• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

له رسمیت پېژندنې وروسته؛ د افغانستان ښځینه‌و فوټبال لوبډله نړۍوالو سیالیو ته چمتووالی نیسي

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۶ GMT+۱

د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال ملي لوبډله چې ډېری لوبغاړې یې له افغانستان نه بهر ژوند کوي، د فوټبال نړۍوال فدراسیون (فیفا) له لوري تر رسميت پېژندنې وروسته د نړۍوالو سیالیو لپاره چمتووالی نیسي.

د ډویچه ویله د راپور له مخې، افغان ښځینه فوټبالرانې دامهال د جرمني د ولفسبورګ کلب په لوبغالي کې تمرین کوي؛ دا په داسې حال کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو پر ورزش بندیز لګېدلی دی.
فیفا د روان کال په اپرېل کې خپلې تګلارې کې بدلون راوست او افغان ښځو ته یې اجازه ورکړه، چې د افغانستان د ملي لوبډلې په نوم په نړۍوالو او د فیفا په سیالیو کې برخه واخلي.
د افغانستان د ښځینه‌و فوټبال پخوانۍ لوبډلمشره او د «ګرل پاور» بنسټ اېښودونکې خالده پوپل ویلي: «دا زموږ لپاره ستره بریا وه. افغان ښځو یو ځل بیا تاریخ جوړ کړ».
د افغانستان د فوټبال لوبډلې لوبغاړې مریم کریمي چې له افغانستان نه تر وتلو وروسته په پرتګال کې ژوند کوي، ویلي: «زه خورا ویاړم، چې اوس کولی شو د افغانستان د ملي لوبډلې په توګه په رسمي ډول لوبه وکړو».
هغې زیاته کړې، هیله لري چې یوه ورځ به په افغانستان کې د همدې ملي لوبډلې په استازیتوب لوبه وکړي.
خو خالده پوپل بیا وايي، د ښځو ملي لوبډله لاهم له لویو ستونزو سره مخ ده،؛ ځکه په افغانستان کې د ښځینه‌و فوټبال لپاره بنسټیز جوړښت نه‌شته. هغې ویلي: «ښايي موږ د نړۍ له هغه لومړنیو ملي لوبډلو یو، چې نه کور لري او نه هم داسې هېواد چې په‌کې لوبې وکړي. موږ به له جلاوطنۍ د خپل هېواد استازیتوب وکړو».
د راپور له مخې، د لوبډلې لوبغاړې اوس په بېلابېلو هېوادونو لکه جرمني، برېتانیا، اېټالیا، پرتګال او اسټرالیا کې ژوند کوي او په منظم ډول د ګډ تمرین فرصت نه‌لري. خالده پوپل وايي، د لوبډلې موخه یوازې فوټبال نه؛ بلکې نړۍوالو ته د افغانستان د ښځو د غږ رسول هم دي.
هغې ویلي: «دا به هغه لوبډله وي، چې د طالبانو پرضد درېږي، ځکه طالبان ښځې له ټولنې حذفوي. موږ د افغانستان د هغه ښځو لپاره فوټبال کوو چې په خپل هېواد کې د لوبې اجازه نه‌لري».
د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون لاهم د ښځو دغه لوبډله په رسمیت نه پېژني؛ خو فیفا ورته د فعالیت رسمي اجازه ورکړې ده. پوپل ټینګار کړی، چې د افغانستان د ښځو راتلونکی به تل همداسې نه‌وي او اوسنۍ لوبغاړې به په راتلونکي کې د ښځو د فوټبال روزونکې، د اکاډمۍ مسوولانې او ان د هېواد مشرانې شي.

ډېر لیدل شوي

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و
۱

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۲

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۳

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو وروسته پر کابل د بې‌پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې

•
•
•

نور خبرونه

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۱۸ وږی ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۱۹ GMT+۱
100%

افغانستان لاهم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی، چې نجونې په‌کې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي؛ خو نوې څېړنه ښيي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیزونو سربېره یوشمېر افغان نجونو خپلې زده‌کړې نه‌دي درولې.

د (انار اکاډمۍ) د ۲۶۱۲ افغانانو پر ځوابونو ولاړې څېړنې موندنې د سېپټمبر پر اتمه د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت خپرې شوې دي. د دغه اکاډمۍ مشرې بېنظیر پویا په یوې انلاین غونډه کې ویلي، افغان نجونې او ښځې د خصوصي ښوونیزو مرکزونو، انلاین درسونو، له موبایلونو او له ملګرو سره د وړو مطالعاتي ډلو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي.
د هغې په وینا، دغه بدیلې زده‌کړې د رسمي ښوونځیو او پوهنتونونو ځای نه‌شي نیولای؛ خو د زده‌کوونکو هیله ژوندۍ ساتي.
د څېړنې لپاره معلومات د ۲۰۲۶کال په مارچ میاشت کې د افغانستان له ۳۰ ولایتونو راټول شوي دي. ډېری ګډونوال په افغانستان کې اوسېدل او یوشمېر نور له هېواده بهر وو.
د څېړنې له مخې، ډېری نجونو د ژبې زده‌کړو، خیاطۍ او مسلکي کورسونو ته مخه کړې او په ځانګړي ډول له موبایلونو څخه د انلاین زده‌کړو لپاره کار اخلي. نږدې ټولو ګډونوالو ویلي، چې موبایل یا لپټاپ لري خو ډېرو یې د کمزوري انټرنېټ له ستونزو شکایت کړی دی.
بېنظیر پویا وايي، انلاین زده‌کړې نجونو ته له ښوونکو او نورو زده‌کوونکو سره د اړیکې او د زده‌کړې د دوام زمینه برابروي؛ خو سند نه ورکوي، پوهنتون ته د تګ قانوني لاره نه برابروي او ډېری زده‌کوونکې په کورونو کې د زده‌کړې لپاره مناسب او خصوصي ځای نه‌لري.
د هغې په وینا، د زده‌کړو د بندیز اغېزې یوازې تر درسي کتابونو نه محدودېږي؛ بلکې د نجونو راتلونکی، ټولنیزې اړیکې، رواني وضعیت، د کورنۍ عاید، روغتیا او انساني کرامت هم اغېزمنوي.
پویا ټینګار کړی، چې د نجونو مقاومت باید د وضعیت د مناسب‌والي په معنا ونه ګڼل شي. هغې ویلي، د نجونو زغم د دې ښکارندويي نه‌کوي چې شرایط کافي دي بلکې دا د هغوی د هڅې او خپلواکې پرېکړې څرګندونه کوي.
څېړنه سپارښتنه کوي، چې د نجونو پر مخ دې منځني ښوونځي او پوهنتونونه سملاسي پرانیستل شي. همداراز د انلاین زده‌کوونکو د محرمیت او خوندیتوب لپاره د تدابیرو، د بهرنیو پوهنتونونو له‌خوا د معتبره انلاین زده‌کړو او د اوږدمهاله مالي ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان څېړونکې فرشته عباسي هم په دې غونډه کې وویل، د افغان نجونو د زده‌کړو بندیز د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو یوه برخه ده. هغې ټینګار وکړ، چې د افغانستان وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي او د ښځو د حقونو شاتګ به یوازې پر افغانستان محدود پاتې نه‌شي.
په همدې حال کې د یونېسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۳،۸ مېلیونه افغان نجونې چې عمرونه یې له اوو تر ۱۸ کلونو وو له ښوونځي بهر وې. له دې ډلې څه باندې ۲،۶ مېلیونه تنکۍ نجونې وې.
یونېسف همداراز وايي، په ۲۰۲۵کال کې یوې ارزونې ښودلې ۹۳ سلنه افغان ماشومان چې هلکان او نجونې دواړه په‌کې شامل دي د لومړنیو زده‌کړو تر پای ته رسېدو وروسته نه‌شي کولای یوه ساده او د خپل عمر له کچې سره برابره جمله ولولي.
د یونېسف د زده‌کړو مشاورې توموکو شیبویا ویلي، افغانستان په ورته وخت کې د بشري حقونو او د زده‌کړو له ناورین سره مخ دی.

پنځه کاله محرومیت؛ افغانې نجونې لاهم له منځنیو زده‌کړو محرومې دي

۱۷ وږی ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۳ GMT+۱
100%

نن د سپټمبر ۸مه د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له منځنیو او لوړو زده‌کړو محرومې دي. ۱۸۱۵ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی و.

د نړۍوالو قوانینو له مخې، زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی. د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده کې د زده‌کړې د حق په اړه ویل شوي: «هر څوک حق لري، چې له زده‌کړو او روزنې برخمن شي».

بلخوا د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړۍوال میثاق په ۱۳مه ماده کې د لومړنیو زده‌کړو پر جبري او وړیا کېدو ټینګار شوی دی. په همدې میثاق کې ټینګار شوی، د هغه کسانو لپاره چې لومړنۍ زده‌کړې یې نه‌دي بشپړې کړې، باید د بنسټیزو زده‌کړو او سواد زده‌کړې زمینه برابره شي.

یونسکو هم د زده‌کړې پر حق او له تبعیض پرته د زده‌کړو پر برابر لاسرسي ټینګار کوي. د زده‌کړو په برخه کې د تبعیض د له‌منځه وړلو د ۱۹۶۰کال کنوانسیون چې د یونسکو له‌خوا تصویب شوی هغه نړۍوال حقوقي سند دی، چې د توکم، جنسیت، ژبې او مذهب پر بنسټ د زده‌کړو په برخه کې هر ډول تبعیض منع کوي او د زده‌کړو حق تضمینوي.

همداراز د ماشومانو د حقونو د ۱۹۸۹کال کنوانسیون له مخې، غړي هېوادونه مکلف دي چې د ټولو ماشومانو لپاره لومړنۍ زده‌کړې جبري او وړیا کړي؛ څو هېڅ ماشوم د بنسټیزو زده‌کړو او سواد پرته لوی نه‌شي.

یونېسف وایي، اوس‌مهال په افغانستان کې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان متن له مخې نه‌شي لوستلای. په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج‌الدین اویوال سې‌شنبه (د وږي ۱۷مه) د سواد نړۍوالې ورځې په مناسبت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د هرو ۱۰ ماشومانو له ډلې ۹ یې لاهم د لیک او لوست د لومړنیو مهارتونو لازمې وړتیاوې نه‌لري.

افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام

په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۸۱۵ ورځې کېږي، چې یادې ډلې له شپږم ټولګي په پورته نجونو بندیز لګولی او ۱۳۵۵ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.

طالبانو په دې موده کې پر ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز فعالیت په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي او مېلیونونه نجونې او ښځې له عصري او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

بلخوا شنونکي وايي، چې د طالبانو سیاستونو د هلکانو د زده‌کړو پر وضعیت هم اغېز کړی.

د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ نړۍوال غبرګونونه پارولي دي. د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار د حقونو بېرته ټینګښت د طالبانو د نړۍوال مشروعیت او رسمیت پېژندنې په اړه د مطرح شویو مهمو غوښتنو له ډلې بلل کېږي.
د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اوسېدونکې لیلما (مستعارنوم) سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې ده. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپلو زده‌کړو د دوام په اړه ډېره نهیلې ده ځکه تمه نه‌لري چې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړای شي.

لیلما وايي، هغه مهال یې نهیلي لا ډېره شي چې له ځان نه دوه کاله مشر ورور ویني چې لاهم ښوونځي ته ځي؛ خو دا په کور ناسته ده. د هغې په وینا، کله ناکله له ځانه پوښتي چې ولې د جنسیت له امله د زده‌کړو له دوام محرومه ده.

د یونسکو د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ مېلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو د زده‌کړو دوامداره بندیز په اوږدمهال کې افغانستان ته له اقتصادي او ټولنیز پلوه درانه زیانونه اړولی شي او د هېواد د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.

یونسکو افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد بولي، چې نجونې په‌کې له لومړنۍ دورې وروسته له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع دي. د طالبانو د بندیزونو سربېره، یوشمېر نجونو له شپږم ټولګي پورته خپلو زده‌کړو ته په انلاین بڼه دوام ورکړی.
د کابل ښار اوسېدونکې حسنا (مستعار نوم) د یوه خصوصي ښوونځي په نهم ټولګي کې په انلاین بڼه زده‌کړې کوي. هغې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې ځان بختوره ګڼي ځکه د محدودیتونو سربېره یې د زده‌کړو د دوام فرصت موندلی دی.

حسنا وايي، د هغې په څېر سلګونه نجونې د زده‌کړو د دوام هیله لري خو د دغه هیلې پوره کولو لپاره لازم امکانات نه‌شي برابرولای. د هغې په وینا، په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او د خصوصي انلاین زده‌کړو لګښتونه هم د ډېرو کورنیو له وس څخه پورته دي.
هغه وايي، په داسې حال کې چې ډېری خلک له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ سره مخ دي د دغه لګښتونو برابرول ورته اسانه نه‌دي. حسنا وايي، که څه هم انلاین زده‌کړې د حضوري زده‌کړو ځای نه‌شي نیولای؛ خو په په دغه شرایطو کې د زده‌کړو د دوام فرصت یوازې همدا دی. هغه وایي، هیله لري چې پر افغان نجونو د زده‌کړو محدودیتونه ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد څو ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې اوس‌مهال ۴۹۷۳ د سواد زده‌کړې مرکزونه فعال دي چې شاوخوا ۹۳ زره او ۵۰۹ کسان په‌کې زده‌کړې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو راپورونو له مخې په کندهار کې د ښوونکو او بودجې د کمښت له امله د سواد زده‌کړې ۱۵۰ مرکزونه تړل شوي دي. ویل کېږي چې شاوخوا ۲زره کسانو په دغه مرکزونو کې د لیک لوست او حساب زده‌کړه کوله.

په کابل کې یوې نجلۍ د ټرانسپورټي ټکټونو د پلورنې انلاین سیستم جوړ کړی

۱۵ وږی ۱۴۰۵ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۸ GMT+۱
100%

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د موټرو د انلاین ټکټونو د پلور او کورونو ته د رسولو کاروبار پیل کړی او د دغو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې په لومړي ځل ښځینه موټر سایکل چلوونکي هم په کار ګومارلي دي.

د صدف افغان په نوم یوې نجلۍ په کابل کې د قاصد په نوم انلاین اپلیکیشن جوړ کړی او له دې لارې د مساپر وړونکو بسونو انلاین ټکټونه پلوري او ټکټونه د مشتریانو تر کورونو رسوي.

دغې نجلۍ دغه انلاین پلټفارم شاوخوا یو کال مخکې جوړ کړ او پنځه میاشتې وروسته یې له یوه درې کسیزه ټیم سره د انلاین ټکټونو د ریزرف او پېرلو خدمتونه پیل کړل.

صدف افغان شېنهوا اژانس ته ویلي:«موږ د خپلو پیریدونکو لپاره انلاین ټکټونه اخلو، پیسې یې ورکوو او بیا ټکټونه د هغوی تر کورونو پورې رسوو».

صدف وايي، چې د ټکټونو د ریرزف او رسولو په دغه کار کې اوس له نوموړې سره د څلور نورو نجونو په ګډون اته کسان بوخت دي او هیله لري چې د کار په پراخولو سره په نورو ولایتونو کې هم ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

صدف افغان وايي چې د کار د پیل په لومړیو کې له ستونزو سره مخ شوې خو اوس د پیرونکو غبرګون هڅوونکی دی.

نوموړې زیاته کړې، « د هر کار پیلول په لومړي سر کې ستونزمن وي، خو موږ باید تسلیم نه شو. په ټولیزه توګه خلک زموږ ملاتړ کوي».

یاد انلاین شرکت د مساپرو لپاره داسې هوساینه رامنځته کړې چې اوس مساپر اړ نه دي د ټکټ د پیرلو لپاره څو ساعته وړاندې د موټر تر تمځایه لاړ شي او په نغدو پېسو ټکټ وپیري، بلکې د دغو نجونو د انلاین شرکت له لارې ټکټونه پیرل کېږي او بیا د پیرونکو او مساپرو تر کورونو رسول کېږي.

د دغه شرکت کاروبار هغه مهال د خلکو پام ځان ته واړوه چې موټرسایکل چلوونکو نجونو د خلکو ټکټونه د هغوی تر کورونو رسول.

د محمدي په نوم یوه شل کلنه نجلۍ په دغه شرکت کې د مشتریانو تر کورونو د ټکټونو د رسولو دنده په غاړه لري. نوموړې تر لسم ټولګي زده کړې کړې او وايي چې اوس له خپلې دغې دندې خوښه ده.

محمدي وايي:«زه خوښه یم چې د خپلو پیرونکو کورونو ته د بس ټکټونه رسوم. د خلکو خدمت کول خورا ښه دي او زه هیله لرم چې د کار نور فرصتونه هم را منځته شي».

د دغه انلاین شرکت مسوولان وايي، چې د ټرانسپورټي سیستم د ښه کولو، اړینو خدمتونو وړاندې کولو او مسافرو ته د خدمت کوونکو شرکتونو ملاتړ لپاره د دولتي ادارو همکاریو ته اړ دي.

یادو نجونو د طالبانو د سختو بندیزونو تر سیوري لاندې د خپلو کورنیو د ساتلو لپاره د یو نوښت له لارې د عایدو یوه سرچینه موندلې ده او ښايي یادې نجونې د افغانستان په اوسنۍ نرواکه ټولنه کې له ځینو ستونزو سره هم مخ وي.

په دې وروستیو کې ډېرو نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله مختلفو کارونو ته مخه کړې، خو د شنونکو په باور، دا هغه تشه نه ډکوي، چې پر زده کړو د طالبانو د بندیزونو له امله رامنځته شوې او څو نسلونه یې له تیاره راتلونکي سره مخ کړي دي.

د طالبانو محدودیتونه؛ ښځینه خبریالانې له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې پاتې دي

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱
100%

د طالبانو له لوري پر رسنیو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو له پراخېدو سره، ګڼ شمېر تجربه لرونکې خبریالانې له خپل مسلک لرې شوې دي. ډېری یې بې‌کاره دي او ځینې نورې د اقتصادي ستونزو له امله له خبریالۍ سره هېڅ تړاو نه لرونکو کارونو ته اړې شوې دي.

مسعوده سادات(مستعار نوم) چې شاوخوا شپږ کاله یې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی او په خبریالۍ کې کافي تجربه لري افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

هغه وایي څه موده وړاندې اړ شوه چې افغانستان پرېږدي او یو ګاونډي هېواد ته پناه یوسي. سادات وايي، له هېواده تر وتلو وروسته یې یوه موده په ګاونډي هېواد کې تېره کړه، خو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له هغه هېواد نه وشړل شوه او بېرته افغانستان ته ستنه شوه.

نوموړې وايي، په دې موده کې د بې‌کارۍ او له خپل مسلک څخه د لرې پاتې کېدو له امله له سختو رواني ستونزو سره هم مخ شوې ده.

سادات وايي، په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو شته محدودیتونو د هغې پر رواني وضعیت منفي اغېز کړی دی.

هغه وايي: «له روغتیايي پلوه بشپړه ښه نه یم، خو د خپلې کورنۍ له امله اړ یم چې کار وکړم.»

مسعوده سادات وايي، اوس یې په کور کې یو کوچنی کاروبار پیل کړی او د مجبورۍ له مخې د بادامو په سپینولو او په پاکټونو کې په بندولو بوخته ده.

د هغې په وینا، یو شرکت ورته بادام راوړي، دوی یې له سپینولو وروسته په پاکټونو کې بندوي او بېرته یې اړوند شرکت ته سپاري او په دې توګه د بادام پوستکی هغې ته پاتې کېږي.

سادات وايي، دغه کار ورته هېڅ په زړه پوری نه دی خو د خپلې کورنۍ د نفقې د برابرولو لپاره اړ ده چې کار وکړي.

هغه زیاتوي: «دا چې له خپل مسلک څخه لرې یم او نه شم کولای د خبریالۍ په برخه کې کار وکړم، راته ډېر د افسوس ځای دی.»

نوموړې وايي، د خپلې درملنې لپاره اړ شوې وه چې پور واخلي، خو اوس د فقر او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپله درملنه روانه وساتي.

سادات وايي، کله ناکله د خبریالۍ مسلک ته د راتګ له امله پښېمانه شي.

هغه وايي: «کله ناکله پښېمانه کېږم چې کاشکې هېڅکله د ژورنالیزم مسلک ته نه وای راغلې او پر ځای مې یې بل کار کړی وای، ښايي اوس مې خپل درد دوا کولی شوی.»

یوه بله افغانه خبریاله چې د امنیتي ستونزې له امله د نوم اخیستلو څخه ډډه کوي افغانستان انټرنشل پشتو ته ویلي چې له نږدې دوو کالو راهېسې د کار په لټه کې ده خو هیڅ ونه توانېده چې د ژورنالیزم برخه کې کار پیدا کړي.

هغه وايي، سره له دې چې په خبریالۍ کې کافي تجربه لري، خو د کار او دندې د موندلو لپاره له جدي ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وايي، د طالبانو له لوري پر ښځو او په ځانګړي ډول پر ښځینه خبریالانو لګېدلو محدودیتونو په رسنیو کې د ښځو لپاره د مسلکي کار زمینه محدوده کړې ده.

د هغې په وینا اوس مهال د افغانستان په رسنیو کې شته ښځینه کار کوونکې هم په ډیرې سختۍ خپله دنده ساتي پاتې شو د نویو کسانو ګومارل.

هغه زیاتوي چې د ښځینه خبریالانو پر کار محدودیتونو نه یوازې د دوی د کار زمینه کمه کړې، بلکې ډېری یې دې ته اړې شوي چې له خپل مسلک څخه لاس واخلي.
هغه وایي اوس مجبوره ده خیاطي کوي او له دې لارې یې د عاید زمینه ځان ته برابره کړې ده.
د ښځینه خبریالانو د بې‌کارۍ ستونزه یوازې د څو کسانو تر شخصي تجربو پورې محدوده نه ده، بلکې د رسنیو د ملاتړ بنسټونو شمېرې هم په افغانستان کې په رسنیز ډګر کې د ښځو د حضور د پام وړ کمښت ښيي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي چې په وروستیو میاشت کې پر خبریالانو او رسنیو فشارونه په پراخه کچه ډېر شوي دي.

امسو وايي، ښځینه خبریالانې له جدي محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړي ډول په جنوبي ولایتونو کې له ښځینه خبریالانو سره اړیکې او مرکې کول محدود شوي او د هغوی د فعالیت ساحه هم محدوده شوې ده.

د امسو په یو تحلیلي ارزونه کې ویل شوي چې دغه وضعیت ښيي رسنۍ له خپل اصلي خبري او اطلاع‌رسوونکي رول څخه د تبلیغاتي وسیلې پر لور بوځي.

په رسنیز ډګر کې فعالې خبریالانې هم په خپل مسلکي ډکر کې له سختو ستونزو سره مخ دي. ځینې ښځینه خبریالانې ادعا کوي چې په خبري ناستو کې په جلا خونو یا د پردو تر شا کښېنول کېږي او یوازې د چارواکو ویناوې اورېدلی شي.

د رسنیو د ملاتړ بنسټونه وايي، دغه وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پرېږدي او له خپل مسلکي چاپېریال څخه لرې شي.

د بې‌پولې خبریالانو د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له هرو پنځو ښځینه رسنیزو کارکوونکو څخه څلورو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې نږدې دوه زره او ۴۹۰ ښځې په رسنیو کې په کار بوختې وې، خو اوس یوازې شاوخوا ۴۱۰ ښځې په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي.

د بې‌پولې خبریالانو په وینا، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په څه باندې ۱۵ ولایتونو کې فعاله ښځینه خبریالانې نه شته.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو په وار وار د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو بنسټونو ویلي چې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه نه یوازې د رسنیو ازادي او خپلواکي کمزورې کوي، بلکې د ښځو غږ هم له عامه ډګره لرې کوي.

افغان فوټبال لوبډلې له تاجکستان ماتې وخوړه او له سیالیو بهر شوه

۱۲ وږی ۱۴۰۵ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د فوټبال لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۲۰کلنو جام سیالیو د غوراوي پړاو په دویمه لوبه کې له تاجکستان څخه په ۴-۱ ګولونو ماتې وخوړه. دا د دې سیالیو په لړ کې د افغانستان دویمه پرله‌پسې ماتې ده او له دې سره د هېواد د ۲۰کلنو لوبډلې د راتلونکي پړاو ته د تګ هېلې له‌منځه ولاړې.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې هم اردن ته په یوه ګول ماتې خوړلې وه. دغه لوبډله اوس له دوو لوبو څخه یوه امتیاز هم نه لري او د منفي څلورو ګولونو په توپیر د ډلې د نوملړ په وروستي ځای کې ده.

افغانستان به د اسیايي جام دغو لارموندونکو سیالیو په وروستۍ لوبه کې د کوربه هېواد بحرین پر وړاندې ولوبېږي. بحرین اوس مهال د دې ډلې په سر کې ځای لري.

د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې د ایران د روزونکي کوروش برمک تر روزنې لاندې په دې لوبه کې ګډوډه او بې‌پلانې ښکاره شوه. د لوبې په ۲۴مه دقیقه کې برمک اړ شو چې دوه لوبغاړي له ډګره وباسي او پر ځای یې دوه نور لوبغاړي ولوبوي.

د افغانستان د ۲۰ کلنو لوبډلې، د روزونکي کوروش برمک په وینا، خپل تمرینونه په ځنډ پیل کړي وو. لوبډلې له مناسبو تمریناتي کمپونو، دوستانه لوبو او پوره چمتووالي پرته دغو سیالیو ته مخه کړې وه.

سره له دې، کوروش برمک د سیالیو له پیل مخکې ویلي وو چې د ده لوبډله د وروستي پړاو ته د لار موندلو په موخه بحرین ته راغلې او هغه د خپلو لوبغاړو پر هڅو او هوډ باور لري.

د تاجکستان پر وړاندې د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې له بدلونونو وروسته د افغانستان د لوبې حالت یو څه ښه شو او افغان لوبغاړو د تاجکستان پر دروازه څو جدي بریدونه وکړل.

خو په ۳۸مه دقیقه کې تاجکستان خپل درېیم ګول وواهه. دا په داسې حال کې وه چې له دې ګول وړاندې افغانستان ښه لوبه کوله او هڅه یې کوله چې د تاجکستان پر وړاندې مساوي ګول ووهي.

د تاجکستان درې واړه ګولونه د افغانستان د دفاعي کرښې له چپ لوري څخه د بریدونو په پایله کې ووهل شول. دغه برخه د افغانستان د دفاع له کمزورو برخو څخه بلل شوې وه او نوید محبوبی په همدې سیمه کې لوبېده.

محبوبی نه په دفاعي برخه کې بریالی و او نه یې په بریدیزه برخه کې د پام وړ اغېز وښود.

د لوبې لومړۍ نیمایي د تاجکستان په ۳-۱ بریا پای ته ورسېده.

د افغانستان لومړنی ترکیب

حامد امیري د ګول ساتونکی، نوید محبوبی، ناصر محمدي، محمد نوروزي، شعیب حسیني، فرزاد تاجیک، حبیب‌الله هوتک لوبډلمشر، ارش احمدي، ضامن محمدي، یاسر صافي او عزت‌الله رحیمي لوبېدونکي لوبغاړي وو.

په دویمه نیمایي کې هم تاجکستان د لومړۍ نیمایي په څېر د لوبې واګې په خپل لاس کې درلود. افغان لوبغاړو ډېره هڅه کوله چې اوږده او بې‌هدفه توپونه د تاجکستان د ګول ځای پر لور ووهي، خو دغه ډول لوبې کومه پایله ورنه کړه.

په ۸۹مه دقیقه کې تاجکستان یو ځل بیا د افغانستان د دفاع له چپ لوري څخه برید وکړ. د تاجک لوبغاړي له نفوذ وروسته توپ د افغانستان د جریمې سیمې ته وواهه او د سر په ګوزار سره یې څلورم ګول وکړ.

افغان لوبغاړي په دې لوبه کې ګډوډ او ناهمغږي ولوبېدل. په ډېرو صحنو کې د لومړي توپ تر څنګ دویم توپ هم د تاجکستان لوبغاړو ته ورسېد، چې له امله یې افغان لوبډله ونه توانېده د لوبې کنټرول بېرته خپل کړي.

د ګولونو څرنګوالی

د تاجکستان لومړی ګول:
په ۱۷مه دقیقه کې د تاجکستان لوبغاړو د افغانستان د چپ اړخ د مدافعینو له بې‌پامۍ او کمې پاملرنې ګټه واخیسته او د افغانستان د جریمې سیمې ته ننوتل. د تاجک لوبغاړي له خوا لېږل شوی توپ له ناصر محمدي، د افغانستان له مدافع، سره ولګېد. نوموړی تر فشار لاندې و او توپ په پای کې د افغانستان دروازې ته ننوت. دغه ګول د خپل‌ځاني ګول په توګه ثبت شو.

د تاجکستان دویم ګول:
د تاجکستان لوبغاړو د افغانستان د دفاع له ښي اړخ څخه برید وکړ او د افغانستان د جریمې سیمې په ښي کونج کې د تاجکستان لوبډلمشر کامولوف توپ ترلاسه کړ. هغه د افغان لوبغاړي له تېرولو وروسته له لرې واټنه ډزې وکړې او د افغانستان دروازه یې پرانیسته.

د افغانستان لومړی ګول:
په ۲۹مه دقیقه کې افغان لوبغاړو د تاجکستان د دفاع له ښي اړخ څخه برید وکړ. له دې وروسته توپ د شا پر لور د جریمې سیمې ته ولېږل شو او حبیب‌الله هوتک د پښې په دنني اړخ توپ وواهه او د تاجکستان دروازې ته یې ولېږه.

د تاجکستان درېیم ګول:
په ۳۷مه دقیقه کې تاجکستان د افغانستان له ښي اړخه د کونج ګوزار ترسره کړ. توپ د څو لوبغاړو له منځه تېر شو او د ډګر چپ اړخ ته ورسېد. وروسته د تاجکستان یوه لوبغاړي توپ د افغانستان د جریمې سیمې ته ولېږه او مهربان د خپلې پښې په سر د توپ لوری بدل کړ او هغه یې د افغانستان دروازې ته ورساوه.

دا د تاجکستان دویم ګول و چې د افغانستان د دفاع له چپ اړخ څخه د برید او توپ لېږد په پایله کې جوړ شو.

د تاجکستان څلورم ګول:
په ۸۹مه دقیقه کې د تاجکستان یو لوبغاړی یو ځل بیا د افغانستان د دفاع له چپ اړخ څخه تېر شو او د افغانستان د چپ مدافع له مخې یې توپ د جریمې سیمې ته ولېږه. اسدبیک د سر په ګوزار توپ ځمکې ته وواهه او هغه یې د افغانستان دروازې ته ورساوه.

په دې توګه تاجکستان خپل درېیم ګول هم د افغانستان د دفاع له چپ اړخ څخه د نفوذ او توپ لېږلو له لارې وواهه.

د ۲۰۲۷ کال د اسیا د ۲۰ کلنو جام د غوراوي سیالۍ د سپټمبر له ۹مې تر ۱۵مې، چې د افغانستان د لمریز کال له مخې د ۱۴۰۵ کال د سنبلې له ۱۸مې تر ۲۴مې سره سمون خوري، په بحرین کې ترسره کېږي.

افغانستان به له تاجکستان سره له نننۍ لوبې وروسته په خپله وروستۍ لوبه کې د سیالیو د کوربه هېواد، بحرین، پر وړاندې میدان ته ووځي.

افغانستان له دوو پرله‌پسې ماتې سره په خپله ډله کې د راتلونکي پړاو ته د تګ هېڅ چانس نه لري او په عملي توګه له دغو سیالیو څخه وتلی دی.