د ایان ادګار د یوې څېړنې له مخې، دغو خوبونو د طالبانو لپاره د پرېکړو د توجیه او د هغوی د هڅولو یوه اغېزمنه وسیله وه. د ډورهام پوهنتون کارپوه ایان ادګار په ۲۰۰۶ کال کې «په اوسني اسلامي او جهادي خوبلیدنه کې رښتینی خوب» تر سرلیک لاندې یوه څېړنیزه لیکنه خپره کړه. په دې لیکنه کې دا انګېرنه څېړل شوې وه چې ملا عمر د هغو خوبونو په الهام طالبانو ډله جوړه او مشري یې کوله چې ده به الهي خوبونه ګڼل.
ادګار وروسته د «په اسلام کې خوب» په نوم د خپل کتاب شپږم څپرکی د ملا عمر خوبونو ته ځانګړی کړ.
د هغه تر ټولو مهمه سرچینه رحیمالله یوسفزي، د پاکستان پېژندل شوی خبریال، و. یوسفزي له هغو لږو خبریالانو څخه و چې د سپټمبر له یوولسمې بریدونو مخکې یې څو ځله له ملا عمر سره لیدلي وو.
د طالبانو د جوړېدو خوب
رحیمالله یوسفزي د ۱۳۸۰ لمریز کال د تلې پر ۲۳مه په «ټایم» مجله کې لیکلي وو چې ملا عمر به ویل، وروسته له هغه یې طالبان جوړ کړل چې په خوب کې ورته ویل شوي وو چې هېواد وژغوري.
طالبانو په پیل کې شاوخوا ۳۰ وسلهوال لرل. خو دغه کوچنی خوځښت په څو میاشتو کې پر داسې ځواک بدل شو چې له کندهاره یې نورو ولایتونو ته پرمختګ وکړ.
په افغانستان کې کورنیو جګړو بې له شکه د دې کوچني ځواک د پراخېدو لپاره زمینه برابره کړې وه.
الجزیرې په ۱۳۹۱ کال کې د ملا عمر د نږدې کسانو له قوله یوه بله کیسه هم خپره کړه چې له مخې یې د اسلام پیغمبر په خوب کې ملا عمر ته راښکاره شوی و او له هغه یې غوښتي وو چې هېواد له ګډوډۍ وباسي.
لږ تر لږه د ملا عمر د خوب په اړه دغه روایت د هغه د نورو منسوبو خوبونو په پرتله ډېر خپور شوی او له یوه کس څخه بل ته ډېر ویل شوی دی.
له خوب وروسته د برید امر
د «ګارډین» ورځپاڼې خبریال د ۱۳۷۷ لمریز کال په تلې میاشت کې کندهار ته ولاړ؛ هغه ځای ته چې طالبان پکې راټوکېدلي وو. ملا ندا محمد، چې د ملا عمر د مېرمنې له خپلوانو څخه و، دې ورځپاڼې ته ویلي وو چې د طالبانو مشر به د ځینو سیمو له برید مخکې خوبونه لیدل او سهار به یې یوه قوماندان ته د برید امر کاوه.
د «ګارډین» په لیکنه کې راغلي وو چې ځايي خلکو د طالبانو بریاوې د ملا عمر د خوبونو له ځواک سره تړلې ګڼلې. خو په دې راپور کې د طالبانو د بریا ځمکني لاملونه هم بیان شوي وو. پاکستان طالبانو ته د قوماندې، څارنې او اړیکو اسانتیاوې برابرولې او سعودي عربستان د دې خوځښت مالي ملاتړ کاوه.
یعنې خوبونه د پرېکړو د توجیه او د خلکو د ډاډمنولو لپاره کارول کېدل. وسلو، پیسو، تنظیم او بهرني ملاتړ طالبانو ته د پوځي پرمختګ زمینه برابره کړې وه.
د زیارت د رغولو او مزارشریف د نیولو خوب
له تر ټولو عجیبو روایتونو څخه یو د ۱۳۷۷ کال دی. د ادګار په کتاب کې د ملا عمر په اړه د ځانګړي شوي څپرکي له مخې، ملا عمر خوب لیدلی و چې که طالبان په جلالاباد کې د مجددي کورنۍ زیارت ورغوي، نو مزارشریف به ونیسي. طالبانو زیارت ورغاوه او په هماغه کال د زمري په میاشت کې، په تصادفي ډول، مزارشریف ته ننوتل.
د څېړنې دغه برخه پر هغه روایت ولاړه ده چې فرانسوۍ څېړونکې مریم ابوزهاب ادګار ته بیان کړی و.
په بلخ کې د طالبانو بریا، البته، له خونړیو پایلو سره مل وه.
د بشري حقونو څار بنسټ لیکلي چې طالبانو د ۱۳۷۷ لمریز کال د زمري پر ۱۷مه مزارشریف ونیو او په لومړیو ساعتونو کې یې سلګونه ملکي وګړي ووژل. دغه بنسټ د بېهدفه ډزو، له محکمې پرته د وژنو، پراخو نیونو او د هزارهوو د په نښه کولو راپور ورکړی و.
هغه خوب چې د بامیانو بوداګانو ته ورسېد
د ملا عمر خوب د بامیانو د بودا مجسمو د ړنګولو په روایت کې هم راځي.
د ۱۳۷۹ لمریز کال په کب میاشت کې ملا عمر د افغانستان د تاریخي مجسمو د ړنګولو امر صادر کړ. د ملا عمر په رسمي فرمان کې مجسمې بتان بلل شوي وو او طالبانو ویلي وو چې دا پرېکړه د اسلامي احکامو پر بنسټ شوې ده.
«واشنګټن پوسټ» وروسته د طالبانو د یوه استازي له قوله یو روایت خپور کړ چې ملا عمر ځکه غوسه شوی و چې بهرنیانو د مجسمو د رغولو لپاره د پیسو وړاندیز کاوه، خو له وږو افغانانو سره یې کافي مرسته نه کوله.
«کریسچن ساینس مانیټر» ورځپاڼې د بودا مجسمو له ړنګولو څو میاشتې وروسته بل روایت خپور کړ.
د دې راپور له مخې، کله چې له ملا عمر څخه د خپلې پرېکړې په اړه پوښتنه وشوه، هغه د یوه خوب کیسه وکړه چې په کې یې لیدلي وو، یو غر پرې راپرېوځي او خدای ترې پوښتي چې ولې یې د بتانو په اړه څه نه دي کړي.
په دې وروستیو کې د بيبيسي له خوا جوړ شوي یوه مستند فلم کې د طالبانو یوه قوماندان عبدالله سرحدي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په بامیانو کې و، وویل چې ملا عمر ورته د بامیانو د بتانو د له منځه وړلو امر کړی و.
سرحدي د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته د اوږدې مودې لپاره د بامیانو والي هم و.
هغه سړی چې نه لیدل کېده
ملا عمر ډېر لږ په عام محضر کې راڅرګندېده. د هغه په نوم د باور وړ انځورونه ډېر لږ وو او د هغه پیغامونه به ډېری وخت له راډیو څخه د نورو کسانو په غږ خپرېدل.
الجزیرې لیکلي چې له عامه ډګر څخه د ملا عمر نشتون د هغه په اړه د افسانې له پراخېدو سره مرسته وکړه. افغان مردمپوه عمر شریفي دې رسنۍ ته ویلي وو چې د یوې پخوانۍ افسانې له کارولو ملا عمر ته دا زمینه برابره شوه چې ځان ته مشروعیت جوړ کړي.
ادګار پایله اخلي چې ملا عمر ته منسوبو خوبونو درې مهمې دندې لرلې: د هغه مشرتابه ته یې مشروعیت ورکاوه، وسلهوال یې اقدام ته هڅول او پوځي یا سیاسي پرېکړې یې له الهي ارادې سره تړلې.
ملا عمر تر مرګ وروسته یو طالب مشر ته په خوب کې
ملا عبدالغني برادر په ۱۴۰۱ لمریز کال کې، افغانستان ته د طالبانو له بیا راتګ څو میاشتې وروسته، وویل چې ملا عمر یې په خوب کې لیدلی و؛ داسې چې سر یې له بدن څخه جلا و او له سر څخه یې رڼا خپرېده.
ملا برادر د ملا عمر بدن په افغانستان کې د مېشتو وسلهوالو نښه او د هغه جلا شوی سر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو نښه وبلله.
هغه له دې خوب څخه د طالبانو د پوځي او سیاسي څانګو ترمنځ د یووالي غوښتنې لپاره کار واخیست.
د خوب او سیاسي روایت ترمنځ پوله
د هغو خوبونو د رښتینولۍ د خپلواکې کره کولو هېڅ لاره نشته چې ملا عمر ته منسوب شوي دي. ځینې روایتونه د هغه له خولې، ځینې د هغه د خپلوانو او پلویانو له خوا او یو شمېر نور څو کاله وروسته له پېښو بیان شوي دي.
خو د دغو خوبونو ارزښت په دې کې نه دی چې ایا رښتیا ثابتېدای شي که نه. ارزښت یې په هغه سیاسي او دیني رول کې دی چې د طالبانو په سیاست کې یې پیدا کړی و.
د یوه خوځښت جوړول، د برید امر ورکول، د یوه تاریخي میراث د ړنګولو توجیه او د کورني یووالي غوښتنه؛ دا ټول په بېلابېلو پړاوونو کې د خوب په ژبه بیان شوي دي.
ملا عمر ته منسوبو خوبونو د داسې یوه مشر انځور جوړ کړ چې پلویان یې باور درلود، د هغه امرونه یوازې له سیاسي شوراګانو او د جګړې له ډګر څخه نه، بلکې له داسې ځایه راځي چې تر دې دواړو لوړ دی.