ایران په ویلچیر کې ناست یو معلول افغان زنداني اعدام کړی

ایراني چارواکو ۲۹ کلن معلول افغان زنداني ولی جان نورزی د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی، چې په ویلچیر کې ناست و. هغه د قتل په قضیه کېد ښکیلتیا له امله په اعدام محکوم شوی و.
نوموړی درې کاله مخکې د نیولو پر مهال پولیسو په ډزو ویشتلی و چې له امله یې د حرکت وړتیا له لاسه ورکړې وه.
د بشري حقونو سازمان «هنګاو» ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲مه، د چارشنبې په سهار وختي، د کرمان ولایت په رفسنجان مرکزي زندان کې اعدام شوی دی.
باخبره سرچینو هنګاو ته ویلي، چې درې کاله مخکې ایراني چارواکو نورزی په رفسنجان ښار کې د قصدي وژنې په تړاو د نیولو لپاره تعقیب کړ. پولیسو د نیولو پر مهال هغه په ډزو سخت ټپي کړ او وروسته یې ونیوه. د ایران قضايي ادارو وروسته هغه په اعدام محکوم کړ.
د ډزو له امله د نورزي ټپونه دومره شدید وو چې د حرکت وړتیا یې له لاسه ورکړه او له هغه وروسته یې درې کاله په زندان کې په ویلچیر کې تېر کړل. نوموړی په پای کې په داسې حال کې اعدام شو چې په ویلچیر کې ناست و.
تر اوسه د نورزي د اعدام خبر د ایران دولتي رسنیو او د قضايي ادارو اړوندو رسنیو نه دی خپور کړی.
