخه ملاتړ وکړ، ځینو د واک د غیر متمرکز نظام غوښتنه وکړه او یوې بلې ډلې بیا د مرکزي حکومت د جوړښت پر ساتلو ټینګار وکړ.
د پیسو، ملي هویت او ملي نښو اړوند موضوعات هم د سیاسي او مدني ډلو ترمنځ د اختلاف له نورو برخو څخه وبلل شول.
زلمي نشاط ټینګار کړی، چې د کمبریج غونډې موخه دا نهده چې په سمدستي ډول پر ټولو دغو موضوعاتو هوکړه وشي، بلکې موخه یې دا ده، چې اختلافونه په ډاګه وپېژندل شي، په اړه یې خبرې وشي او هغه برخې وموندل شي چې بېلابېلې ډلې پرې ګډ کار کولی شي.
مقاومت جبهه: اختلاف د یووالي د نشتوالي معنا نهلري
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري په دې غونډه کې ویلي، چې د طالبانو د مخالفو ډلو اېتلاف باید د سیاسي او ټولنیزو ځواکونو پراخې برخې په ځان کې راونغاړي.
هغه ویلي، چې په داسې اېتلاف کې وسلهوالې مقاومتي ډلې، لکه د مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه، په مدني مقاومت کې ښکېلې ښځې، سیاسي خوځښتونه، مدني ټولنې او ډیموکرټیک ځواکونه شاملېدای شي.
نظري ټینګار کړی، چې د پراخ اېتلاف جوړېدل باید د ټولو ډلو ترمنځ د اساسي قانون یا د راتلونکي حکومت د جوړښت پر ټولو جزییاتو تر بشپړې هوکړې پورې تړلي نهوي.
د هغه په وینا، د طالبانو مخالفې ډلې په ډېرو بنسټیزو موضوعاتو کې ګډ مشترکات لري او کولای شي پر بنسټیزو اصولو، د انتقالي پړاو پر تګلارې او د یوه ډیموکراټیک افغانستان پر جوړولو ګډ کار وکړي؛ داسې افغانستان چې ټول وګړي پهکې له برابرو حقونو برخمن وي.
د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر ویلي، چې د نظرونو توپیر د افغانستان د قومي، مذهبي، سیاسي او ټولنیز تنوع څرګندونه کوي او د نظر اختلاف باید د ماتې یا د یووالي د نشتوالي نښه ونه ګڼل شي.
هغه زیاته کړې، چې په یوې ډیموکراټیکه ټولنه کې یووالی د دې معنا نه لري چې ټول خلک باید یو شان نظر ولري، بلکې یووالی باید «په ډېروالي کې د یووالي» پر بنسټ رامنځته شي.
ازادۍ جبهه: وروستۍ پرېکړه باید د خلکو وي
د ازادۍ جبهې د سیاسي دفتر مشر داوود ناجي ویلي، چې د طالبانو پر وړاندې وسلهواله مبارزه د تېر سپټمبر د کمبریج غونډې له ترسره کېدو راهیسې پراخه شوې او د طالبانو مخالفو ډلو په ځانګړي ډول د ازادۍ جبهې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپل عملیات زیات کړي دي.
هغه ویلي، چې د ازادۍ جبهه له هغو سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ډلو سره همکاریو ته چمتو ده چې د بشري حقونو، ازادۍ او ولسواکۍ پر اصولو باور لري.
ناجي ټینګار کړی، چې سیاسي ډلې حق لري د افغانستان د راتلونکي حکومتولۍ په اړه خپل بېلابېل ماډلونه او نظرونه وړاندې کړي، خو په پای کې باید د خلکو پرېکړه او اراده ومنل شي.
د هغه په وینا، د کمبریج غونډه کولای شي د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ د یوه پراخ او اغېزناک اېتلاف د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړي او د ازادۍ جبهه هم د هغه څه د پیاوړتیا لپاره همکاریو ته چمتو ده، چې نوموړي ورته «د مدني اجماع چوکاټ» ویلي دي.
د ازادۍ جبهې د سیاسي دفتر مشر همداراز ویلي، چې د افغانستان د بحران د سیاسي حل او د دوحې د بهیر په اړه نړیوال بحثونه تر ډېره د نړیوالې ټولنې له اصلي لومړیتوبونو څخه وتلي دي.
هغه ټینګار کړی، چې طالبان باید د افغانستان د مشروع دولت یا حکومت په توګه ونه پېژندل شي او نړیواله ټولنه باید له دې ډلې سره د چلند په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.
فوزیه کوفي: ښځې باید د راتلونکي سیاسي مشرتابه برخه وي
د ښځو د حقونو نوموتې فعاله او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وايي، چې د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ یووالی، حتمي نهده چې د ټولو ډلو د یوه واحد سیاسي جوړښت یا پلاتفورم په توګه د یوځای کېدو معنا ولري.
د هغې په وینا، د بېلابېلو ځواکونو ترمنځ همکاري کولای شي د ګډو لومړیتوبونو او موخو پر بنسټ رامنځته شي، پرته له دې چې ټولې ډلې اړې شي خپل سیاسي هویت یا خپل نظرونه پرېږدي.
کوفې ویلي، چې د «افغانستان لپاره د ښځو» نوښت د څه باندې ۳۵ بنسټونو او مخورو څېرو لپاره د همکاریو زمینه برابره کړې، څو د افغانستان د راتلونکي د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړي او د هېواد په سیاسي مشرتابه کې د ښځو ونډه د دغو هڅو په مرکز کې وساتي.
نوموړې هغه نظر رد کړ، چې طالبان دې د افغانستان لپاره یوازینۍ موجوده لاره وبلل شي. کوفي ویلي، چې د طالبانو واقعي بدیل د افغانستان خلک دي؛ هغه خلک چې باید د اساسي قانون، د قانون د واکمنۍ او ډیموکراټیکو میکانیزمونو له لارې استازیتوب ولري.
کوفې ټینګار کړی، چې ولسواکي باید یوازې تر ټاکنو پورې محدوده نهشي، بلکې خلک باید د خپل برخلیک په ټاکلو او د هېواد د سیاسي راتلونکي په جوړولو کې په ټولو پړاوونو کې رښتینې ونډه ولري.
هغې ویلي، چې په افغانستان کې ولسواکي ناکامه شوې نهده، بلکې «د افغانستان سیاسي ټولنه او نړیواله ټولنه د ولسواکۍ په ملاتړ کې پاتې راغلې ده».
فوزیې کوفي همداراز پر دې ټینګار کړی، چې له افغانستان څخه بهر سیاسي او مدني ځواکونه باید له هغو کسانو سره یو ځای شي چې په هېواد کې دننه د خوندي فعالیت او ګډون امکان لري. د هغې په وینا، د افغانستان د سیاسي بدلون او انتقالي پړاو لپاره پلان جوړونه باید د ټولنې د پراخو قشرونو په ګډون ترسره شي.
د افغانستان د کمبریج پنځمه غونډه په داسې مهال ترسره شوه، چې د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو هڅې لا هم د سیاسي بدلون د څرنګوالي، د راتلونکي نظام د جوړښت او د کورنیو او بهرنیو لوبغاړو د رول په اړه له اختلافونو سره مخ دي.
له دې سره سره د غونډې جوړوونکي او یو شمېر ګډونوال باور لري، چې د اختلافونو روښانه پېژندنه او پر ګډو ټکو تمرکز کولای شي د افغانستان د راتلونکي لپاره د لا پراخې همکارۍ او ګډې هوکړې د رامنځته کېدو پر لور یو مهم ګام وي.