مسعوده سادات(مستعار نوم) چې شاوخوا شپږ کاله یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی او په خبریالۍ کې کافي تجربه لري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
هغه وایي څه موده وړاندې اړ شوه چې افغانستان پرېږدي او یو ګاونډي هېواد ته پناه یوسي. سادات وايي، له هېواده تر وتلو وروسته یې یوه موده په ګاونډي هېواد کې تېره کړه، خو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له هغه هېواد نه وشړل شوه او بېرته افغانستان ته ستنه شوه.
نوموړې وايي، په دې موده کې د بېکارۍ او له خپل مسلک څخه د لرې پاتې کېدو له امله له سختو رواني ستونزو سره هم مخ شوې ده.
سادات وايي، په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو شته محدودیتونو د هغې پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.
هغه وايي: «له روغتیايي پلوه بشپړه ښه نه یم، خو د خپلې کورنۍ له امله اړ یم چې کار وکړم.»
مسعوده سادات وايي، اوس یې په کور کې یو کوچنی کاروبار پیل کړی او د مجبورۍ له مخې د بادامو په سپینولو او په پاکټونو کې په بندولو بوخته ده.
د هغې په وینا، یو شرکت ورته بادام راوړي، دوی یې له سپینولو وروسته په پاکټونو کې بندوي او بېرته یې اړوند شرکت ته سپاري او په دې توګه د بادام پوستکی هغې ته پاتې کېږي.
سادات وايي، دغه کار ورته هېڅ په زړه پوری نه دی خو د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره اړ ده چې کار وکړي.
هغه زیاتوي: «دا چې له خپل مسلک څخه لرې یم او نه شم کولای د خبریالۍ په برخه کې کار وکړم، راته ډېر د افسوس ځای دی.»
نوموړې وايي، د خپلې درملنې لپاره اړ شوې وه چې پور واخلي، خو اوس د فقر او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپله درملنه روانه وساتي.
سادات وايي، کله ناکله د خبریالۍ مسلک ته د راتګ له امله پښېمانه شي.
هغه وايي: «کله ناکله پښېمانه کېږم چې کاشکې هېڅکله د ژورنالیزم مسلک ته نه وای راغلې او پر ځای مې یې بل کار کړی وای، ښايي اوس مې خپل درد دوا کولی شوی.»
یوه بله افغانه خبریاله چې د امنیتي ستونزې له امله د نوم اخیستلو څخه ډډه کوي افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي چې له نږدې دوو کالو راهېسې د کار په لټه کې ده خو هیڅ ونه توانېده چې د ژورنالیزم برخه کې کار پیدا کړي.
هغه وايي، سره له دې چې په خبریالۍ کې کافي تجربه لري، خو د کار او دندې د موندلو لپاره له جدي ستونزو سره مخ ده.
نوموړې وايي، د طالبانو له لوري پر ښځو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو لګېدلو محدودیتونو په رسنیو کې د ښځو لپاره د مسلکي کار زمینه محدوده کړې ده.
د هغې په وینا اوس مهال د افغانستان په رسنیو کې شته ښځینه کار کوونکې هم په ډیرې سختۍ خپله دنده ساتي پاتې شو د نویو کسانو ګومارل.
هغه زیاتوي چې د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونو نه یوازې د دوی د کار زمینه کمه کړې، بلکې ډېری یې دې ته اړې شوي چې له خپل مسلک څخه لاس واخلي.
هغه وایي اوس مجبوره ده خیاطي کوي او له دې لارې یې د عاید زمینه ځان ته برابره کړې ده.
د ښځینه خبریالانو د بېکارۍ ستونزه یوازې د څو کسانو تر شخصي تجربو پورې محدوده نه ده، بلکې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو شمېرې هم په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې د ښځو د حضور د پام وړ کمښت ښيي.
د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په وروستیو میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي.
امسو وايي، ښځینه خبریالانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له ښځینه خبریالانو سره اړیکې او مرکې کول محدود شوي او د هغوی د فعالیت ساحه هم محدوده شوې ده.
د امسو په یو تحلیلي ارزونه کې ویل شوي چې دغه وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاعرسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور بوځي.
په رسنیز ډګر کې فعالې خبریالانې هم په خپل مسلکي ډکر کې له سختو ستونزو سره مخ دي. ځینې ښځینه خبریالانې ادعا کوي چې په خبري ناستو کې په جلا خونو یا د پردو تر شا کښېنول کېږي او یوازې د چارواکو ویناوې اورېدلی شي.
د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي او له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې شي.
د بېپولې خبریالانو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له هرو پنځو ښځینه رسنیزو کارکوونکو څخه څلورو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نږدې دوه زره او ۴۹۰ ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې، خو اوس یوازې شاوخوا ۴۱۰ ښځې په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي.
د بېپولې خبریالانو په وینا، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې فعاله ښځینه خبریالانې نه شته.
ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغو بنسټونو ویلي چې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه نه یوازې د رسنیو ازادي او خپلواکي کمزورې کوي، بلکې د ښځو غږ هم له عامه ډګره لرې کوي.