بنیامین نتنیاهو: د ایران حکومت د ړنګېدو په حال کې دی

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کابینې په غونډه کې ادعا کړې چې د ایران حکومت «د پای ته رسېدو په درشل کې دی، کمزوری شوی، د خپل بقا لپاره مبارزه کوي او د ړنګېدو په حال کې دی».

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کابینې په غونډه کې ادعا کړې چې د ایران حکومت «د پای ته رسېدو په درشل کې دی، کمزوری شوی، د خپل بقا لپاره مبارزه کوي او د ړنګېدو په حال کې دی».
نتنیاهو اسراییل «تر بل هر وخت پیاوړی» او د دغه هېواد دښمنان «تر بل هر وخت کمزوري» بللي دي. هغه ویلي چې اسراییل او امریکا د هغه په وینا، «د یوه موجودیتي ګواښ د له منځه وړلو په برخه کې مهمې لاسته راوړنې» لرلې دي.
د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړې: «موږ د اټومي بمونو او بالستیک توغندیو ګواښ له ځانه لرې کړ او د ایران محور مو په ډېر ځواک سره په نښه کړ».
نوموړي ویلي چې د ایران حکومت اوس مهال پر اسراییل برید نه کوي، خو خبرداری یې ورکړی چې که ایران پر اسراییل د برید «تېروتنه» وکړي، نو د ده په وینا، «داسې ګوزار به وخوري چې ان تصور یې هم نه شي کولای».
نتانیاهو په داسې حال کې د ایران د حکومت د کمزورتیا او د احتمالي ړنګېدو ادعا کوي چې د اسراییل او ایران ترمنځ تاوتریخوالی او پوځي شخړې د سیمې پر امنیت او ثبات پراخې اغېزې لري.

د جرمني په ختیز زاکسن انهالت ایالت کې د یکشنبې په ورځ ټاکنې پیل شوې. وړاندوینې ښيي، چې ښايي د «جرمني لپاره بدیل» یا اې اېف ډي ګوند له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د یوه ښيافراطي ګوند په توګه د یوه ایالت د حکومت مشري وکړي.
د ۳۵ کلن مخکښ نوماند اولریش زیګموند په مشرۍ اې اېف ډي له څو میاشتو راهیسې په نظرپوښتنو کې له ۴۰ سلنې پورته دی او د مطلق اکثریت د ترلاسه کولو چانس لري.
د مطلق اکثریت لپاره د رایو دقیقه سلنه به د هغو ګوندونو له شمېر سره تړاو ولري چې له پنځه سلنې حد څخه تېرېږي، خو زیګموند ویلي چې د ده هدف د ۴۵ سلنې یا تر دې ډېرو رایو ترلاسه کول دي.
د زاکسن انهالت ټاکنې د جرمني د صدراعظم فریدریښ میرڅ د حکومت لپاره مهمې دي.
میرڅ هڅه کړې چې د کډوالۍ او امنیت په اړه د سخت دریځ په خپلولو سره داې اېف ډي د محبوبیت کچه راټیټه کړي.
شاوخوا ۱.۷ میلیونه رایهورکوونکي د ماښام تر شپږو بجو پورې د رایې ورکولو فرصت لري او ټاکنیز مرکزونه به وروسته وتړل شي. تمه ده چې لومړنۍ پایلې لږ وروسته اعلان شي.
د رایهورکوونکو ګډون د ۲۰۲۱ کال د تېرو ایالتي ټاکنو په پرتله د پام وړ لوړ بلل شوی. د ایالتي ټاکنو د کمېشنرۍ په وینا، تر غرمې پورې ۳۴.۷۲ سلنه واجد شرایط کسانو رایه ورکړې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۱ کال کې په همدې وخت کې د ګډون کچه ۲۲.۴ سلنه وه.
وروستۍ نظرپوښتنې د اې ایف ډي۴۰ سلنه او د میرڅ د «مسیحي دیموکراتانو» یا سي ډي یو ګوند ۲۳ سلنه رایې اټکلوي.
که اې ایف ډي مطلق اکثریت ترلاسه کړي، کولای شي د جرمني له هغې سیاسي «سرې کرښې» تېر شي چې له مخې یې اصلي ګوندونه له اې ایف ډي سره د ګډ حکومت جوړول ردوي.
په جرمني کې د تناسبي ټاکنیز نظام له امله د مطلق اکثریت ترلاسه کول اسانه نه دي.
دغه نظام تر ډېره د ایتلافي حکومتونو د جوړېدو لپاره طرحه شوی او هڅه کوي چې د یوه ګوند له خوا د یوازې حکومت کولو مخه ونیسي.
که اې ایف ډي له مطلق اکثریت پاتې شي، تر ټولو محتمله سناریو به د سي ډي یو په مشرۍ د اوسني ایالتي صدراعظم سون شولڅ حکومت جوړول وي، خو د دې پایلې ډېره برخه به په دې پورې تړلې وي چې کوم واړه ګوندونه پارلمان ته لاره پیدا کوي.
د ایالت اساسي قانون له مخې، نوی ټاکل شوی پارلمان باید د ټاکنو له ورځې تر ۳۰ ورځو پورې، یانې د اکتوبر تر شپږمې پورې خپله لومړۍ غونډه وکړي. خو د نوي ایالتي صدراعظم د ټاکلو لپاره کومه ټاکلې وروستۍ نېټه نشته.
زیګموند د شنبې په ماښام د وروستۍ ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: «د سبا د ټاکنو له پایلې پرته، موږ لا دمخه تاریخ جوړ کړی دی».
هغه د ایالت په مرکز مګدېبورګ کې خپلو پلویانو ته وویل، «هغه څه چې موږ په زاکسن انهالت کې پیل کړي، اوس په ټول جرمني کې خپرېږي او نور یې مخه نه شي نیول کېدای».
اې ایف ډي که واک ته ورسېږي، غواړي په ښوونځیو او فرهنګي بنسټونو کې د دودیزو ارزښتونو ملاتړ زیات کړي، کډوالي محدوده کړي او د عامه خپرونو په سیستم کې پراخ بدلونونه راولي.
خو که مطلق اکثریت ترلاسه نه کړي، دغه ګوند چې د ایالتي امنیتي ادارې له خوا «ښی افراطي» بلل شوی، د سیاسي «سرې کرښې» له امله به حکومت ته د لارې موندلو په برخه کې له جدي ستونزې سره مخ شي.
زیګموند، چې د رایې ورکولو لپاره په خپل پلرني ښار تانګرموونډه کې پر یوه ابي رنګه سیمسون موټرسایکل سپور راغی او ګڼو مینهوالو یې هرکلی وکړ، له نورو ګوندونو سره د ایتلافي خبرو امکان رد کړی دی.
ملګرو ملتونو ویلي، د لبنان او اسراییل ترمنځ د بېلتون پر «ابي کرښه» امنیتي وضعیت په چټکۍ خراب شوی او اسراییلي ځواکونو خپل پوځي فعالیتونه زیات کړي. بلخوا غزې ته د بشري مرستو له امله د بېړنۍ درملنې لپاره د ایستل شویو ناروغانو شمېر له ۱۳ زرو اوښتی دی.
د ملګرو ملتونو د ویاند سټیفان دوجاریک په وینا، د اسراییلو پوځي فعالیتونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ شمېرې پرېکړهلیک او د لبنان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې دي.
د ملګرو ملتونو سولهساتي ځواک یونیفیل وايي، په اګست کې تاوتریخوالی د پام وړ زیات شوی او یوازې د سپټمبر په لومړۍ نېټه یې د اسراییلي پوځ له لوري د ۵۶ توغندیو یا راکټي مرمیو توغول ثبت کړي، دا شمېر یوه ورځ وروسته ۸۴ ته لوړ شوی دی.
دوجاریک وویل، له جون له ۲۱مې راهیسې د حزبالله له لوري د اسراییلي ځواکونو پر ضد د توغندیو یا راکټونو د توغولو هېڅ مورد نه دی ثبت شوی، خو اسراییلي ځواکونو د لبنان په هوايي حریم کې ورځنۍ سرغړونې، هوايي بریدونه، ځمکني پوځي فعالیتونه او سمندري عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
هغه په ځانګړي ډول د بلو کرښې په شمال کې د اسراییلو د پوځي مورچو د «دوامدارې پیاوړتیا او تحکیم» په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې هلته نوې زېربناوې او د انجینري چارې هم تر سترګو شوې دي.
دوجاریک ټینګار وکړ: «د بلو کرښې په شمال کې د اسراییلو پراخ پوځي حضور د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړهلیک او د لبنان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.»
ملګرو ملتونو یو ځل بیا له اسراییلي پوځ څخه غوښتي چې د بلو کرښې له شمال څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.
بلخوا، ملګرو ملتونو ویلي چې غزې ته د بشري مرستو رسولو هڅې روانې دي او د چهارشنبې په ورځ یې له کرم شالوم دروازې څخه د مرستو سلګونه پلېټونه راټول کړي، چې د ماشومانو او لویانو د خوړو او اړتیا وړ توکو ترڅنګ پکې د ماشومانو لپاره خوراکي مواد او د ښوونځي بکسونه شامل وو.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې له غزې څخه د بېړنۍ درملنې لپاره له ۱۳ زرو ډېر ناروغان ایستل شوي چې له ډلې یې څه باندې شپږ زره ماشومان دي.
خو دغه سازمان وايي، لا هم زرګونه ناروغان داسې تخصصي درملنې ته اړتیا لري چې په غزه کې ورته امکانات نشته، او د لویدیځې غاړې له لارې، په ځانګړي ډول ختیځ بیتالمقدس کې روغتونونو ته، د ناروغانو د لېږد د لارې د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده.
ملګرو ملتونو همداراز خبرداری ورکړی چې غزه د باراني موسم او ژمي له را رسېدو سره مخ ده او د ژمي لپاره چمتووالی یې د بشري مرستو له مهمو لومړیتوبونو بللی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د روغتیايي او فاضله اوبو د تاسیساتو د فعالیت لپاره د اړتیا وړ ځینې تجهیزات او توکي لا هم غزې ته د ننوتلو له محدودیتونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې امبولانسونه او طبي تجهیزات هم باید په بېړنۍ توګه د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي.
د وینزویلا پخواني ولسمشر نیکولاس مادورو او مېرمن یې سیلیا فلورېس، له یوې امریکايي محکمې غوښتي چې د کوکایین د قاچاق په تور پرې لګېدلی قضایي تورونه لغوه کړي.
دوی د چهارشنبې په ورځ د نیویارک د منهټن په فدرالي محکمه کې د خپلو وکیلانو له لارې استدلال کړی چې مادورو د یوه بهرني هېواد د مشر په توګه له قضایي مصونیت څخه برخمن دی او له همدې امله د امریکا په محکمه کې پرې جنايي قضیه نه شي مطرح کېدای.
د مادورو وکیلانو ویلي، هېڅ امریکايي محکمې تر دې مخکې د یوه داسې بهرني مشر جنايي محاکمه نه ده کړې چې خپل هېواد یې د تورونو د لګېدو پر مهال د هغه د دولت د ناست مشر په توګه پېژندلی وي.
د مادورو وکیلان استدلال کوي چې ان که نوموړی د دولت د مشر په توګه له حاکمیتي مصونیت څخه برخمن ونه ګڼل شي، بیا هم د خپلو رسمي کړنو له امله د حاکمیتي مصونیت حق لري.
د مادورو مېرمن سیلیا فلورېس هم په جلا دوسیه کې ویلي چې د حاکمیتي مصونیت له مخې باید په امریکا کې پرې قضایي تعقیب ونه شي. د هغې وکیلانو استدلال کړی چې دا مصونیت د وینزویلا د حاکمیت یوه برخه ده او یوازې وینزویلا کولای شي له دغه حق څخه تېر شي.
مادورو او فلورېس دواړه د راتلونکي کال د جون پر لومړۍ نېټه د نشهيي توکو د قاچاق په تور محاکمې ته حاضرېږي. قاضي الون کې هیلرسټاین د نومبر پر ۱۷مه د هغو غوښتنو په اړه د شفاهي استدلال لپاره ناسته ټاکلې چې د قضیې د لغوه کولو غوښتنه پکې شوې ده.
مادورو، چې ۶۳ کلن دی، او ۶۹ کلنه فلورېس د جنورۍ له لومړیو راهیسې د بروکلین په یوه زندان کې ساتل کېږي. د راپور له مخې، امریکايي ځواکونو دوی د شپې له خوا په یوه عملیاتو کې په کاراکاس کې له خپل کور څخه نیولي او نیویارک ته یې انتقال کړي دي.
دواړو په دې قضیه کې ځانونه بېګناه بللي دي. دوی له داسې تورونو سره مخ دي چې ګواکې د زرګونو ټنو کوکایینو د امریکا متحده ایالاتو ته د لېږدولو په یوه توطیه کې یې د مخدره توکو له قاچاقبرانو سره همکاري کړې ده.
امریکايي څارنوالان ادعا کوي چې مادورو د وینزویلا له ځینو امنیتي او قضایي چارواکو سره په همکارۍ د مخدره توکو د قاچاقبرانو لپاره زمینه برابره کړې وه.
که قضایي پلاوی د دوی پر ضد د دسیسې تورونه ثابت کړي، مادورو او فلورېس د عمر قید له احتمالي سزا سره مخ کېدای شي.
ټاکل شوې چې د امریکا فدرالي څارنوالان ټاکل د روانې میاشتې په وروستیو کې د مادورو او فلورېس د وکیلانو د غوښتنو په ځواب کې خپل دریځ محکمې ته وړاندې کړي.
د ډونالډ ټرمپ ادارې د مادورو د نیولو عملیات «د قانون د پلي کولو یو جراحي عملیات» بللي دي. مادورو بیا خپل نیول «تښتونه» بللې او ځان یې «جنګي بندي» معرفي کړی دی.
مادورو پر خپل ځان او مېرمنې یې لګېدلي تورونه په کلکه رد کړي او وکیلانو یې ویلي، که قضیه محاکمې ته ولاړه شي، څرګنده به شي چې هغه په ناحقه تورن شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) اټکل کړی، چې په یوه کال کې په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ مېلیونه انټرنېټ کاروونکي ماشومان په انلاین ډول له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي. د راپور شویو پېښو نږدې ۶۰ سلنه په خواله رسنیو کې رامنځته شوې دي.
د دغه راپور پربنسټ په افریقا، اسیا، لاتینې امریکا او ختیځه اروپا کې د څېړل شویو هېوادونو له ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو ماشومانو له هرو پنځو کسانو له ډلې تر یوه زیات لږترلږه یو ډول انلاین جنسي ځورونه یا استثمار تجربه کړی دی.
موندنې ښيي، چې شاوخوا ۱۵ مېلیونه ماشومان له خپلې خوښې پرته له جنسي منځپانګې سره مخ شوي دي. همدارنګه ۹ مېلیونه ماشومان د جنسي خبرو اترو یا د جنسي انځورونو د لېږلو لپاره تر فشار لاندې راوستل شوي او د څلور مېلیونه ماشومانو جنسي تصویرونه د هغوی له خوښې پرته خپاره شوي دي.
دغه څېړنه د شاوخوا ۲۱زره انټرنېټ کاروونکو ماشومانو د یوې سروې پربنسټ ترسره شوې ده. معلومات یې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په ۲۱ هېوادونو کې راټول شوي چې کینیا، پاکستان، برازیل او سربیا هم پهکې شامل دي.
یونېسف وايي، په ټوله نړۍ کې د قرباني شویو ماشومانو شمېر ښايي لسګونه مېلیونو ته ورسېږي؛ ځکه چې په خپاره شوي راپور کې یوازې ۲۱ هېوادونه شامل دي.
ډېری پېښې په خواله رسنیو کې رامنځته شوې دي
د دغه راپور پر بنسټ، د راپور شویو انلاین جنسي ځورونو نږدې ۶۰ سلنه پېښې په خواله رسنیو لکه فېسبوک، واټساپ، انسټاګرام، سنپچټ او ټیکټاک کې رامنځته شوې دي. انلاین لوبې هم د ۱۴ سلنه پېښو د رامنځته کېدو برخه وې.
تر نیمايي زیاتو پېښو کې د ماشوم ځوروونکی هغه څوک و، چې ماشوم یې له مخکې پېژانده: لکه ملګری، خپلوان یا عاطفي شریک. په ۳۸ سلنه پېښو کې بیا ماشوم د لومړي ځل لپاره په انلاین فضا کې له ځوروونکي کس سره مخ شوی و.
سره له دې چې د دغه پېښو کچه پراخه ده، له یو سلنې څخه کمې پېښې پولیسو، ټولنیزو کارکوونکو یا د مرستې ټیلیفوني کرښو ته راپور شوې دي. د یونېسف اجرایوي مشرې کاټرین راسل ویلي، ډېری ماشومان په چوپتیا دغه کړاو تېروي او نه پوهېږي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره باید له کوم ځای سره اړیکه ونیسي.
مصنوعي ځیرکتیا اندېښنې زیاتې کړې دي
په دغه راپور کې د ماشومانو په اړه د جعلي جنسي منځپانګې د جوړولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا له کارونې هم خبرداری ورکړل شوی دی. په هغه ۹ هېوادونو کې چې اړوند معلومات ورڅخه ترلاسه شوي، شاوخوا ۱ مېلیون او ۱۰۰زره ماشومانو ویلي، چې د دوی په اړه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړ شوي جنسي تصویرونه یا ویډیوګانې تولید شوې دي.
د څېړنې موندنې ښيي، هغه ماشومان چې له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د اسانه شوې جنسي استثمار تجربې سره مخ شوي، د خپلو همزولو پرتله شاوخوا څلور برابره زیات احتمال لري چې د ځان وژنې یا ځان ته د زیان رسولو فکرونه راپور کړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مېټا چې د فېسبوک، واټساپ او انسټاګرام مالک شرکت دی ویلي چې د څېړنې ځینې معلومات د ۲۰۲۰کال پورې اړه لري او هغه مهال د دغه شرکت نوي حفاظتي تدابیر لا نه وو پلي شوي. سنپچټ او ټیکټاک هم ویلي، چې د ناوړه ګټې اخیستنې د پېژندلو، د سرغړونکو حسابونو د حذفولو او د کمعمره کاروونکو د خوندیتوب لپاره یې اقدامات کړي دي.
یونېسف له حکومتونو او د ټکنالوژۍ شرکتونو غوښتي، چې د ډیجیټلي پلاتفورمونو امنیتي تدابیر پیاوړي کړي، قوانین د ځورونې د نویو بڼو په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ د تولید شوې منځپانګې پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي کړي او له ماشومانو څخه د ملاتړ او د ځورونې د پېښو د راپور ورکولو لارې چارې لا ښې کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په «ټروت» خواله رسنۍ لیکلي: «د هغه څه پر خلاف چې اېبيسي د (جعلي خبرونو) په نوم شبکې راپور ورکړی، زه د خبرو مېز ته د ایران د بېرته راګرځولو هڅه نهکوم».
هغه زیاته کړې: «زما لپاره هېڅ ارزښت نهلري، چې د هغوی په اند یو بېارزښته تړون لاسلیک کړي. زه اوسنی وضعیت ډېر زیات خوښوم؛ د هرمز تنګي نږدې بشپړ کنټرول زموږ په لاس کې دی او د ایران اقتصاد هم په بشپړه توګه د ړنګېدو په حال کې دی».
ټرمپ همداراز لیکلي: «هغوی له داسې یو پړاو سره مخ دي، چې مخنیوی یې ناشونی دی. د ایران خلک به کله پاڅون او مبارزه وکړي؟»
د ډونالډ ټرمپ دغه دریځ د امریکا او ایران د شپږ میاشتنۍ جګړې پر دوام او د هرمز تنګي په سیمه کې د بریدونو د نوي پړاو له تبادلې وروسته څرګند شوی. دغه جګړه د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ له وروستیو څخه د امریکا او اسراییل لهخوا د ایران پر پوځي او اټومي تاسیساتو د بریدونو له پیل سره رامنځته شوه او تراوسه یې د لنډمهالي اوربند، نامستقیمو خبرو او بیاځلې د جګړو د زور اخیستو پړاوونه تېر کړي دي.
په وروستیو میاشتو کې اصلي تمرکز د هرمز تنګي پر کنټرول او اقتصادي فشارونو و. امریکا وايي، د سمندري ماینونو د پاکولو عملیاتو، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د مخنیوي او د سمندري کلابندۍ له لارې یې د انرژۍ پر دغه حیاتي لارې نږدې بشپړ کنټرول ترلاسه کړی دی.
ټرمپ په وار، وار د امریکا د سمندري ځواکونو د «اوسپنیز دېوال» په اړه خبرې کړې او ټینګار یې کړی، پرته له هغه بېړیو چې له ایران سره تړاو لري؛ نورې ټولې سوداګریزې بېړۍ لاهم د هرمز تنګي له لارې تېرېږي. په مقابل کې ایران هڅه کړې، سمندري ماینونه ځای پرځای کړي یا د بېړیو د تګراتګ بهیر ګډوډ کړي چې د امریکا له پوځي غبرګون سره مخ شوی دی.
اوس ټرمپ په څرګندو ټکو ویلي، چې له ایران سره د خبرو مېز ته د راګرځېدو په اړه لېواله نهدی. دغه دریځ د هغه له تېرو دورو سره په ټکر کې دی؛ هغه مهال یې څو ځله ویلي و چې له ایران سره «تړون ته نږدې» شوي او یا دا چې تهران خبرو ته لېوالتیا لري.
اوس د ټرمپ ټینګار د امریکا پر پوځي او اقتصادي برلاسۍ، د ایران د اقتصاد پر ړنګېدو، چې له ډېر لوړ انفلاسیون، د ریال د ارزښت کمېدو، د امنیتي ځواکونو د تنخواوو د ورکړې له ستونزو سره د مخ کېدو او د هرمز تنګي پر کنټرول دی.
ټرمپ په وار، وار ویلي، غوره ګڼي چې اوسنی وضعیت یعنې محاصره او د هرمز تنګي کنټرول دوام وکړي. ورته مهال د امریکا وروستي بریدونه هرمز تنګي ته څېرمه پر اهدافو او د ایران پر پوځي اډو د تهران غچاخیستونکو اقداماتو په ځواب کې ترسره شوي دي. ټرمپ ګواښ کړی، که ایران بیا ځوابي اقدام وکړي؛ نو له دې هم ډېر سخت بریدونه به ترسره شي.